Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د داعش او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده

تاند- په ننګرهار کې امنیتي چارواکي وایې چې په اچین ولسوالۍ کې له نن سهار راهیسې د وسله والو طالبانو او داعش ډلې ترمنځ سخته جګړه پیل شوې ده.

تر دې مخکې هم په ننګرهار کې د وسله والو طالبانو او داعشیانو ترمنځ څو ځلې سختې جګړې شوي او طالبان تر یوه حده توانېدلي چې په ځینو سیمو کې د داعش غړي په شا وتمبوي.

د ننګرهار ولایت چارواکي وایې چې د نن ورځې په جګړه کې تراوسه د داعش څلور غړي وژل شوي دي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د دې جګړې په اړه وسله والو طالبانو او د داعش سرزورې ډلې تراوسه پوري څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د امریکا بې پېلوټه الوتکو هم په ننګرهار کې د داعش پر ضد هوايي حملې پیل کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د پکتیکا خلکو او د ولایتي شورا غړیو په خپل ولایت کې د داعش د فعالیت پر زیاتېدو اندېښنه ښکاروي.

د پکتیکا د ولایتي شورا غړیو نن /چهارشنبه/ وویل چې په دغه ولایت کې د داعش غړیو په ښکاره فعالیت پیل کړی دی.

دې ته ورته راپورونه له غزني څخه ترلاسه شوي او ویل شوي چې د داعش غړي د پیسو، وسلو او موټرسایکلونو د وېشلو له لارې خلک خپلو لیکو ته جذبوي.

60 total views, 1 views today

2 comments

  1. qamar ali Reply

    داعش چې په اصل کې دامریکا لخوا جوړه شوي ډله ده تګلاره یې په هیڅ صورت دافغاني اسلامي ټولنې سره اړخ نه لګوي . دوی به یوازې دومره وکولی شي چې افغانان به لا نور هم ووژني په کورونو کې به یې دویر ټغرونه وغوړوي.
    که چیرته افغان حکومت په رښتیا هم ملي حکومت وي په هیواد او اولس یې زړه خوږیږي نو باید خپل ټول واک او ځواک طالبانو ته تسلیم کړي چې په ضرب د یوې اونۍ کې هرڅه سم شي امنیت راشي دخلکو سرمال او عزت خوندي شي

  2. Ahlal Reply

    طالب، داعش او ټول له یوې کادانې واښه خوري
    دوی ټولو ته په مختلفو لارو د امریکا پیسی ورکول کېږی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *