Categories

اعلان

Loading…

حساس دولتي پوستونه، ننګونې او اهمیت یې/ محمد عارف رسولي

زموږ په هیواد کې له ستونزو ډکه حکومتولي، اداري فساد، د مسؤلینو ترمنځ کشمکشونه او کمه همکاري راز راز لاملونه لري. مهم لاملونو یې به ملک کې شریدلي نهادونه، د وړتیاوو کمښت، د روڼوالي نشتون، د بشري قوې او مالي زیرمو کموالی او داسې نور دی چې د دې ټولو بیا ریښه اي لاملونه د شخړو او جګړو اوږدوالی، یو بل نه منلو، نا لوستي توب، بیوزلي، قبیلوي فکر، او نورو ورته ستونزو شتون دی.

موږ د ټاکنو په وخت د اهلیت او کفایت په اساس نه بلکه د ډېرو وروسته پاته انګیرنو له مخې خلکو ته رایه ورکوو، په لوړو او حساسو دولتي پستونو کې مقررۍ په سمو معیارونو نه کیږي. نو ځکه زموږ د زیاتو تاکل شوو کسانو او ډېری نورو لوړپوړیو چارواکو دریځونه، پریکړې او کړنې ډېری وختونه پخپله د دوی، د ملت او هیواد په تاوان تمامیږي. په ټول هیواد کې بې باوري رامنځته کوي او د ملي ثباب سره نه یوازې مرسته نه نشي کولای بلکه لانجې هم ورته پیدا کولای شي.

د دې ترڅنګ زموږ په نظام کې ټریننګ یوازې د ځینو تخنیکي کسانو لپاره کاریږی. د مهمو ستراتیژیکو او حساسو پستونو لرونکي، داسې انګیري چې هغوی جامع الکمالات دي، هغوي کومې زده کړې او تریننګ ته اړتیا نلري.

د دې لیکنې موخه داده چې که ممکنه وي په پورته مسئلو کې عامه پوهاوی زیات شي، له دې لارې د نظام په سر کې خلکو ته یو وار بیا وریاده کړو، چې نور نو د کار د کار اهل ته وسپاري. د حساسو دولتي پستونو لپاره د کفایت په اساس خلک وګوماري. همدارنګه، اړینه ده چې داسې یو د ټرینرانو ګروپ او یا دولتي انستیتیوت رامنځته کړي چې مهمو دولتي چارواکو ته د کله کله د رهبرۍ، مدیریت، احساسي زیرکتیا، په ځان کنترول، په بحراني حالاتو کې د پریکړې کولو او د بحران د مدیریت، په سختو شرایطو کې د اړیکو نیولو او نورو ورته ټرننګونه برابر، وارزول شي او بیا پلي شي.

که داسې ونشي نو خدای مکړه د رسنیو په مخ کې، د نظام د لمړي کس په حضور کې به ناندرۍ زموږ ملي وجاهت، ملي ګټو، ملي وقار او باور ته خورا ستر او نه جبیره کیدونکي زیانونه ورسیږي.

د مهمو پستونو غوښتنې

ما ډېر کلونه مخکې په یوه نړیواله غیر دولتي موسسه کې کار کاوه. زموږ د موسسې لپاره داسې یو کس د ډایرکټر په توګه وټاکل شو چې پخوا یې هم په اروپا کې زموږ د موسسې د رهبرۍ په کمیټه کې کار کاوه، د افغانستان له شرایطو، د موسسې له کارونو او د هغې له ټولو پروګرامونو سره ښه بلد وه. دا کس په ټولو شرایطو برابر او د اړینو انکشافي او د غیر دولتي موسسو په مدیریت کې خورا ماهر او د تجربې خاوند او ځیرک سړی و. خو تر ټاکل کیدو وروسته د دوو اونیو لپاره د یوه ټریننګ لپاره لاړ. دا داسې ټریننګ و چې هغه ته یې د ده د مسؤلیتونو، د ده د ناسمو پریکړو د پایلو، د هغو معاصرو مهارتونو په هکله چې خپل او نورو خلکو احساسات درک کړي، په ځان پوره کنترول ولري، تل په سړه سینه له پوره غور وروسته پریکړې وکړي او له عجولانه پریکړو ځان وساتي.

زه اوس ګورم چې په نړیوال بانک کې د ټولو کارپوهانو لپاره ټریننګ یو اړین څیز دی. دلته تل مسلکي کسان چې ماسترۍ او زیات یې دوکتورا لري له ټریننګونو، د نورو له نظریاتو، د نوو پلټنو او څیړنو او نوښتونو له پایلو زده کړه کوي. هغوي تل وایي راځي چې وګورو دا پروګرام او پروژه به څنګه بریا ته ورسوو. هغوي هیڅ وخت هم په خپله پوهه او تجربه نه مغروره کیږي او تل د نورې زده کړې په لټه کې وي.

همدارنګه، زه یوه نیمه لسیزه مخکې د خپل دفتر لخوا و یوه ټریننګ ته واستول شوم او په دې ټریننګ کې د پاکستان څخه هم ډېرو کسانو ګډون کړی وو. ټرینر وویل چې کله بینظره د پاکستان لمړۍ وزیره شوه نو دې له خپلې ټولې کابینې او د خپل ګوند له ټولو لمړۍ درجې کدرونو سره د رهبرۍ او مدیریت ټریننګ واخیست. همدارنګه، بیا وروسته چې کله نواز شریف قدرت ته ورسید هغه هم همدا کار وکړ.

ما چې کله تیر کال د نړیوال بانک د پروژو د مطالعې، ارزونې او ورڅخه د زده کړې لپاره چین ته یوه میاشتنی سفر وکړ ومې لیدل چې چینایان د خپلو پرمختګونو سره سره بیا هم د نورو څخه زده کړې ته څومره زیات لیوال وو او څومره زیات اهمیت ورته ورکوي. چینایان که څه هم د خپل دولتي نظام تداوم او ورو ورو ودې او مثبت بدلون ته ژمن بریښي خو له نورو څخه د زده کړې، د نورو د پوهې او تجربو د لاسته راوړلو په برخه کې خورا حریص دي. چینایان په کال کې د نړیوال بانک یو څو میلیارده ډالرو ته اړتیا نلري چې په خپل ملک کې د خپلو قوانینو په ځای د بانک جهاني په تمویل شوو پروژو کې د هغه بانک نړیوال قوانین اوپالیسۍ پلي کړي بلکه هغه د دې لپاره منی چې د نورې نړۍ د کارپوهانو د پوهې تنده ورسره ده او په ډېر مهارت ورڅخه کار اخلي.

له دې پورته خبرو داسې ښکاري چې زده کړه، د ظرفیتونو وده، او ټریننګونه نه یوازې د نوو ځوانو کدرونو لپاره اړین دي بلکه د هرچا لپاره اړین دی. دا ظرفیت لوړول د هر پست د غوښتنو سره سم باید وشي. تخنیکي کسانو ته باید تخنیکي وړتیاوې ورزیاتې شي او د رهبرۍ او مدیریت په کچه خلکو ته هم تل باید اړینې زده کړې ورکړل شي.

له دې وروسته زما په دې خبره پسې فکر شو او راته پته ولیګیده چې دا یو نړیوال نورم دی چې کله خلک په حساسو پستونو کې چې سروکار یې له مهمو حساسو چارو او خلکو سره وي، باید اړینې سختې پریکړې وکړي، راز راز فشارونه وزغملای شي، تیروتنه یې ستراتیژیک تاوانونه لرلای شي د ټاکنو مخکې داسې کدرونه د اړینو معیارونو په مټ سم ارزول کیږي. په کار ګومارونکي یې تیرو کړنو، لاسته راوړنو، چال چلند او د منازعاتو د حل توان ته ګوري او یوازې بریالي کسان په دې پوستونو کې ګوماري.

زموږ لوړ پوړي چارواکی او وکیلان باید نور پوه شي چې که هغوی پخپله وظیفه کې عزت، شرف، بقا او شتون غواړي نو لمړی د خپل حد وپیژني او ترسره خط د نه تیریږي. په ځان کې د اړینه وړتیا راپیدا کړي چې څنګه له نورو سره د ملت په ګټه ګډ کار وکړی شي. که داسې نه وي نو خپل ځان او ملت به وشرموي او تل به سترې سترې ملي کشالې پیدا کوي.

د اړینو ظرفیتونو وده

ترګومارنې وروسته بیا د وړتیاوو سره سره هم داکسان ترسختو ټریننګونو لاندې نیسي، او ډول ډول مهارتونو ورباندې په عملي توګه تکراروي. دا ټریننګونه نن سبا په ټولو ملکونو کې خورا مهم شوي دی. په دې ټریننګونو کې مامورینو ته ورښودل کیږي چې کوم مهارتونه مهم دي اوولې، څنګه یې په لاس راوړي، څنګه یې په کار واچوي؟ داځکه چې هغوي باید ښه پوه شي چې تر فشار لاندې، په سختو شرایطو کې، د منازعې په وخت کې او کله چې هغوی په غصه او احساساتي وي سمې پریکړې وکړي ترڅو ممکنه ضرر کم کړای شي. د حساسو پستونو لرونکو خلکو دې ډول ظرفیت لوړولو ته د احساسي ځیرکتیا (Emotional Intelligence) ټریننګ وایی. تردې ټولو ارزونو او ټریننګونو وروسته دا کسان باید هر کال د کار په جریان کې وارزول شي. په ارزونه کې نه یوازې دهغوي امرین برخه اخلي بلکه د یو شمیر نورو عادي همکارانو نظر هم پوښتل کیږي.

د رهبرانو او مدیرانو لپاره چې تل سختې پریکړې کوي دا ټریننګونه خورا اړین دي. هغوی باید د پریکړو کولو په هنر ځان پوه کړي. هغه اروایي، احساسي، او فکري مسئلو ته باید پوره پام وکړي چې په هغه د پریکړو په وخت کې سمه یا ناوړه اغیزه کولای شي. په حساسو پستونو کې ګومارل شوي خلک چې کړنې، پریکړې او روش یې په نظام، حکومتولۍ، د خلکو په باور، د دولت په اړیکو له خلکو او بهرنیو دولتونو، نړیوالو موسسو، دیپلوماتیکي کړیو، ملي ګټو او نورو باندې اغیزه کولای شي باید هم خپل او هم د نورو خلکو احساسات، قوتونه او د ضعف ټکي وپیژني او په یوه اړین چوکاټ کې ورسره کار وکړي. هغوي باید پوه شي چې د قانون په چوکاټ کې هغوي تل په ښه توګه خپل نظر ښکاره کولای شي خو له سرې کرښې هم باید تیر نشي. که داسې نه وي نو ځان، ټولنې او ملت ته به تل زیان اړوي.

پایله

موږ په خپل ملک کې باید د حساسو پستونو، د ملي شورا او ولایتي شوراګانو د غړو د اخلاقي او رسمي غوښتنو او معیارونو یو سم پوهاوی رامنځته کړو. باید دولت، مدني ټولنې او نور نهادونه هغه ټولو خلکو ته ښه تشریح کړي ترڅو د دې پستونو له اخلاقي او رسمي دندو او مسؤلیتونو خپله چارواکي او عامه خلک ښه خبر شي. همدرانګه، باید د هغوي د تیروتنو عواقب ښه په ګوته شي، ترڅو ورڅخه د خلکو تقاضا رامنځته او په پایله کې د هغوي مسؤلیت منل زیات شي، او دا به پخپل وار سره د ملي ستونزو د سمون سره مرسته وکړي.

اړینه ده چې د حساسو پستونو د ډکولو لپاره ښه معیارونه وټاکل شي او په سختۍ سره پلي شي. د لوړرتبه خلکو کړنې، عادتونه او خاصیتونه کال په کال دنړیوالو قبول شوو معیارونو په مټ ښه وارزول شي. که څوک په معیار برابر نه وي ځای یې بل څوک ډک کړي.

د پارلیمان او ولایتي شوراګانو د ټاکل کیدو لپاره داسې معیارونه کیښودل شي چې د ژمنو، وړتیا لرونکو او پوهو کسانو له ټاکنې سره مرسته وکړي ترڅو د ملت لپاره سمې پریکړې وکړي او د ملت نمایندګي د ځان شخصي متاع ونه ګني.

د ټول اړونده لوړو حساسو پوستونو لپاره د ټریننګونو او رشد ظرفیت یوه ټولګه رامنځته شي او پلي کول یې په ټولو لوړپوړیو چارواکو باندي اړین وګرځول شي.

که دا ګامونه په سمه توګه پلي شي نو بیا به زموږ په ملي اونړیواله کچه ابرو او عزت خوندي وي او ملي ګټو ته مو زیان نه وی رسیدلی.

د ښاغلي رسولي نورې لیکنې

13 total views, 2 views today

4 comments

  1. h.layaqat Reply

    الله ج دی لیکونکی ته اجر اعظیم ورکړی او الله دی وکړی چی د حکومت او طالبانو مشران دواړه دغه اصول په نظر کښی ونیسی مننه

  2. مصباح الدین Reply

    ښکلي او په زړه پوری لیکنه وه مننه انجینر صاحب عارف

  3. محمد انور ولید Reply

    ښاغلی رسولی صیب ! سلامونه او نېکې هیلې : تر مسونونه سلام وروسته درته له قدیر خدای (ج) څخه د لازیات قلمي جهاد بریا او اجر غواړم . زه ستا ټولې مقالې ګورم . خوښ یم چې د شهید ضابط صاحب خط دې تعقیب کړی ، د هغه ځوانیمرګ هم له کتاب ، مطالعې او حقایْقو سره ډېره جوړه وه . تل به یې له ما سره پر حقایْقو باندې بحثونه کول . له ایران څخه یې هم ډېرکتابونه له ځان سره راوړي وو ماته یې هم د مثنوي په نامه یو کتاب د یاد ګار په توګه ترې را کړ او ما تر اوسه پورې دده د لاس هغه نښه له ځان سره ساتلې ده . خیر زمو بخت په دې دنیا کوټه شو ، خیر که موږ او تاسې ټول له صحنې څخه په لوی لاس و ایستل شوو . خیر که زموږ مشران بې لارې شول . خیر که زموږ په کړي جهاد باندې اوس نور خلک خپل سوړ تجارت کوي . خو د الله تعالی په وړاندې زموږ جهاد نه دئ ورک . خو زا به د خپل زړه خورښ په دې یوه آیت کې را لنډ کړة چې الله تعالی فرمایي : (( ولا تهنوا ولا تحزنوا وانتم الاعلون ان کنتم مؤ منین . )) ستا د شهید ورور او ستا د عقیدې ریښتینی ملګری محمد انور ولید . مننه

  4. څارنوال علیزی Reply

    عزتمنده!
    دپه زړه پوری لیکونواولارښوونوڅخه مو ډیره ډیره مننه . سرلوړی اوبریالی اوسی .، د ټولو مشرانو او خاصتا ددولت ددولتی مسولینوڅخه مو دا هیله ده چی هرومرو ستاسو دالارښوونی ، درسونه اونصایح وته خاصه پاملرنه وکړی اوستاسو دتجربو څخه ګټه واخلی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *