Categories

اعلان

Loading…

جان کیري د داعش د پاللو له امله په ایټالیا کې وډبول شو

تاند – د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر جان کیري په ایټالیا کې په یوه غونډه کې د برخه والو له خوا هغه وخت ودګل شو چې یوې ژورنالستې پرې د سوکانو وارونه وکړل.

یو اېس ای پالیټیکس ټوډی لیکي چې،‌ د کیري د سفر هدف دا وو چې د نړیوال ائتلاف یو شمېرغړي دې ته وهڅوي چې د داعش پر وړاندې مبارزه وکړي.‌ نوموړي د خپل سفر په بهیر کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر پاولو ګینټیلوني،‌ د ۲۳ هېوادونو استازو او د اروپایي اتحادیې له با صلاحیته کسانو سره ولیدل.

جان کیري د غونډې له برخه والو څخه وغوښتل چې د النصره جبهې چې هغوی یې معتدل اپوزېسیون ګڼي ملاتړ وکړي.‌

د کیري او ګینټیلوني د ګډ خبري کانفرانس په پای کې، چې کیري په کې د نړیوالې ترهګرۍ او د اسد د رژیم پر ضد د مبارزې په هکله خبرې وکړې،‌ او وزیرانو دې ته تیاری کاوه چې له غونډې څخه وځي،‌ په لومړي کتار کې ناسته یوه ژورنالسته پورته شوه او د کیري په وړاندې یې غږ پورته کړ، هغې یو بینر پورته کړ چې په دې برخه کې یې د متحده ایالاتو پالیسي غندله، او کیري ته یې وویل چې،‌ دا تاسو وئ چې داعش مو رامنځته کړ.‌ هغې هڅه وکړه چې کیري په سوکانو ووهي.‌

د ایټالیا نظامي پولیسو په چټکۍ سره په ښځه باندې حمله وکړه چې ویې نیسي او لاسونه یې ور وتړي خو هغه ژر له غونډې څخه ووتله.

47 total views, 1 views today

5 comments

  1. فريد يما Reply

    پکه دادې لا بله سپکه رښتيا هم د داعش په رامنځ ته کولو کې د امريکا ځانګړی لاس دی، ځکه هغوی په دې سره غواړي، چې اسلام د خلکو تر منځ د کرکې او نفرت دين وښيي، نو ځکه ځينې سخت دريځي اسلامپالو ملاتړ کوي او په دې سره د اسلام په وړاندې په خلکو کې کرکه زياتوي.

  2. نصیر احمد مجاهد Reply

    واه واه ڈیر خوندیی وکڑ
    جه جا یی پہ وهلوکی برخہ اخستی وی کور یی ودان بچی یی لوی

  3. masood Reply

    دا. خو. یی. دیر. شه. کا. کریدی. چی. مردار کری. یی. وای. بیا. به. یی. مزه. کری وای

  4. shahed Reply

    د انسا نیت وجدان لا ژوندۍ دۍ

  5. عبدالولی نورزی Reply

    واه واه ستر کار یی کری دی لاسونه یی جار شم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *