Categories

اعلان

Loading…

ارواپوهنه او ادبيات/ اجمل ښکلی

د فرويد په ارواپوهنه کې د اوديپ او الکترا غوټه مشهوره ده، چې لومړۍله پلار سره د مور پر سر د ليبډو له مخې د زوی او دويمه له مور سره د پلار پر سر د لور سيالۍ يا رخې ته وايي. دا دواړه د لرغوني يونان له دوو مشهور کيسو نه اخيستل شوي. اوديپ د تبيس د شاه لايوس زوی و، چې په ناپوهۍ کې يې د تقدير د جبر له مخې خپل پلار وواژه او له خپلې مور سره يې واده وکړ. الکترا د سپارټا د اګاممنون او کلايتمنستر لور وه، چې له خپل ورور سره يې د مور په وژلو کې مرسته وکړه.

فرويد د لرغوني يونان د نارسيس(نرګس) له افسانې نه هم د ځانمينتوب لپاره استفاده وکړه. همداسې يې د ساديزم او ماسکتيزم اصطلاحات هم له ادبياتو پور کړل. لنډه دا چې فرويد د خپلې ارواپوهنې د تشريح لپاره له ادبياتو نه دوه اړخيزه استفاده وکړه. له يوه پله يې ترې د خپلو مفاهيمو د انتقال لپاره اصطلاحات پور کړل، له بله پلوه يې په ادبياتو کې د پر جنسيت ولاړې ارواپوهنې لټه وکړه. له ادبياتو هاخوا يې پر انځورګرۍ هم خپله تيوري تطبيق کړه او (د موناليزا موسکا) کې په ليوناردو دوينچي پسې وګرځېد.

استاد احمل ښکلی

استاد احمل ښکلی

په فرويديزم کې د خوبونو د تعبير يوه لار د سمبولونو سپړنه ده، چې د خوب په وخت د شعور او لاشعور په ټکر کې رامنځته کېږي. د خوبونو ارواپوهنيز سمبولونه او په ادبياتو کې کارېدونکي سمبولونه توپير نه لري، دواړه د مشابهت پر اړيکه ولاړ وي. د ښامار يوه مانا په خوب کې د نارينه جنسي آله ده. ماشوم ته په وړوکوالي کې خپلې کورنۍ او په غټوالي کې خپله سوپر ايګو انساني تناسلي آله د ژوند د بربادونکې په توګه ورمعرفي کوي. شعور چې د خوب پر وخت د لاشعور په چارو کې مداخله کوي، هم د آلې لپاره د خپل تعبير پر بنسټ منفي څيز(ښامار) کاروي. همدغسې به درته خپله محبوبه د ګلاب په سمبول کې درڅرګندېږي. موږ وينو، چې ورته سمبولونه په ادبياتو کې هم کارېدلي او همدا علت دی، چې د فرويد شاګرد ګوستاف يونګ ستر پنځګر هغه ګڼي، چې ټولنيز لاشعور ته لاسرسی ولري. ګوستاف يونګ، چې د فرويد د فردي لاشعور پر ځای يې د ټولنيز لاشعور خبره وکره، د سمبولونو ارزښت نور هم ډېر، اسطوري او مرموز کړ.

د ګوستاف يونګ په اند، زموږ لاشعور يواځې زموږ نه دی، بلکې خپل تېر ټول تاريخ راسره پکې شريک دی او زموږ د نيکونو زرونه کاله پخوانۍ تجربې هم پکې شاملې دي؛ نو کله چې خوبونه وينو، د ټولنيز لاشعور دا موارد زموږ له شعور سره په ټکر کې د ډېرو مرموزو او څو مانيزو سمبولونو په بڼه راڅرګندېږي؛ خو موږ فکر کوو، چې ګنې له ميټافزيک سره تړلي يو يا د تېر جنم ژوند مو کله ناکله حافظې ته رامخه کوي.

ګوستاف يونګ د ټولنيزو لاشعور لټه په اساطيرو او ادبياتو کې پيل کړه او ويې ويل، چې زموږ ټولنيز لاشعوري خواهشات د آرکي ټايپ په بڼه په خوبونو، اسطورو او ادبياتو کې ځان راڅرګندوي. آرکي ټايپ د يوه څيز هغه ايډيل(نمونه يي) ماډل چې د خپلو نيکونو له تجربو نه پرله پسې راپاتې وي. په دې طريقه آرکي ټايپ موږ له خپلې ماضي او ګاندې(مستقبل) سره تړي. موږ هڅه کوو، چې دا ماضي په مستقبل کې وګورو. د سقراط مثالي ښکلا او د يونګ په آرکي ټايپ کې ډېرو ورته والی دی. موږ په مثالي ښکلا پسې ګرځو او چې څوک ورته ووينو، پرې مين شو. د حميد بابا خبره:

د حميد بوالهوسي ناکسي نه ده

لټوي په خپلې ورکه پسې هر مخ

يونګ پر بتريس باندې د دانته د مينتوب کيسه د همدې ټولنيز لاشعور د زرونو کلونو تجربو محصول ګڼي.

د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي کې او په شلمه پېړۍ کې ارواپوهنې د خپلو شننو لپاره له ادبياتو نه پراخه استفاده وکړه، ځکه ادبيات د همغه انساني ذهن او سلوک عينې بڼي وې، چې ارواپوهان يې په لټې او شننې پسې راوتي وو. فرويد په خپل اثر(Civilization and it’s Discontents) کې د جنسې غريزې د عوض کولو يوه لار د هنر ايجاد بولي. فرويد له درده د بچ کېدو او خوند اخيستو يوه لار بېځايول(Displacements) ښودلې ده. زموږ ذهن دا وړتيا لري، چې زموږ فطري غوښتنې عوض کړي، چې بهرنۍ نړۍ يې مخه ډب نه کړي. په دې کار کې له فرهنګي پلوه زموږ د خواهشاتو تصعيد(Sublimation) هم راسره مرسته کوي. دا خوند هله اخيستل کېږي، چې انسان د عقل او ذهن وړتيا لوړه کړي. د عوض کولو دا ځواک له هنرمن(شاعر، ليکوال، مجسه ساز، انځورګر او…)، ساينسپوه، فيلسوف او نورو عالمانو سره وي. شاعر په شعر ليکلو، انځورګر په انځورګرۍ، ساينسپوه د ساينسي مسايلو په حل او فيلسوف د فلسفې په ايجاد خپله جنسي تنده خړوبوي. هنرمن هڅه کوي، چې د هنر په ايجاد له بهرنۍ نړۍ نه مخ واړوي او د خپلو فطري غوښتنو تسکين په خپل ځان کې وويني.

موږ پوهېږو، چې ادبياتو د رواني اړو دوړ زېږنده دي. په دې طريقه يې له ارواپوهنې سره ډېره راشه درشه ده. زموږ ولسي او ليکني ادبيات دواړه زموږ د فردي او ټولنيزو غوښتنو هېندارې دي. لنډۍ ده:

تر نيمې شپې پوري رانغلې

اورونه مړه شول، اوس ايرو ته ناسته يمه

په پاسنۍ لنډۍ کې د شديدې جنسي تندې عکس وينو. ظاهري مانا خو يې دا ده، چې تر نيمې شپې ستا راتګ ته سترګې پر لار وم. ځان ته بل کړی اور مې مړ شو، نيمه شوه، خو بيا هم درته منتظره وم. په ارواپوهنه کې (اور) د ښځينه جنسي غريزې سمبول دی. په فرويديزم کې پر اور باندې د نارينه د تشو متيازو مثال هم شته. مطلب، نارينه له اوره د ښځينه جنسي غريزې خوند واخيست او پر وړاندې يې د خوند اخيستو لپاره د تشو غبرګون وښود. پښتانه اوس هم خپلو لوڼو ته په ټوکه يا پېغور وايي: “څه اور دې اخيستی و” او نيمه شپه ښايي د محروميت يا د مساعدو شرايطو لپاره کارېدلی وي. اوس به د لنډۍ په پټه؛ خو اصلي مانا پوه شوي يئ، چې اشاره يې د ښځينه د جنسي غريزې پارېدا ته ده.

لنډۍ زموږ د ښځمنو د همداسې ناخړوبو جنسي غريزو ډېرې بېلګې لري. همدغسې د ارواپوهنې له مخې د خپلو ولسي او ليکنيو داستانونو په مطالعې سره د پښتنو پر ټولنيز او فردي تشخص ځان پوه کولی شو. د (مومن خان او شېرينو) په حماسه کې راته پر ښامار د مومن خان لاسبری د ايډ د جنسي غريزې ښامار رايادوي، چې پر ايګو او سوپر ايګو باندې کله ناکله د تسلط هڅه کوي او په (ځانځاني ښامار) کې هم ورته کار وينو، بلکې د (ځانځاني ښامار) خو مطالعه بې له ارواپوهنې نيمګړې ده. د مومن خان د بادشاهانو منظور نظر کېدل سوپر ايګو رايادوي او پخپله مومن خان راته خپله هغه زه(ايګو) ښکاري، چې د سوپر ايګو(وجدان) د پاڼ او د ايډ(غريزې) د پړانګ ترمنځ راغلی دی، هم به د سوپر ايګو د جابر سلطان ظالمانه امرونه مني، هم به د ايډ ماشوم خوشحاله ساتي.

ادبيات او ارواپوهنه دواړه له يو بل پرته نيمګړې دي. موږ که د خپلو ادبياتو پر مرموزو او اصلي ماناوو ځان پوه کوو، پکار ده، چې ارواپوهنه څه نا څه ولولو او په دې لړ کې راسره فرويديزم ډېره مرسته کولای شي، ځکه په دې توګه د ارواپوهنې په رڼا کې خپل ادبيات دقيق تحليلولی شو. همدغسې زموږ ارواپوه هم اړ دی، چې د خپلې ټولنې د رواني رنځونو او ذهنيت د پېژندلو لپاره يواځې پر افرادو او د ارواپوهنې پر مجرد مطالعه بسنه ونه کړي، بلکې له ادبياتو نه هم استفاده وکړي.

——————————–

د استاد ښکلي نورې لیکنې ولولئ

493 total views, 1 views today

onesignal_meta_box_present:
1
onesignal_send_notification:

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸