Categories

اعلان

Loading…

د پښتو ژبې تاریخي شاليد/ ع، شیرزوی

دویمه برخه –

د تيرو څپرکيو له څيړنو څخه تاسي ته د پښتو ځيني قديم آثار ښکاره شول چې د ژبې ادبې جوړښت او ښکلا راښيي : پښتو ادب د (۱۰۰ھ) کال به حدودو کې د جذباتو او احساساتو د څرګندونې وړ و داسې پوخ او غوره شعر يې درلود نو ښايې چې دې ژبې لږ تر لږه (۵۰۰) کاله د مخه ادبې عمر تير کړي او د هلکينې او زلميتوب مراحل يې تير کړي دي.

د هرې ژبې ادب چې پوخوالي ته نه وي رسيد لي به لومړنيو دوروکې د نورو ژبو تر اثر لاندې کيږي. د فارسي ژبې په لومړني ادب کې د عربي درنه اغيزه دومره ښکاري چې تر (۴۵۰ھ) پورې لا هم دا ادب د عربي فکر او عربي ادب تر اثر لاندې و.» (پوهاند: حبيبي عبدالحی، د پښتو د ادبياتو تاريخ، لومړی او دویم ټوک، دانش خپرندويه تولنه ۱۳۸۴ ل / ۲۰۰۵ م، ۴۴۴ / ۴۴۸ مخونه)

کله چې اريايې قوم د بخدی يا باختر څځه لویديځ او ختیځ ته خپاره شول په هند او ايران کې يې مديتونه جوړ کړل ځيني يې له دوې څخه په بخدي او هندوکش په شمالی لمنو کې پاتې شول.

دا آريا يان چې د مرکزی او باخترې ډلې ډير قبايل او ډلې لري چې خورا مهمه ډله يې د (بخت، پکهت، پښتون) په نامه سره ياديږي، او پښتو ژبه هم لا تر اوسه وايې، دا ژبه د قديمه دوي ته پاتې ده او مرکزی آريايې ژبه چې له اصلی څخه همدلته د آريایانو په خپل مرکز او کور کې زيږيدلي ده همدغه پښتو ده چې ورسته چې تاسې د پښتو او پښتون د نومونو په خصوص کې تاريخې څيړنې وګوري دا خبره به ښه درله روښانه شي.

د تاريخ او علمی څيړونو په استناد پښتو د «آريک» ژبې لور ده.

دوکتور ګوستا ولوبون په وينا د خپريدو او هجرت د مخه آريايې اقوام يوه مخصوصه ژبه ويله چې نوم يې «آريک» و. دا ژبه اوس ورکه ده خو سنسکريت ژبه د هغې څخه راوتلي ده، دا اصلی اريا يې ژبه چې د ټولو آريايې ژبو مور بلل کيږي لا اقل د ميلاد څخه «۳۰۰۰» کاله دمخه ویل کيده او ددوي ګډه ژبه وو.

ددي خبريد پلټنې او منلو له پاره مونږ د آريايې توکم پخوانيو کلماتو ته وګورو چې له دوي څخه څه پاتې دي او هغه کلمې بيا په پښتو کې وګورو چې تر اوسه ژوندۍ دي، بله دا خبره هم د يادولو وړ ده چې آرين توکم د بخدي څخه د هند خواته ولاړل او ژبه يې سنسکريت شوه. پدې هکله چې سنسکريت يو ه پخوانې يوه علمی او ارته ژبه ده، په سووکتابونه د پخوانيو زمانو څخه پدې ژبه کې پاتې دي ځکه چې د دې ژبې ادبې او علمی اثار ډير دي او د زمانې له يرغل څخه هم ساتلي پاتې شوي ده، لغات، کلمات او قواعد یې هم ټول شوي او ليکل شوي دي نو د آريايې ژبو د مقایسوي فيلالوژی له پاره ډير ارزښت لري کولای شو چې د يوې ژبې اساس د سنسکريت له مقایسي څخه معلوم کړو.

د سنسکريت نوم او ددې ژبې تهذيب او سمول نسبتا ً نوی کار دي.

(پاڼڼی Panini) د اټک د حدودو يو معروف عالم چې د ويدې ژبې پوهاند و دې سړي هغه ويدي ژبه سره سمه او مهذبه کړه صرف او نحويې ورله ترتيب کړه نوم يې سنسکريت یعنی سمه کړي ژبه پرې کيښود، وروسته دا نوم مشهور شوه او دغې ژبې ته یې سنسکریت یعنی بشپړه او سمه کړې ژبه  The Perfectedوويله.

د پاڼڼې اثارتر اوسه پورې هم شتون لري، پوهانو ترجمه کړي دي. د ده د ژوندانه عصر تر (۳۰۰ق م) د مخه نه خي دا د کيتKeith قول دی ميکس ميولر مشهور مستشرق وايې چې: د (۳۰۰ق م) په ښاوخواکې پاڼڼې خپل آثارليکلي دي.

د پانڼې مشهور کتاب د ده نحويات دي چې ټول په ويدې اړه لري او تاريخ يې هم هغه تر مسيح د مخه څلورمه پېړئ ده، دا کتاب په خپل عصر کې ډير مهم دی او په نورو ژبو او قومونوکې ساری نلري،بلکې سړی يې د ژبې په علمی تحليل کې لومړی کتاب ګڼلای شي.

پوهاند حبیبي عبدالحی د خپل بحث به دوام کې داسې زياتوي:

د ويدا کتاب په همدغه ژبه دي، هغه قبايل چې ایران ته ولاړل ژبه يې فارس قديم، بیا پهلوي بيا اوسنې پاړسو شوه او هغه قبايل چې په خپله بخدي کې دوي پښتو ويله، پښتانه يعنې د پښتو د ژبې ويونکې هغه پخواني بخدي يا باختري آريايان دي چې تر نورو وړونويې د ايراني، توراتي، مغولي، او يا هندي اقوامو په تماس کې خپله اصلی ژبه هيره کړه فقط ښاغلو پښتنو تر اوسه ساتلي ده.

پدې کې هيڅ شک نشته چې بخدي آريايان د « ۱۴۰۰ ق م » يعنې هغه وخت چې د هندي آريايانو دينې کتاب ويدا (Veda) ليکل کيده د«پکهت» په نامه مشهوره ووچې په خپله ريګ ويدا کې هم د دي نوم ذکر شوي دي نو چې دغه ملت په دغه نامه موجود وي د دوي ژبه هم بايد موجوده وي.

له تاريخې اسنادو څخه ښکاري چې آریايې بخدي يا «پکهت» پس له «۱‍۴۰۰ / ق م» د هيواد ختيځ غرو او د اباسین غاړو ته تللي او دلته ميشت وو، ځکه چې ريګويدا د دوي نوم په يوه مشهوره جګړه کې ذکر کوي، د دي تاريخې ملاحظاتو څخه مونږ دې پايلې ته رسيږو چې پښتانه آريایان لومړی په بخدي کې اوسيدل او له هغه لومړنې ټاټوبې څخه دوي د هغه خای په نامه «پخت = پکهت» د خپلې زړې ژبې سره د «۱۴۰۰ ق م / ۱۰۰۰ ق/ م» د اباسين غاړوته او د هيواد ختيځو غرو ته لاړل، دوي د بخدي = پکهت » نوم سره له خپلې زړې ژبې يې وساتله او تر اوسه په دغه نامه او دغه ژبه مشهور دی. لومړی کلمه چې مونږ يې د پښتو د ژبې د اصالت له پاره د لغوي دلیل په څير پلټنه او څيړنه کوو په خپله د «آری = ارین» کلمي دي.

مورخين وايې: هغه اقوام چې د آموسيند د غاړو څخه په باختر، هند او ايران کې خپاره شول دوي ځانونه آرين یعني: اصيل، نجيب او شريف ګڼل، د آرين د ګلمي څانګي په سنسکريت کې «آريا، اريا، او په زند کې ايريا دي چې شريف او نجيب معنا لري»

«۱۰۰۰ ق م » څخه په باختر کې يوه بله ژبه پيدا کيږي چې «زند» يې نوم دي او د اوستا مشهور ديني کتاب په همدی ژبه ليکل شويدي، علاوتاً په ريګويدا او اوستا کې هم دا نوم راځي اوهسې وايې چې خدای تعالی د آرين ځمکه او د آرين توکم اوپښت پيدا کړ.

استاد عبدالحی حبيبي د موضوع د روښانتيا له پاره په ياد اثرکې داسې زياتوي:

بيا وينوچې هيروډوت Herodote «۴۲۵/ ۴۸۴ ق م» د آرين ذکر څوځايونه کوي، هخامنشي داريوش (۴۸۶/ ۵۲۱ ق م) په خپل ډبرليک کې ځان افتخارًآريايې او دآريا له پښته بللي دي.

دوکتورګيګر Geiger المانی محقق وايې: چې آرين د «آر» مشتق دي چې په سنسکريت کې اصيل او بنياد په معنا دی. او آريا وايې نجيب، شريف او پارسا ته.

د یادولو وړ بولم چې ريګويدا Rig Veda کتاب چې د هندي آريايانومذهبې کتاب دي «۲۰۰۰ق م» ليکل شويدي.

د نولسم صدی پورې د پښتو د ژبې د مخ څخه چا پلو ليرې کړی نه و او ترډيره وخته پشتو ژبئ ته د چا بام نه و لکه خوشال خان خټک چې ويلی وو: «بکره او پيغله وه»، پدې وخت کې د لويديځو پوهانو د ختيځ اقوامو د تاريخ او ژبو پلټنه پيل کړه چې پدې تړاو ځينې پوهانو د پښتو ژبې ته هم پاملرنه وکړه. د پوهانو پدې لړ کې پروفيسور ډورن Prof.Dorn، مسترریورټی Raverty.Mr او هانري والټربیليو Henery Walter Belew ډير مشهور دي، دا پوهان پدې اند دي چې پښتو ژبه د سامي د ژبې سره هيڅ راز مطابقت نلري دا ژبه د الفاظو او جوړښت پر بنا او ګرامري اصولو پر بنسټ له مخې يوه آريايې ژبه ده. د پښتو د ژبې په هکله چې کومو پوهانو خپل تحقيقات کړي دي په هغوي کې د ځينو خيالاتو خلاصه دا ده:

مسترراورټی H.G. Raverty چې د پښتو د ژبې لوی پوهاند او پلټونکې دی د خپل پښتو ګرامر د (کلکتې طبع ۱۸۵۶ ع کال) په مقدمه کې مفصلاً د پښتو په اره او سټه بحث کوي: د آريايې او سامی ژبو سره يې پرتله کوي او وروسته دی پايلې ته رسيږي چې: (پښتو ژبه، زند او پهلوي ژبو تر منځ ډير مشابهت شتون لري نو ځکه دې وايې چه سنسکريت او زند ډير نږدوالي لري او د پهلوي سره ټينګه اړه لري) نوموړې زياتوي چې د پښتو د ژبې په زړو کتابونو کې د زند په شان د حرکاتو پر ځای حروف ليکل شويدي پدې وجه دا ژبه د سنسکريت او زند سره ډير مشابهت لري، دا ښاغلې وايې که چيرې د پشنو ژبې د ټولو افراطو ادبياتو ته وګورو دا به جوته شي چې دا ژبه د ادبې ذخايرو له مخې هم شتمنه ده.

د دویمې برخې پای

—————————–

لومړۍ برخه

10 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *