Categories

اعلان

Loading…

امان االله او ګوډ ملا/ ابراهیم ایمان

پلار مې کیسې راته کوي چې کله د شاه امان الله خان حکومت سقوط وکړ، بابا مې (زما نیکه ) د خوست د تڼیو ولسوالۍ په نریزې کلي کې استاد و، ویل ی…ې چې هرکله د شاه حکومت سقوط اوازې خوست ته را ورسیدې چور کډ شو موږ هم مکتب او کتابونه پرښودل او خپل کور ته راغلو.

مکتبونه مدرسې وتړل شوې، د سقاو زوی پاچاهي شوه، د غلو په ملکې کې زور واکي شوه، د ګوډ ملا خاني شوه، ویلې چې کوډ ملا به په جومات کې پړنګ په ژړا شو خلکو ته به ویل چې شکر باسی چې له ملک نه مو غټ کفار پاچا فنا شو.

او د امان په وخت کې به یې خلکو ته ویل چې ګوری خلکو موږ یو کتاب لرو هغه قران شریف دی، د کوډ ملا سره به د مکتب کتاب په لاس کې و، خلکو ته به په ژړا شو ورته ویل به یې ګوری!! امان الله پکې آس رسم کړی دی چې سهار به له خوبه را جګ شو خلکو ته به ویل چې بیګاه مې خوب لیدو چې هغه فلانی ونې لاندې موږ ته ملایکو وسلې ښاخې دی، تاسو ور شی چې شته کنه خلک به چې ورغلل نو هلته به تیارې انګریزانو وسلې ورته ایښې وې خلکو به نارې کړې چې ګوډ ملا خو بزرګ دی، خود د امان الله سره جهاد راوا دی او ګوډ ملا زموږ رهنما دی.

د ګوډ ملا په واسطه به انګریزانو د امان الله پر ضد خلک جګول، او زموږ سادخیل خلک به يې ورته لمسول مسلمان امان لله کفار ور پیژندو، زموږ په خلکو کې دومره شعور چیرته و، چې د ګوډ ملا خبرې دروغ وګني او په مخ داسې چپړه ور کړی، چې د افغانستان په تاریخ کې ثبت شي چې بیا داسې جرئت څوک و نه کړي، چې په شاه پسې بد رد یا یې خلک نا راوا جهاد ته تشویق کړي خو خیر تیر هیر اوس هم داسې خلک شته چې په امان الله خان پسې بد رد وایي او کفر یې بولي یوازې په ږیره خریلو باندې.

که په ږیره اسلام وای نو سیکانان به تر ټولو ښه مسلمانان نه وای امان الله چې کوم ارمانونه په زړه کې همدې ولس ته لرل چې اوس یې کفر بولي یوه پاچا هم نه لرل خو افسوس چې دا بې شعوره خلک یې په قدر پوه نشول او د ګوډ ملا علیه لعنت یې ومنل.

463 total views, 1 views today

3 comments

  1. Himmat Reply

    د خدای پاک نه ورته په دوزخ کی څای غواړم………………….. د ګوډ خنزیر ملا ته…………

  2. قدرت اله Reply

    یا خو دی ابا له ځانه قصی جوړی کړی دی او یا ته په کی غلط شوی یی، ځګه چه ګوډ ملا دامان اله خان په وخت کی اعدام شولو

  3. Asmatullah Haleem Reply

    په افغانستان کی ډیر حقایق پټ دی. خلک یو څه فکر کوی او حقیقت بل څه وی. که طالب تاریخ جوړ کړی نو ملا عمر به امیرالمومنین او مسعود به فاسد ترین شی. او که شمالی ټلواله یی جوړ کړی نو مسعود به ملی اتل او طالبان به د پنجاب غلامان وی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2