Categories

اعلان

Loading…

د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي استعفا وړاندې کړه

تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نورالحق علومي ولسمشر محمد اشرف غني ته استعفا وړاندې کړې ده.

رویټرز خبري اژانس ته باوري سرچینو ویلي چې علومي وروسته له دې ولسمشر ته استعفا وړاندې کړه چې په وروستیو میاشتو کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو پر سر پرې انتقادونه زیات شول.

رویټرز وايي، سرچینو ورته ویلي چې د علومي استعفا تراوسه پوري منل شوې نه ده خو که ومنل شوه نو دا به د ښاغلي غني حکومت ته یو بل ګوزار وي ځکه چې د ملي دفاع وزارت ته د ده کاندیدان د ولسي جرګې له لوري پر له پسې رد شوي او اوس هم د دفاع وزیر سرپرست دی.

رویټرز خبري اژانس وايي چې درو جلا حکومتي او دیپلوماتیکو سرچینو، د نوم د نه څرګندېدو په شرط ورته ویلي چې جنرال علومي استعفا وړاندې کړې خو ولسمشر غني مخکې تر دې چې د علومي استعفا ومني، د نوموړي پر ځای د بل مناسب کس په لټه کې دی.

کله چې د ولسمشر غني له مرستیال ویندوی ظفر هاشمي څخه وپوښتل شول چې ایا علومي استعفا وړاندې کړې؟ ده وویل:«د کورنیو چارو د وزارت په ګډون په حکومتي پوسټونو کې د اصلاحاتو راوستل د حکومت په لومړیتوبونو کې شامل دي.»

د کورنیو چارو وزارت ویندوی په دې اړه وویل چې دا خبره تاییدولی نه شي.

یوه بل چګپوړي چارواکي وویل چې ولسمشر غني د کورنیو چارو د وزیر په اړه له اجرايي رييس عبدالله سره مشوره کوي ځکه چې د کورنیو چارو وزیر د نوموړي له لوري معرفي شوی و.

498 total views, 1 views today

10 comments

  1. Nazirpashtoon Reply

    داشرف غنی تول کارونه همداسی ده اشانایه

  2. نصیر احمد مجاهد Reply

    ترسم کہ بہ منزل نہ رسی ای اعرابی
    کین راه کہ تومیروی بہ تورکستان است
    این حکومت دوزدها وخونخواران شاید وقت زیاده نچلد خواهد

  3. MUJEEB ARMANI PAKTIWAL Reply

    محترم اشرف غنی صاحب دوره به دی ختمه شی خو کابینه به دی جوړه نه شی
    داسی خلکو سره ئ درباندی ائیتلافی حکومت جوړ کړ
    بس الله دی خیر په کی واچوی

  4. حسن Reply

    رښتیا هم د علومی په شان پاک نفسه ، افغانستان ته وفاداره ، مسلکی او صادق کسان د غلو په ډلو کی پاته کیدل هم یوه معما ده ، که د علومی پرځای هرڅوک وی پداسی حساسو شرایطو کی خپل هیواد ته هیڅ هم نشی کولای.
    که علومی د کورنیو چارو وزارت کی اصلاحات رانه ولی او دولت د پخوا په شان د شمال داړه مارانو په لاس کی وی ، د وزیر قومانده څوک ونه منی او د وزارت امنیتی معین هم د احمد شاه مسعود چریک وی نو له داسی وزارته به د غلو وزارت جوړ شوی وی. غله اوداړه ماران به هیڅکله هم د علومی په شان کسان چی د دوی د « وندونو اوداړو » مانع ګرځی د خپل آمر په صفت قبول او یا د هغوی اطاعت به ونکړی.
    هغه وزارت چی د « پچو غله » او یا د « غلو د شاهنشاه » له خوا مخکی اداره شوی وی ، څنګه به د هیواد په خدمت کی راوستل شی.
    له ښاغلی اشرف غنی نه هیڅ ګیله نده پکار. هغه څوک چی ولسمشر ته مخامخ کنځاوی کوی اودی په رډو رډو ورته ګوری او د بیوسۍ له امله د چا خبره « زورم بالای خر نمی رسد ، میزنم در پالانش » خپل د تشریفاتو رییس چی د هغه عزت او آبرویی وساتله او د هیواد دولسمشر له حیثیت نه یی دفاع وکړه ، سمدستی له کاره برطرفه کړ،لازمه خو داوه چی د کندهار د مظلومو خلکو اصلی دښمن او دقوم بدنامه څیره او هغه څوک چی د هیواد ولسمشر ته د میلمه خطاب کوی له دندی لری کړای وای .
    پداسی حساسو او اضطراری حالاتو کی د دفاع وزیر سرپرست ، د ملی امنیت رییس سرپرست او دادی د کورنیو چارو وزارت به هم پدی سرنوشت ګرفتاره شی.

  5. jamal Reply

    هیله یی د سړیتوب کار وکړو

  6. shahed Reply

    ترسم نه رسی به کعبه اعرابی — کین راهی که تو میروی به تر کستان است ، به خا طر تصحیح شعر دوست عزیز م نصیر احمد خان

  7. ناصح Reply

    ای کاش ولسمشر او اجرایه ریسس هم استعفا وکړي

  8. Mohammaf mohsin.Bahir Reply

    که په واقعیت کی نورالحق علومی استعفا ورکړی وی اوس د ملی وحدت د حکومت دا مسولیت دی چه د افغانستان روان امنیتی حالت ته په کتو یو مسلکی او د افغا نستان ملی ګټو ته وفادار پولیس انتخاب کړی( تر روابطو و ظوابطو ته ترجیح ورکړی).

  9. Mohammad mohsin.Bahir Reply

    که په واقعیت کی نورالحق علومی استعفا ورکړی وی اوس د ملی وحدت د حکومت دا مسولیت دی چه د افغانستان روان امنیتی حالت ته په کتو یو مسلکی او د افغا نستان ملی ګټو ته وفادار پولیس انتخاب کړی( تر روابطو و ضوابطو ته ترجیح ورکړی).

  10. سهراېې Reply

    علومې ېو پوه او هوشېار سېاست مدار ده. له بده مرغه د عبدالله او شمالې ټلوالې جنګسلانو له خو ورته رانګه رانګه کسان مخ ته کېږې چې د وضېفې سالېت نه لرې همدا وجه ده چې نو علومې صاېب په تنګ راغلۍ او د جنک سلارانو څخه ځان خلاصوال غواړې

Leave a Reply to ناصح Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2