Categories

اعلان

Loading…

وریجې (لنډه کیسه) لیکواله: نویده خوشبو

 هلۍ !

اۍ خلکو هلۍ !!!!

اور مړ کړئ ا وبه ….. اوبه …..

د زرلښتې  له کوره تور لوګي او سرې لبمې پورته وې ، ګاونډوي ، لاروي خپل او پردي ټول په مڼډه دي څوک په لمبو خاورې اچوي ، او ډیر نور ستلونه تشوي

ـ مو…. مو…مور مې … مورې …مم ، مو مورې

د زرلښتې مشره نهه کلنه لور په چیغو ده ، څوک اوري څوک نه ، هر سړی د لمبو وژلو هڅه کوي قهرېدلو لمبو ته د ننوتلو زړه څوک نشي کولې.

د اور لمبې په قابو کېدو شوې  د زرلښتې خواښې هغه له یو څنډې و نیوله او  بهر ته یې کاږي

ـ هل.. وې .. وسوم ، لولپه شوم … وسوم

زرلښتې په مړ غږ خواښې ته مخ کړ او بې هوښه شوه

هغه یې روغتون ته یوړه ، خاوند ، مور پلار ورورنه او نور خپلوان هم خبر شول ټول حیران ول

چاویل پرون مې ولیده رکه روغه وه ، بل ویل ما نن ورسره وخندل ،چا ویل دا خو ښه وه څه وشول

خاوند یې چې سهار په خوښې او خندا له کوره وتې و هک ‍پک و

د زرلښتې مور په یو لاس اوښکې پاکې کړې  او بل یې ملا ته کړ کړوپه کړوپه له څوکې پورته شوه

غلې  له شیشې نه لور ته په کتلو شوه ، د زرلښتې په ټول بدن سپینه ټوټه  ولاړه وه خو د سپین مخ پر ځاې د سکرو په رنګ خوړینه غوښه ولیده ….

ـ ن..ه نا ، نه … دا زما لور نده

مور په رپېدو شوه او وړاندې له چې په ولویږي ، زوی یې لاس ونیو

ـ کینه مورې ، هر څه به سم شي ، خدای به هر څه ښه کړي ، ډاکټران شته مورې دوې ، دوې پوهیږي هر څه ښه کیږي

د زرلښتې ورورسترګې پټې کړې او شونډې یې وچیچلې پوهېدو چې دا تسلي یې د مور زړه ته نه لویږي او مور نشي غولولې

لږ وروسته له حوزې مامورین راغلل او د شوې پيښې د لامل پوښتنه یې کوله

ټول یو بل ته ګوري

ـ څنګه اور ولګیده ؟ څه وشول؟  میرمنه څنګه ټپي شوه ؟

د زرلښتې خاوند : صیبه د ګازو ډبې اور اخیستې  چت هم د لرګیو و او د تیلو ګېلنه په پخلنځي کې وه ، او هو یوه بله ګاز ډبه هم  دننه وه

ـ د پيښې پر مهال ته کور کې وې ؟څوک څوک کور کې وو ؟

ـ نه صیبه زه نه وم ، ماشومان مې مور مې وه

ـ مور دې شته دلته ؟

ـ هو صیبه دغه مې مور ده

د زرلښتې خواښې چې یوې ډډې ته ناسته وه او یوه ګوته یې په بلې کاږله لا تر اوسه یې د ګاز ډبې د چاودنې اور لمبواو د خلکو نارې سورې په غوږونو کې انګازې کولې

ـ مورې ، مورې !

ـ اه ، اه زویه !

ـ راشه  دا کسان له حوزې راغلي ورته کیسه وکړه

ـ مورې سلام ، ډبه ولې وچاودیده ،؟

ـ وې زویه وچاودیده ، وۍ الله کور اور واخیست هر  څه وڅوځیدل

ـ مورې ته چیرته وې واړه چیرته وو ډبه څنګه و سوځیده

ـ لمبې شوې زویه لمبې ، هر څه وسوځیدل

ـ مورې لږ مې خبرې ته غوږ شه ، بس یو څو پوښتنې کوم ، څه وکړو زمونږه مسولیت دی پوهیږم چې مناسب وخت نه دی ، ته چیرته وې مورې

ـ وی زویه  زه وم دا نوسې مې وه او هغه سپیره وه زویه ، دا ، دغو نورو په کوڅه کې لوبې کولې

ـ ښه مورکې ډبې څنګه اور واخیست پخلنځي کې یوازې ستا اینګور وه ؟

ـ زه ننوتلم ، لګن یې له وریجو ډک کړې و لکه ټول کلي ته چې ډوډې ورکوي

ـ ښه بیا

ـ نو بیا څه د هرې ورځې په شان مې ورته وویل چې ولې د دومره ډیرې وریجې پستې کړې هر څه کې خاني کوي زوی مې په سختو څو روپې ګټي او ته سپیره یې بادوي

ـ امم ښه بیا مورې

ـ یو څو سوکان مې ورکړل راسره یې ژبه وکړه ، ګریوان مې په خېرو ورته څیرې کړ زه له پخلنځي په وتلو شوم لا کوټې ته نه وم ننوتلې چې درز شو ، هر څه  وسوځېدل

ـ نو څنګه میرمنې خپله دا کار وکړ ؟

له دې پوښتنې سره د زرلښتې خواښې په ژړا شوه او مخ ته یې څپيړې بندې کړې

ـ مورې ، مورې څه وشول ؟ بس وروستې پوښتنه ده

ټولو غوښتل پوه شي چې څه شوي ؟ ناست کسانو غږ کړ څه وشول ، د زرلښتې مور په ژړغوني غږ و ویل

ـ زما لور داسې نشي هغه دونه بې ایمانه ده داسې نه کوي

ـ مورې وروستې پوښتنه ده څه وشول

ـ زه ، زه چې پخلتځي ته ننوتلم نو هغې ګېس بلو ، ما چې دومره ډیرې وریجې ولیده نو په ښکنځلو شوم

راته یې ویل چې د وړو خوښې دي او ډیر نه دي لکه له ما چې ډیره پوهیږي ، ګیس همداسې پاتې شو خو تېله یې لا نه و بل کړې ، ما ویل چې پام به یې وي ، خو پام یې نه و ګېس خپور شوې و چې د اور تېله یې بل کړه هر څه وسوځېدل،

د زرلښتې خواښې لا  کور او سامان پسې  ژړیده  ، او لا یې هم  له  هغې شکایت کاو  چې په دې کې ډاکټر راووت .

ـ څه وشول لور……. لور مې ښه ده ډاکټر صیب ؟

ـ میرمن مې ښه ده ؟ هغه به ښه شي ؟

ـ زه بښنه غواړم ، خوارکې ډیره سوځېدلې وه  ، ونه ژغورل شوه !!

څه ډاکټر صیب !!!!!

بس الله دې وبخښي 

9 total views, 2 views today

1 comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *