Categories

اعلان

Loading…

د کندهار په ترافیکي پېښه کې ۴۰ تنه ژوبل شول

تاند- د کندهار په ژړۍ ولسوالي کې ۴۰ تنه په یوه ترافیکي پېښه کې ژوبل شول.

چارواکي وايي چې پرون /جمعه/ ماسپښین مهال د تورجان پمپ په سیمه کې د ۳۰۳ بس چلوونکي د دې لپاره چې له مخامخ موټر سایکله خپل موټر چپ کړي، له سړکه واوښت خو کنټرول یې نه کړای شو او چپه شو.

په بس کې ۵۶ تنه سپاره ول چې ۴۰ یې ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

له ترافیکي پېښې سمدستي وروسته ملي اردو ځان سیمې ته ورساوه او د پېښې ټپیان یې د کندهار میرویس روغتون ته ورسول.

ډاکتران وايي چې د ځینو ټپیانو حال ښه نه دی.

46 total views, 2 views today

1 comment

  1. سپین یار Reply

    احمق اوبی تجربه دریوران باید همداوس له دندی گوخه شی٫ زمونگه بدختی داده چه مسلکی حکومت نلرو که نه دترانسپورت جاهل وزیر هم باید محکمی ته راکش شی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *