Categories

اعلان

Loading…

مسعود پخوانیو قوماندانانو ته وویل، د سولې لار اوږده ده جګړې ته تیاري ونیسئ

تاند- د ښې حکومتولۍ او اصلاحاتو په چارو کې د ولسمشر خاص استازي د جمعیت ګوند قوماندانانو ته وویل چې د سولې پروسې ته انتظار ونه کړي.

احمد ضیا مسعود د دوشنبې په ورځ په تالقان ښار کې د تخار ولایت پخوانیو قوماندانانو ته په وینا کې وویل، طالبان به په راتلونکي پسرلي کې د تخار، بدخشان او کندوز ولایتونو د نیولو لپاره پراخې حملې وکړي نو د هغوی د حملو د شنډولو لپاره تیاري ونیسي او دې ته تمه ونه لري چې سوله به کېږي.

مسعود خبرداری ورکړ چې که سیمه ییز قوماناندان او مجاهدین بشپړې جګړې ته تیاري ونه نیسي، د شمال ختیځ درې ولایتونه به د طالبانو لاس ته ورشي.

ده د سولې د بهیر په اړه وویل، دا پروسه پیل شوې خو اوږده او دوامداره پروسه ده.

احمدضیا مسعود زیاته کړه، تر څو چې د افغانستان په مسله کې ښکېل هیوادونه د تروریستي ډلو په وسیله د ګټو د ترلاسه کولو په فکر کوې وي، سوله نه شي راتلای.

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د استازو په درېمه څلور اړخیزه غونډه کې پرېکړه وشوه چې د روانې فبرورۍ تر پایه به له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو نېټه اعلان شي.

ویل شوي چې ممکن له طالبانو سره د افغانستان د حکومت مخامخ خبرې په شپږو میاشتو کې وشي. د دې معنا دا ده چې راتلونکی پسرلی او دوبی به د تېر کال په شان خونړی وي.

طالبانو په تېر جنګي فصل کې د بدخشان، تخار او کندوز د نیولو هڅې وکړې. کندوز یې د څه مودې لپاره ونیوه او لا هم د دغه ولایت یو شمېر سیمې یې په کنټرول کې دي.

365 total views, 2 views today

8 comments

  1. yasin khan safi Reply

    waqian che hamdase da o ve ba .kam ma shi. da d afghan hokomat perzawalo bala parwsa da.. ALLAH M TABA KA TABA SHI(cia+ isa)

  2. ايمل خاكسار Reply

    مسعود ته دی اووییل سي چه؛
    تاسو پخوانی اوسپنی یاستی په رنگ کولو اصلي حالت ته نسی راگرزیدلای،طالبان تر تاسو زر واره بهتره دي،
    د پردیو مزدوران ندي

    1. Mujeeb Rahman Reply

      وروره پدی خبره دی لیگ سوچ او فکر اوکره

  3. hamidullah Reply

    هیچکله هم په افغانستان کی سوله راتلای نشی تر چو چی زمونژگاوندی هیوادونه ونه غواری

  4. akhtar Reply

    او وروره دا خو د ښي حکومت دارۍ تخت یې په ولکه کې دی نو د جنګ قومندان خو نه دی دا شړېدلۍ او دروري حکومت د جوړ کړي. حکومت داری خوب برای جور و چپاول خوب. راشه ماما زوی د لیونۍ دی.

  5. Bashir Reply

    دآفغانستان نجيب اولس دي په دې ښه پوه وي چه سوله نه يوازي په طالبانو اوپاکستان پوري آړه لري په داخل ددولت کي داسي عناصر وجود لري چه سوله نه غواړيدوئ خپله بقاه په جنګ کي ويني دخارجي استخباراتو سره ارتباط لري .خارجان هم طالبان تمويلوي هم په داخل ددولت کي وجود لري تمويل او حمايه کوي ئې تر منځ دآفغانستان مظلوم ولس هره ورځ قرباني ورکوې.
    دا محترم چه داخبره کوي دئ حقيقت وائې ځکه ده ته خارجي استخباراتو دستور ورکړئدئ
    اوبله مهمه دا چه دئ دجمعت ولنډغرو ته وائې او اوس آفغانستان قانوني نظامي قطعات لري دامنحوسه طايفه ئې هم پر ميخ وهي هم پر نال هم په حکومت کي دي او هم دحکومت دريښو په ايستلو کي تپ اوتلاش کوي .همدا طايفه ده چه دطالب سازي فافريکه ئې جوړه کړيده او خارجان ئې مالي کومک کوي.
    دا منحوسه طايفه دآفغانستان بې ګناه خلګ په توپونو آلوزوي مالونه ئې چور خلګ مجبوروي چه دخپل مال او ناموس په خاطر دطالبانو سره يوځائ سي او ددې نظام پر ضد وجنګيږي جنګ ادامه پيدا او دوئ وخپل حکومت ته ادامه ورکړي په نتجه کي ډالرونه نور ثروت او دارائ ددې هيواده څخه د ډوبئ په بانکو کي ذخيره او هيواد دبربادئ وخواته کش کړي .زه په جرئت ويلائ سم چه داجمعت تر طالبانو ډير وپاکستان ته نژدې او تر طالب ډير خدمت وپاکستان او نورو خارجې استخباراتو ته کوي .خلګو ته پکارده چه ددې خلګو پرضد جدي برخورد وکړي .

  6. Sayed Mohammad Reply

    دی هم د جنرال داود کار په ځان کوی

  7. Tamanche mulla Reply

    Zia masood ghwarree che sok ya pa makh bande balakht kegdee ao rahee e mulk e adam shee.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2