Categories

اعلان

Loading…

شل مې ووژل او سل مې ووژل/ بغلاني

 د مسلمان په حیث زموږ هر یوه تجربه دا ده چې دیني عقیده په زړه کې د خدای ویره او د خدای له مخلوق سره د رحم او شفقت احساس پیدا کوي. موږ چې د خپلو دیني بزرګانو کیسې لولو، د سړیتوب ، محبت او اخوت یوه عظیمه دنیا پکې وینو. کله چې څوک د دین د لویانو د ژوند، اند او کردار په باره کې ډیره مطالعه وکړي نو ډیره ممکنه ده چې یو خاص روحي حالت ورپیدا شي، داسې چې کله په لاره ځي او میږی وویني، نو سودا به ورولویږي چې هسې نه تر پښو لاندې یې ژوبل نه کړي.

 که د اسلام د زرین تاریخ پاڼې راواړوو، او اسلامي ټولنه مطالعه کړو، هلته د اخلاقو او سړیتوب ګڼ اتلان او په ټولنه کې د رحم او زغم او سړیتوب عالي مثالونه وینو. د اسلام په لومړیو پیړیو کې چې د اسلام د ستر پیغمبر(ص)، خلفای راشدین او د مذهبونو د امامانو زمانه وه، په اسلامي ټولنه کې نه یوازې مسلمانانو بلکې یهودو، نصاراوو ، زردشتيانو او د نورو عقیدو پیروانو ډیر خوشحاله او محترمانه ژوند کاوه. همدا د زغم او تحمل او ازادفکري برکت و چې د اسلامي تاریخ په لومړیو پیړیو کې مسلمانانو په فقه، فلسفه، طب، ریاضي، کیمیا، ادب او نورو علومو کې ډیر پرمختګ وکړ او داسې شخصیتونه یې بشریت ته وړاندې کړل چې نن هم ورباندې ویاړو. ابن سینا او فارابي چې د فلسفې په تاریخ کې عالي مقام لري، د هماغه زمانې دي. ابوریحان بیروني چې په ساینس او نجوم کې یې نظریات اوس هم د دنیا په پوهنتونونو کې تدریس کیږي، د همدې پیړیو اوسیدونکی دی. حضرت امام ابوحنیفه، حضرت امام شافعي یا حضرت امام ابوجعفر صادق چې هر یو د یوه اسلامي مذهب مشر او امام دی، له همدې زرین دوران سره تعلق لري. دغه راز د تصوف او عرفان بنیاد په همدې دوران کې کیښودل شو چې په دنیا کې یې ادب او اخلاقو ته ډیر څه وبخښل.

 بایزید، شبلي، منصور، داتا ګنج بخش، ابوسعید یا مثلا ابوالحسن خرقاني د همدې پیړیو اوسیدونکي دي. ابوالحسن خرقاني د بیوزلو لپاره یو لنګر درلود چې په هغه کې محتاجانو ته ، که به هر څوک و او د هرې عقیدې پیرو به  و، ډوډۍ ورکول کیده. دا حالت عام و. د اسلام په زرین دوران کې نظرونه پراخ او زړونه سپیڅلي وو.

 خو اوس برعکس، زموږ په ټولنو کې داسې کسان زیات شوي دي چې نظرونه یې تنګ او زړونه یې ناولي دي.

 فیسبوکونو ته وګورئ. یو بل ته په کنځل کولو ویاړو او لارو او کوڅو او بازارونو ته ځیر شئ، د یو بل په توهین او تحقیر خوشحالیږو. مونږ اوس دې ته جهاد وایو چې د هلمندي یا بغلاني یا کندهاري وینه تویه کړو. اوس دې ته  اسلام وایو چې خپلې لوڼې له علم او تحصیله محرومې کړو او دې ته سمه عقیده وایو چې هر چا ته د شک په نظر وګورو او له اسلامه یې وباسو.

 څو وخته مخکې زموږ د کوڅې جومات ته تبلیغیان راغلي وو. د کوڅې اوسیدونکو ډوډۍ وروړه ، د دوی عزت یې وکړ او د دوی خبرې یې واورېدې خو په عین حال کې تبلیغیانو ته یې په ویره کتل او تشویش ورسره وو چې بم ورسره نه وي. د ډیر افسوس خبره ده چې کله د ږیرې او پټکي څښتن راښکاره شي، نو ډیرو کسانو ته داسې په زړه کې ورتیریږي چې شاید قاتل وي او احتیاط ورسره پکار دی.

 پرون مې ورور چې په لاهور کې سبق وایي، تلفون راکړی و او ویل یې چې پنجاب پوهنتون ته به پخوا تبلیغیان راتلل، تبلیغ به یې کاوه خو اوس یې منع کړي دي، ځکه د پوهتون له چارواکو سره ویره ده چې هسې نه قاتلان او د بمونو کاروباریان ورسره وي. د افسوس خبره ده. دغه حالت باید بدل شي. ان تبلیغیانو ته، چې په نرمي مشهور دي او د صوفیانو په لار روان دي، د شک په سترګه کتل کیږي.

 په دې کې شک نشته چې د مسلمانو مبلغانو او سیاستوالو په خلاف به عمدي او قصدي تبلیغات هم کیږي، مګر دا هم یو حقیقت دی چې موږ پخپله د جوماتونو او مدرسو احترام نه دی کړی او داسې موارد کم نه دي چې هلته مو بمونه او باروت زیرمه کړي دي. دوه کاله پخوا یو دوست چې په زابل کې اوسیده، راته وویل چې زامن یې په جومات کې له سبق ویلو منع کړي دي، ځکه هلته توپک او مرمۍ ښکته پورته کیږدي او دا خطر شته چې ماشومان ځانونه ژوبل کړي.

 راځئ زړونه سپین او سپیڅلي کړو او د کینو، بدبینیو ، عقدو او انتقام اخیستلو په ځای د محبت او رحم او شفقت لوري ته مخ واړوو، ګوندې الله پاک مو په کارونو کې برکت واچوي او له دې حالته مو راوباسي چې د یو بل په وژلو فخر کوو او پردو راډیوګانو ته په خوشحالۍ راپورونه ورکوو چې شل مې ووژل او سل مې ووژل.

18 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *