Categories

اعلان

Loading…

ننګرهار والي: سلګونه قبایلي کورنۍ مرستو ته اړتیا ده

تاند- د ننګرهار چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې له سلګونو قبایلي کډوالو سره د مرستو لپاره هلې ځلې کوي.

د ننګرهار ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم د دغه ولایت د شینوارو ولسوالیو ته په سلګونو قبایلي کورنیو پناه وړې ده.

د ننګرهار والي سلیم کندوزي د دغو کډوالو په اړه د سرحدونو او قبایلو د چارو له مرستیال وزیر ننګیالي کلاتوال سره په کتنه کې وویل چې له ۵۰۰ قبایلي کورنیو سره د مرستندویو ادارو له لوري مرسته شوې خو زیاتې مرستې ته اړتیا ده.

د ننګرهار والي وویل چې تراوسه پوري دغه ولایت ته د ورغلیو قبایلي کورنیو کره شمېر څرګند نه دی.

ښاغلي کندوزي وویل، د بېلابېلو مرستندویو ادارو له لوري د دغو کورنیو د شمېر د معلومولو لپاره هڅې کړي خو په دې کار کې لا بریالۍ شوي نه دي.

د سرحدونو او قبایلو د چارو وزارت مرستیال ننګیالي کلاتوال د قبایلي کډوالو پر ستونزو اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې ننګرهار ته د دې لپاره تللی چې د دغه ولایت له چارواکو سره د قبایلي کورنیو د ستونزو د حل کولو لپاره سلامشوره وکړي او لارې چارې ورته ومومي.

ده وویل چې حکومت به هڅه وکړي چې دغو کورنیو ته د زده کړو او روغتیا په برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.

دا کورنۍ د خیبر ۲ په نوم د پاکستاني پوځیانو د عملیاتو له کبله ننګرهار ته راکډه شوي دي.

43 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *