Categories

اعلان

Loading…

“ټوپک زماقانون!” ولې او څنګه ؟ /څېړندوی عبدالغفور لېوال

له وسلې سره د افغانانو مینه خورا لرغونې ده، څومره چې د تاریخ حافظه مرسته کوي، له تورو او ژوبلورو څيزونو سره د دوی ملګرتیا څرګندوي، له ساکي دورې څخه چې تر اریايي لېږد وروسته دلرغوني تاریخ دويمه ځای پرځای کېدنه یې ګڼلای شو، ګورو چې د ساکي نارینهوو زینت په دریو څیزونو کې وو، لنډې پلنې تورې، د وژل شویو دوښمنانو د سرونو کوپړۍ، چې په هغو کې به یې سوما څښله او چټک اسونه.

تر نن ورځې پورې چې د نړۍ وسلو پرمختګ کړی دی، له بده مرغه د افغان مینه ورسره زیاته شوې ده او له ژوبلورو وسلو سره د مینې تر ټولو ډېره سزا هم په خپله افغانانو لېدلې ده، پرېمانه وژل شوي دي، له پرمختګه پاتې شوي دي او تر دې چې خشونت او تاوتریخوالی یې د هویت یوه برخه ګرځېدلې ده.

پر دې هم لانجه ده چې تاوتریخوالی ښه صفت دی که بد؟ د دوښمن پر وړاندې تاوتریخوالی ښه ګڼل کېږي، خو بیا دا پوښتنه رامنځته کېږي چې (دوښمن) څوک دی؟ خپل تربور، ورور او هېوادوال؟

د ژوند له وسایلو سره مینه په لومړي سر کې له اړتیا څخه پیدا کېږي، موږ له موټرو سره علاقه لرو، خو له موټرو سره مینه ځکه نه لرو چې موټر د ضرورت په وخت کې موږ ته د لېږد رالېږد اسانتیا را په برخه کوي، خو مینه یو عاطفي پیوند دی چې دوه اړخیزه اړیکه ټینګوي.

موټر له اوسپنو څخه جوړه یوه مېکانیکه مجموعه ده چې له موږ سره عاطفي دوه اړخیزه اړیکه نه شي جوړولای، بلکې یوازې زموږ اړتیا پوره کوي.

مینه له انسان او نورو معنوي ارزښتونو سره ممکنه ده چې عاطفي پیوند ورسره ټينګېدلای شي، خو که یو څيز د وخت په تېرېدو سره پرلهپسې تاسې ته په کار شي، نو ورو ورو ښايي یو ډول اُنس ورسره پیدا شي.

افغانانو د تاریخ په اوږدو کې وسلو ته پر لاندېنیو لاملونو اړتیا درلوده، چې بیا وروسته دغه اړتیا په اُنس او ان یوې کاذبې مینې واوښته:

د افغانستان تاریخي سټراټیژیک موقعیت داسې و چې له هرې خوا به نړۍ نیوونکیو پرې یرغل کاوه، له لوېدیزه به د هند د سترې وچې لپاره یرغلونه راتلل او له ختیزه د منځني ختیځ یا مرکزي اسیا د نیولو لپاره.

افغانستان د دغو یرغلونو پر څلورلارې پروت و، د سترواکۍ (امپراتورۍ) هر شوقي به لومړی پر افغانستان راننوت او بیا به یې د نورو سیمو د نیولو تکل وکړ.

له مقدوني سکندره یې راونیسه، تر مغولي چنګېز و انګریز و روس پورې، افغانانو ټول عمر دا خپل حق ګاڼه چې له خپلې خاورې او کورکهول څخه ساتنه وکړي او د دې لپاره وسلې ته اړتیا وه، په دې توګه وسلې ورو ورو د یوې تلپاتې ملګرې ارزښت ورخپل کړ.

په دې تاریخي بهیر کې افغانانو داسې ملي، پیاوړي حاکمیتونه نه درلودل چې هېواد له یرغلګرو وساتي، ځکه نو داکار خلکو ته ورپاتې و.

د افغانانو ټولنیزـ اقتصادي جوړښت داسې و چې اقتصادي ملکیت (په تېره بیا زمکه، کور، رمه، اوبخور سیسټمونه، غر، ځنګل، څړځای اونور) یې د کورنۍ د نارینه (مېړونو) تر منځ وېشل کېده، دغه وېش د تربورګلوۍ سیالي رامنځته کوله او هرکله به چې افغان ته پردی دوښمن نه ګواښېده، نو په خپل کور یې ځانته دوښمن پیدا کاوه، تربور او حتی ورور او وراره.

په دغې کورنۍ سیالي کې هم د ځانساتنې او ځان لوړاوي په خاطر وسله په کار وه او دلته نو وسله د کور ګاڼه ګڼل کېده.
افغانانو د خپل سیاسيـ اقتصادي موقعیت له امله خپل ناموسي حریم (ښځینه او کوچنیان)، عقیدوي حریم (مقدس ارزښتونه) اقتصادي حریم (زمکه ، کور او څاروي) له ګواښ سره مخامخ لیدل، د همدې لپاره به یې ټول عمر د دغو مهمو حریمونو د ساتلو لپاره د (غیرت) حس او غریزه عمومي کوله.

د ارواپوهنې له نظره غیرت د خصوصي حریم د ساتلو عقده او پټ ځواک دی چې د تاوتریخوالي لپاره غبرګوني ځواک رامنځته کوي. د غیرت غوښتنه دا وه چې د حریم ساتلو لپاره باید وسله په لاس کې وي، په دې توګه وسله د غیرت نښه وګڼل شوه او په وسله سنبال نارینه تر ټولو غیرتي نارینه ګڼل کېده.

د دې ټولو اړتیاوو پر بنسټ د وسلې د تبلیغ لپاره ادبیات او هنري ښکارندې رامنځته شوې، پرېمانه لنډۍ، بدلې او ولسي شعرونه، متلونه ، ګړنې، حماسي کیسې، اساطیري افسانې او ویاړنې رامنځته شوې چې په یوه لوی او اوږده تاریخي بهیر کې یې له وسلو سره مینه د انسان په شخصیتي جاذبو واړوله او د ښځمنو په ژبه یې د وسلهوالو ستاینې جاري کړې.

په دې توګه نارینهوو د خپل مقابل جنس (ښځینهوو) د جذب او راخپلولو لپاره هم وسله پورته کړه او په دې توګه یې وسله د ځان پیاوړي ښوولو ګاڼه کړه.

وسلو ولولې (احساسات) پیاوړي کول، د غیرت حس غلبه کوله او د ځانښوونې غریزې پیاوړې کېدلې.

دې ټولو د عقلانیت ځواک کمزوری کاوه، د فکري پرمختګ لاره یې نیوله، اقتصادي فعالیت یې محدوداوه، تولید یې له منځه وړ، د ټولنیزو قراردادونو (قوانینو) د رامنځته کولو مخه یې نیوله او ورو ورو د مثبت اقتصادي فعالیت پر ځای وسله د ګټې وټې وسیله هم شوه.

وسلهوالو به لويې لارې نیولې، غلا غدۍ به یې کولې، یا به د لویو امپراتورانو په لښکرو کې د جګړې لیکو ته د نارینهوو بهیر ورماتېده او له وسلې سره مینه ځکه زیاتېده چې د غیرت ترڅنګ، د ډوډۍ موندلو وسیله هم وه.

له تاریخي پلوه ښايي ګڼو او ان ټولو ملتونو له وسلو سره د مینې داسې دورې تېرې کړې وي، خو د روښانتیايي او ویښتیا يي دورو په راتللو سره چې (عقلانیت) ځواکمنېده، انسانانو له ځان سره فکر وکړ چې وسله پرته له یوې دفاعي وسیلې څخه بل هيڅ راز معنوي ارزښت نه شي درلودلای او که د ټولیزې دفاع لپاره یو قراردادي او ټاکل شوی ځواک رامنځته شي، نو هر چا ته نه ښايي چې خپل ژوند له وسلو سره وتړي، ښايي نور انسانان د تفکر، کار، تولید، زدهکړې، سیاست او پرمختګ لپاره هڅې وکړي او وسلې یوازې هماغه ټاکل شوي ځواک ته وسپارل شي چې د نورو انسانانو د حریم ساتلو دنده لري.

حکومتونو د همدغې عقلاني پرېکړې په وسیله پوځونه رامنځته کړل او په دې توګه وسله په همدوی پورې محدوده شوه.
ورو ورو په نورو ملتونو کې د وسلې مینه هېره شوه او دا کار یې خپلو حکومتونو ته وسپاره.

افغانانو له بده مرغه په خپل تاریخ کې دغه کار په بشپړه توګه و نه شو کړای. که څه هم په معاصر تاریخ کې یو دوه ځله ورنږدې شول، خو څېرمه سیمهییزو او نړیوالو ځواکونو پرې نه ښودل او تل یې د خپلو ګټو لپاره د افغانانو له ټولیزو عقدو څخه کار واخيسته.

دوی یې هم د خپلو لویو دوښمنانو پر وړاندې وجنګول او هم په خپلو منځونو کې یو د بل پر وړاندې.

هرکله به چې افغانان د تعقل زمانې ته نږدې شول او له وسلې څخه به یې واټن راخپل کړ، نو پردیو به د (غیرت) له یوې بلې عُقدې سره مخامخ کړل، د دوی حریمونه (ناموسي، اقتصادي، ملي او اعتقادي) به یې له ګواښ سره مخامخ کړل او په دې توګه یې وسله د دوی د غاړې په یوه تلپاتې غړوندي بدله کړه.

هڅوونکي ادبیات به یې ورته وپنځول، د وسلهوال پاتېدو لپاره به یې تاوتریخوالی او وینه بهول مقدس وګڼل او عاطفه، عقلانیت، کار، تولید، پرمختګ او ملي یووالی به یې له ګناه، بېغیرتۍ او بېهمتۍ سره برابر کړل.
په دې توګه افغان پاتې شو او وسله.

وسلې لاهم د ناموس او مېړانې د نښې په توګه خپل ځای وساته. افغان به د وسلې له ډز سره زېږېده، د وسلو له ټکهار سره به یې واده کاوه، پر زوی زېږدو به یې ډزې کولې او بالاخره به د تربور یا سیاسي مخالف په وسله ووژل شو، وسله له زوکړې تر مړینې پورې د افغان ملګرې شوه.

وسلهوال د قدرت، حاکمیت، مشرتابه او ځواک سمبول پاتې شو. وسلې د تعقل، پوهې، وړتیا، هېوادپالنې او کار ځای ونیو. افغانان باوري شول چې:

مشري له هغه سره بویه چې وسله لري، وسله چلولای شي او خلک وژلای شي.

(مشر، رهبر، لېډر، کومندان) هغه و چې توپک، توپونه او وژونکي وسایل یې درلودل. دا په نوره نړۍ کې د منځنیو (تیارو) پېړیو نښه وه، خو د نړۍ په یوه سیمه (افغانستان) کې لا هم همدا باور حکومت کوي.

په نوې عقلاني زمانه کې د حریمونو د دفاع کار د حکومتونو شو. ملي پوځونه او امنیتي ځواکونه وسلې لري او یوازې دا اړتیا پر مهال کار ورڅخه اخیستل کېږي.

اقتصادي سرچینې پرېمانه وي او دې ته اړتیا نه وي چې سړی دې د زمکې یا څارویو لپاره خپل تربورو ووژني.
ناموسي حریم، عقیدوي حریم او ملي حریم حکومتونه ساتي او هیچا ته د وسلې ساتلو اړتیا نه وي.

دا د کمزوریو حاکمیتونو بلا وې دي چې د ولس په غاړو کې یې ټوپکونه پراته وي. وسلې ته د اړتیا تلوسه د افغانانو په ذهنیت کې ژوره ده، له پېړیو پېړیو څخه ور په میراث پاتې ده.

د دې تلوسې لپاره یې خروارونه ادبیات پنځولي دي او وسله د غیرت د عُقدې په زاولن ټپ بدله شوې ده. د دې کرکجنې مینې ریښې په اسانه نه راایستل کېږي ، تر دې چې ځوان، عقلاني، روښانفکره او انسانباوره نسل په لاندې استقامتونو کې کار و نه کړي:

۱ـ د دغه شعور عامول چې یوازې مشروع حاکمیتونه د رسمي وسلهوال پوځ او منیتي ځواک لپاره د وسلې درلودلو حق لري او بس.

خلک وسلې ته نه اړتیا لري او نه یې هم د ساتلو وړتیا.

۲ـ خلک پوهول چې د سړیتوب، غیرت، پیاوړتیا او محبوبیت وسایل؛ تعقل، پوهه، کار، تولید، عاطفي چلند او پرمختګ دی، نه خشونت، تاوتریخوالی، وسله او جګړه.

۳ـ د سیاسي مشرتابه معیار د خلکو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو لپاره اغېزمنې هڅې دي، نه د وسلو، لښکرو او زور لرل.

بشریت خپلسري لښکر مشران د تاریخ خځللوښي ته غورځولي دي او ځای یې د اقتصادي څرخ تاوونکي تولیدي تفکر ته ورکړی دی. موږ دتاریخ د مسیر په وړاندې سرچپه ور روان یو.

۴ـ ادبیات، فرهنګ او هنر باید بېو سلې شي. دا تفکر باید عام شي چې وسله د ځانساتنې وسیله ده او هيڅ راز تقدس نه لري. وسله د انسانیت دوښمنه ده او یوازې انساندوښمنان یې د ارزښت په توګه پېژني. (د رسمي پوځونو حساب له دې څخه بېل دی.!)

۵ـ غیرت باید له سره تعریف شي. غیرت د انسانانو د نېکمرغي لپاره د هڅې او استعداد څومرهوالی دی. نه د هغوی د وژلو او ژوبلولو لپاره وچ لېونتوب.

بدلون اوونيزه/دوهم کال/ دولسمه/ پرلپسي ۶۴ مه ګڼه/چهارشنبه/ سلواغه/۱۴/ ۱۳۹۴

82 total views, 1 views today

1 comment

  1. اسلم عمرزی Reply

    ‌‌‌‌‌‌ډيره تحليلی او په واقيعيت ولاړه ليکنه ده.افرين ليوال صيب

Leave a Reply to اسلم عمرزی Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *