Categories

اعلان

Loading…

پاکستاني پولیسو په خپلو لیکو کې یو افغان پولیس ونیوه

تاند- د خیبر پښتونخوا پولیس وايي چې د دغه ایالت پولیسو په خپل منځ کې یو افغان پولیس ونیوه.

د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې نن وویل چې پولیسو یو تن، چې د پولیس په توګه یې کار کاوه او د پاکستان تذکره یا پېژندنپاڼه یې په جعلي ډول جوړه کړې وه، د یکشنبې په ورځ ونیوه.

په راپور کې ویل شوي چې پولیسو ته شکایتونه شوي وو چې د افضل خان په نوم یو پولیس، د افغانستان تبعه دی. له څېړنو وروسته څرګنده شوه چې افضل خان د اول ګل زوی د افغانستان تبعه دی.

د پاکستان د نفوسو د احوال ادارې (NADRA) هم تایید کړه چې اول ګل او درې زامنو یې د پاکستان تذکرې په غیرقانوني لارو ترلاسه کړي دي.

پولیسو افضل خان نیولی او پوښتنېئ – ګروېږنې یې ورڅخه پیل کړي دي.

375 total views, no views today

2 comments

  1. Zarghoon Reply

    واا
    گوره چی به په افغانستان کی خورمره چمن والا او پشوریان خای په خای سوی وی

  2. Akbary S.S Reply

    دوستانو دادپنجابيانو لپاره کومه نوی خبره نده اودهغو پنجابی نظامی اوجاسوسی شبکی غړی چی دارګ دننه ته يي ځان راورساوه او اوس د طالب اوداعيش په ډلوکی منظم کار کوی اولاسونه يي زمونږ دخوار او محتاج ولس په وينو لړلی دی دهغو ی څخه به څوک تحقيق او پوښتنه وکړی . دی شخص دپيښور په ولايت کی وظيفه اجرا کړی اودا منطقه دهغه دپاره خپله خاوره ده .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2