Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان ستونزو او فرصتونو ته یوه کتنه/ محمد عارف رسولي

(دوهمه برخه)

د افغانستان د ستونزو بهرني لاملونه

افغانستان په خپل تیر تاریخ کې له ګڼو ننګونو او ستونزو سره مخ و. د خپل جیوپولیټیکي موقعیت په لحاظ په افغانستان کې د نړۍ ښکیلاکګرو د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره راز راز دسیسې په کار اچولې، لاس وهنې یې کړې، زموږ خلک یې ویشلي ساتلي او د خپلو لاسپوڅو په مرسته یې جهالت او شخړې تقویه کړې دي، هڅه یې کړې ده چې د خپلې خوښې نظام په موږ وتپي. سترو طاقتونو ورانوونکي یرغلونه ورباندې کړي، د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خوندي کولو لپاره یې زموږ د هیواد د کارولو هڅه کړې ده، له نورو طاقتونو سره ورباندې جوړجاړی کړی دی او یا یې د کوم بل بلاک په خوله کې بللی دی او له پامه یې غوړځولی دی. دې لاس وهنو زموږ په ملي ژوندانه باندې سترې بدې اغیزې کړې دي. یوه بده اغیزه خو داده چې اوس موږ بیخي خپل تاریخي مسؤلیت نه منو او هرڅه له بهره بولو. دا به وروسته د داخلي ستونزو په ځای کې وڅیړل شي. دلته یوازې د هیواد د ستونزو په بهرنیو لاملونو بحث کیږي.

ستري لوبي زموږ د معاصرو ستونزو تومنه. کله چې انګریزانو هند او تزارې او بیا بلشویکي روسانو د منځنۍ اسیا هیوادونه لاندې کړل، دې سیمو هر یوه نوموړو استعماري هیوادونو ته خورا زیات، تجارتي، اقتصادي، سیاسي، جیوپولیټیک او جیو ستراتیژیک اهمیت درلود. هغوی غوښتل چې ښکیلاک یې ورباندې ټینګ وی، د هغه زمانې بل کوم طاقت پکې لاس ونه وهي، نو رنګارنګ تګلارو ته یې لاس واچوه. افغانستان چې د منځنۍ اسیا او د هند تر منځ پروت هیواد و، هر یوه غوښتل او زیاتې هڅې یې هم وکړې چې افغانستان د خپل نفوذ په ساحه کې وساتي ترڅو د خپلو پورته مستعمرو څخه ساتنه وکړي او افغانستان ورته د یوه دیوال په توګه وکاروي. وروسته دواړو ته پته ولګیده چې د افغانستان ساتل ورته اسانه نه وو، نو یو ډول هوکړې ده ورسیدل چې افغانستان به د حایل په توګه ساتي، او هر يو به د خپلې مستعمرې اداره او کنترول په لاس کې لري. د سیمې د هیوادونو او په تیره د افغانستان د کنترول دې هڅو ته د تزاري روس او انګریزانو په واسطه په تاریخ کې د سترو لوبو (Great Games) نوم ورکړل شوی دی.

د تاریخ په دې برهه کې، په ظاهره او هم د پردې ترشا هغوی پریکړه وکړه چې له یوې خوا افغانستان د حایل په توګه وکاروي، خو پرینږدي چې په افغانستان کې ستر تحولات، پرمختګ، او سم حکومت راشي او له کوم طاقت سره اړیکې او روابط جوړ کړي. دلته باید تل وړې قبیلوي شخړې، د قدرت په سر جنګونه او قبیلوي کشمکشونه وي او سره مصروف وساتل شي. ستر طاقتونه اوږد یاد لري، تاریخي مسئلو ته ګوري، ورته اهمیت ورکوي، او ورسره سم پریکړې کوي. نو ځکه دوی ته د افغانانو خاصیتونه او تاریخ دواړه ښه مالوم وو، هغوي پوهیدل چې که افغانان توان ومومي ارامول او ترکنترول لاندې ساتل یې دواړو ته ګران کار دی. نو دواړو خپلې ګټې په دې کې ولیدې چې افغانان په ظاهره او په داخلي چارو کې خپلواک، بیخبره، ویشلي، په شخړو اخته او بیوزله وساتي. د ځینو پوهانو په اند زموږ اوسنی دربدره حالت هم د هغه وخت د دسیسو او زموږ د غفلت پایله ده. همدارنګه، زموږ کارپوهان او هغه سیاستوال چې کله د افغانستان او د سیمې په مسئلو کې د نړیوالو له چال چلن سره پوره اشنا شوي دي تل یې اعتراف کړی دی چې، اوس هم په یو څه توپیرونو سره، همغه نړیوال سیاست او زموږ غفلت جریان لري، نه د نړیوالوقدرتونو سیمه ایزې جیوپولیټیکي او جیو ستراتیژیکي لوبې بدلې شوې او نه زموږ په ویښتیا کې کوم توپیر راغلی دی. اوس یوه بله پیچلتیا هم ورباندې اضافه شوې ده او هغه داده چې په سیمه کې نور ځواکمن لوبغاړي چې د له نړیوالو سترو طاقتونو سره لاس لري زیات شوي دي چې زموږ ورځ یې نوره هم بده کړې ده.

د سترو لوبو په جریان کې دهغه د سترو طاقتونو دې جوړجاړي زموږ په ټولنیزه ویښتیا، د علومو پرمختګ، سیاسي شعور، کلتوري وده، اقتصادي پرمختګ، او د نظام د جوړولو په وړتیا بده اغیزه کړې ده. دې حالت زموږ ملي او ټولنیز توان چې خپلې مسئلې پخپله حل کړو خورا ټیټ حد ته راښکته کړی دی. زموږ خلکو په ملي کچه د پیړیو لپاره کوم رغنده سیاسي، ټولنیز او فرهنګي خوځښت له لاسه ورکړ. زموږ په ملت کې د سیاسي فعالیتونو تجربه کمه شوه.

که څه هم د مشروطه غوښتنې تحریک یو استثنایي حرکت و، د ملک په ښاري سیمو کې یې د ځینو کسانو د سیاسي شعور په لوړولو کې یو څه مثبته اغیزه هم درلوده. خو زموږ د ملت زیاته برخه چې په کلو کې اوسیدله بیوزله، نا لوستې، او له نوو پرمختګونو لیږې پاته شول.

په نړۍ او سیمه کې د شرایطو د بدلیدو سره سم د سترو لوبو ماهیت هم بدل شو، په افغانستان کې هم د سیاسي او ټولنیزو فعالیتونو یو څه هڅې رامنځته شوې. خو دلته د ښار او کلي ترمنځ په نظرونو کې یو لوی واټن رامنځته شوی و، دیوه ملي خوځښت رامنځته کیدلو خورا مجربه رهبري غوښته. اوږده غفلت او په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو کې کمه تجربه، زموږ د ملک د سیاسي احزابو په کړنو او دهغوي د پالیسیو او کړو باندې بده اغیزه درلوده. هغوي د د خپلې ټولنې د باورونو، د عیني او ذهني شرایطو د په نظر کې نیولو او د خپلو خلکو د غوښتنو په ځای په نا اشنا شعارونو او په خارجي ایدیالوژیګانو تکیه وکړه. بهرنۍ لاسوهنې هم لا نورې تیزې شوې او په پای کې اوږدو شخړو ته لاره هواره شوه.

دې اوږدو شخړو، زموږ دملت هرڅه تباه کړل او لا تباهي رانه ده. اوس افغانستان یو شخړو وهلی، ماتیدونکی (Fragile State) دولت لري، نهادونه مو شړیدلي دي او پخپلو پښو دریدل مو ګران کار دی. د ماتیدونکو دولتونو په هکله به په راتلونکو څپرکو او برخو کې به اصلي بحث وشي.

د بهرنیایو لاسوهنې په څو وروستیو لسیزو کې. په وروستیو څو لسیزو کې چې د زبیښاک او ښکیلاک ډول بدلون موندلی دی، نړیوال سترقدرتونه د خپلو ګټو د خوندی کیدو لپاره په هره سیمه کې ځینې مزدور دولتونه لري او دهغوی له لارې خپلې ګټې تامینوي. زموږ سیمه ایز هیوادونه پوره خپلواک نه دي، د نړۍ د سترو قدرتونو د غلامۍ په بیه دوی هم سیمه ایزه هیژموني او خپلې ګټې غواړي او د نورو بیوزلو ملتونو تابع کول غواړي. دا یوه رواني مسئله ده، کومې ټولنې چې تر اسارت لاندې یې وخت تیر کړی وي که فرصت ومومي د نورو د غلام کولو سوچونه لري او خپلې سیاسي او رواني عقدې خالي کوي.

همدارنګه، د افغانستان په داخلي چارو کې اوس د سیمې د ځینو هیوادونو بې شرمانه لاسوهنه، د هغوي کلتوري، اقتصادي، تجارتي، سیاسي او ستراتیژیکي ګټې ټول زموږ په ضد عیار شوې دي. د هغوي هر یو غواړي چې لمړی که ممکنه وي زموږ په ملک کې تر خپل نفوذ لاندې یو دولت ولري. که دا ورته ممکنه نه وه نو غواړي چې زموږ په هیواد کې جګړه توده وساتي، زموږ خلک له یوبل سره وجنګوي، دولتی نهادونه مو له منځه لاړ شي، تعلیمي، اقتصادي، کلتوري نظام او ملي یووالی او وحدت مو تاوان ومومي.

په دې توګه زموږ په ملک کې د هغوي د بې کیفیته مالونو د خرڅلاو لپاره ښه مارکیټ برابریږي، زموږ خلک به تر ابده د هغوي په دروازو کې په کمه مزدورۍ د کار لپاره زارۍ کوي، افغانان به د هغوي په ملکونو کې د خپلو ناروغانو درملنه کوي. همدارنګه، دهغوي د ټیټې کچې کارپوهان به په لوړو معاشونو زموږ په هیواد کې مشاورین وي، زموږ تجارت به یوازې د دوي له لارو د دوي په شرایطو ترسره کیږي، زموږ ښه مالونه به په نیمه بیه راڅخه پیري، زموږ د اوبو له زیرمو څخه به تر ډېرې زمانې یا د تل لپاره ګټه اخلي او په سیمه ایزو سیالیو کې به مو د ځان په ګټه کاروي او نه به پریږدي چې دهغوي له حریفانو سره د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره لاس ورکړو.

د سیمې د هیوادونو لاسوهنې راز راز شکلونه لري. ځینې زموږ په ملک کې د نورو لاسوهنو تر څنګ زیاته پاملرنه فرهنګي اړخ ته کوي، غواړي چې موږ تر خپل فرهنکي او بیا وروسته سیاسي او اقتصادي نفوذ لاندې راولي. هغوی په هر شکل غواړي چې موږ ځان ته تابع وساتي. د حیرانتیا ځای نه دی چې د سیمه ایزو قدرتونو یو شمیر روزل شوي کسان زموږ په ملک کې په لوړو چوکیو کې کار کوی چې افغانستان د نورو په تمدني حوضه کې بولي، دلیلونه ورته تراشي، او مبارزه ورته کوي. داځکه چې په خواشینۍ سره د ګاونډیو هیوادونو لخوا یې مغزونه یې پریمنځل شوي، د هغوی تمدن دومره وربانې اثر کړی چې خپل هیواد د هغوی په فرهنګي حوضه کې بولي، او اوس هم غواړي چې موږ د هغو تر نفوذ لاندې پاته شو او د هغو د ګټو لپاره کار کوي.

له بلې خوا، دا قدرتونه پوهیږي چې د افغانانو تابع کول اسانه کار نه دی نو غواړي د کلتوري نفوذ ترڅنګ، زموږ په ملک کې له هغه زاړه استعماري دود څخه چې وویشه او کنټرول کړه، په شخړو یې اخته کړه، جاهل او ځانته محتاج یې وساته او نورو ورته دسیسو څخه کار اخلي او له پښو مو وغورځوي. هغه څه کوي چې زموږ په ملک کې د تل لپاره جګړې وي، د نظام د تداوم، پرمختګ، په ځان بسیا کیدو او دهغوي د سیال کیدو مخه مو ونیسي.

اصلي خبره داده چې په نن زمانه کې کله چې جګړې، ورانۍ، بیسوادي، بیوزلي، د ملي او دولتي نهادونو شړیدلی حالت، د قانون نه حاکمیت او نورې دربدرۍ د لسو په شاخوا کلونو لپاره دوام وکړي او هر څومره چې اوږدیږي په همغه کچه بیا په پښو دریدل ېې ورځې تربلې سختیږي. دا ځکه چې کله د یوه ملک دولتي اوملي نهادونه، د قانون حاکمیت، د بیوزلۍ کمول، کلتوري پرمختګ او د سواد عامول لسیزې غواړي هغه هم چې پکې سوله او ارامي وي. زموږ همسایه او ځینې نور لګیا دي دا خبره یقیني کړي چې موږ په لسیزو له هغوي وروسته پاته شو او نه پریږدي چې زر موږ د ځان جوړولو موکه ومومو او پخپلو پښو ودریږو.

زما ښه په یاد دي چې د یوه بل ملک یوه دیني عالم خپل فزیک پوه د خپل ملک بلکه د ټولو مسلمانانو قهرمان بللی و، خو زموږ لپاره یې دفزیک او کمیا او نورو ورته علومو زده کړه ناروا کار بللی و، په ډېره حیړانتیا یې عربي د جهالو ژبه ، پښتو د دوزخیانو ژبه، فارسي دمجوسو ژبه او یوازې اردو ژبه یې د مسلمانو حکامو په لاس جوړه شوې او ښه ژبه بللې وه.

همدارنګه، ټولو په رسنیو کې لیدلې چې د نورو ملکونو دیني عالمانو د جنجالونو په ځای په خپل ملک کې د هغه قانون او آیین بالا دستي اړینه بللې چې، د هغوی پخپل قول له اسلام سره فاصله لري، خو زموږ لپاره یې بیا د قانون په رڼا کې نه بلکه د زور له لارې د مسئلو حل غوښتی دی. ټولو مسلمانانو ولیدل چې، په دې سیمه کې د دې غلطو فتواوو صادروونکو، او د خپل د ملک د سیاسي ګټو لپاره د دین کارونه اسلام او د سیمې مسلمانانو ته ستر ستر زیانونه رسولي دی او الله تعالی به حتما ورسره محاسبه وکړي.

که په ټوله نړۍ کې هر ملک ځانته دیني عالمان لري چې د قرآن او سنت په رڼا کې د خپلو هیوادونو د ظروفو، او شرایطو سره سم خپلو حکومتونو ته مشوره ورکوي، د خلکو دهنونه روښانه کوي نو موږ ولې د بل چا له غرضه ډکې خبرې ومنو. ماته دې څوک وښیي چې په سعودي، مصر، ایران، هند، پاکستان او یا هر بل ملک کې د کوم بل بهرني ملک فتوا کار ورکړې وي.

59 total views, 3 views today

1 comment

  1. خالده خالد Reply

    ښاغلیه استاذه! ستاسوله ښکلو لیکلوڅخه ډیره مننه۰دی افسوس ځای دی چې زمونږ په ملک کې ډیرو پردي پالو مزدورانودقدرت چوکۍ کلکې نیولې دي۰دوی اصلاً داسلام په لاره روان نه دي ۰تاسو ډیرښه په ځای لیکلي:«دابهرني قدرتونه پوهیږي چې د افغانانو تابع کول اسانه کار نه دی نو غواړي د کلتوري نفوذ ترڅنګ، زموږ په ملک کې له هغه زاړه استعماري دود څخه چې وویشه او کنټرول کړه، په شخړو یې اخته کړه، جاهل او ځانته محتاج یې وساته او نورو ورته دسیسو څخه کار اخلي او له پښو مو وغورځوي. هغه څه کوي چې زموږ په ملک کې د تل لپاره جګړې وي، د نظام د تداوم، پرمختګ، په ځان بسیا کیدو او دهغوي د سیال کیدو مخه مو ونیسي »۰چې ډیرښه مثال ئې د(آغای جان کیري) حکومت په افغانستان کې دی۰۰۰

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *