Categories

اعلان

Loading…

د رنګ توس/ پوهنمل حاجی محمد نوزادی

( دویمه برخه )

     ( په تیري لومړی برخي کي دمګړی د انرژي د یوې ډیري مهمي او ارزښتناکي سرچینې په توګه د طبعي ګاز په هکله اړین مالومات وړاندي سو . پدې تړاو نوري خبري لاندي ولولئ )

     د طبعی ګاز لیږدول :

     تر لیږدولو وړاندی باید طبعی ګاز د ټولو هغو موادو څخه چی په خپل ترکیب کی یی د ځمکی له دننه ورسره راوړی دی ، کوم چی په لیږدولو کی یی ستونزی رامنځته کوی او دسوزیدلو کیفیت یی ټیټوی ، باید پاک کړل شی . په نننی شرایطو کی د ګاز دلیږدولو تر ټولو ارزانه لاره نل لیکه ګڼل کیږی . په نل لیکه کی داسی نلان غځوی چی قطر یی تر ۱،۴ مترو پوری رسیږی . ګاز په نل لیکه کی د ۷۵ اټموسفیر فشار پواسطه لیږدوی . فشار پر ګاز باندی د لاری په اوږدږدو کی دنل د دیوالو سره د اصطحکاک او ځینی نورو لاملونو له مخی کمیږی ، ځکه نو باید په هر ټاکالی واټن کی د قوی کمپریسرونو د دستګاه په مټ فشارلوړ او تر ۷۵ اتموسفیرو پوری ورسول او یخ کړل شی . دنل لیکی غځول او او دساتلو چاری یی ډیرو لګښتونو ته اړتیا لری خوبیا هم تر نورو لارو مثلا په اوبړن ډول د لویو ټانکرونواو بیړیو په پرتله ارزانه تمامیږی . دبلی خوا د متان دلیږدولو خطر دګاز په بڼه د مایع په پرتله ډیر کم دی . ددغو لاملونو له مخی مثلا په ۲۰۰۴ کال کی په ټولیز ډول ۵۰۲ میلیارد مکعب متره ګاز د نل لیکو دلاری او یوازی ۱۷۸ میلیارد مکعب متره دنورو لارو لیږدول شویدی ( هم هغه سرچینی ) .

       ګاز او چاپیریال ساتنه :

 د طبعی ګاز کارول د نورو ټولو منرالی سوزیدونکو توکوپه مقایسه چاپیریال ته لږ خطر لری ، داځکه چی دسوزیدلو پرمهال ډیر لږ مضر مواد تری نه چاپیریال ته لیږدول کیږی .

          له پاسو اړینو یادوونو وروسته به راشو اصلی خبزی ته چی هغه پخپله د تاپی په اړه بحث دی . لکه څنګه چی په سرلیک کی لا څرګنده شوه ، تاپی به افغانانو ته یو د رنګ توس پلاس ورکړی ، نوی هیلی به را وټوکوی ، په سولی او امنیت راوستلو کی به خپل رول ولوبوی او دپرګنو دسوکالی په موخه به یو باوری پوتنشیال منڅته راولی .

  تاپي ( TAPI ) ـــ افغانانو ته یو نیکمرغه زیرۍ :

     د « تاپی » کلمه چي که په تنهایي سره تلفظ سي ، هیڅ مانا نه ورکوي ځکه چي دا صرف د څلورو هیوادونو لکه ( ترکمنستان ـ افغانستان ـ پاکستان ـ هندوستان ) د انګریزي نومونو د لومړيو حرفونو یو مخفف یا لنډیز دي . ځکه نو باید تل د یوې بلي کلمې سره یو ځای راوړل سي او ولوستل سي ، مثلا « تاپي پروژه » یا « تاپي نل لیکه » او دا سي نور .

     په هر حال ، دا هغه نل لیکه ده چی د ترکمنستان ګاز دافغانستان د لاری پاکستان او هندوستان ته لیږدوی . ددی دپاره چی د نوموړی نل لیکی اهمیت څرګند شی ، لوړه سریزه په نسبتاً بشپړ تفصیل سره یاده شوه چی د انرژی د یوی ډیری مهمی او اړینی سرچینی په توګه دطبعی ګاز اهمیت هلته په ګوته شو . زما په اند به دا نل لیکه افغان دولت ته داسی یو د رنګ توس پلاس ورکړی چی که په هوښیارانه ډول تری کار واخیستل شی د سیمی په سیاسی بازیو کی افغانستان د میدان د ګټلو په اړه لوی چانس ترلاسه کولای سی . ددی نل لیکی په وړاند ی دیو لړ لاملونو له مخی دا ډیر کلونه دایران لخوا په ډیره بیشرمی سره خنډونه اچول کیدل او کوښښ یی کاوه چی دلته دافغانانو په خاوره کی دجنګ اور ګرم وساتل شی تر څو اړوند هیوادونه بالاخره د انتظار نه ستړی ، مایوس او په پای دا ومنی چی د افغانستان د لاری ددی لیکی تیرول یو بیهوده اوعبث انتظار دی . ایران ډیر ځلی په ډاګه دا غوښتنه کړی وه چی دنل لیکی دپاره یواځنی ډاډمنه لاره د ایران سیمه ده خو داچی دنوموړو هیوادونو د پاره د ایران د لاری دنل لیکی تیرول اوږد واټن دی او ډیرو لګښتونو ته یی اړتیا درلوده ، نو یی د ایران غوښتنو ته لبیک نشو ویلای . دبلي خوا څخه ایران د خپل اټومي پروګرام له مخي چي په سر ټمبه ګۍ سره یې پر مخ شاړه ، په جهان کي یو تجرید سوی هیواد وو او نورو هیوادونو په لویو پانګه اچونو کي باوري حساب ورباندي کولای نسو . ایران چی پخپله هم د ګازو پراخی زیرمی لری ، دابه یی ډیره په ګڼه وی چی د یوی خوا رانیونکی او بازار ترلاسه کړی او دبلی خوا ددی لاری څخه په سیمه کی دسیاسی فشار اله پلاس راوړی . پاکستان چی ایران په سیمه کی خپل پیاوړی سیال ګڼی ، هم دی ته لیوال ندی چی لکۍ یی دیوه قوی او زورور تر پښی لاندی راشی.

د دویمي برخي پای . نور بیا

لومړۍ برخه

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *