Categories

اعلان

Loading…

په بامیانو کې یوتاجک هېوادوال ژوندی تر خاورو لاندې کړای شو

تاند – د بامیانو ولایت په مرکز کې د امین جان په نامه یو افغان ژوندی تر خاورو لاندې کړای شو.‌

بامیکا پریس چې ادعا کوي په بامیانو کې د تاجکانو له پاره د عدالت غوښتنې خپروونکې مرجع ده د فبرورۍ په ۹مه لیکلي چې،‌ نوموړی د هغه د تاجک توب له امله ژوندی ښخ کړای شو.

وېبلاګ لیکي چې، امین په لوړ اواز ویل چې، «دلته زما ځمکه ده، کور مې دی، اجازه نه درکوم چې غصب یې کړئ!» خو د جمهوري ریاست د پخواني دویم مرستیال کریم خلیلي یوه خپلوان خواني ورته په قهر سره وویل، «تا څوک په واده کې نه پرېږدي،‌ ته وایې چې زه شاوو سره کېنم. ځه ورک شه!».‌

بامیکا پریس لیکي چې امین جان خپل مقاومت ته دوام ورکړ، اراده یې کلکه کړه او د پېغمبر (ص) دا خبره یې ور یاده کړه چې له ملک او ناموس څخه د دفاع په لار کې مرګ شهادت دی نو د ده هم ایمان لا نور قوي شو او بیا په داسې حال کې ور وړاندې شو چې له ځان سره یې ویل چې له ذلت څخه مرګ بهتر دی. په ټول جرئت سره د غاصب په لور ورغی او ورته یې وویل، «زمونږ د خلکو له ټول ملکیت نه تاسو شهرکونه جوړ کړل، خرڅ مو کړ او ابادۍ مو په کې وکړې آیا هغو کفایت ونه کړ؟‌» خو هغه په لوړ اواز پرې چیغه کړه چې، «چپ شه احمقه!»

بامیکا پریس وړاندې لیکي چې، امین جان د خپل حق غوښتنې ته دوام ورکړ او ویې ویل چې دا زمونږ حق دی، زمونږ ژوند دی، مونږ هم انسانان یو، خیر دی که تاجک یو، زه مې په خپل تاجک توب باندې افتخار کوم، خو زما ځمکه زما خپل مال دی، وسایل مو ټول کړئ، او ځئ. خو څو کسانو په غرور سره هغه تهداب ته چې هغوی د امین جان په ځمکه اېستلی وو ورټېله کړ، بیا یې وویل چې، «دا تاجک همدلته ښخ کړئ!» په امین جان یې په تهداب کې خاورې ور واړولې او هیڅوک نه وو چې د هغه اواز واوري او مرستې ته یې ور ورسېږي او په پای کې یې وویل چې ما خپل حق وانه خیست خو زما اولادونه به خپل حق واخلي.

د افغانستان په مختلفو سیمو او په ځانګړې توګه په ښارونو کې په وروستیو کلونو کې دې ته ورته ګڼې پېښې شوي چې د ځمکو او ملکیتونو خاوندان د زورواکانو له خوا وهل ټکول شوي او ملکیتونه یې په زور ترې غصب شوي دي خو تر اوسه پورې هېڅ حکومتي ادارې د زورواکانو په مقابل کې قاطع چلند نه دی کړی چې یو علت یې پخپله په حکومت کې د زورواکانو پراخ نفوذ ګڼل کیږي.‌

6 total views, 1 views today

3 comments

  1. لالا ، بټنوال Reply

    ما د باميانو خلکو کې ژوند کړئ او خوږې خاطې ترې لرم ، زه پښتون ووم خو هغوی زما ډېر عزت کولو ، باید تاجک ، هزاره اودپښتون شکل ورنکړل شي ، ليکن حاکمه مافيا چې څه کوي هغه دافغانستان په هر قوم کې شته په مقابل کې ېې مبارزه پکار ده، نه دقوم ، ژبې او مذهب په اساس

  2. شپون Reply

    . نو دا پښتانه ولې ورکې لتاړوي ؟خلیلي هزاره، خپلوان یې هزا ره

  3. pattang Reply

    په انسان مې زړه بديږي خو خلاف یې زمونږ پښتنو په ګټه دی!

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *