Categories

اعلان

Loading…

د شکسپیر څلور شعرونه/ ژباړه: سیدالله سلام

کله چې دا شعر وایې!

نوهغه ګوتې چې دا شعر یې لیکه یادې نه کړې

ځکه چې ته زما خوښېږې دومره

چې زړه مي غواړي ستا خوږو فکرو کې

مي ځان له یاده ووځي

نه چې زما په اړه

فکر کوې، خپه سې
(شکسپیر)

ایا وروستۍ او دايمي هوسايي پیل به کړم ؟

خلاص به سم زه له بنده ګي د ستورو؟

سترګو!

وروستی سیل مو هم وکړئ او

لاسونو!

وازامويئ تاسو هم وروستۍ غېږه مو

شونډو!

د سا کښو او راکښو دريڅو!

له یوې مچکې سره پورې سئ نو

یوه بې نېټې معامله د جاذب مرګ په تکل

(شکسپیر)

کېدای سي ستورو نه منکره سې او
کېدای سي ووايې چې لمر ساکن دی

کېدای سي دروغ وبولې هرحقیقت

مګر زما په مینه

ګوره چې شک ونه کړې

(شکسپیر)

زما تاج، زما نه دی پر سر

زما تاج مي زړه کې پروت دی

او ښکلی نه دی په الماس،فېروزه

سترګې یې هم نه وینې

زما تاج زما خوښي ده

چې پاچاهانو ته هم لیږ رسیږي
(شکسپیر)

70 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *