Categories

اعلان

Loading…

د پښتو ژبې تاریخي شا ليد/ ع، شیرزوی

لومړۍ برخه –

د پښتو ژبې په هکله د لومړي ځل له پاره څه ليکم. دا امکان لري دا ليکنه له ډيرو کمبوديو سره مخامخ وي او د بشپړوالي هوډ یې نه شم کولی، ځکه ماتې ګوډې به ولري، خو له دې ټولو سره سره ښایې د قلم خاوندان ما وبخښي او زما دغه لومړنۍ هڅه که څه هم ناقصه ده، په ښه سترکه وويني.

زه دا منم چې زما دا هڅه به خورا ابتدایي وي، ځکه زما وړه خوله او لوی خبرې سره نه جوړیږي، خو هيله لرم چې نور د نظر خاوندان دا تشه پوره کړي.

ژبه د افهام او تفهيم يوه قراردادي وسيله ده، ژبه هغه ږغونه دي چې د هغو په وسیله ولسونه خپل مقاصد تعبيروي، يا هغه اصلاحې ويناوې دي چې د يو قوم په ژبه جاري وي. په عربی يې لسان يا لغت بولي او له يونانې لوغوس څخه جوړه شوي ده، چې معنایې کلمه ده، او په اروپايې اصطلاح يېlanguage بولي.

د دې ږغونو انواع د ملتونو په کچه مختلف او هم ډير دي، نو خکه د نړۍ پر مخ ډول ډول ژبې پیدا شوې دي او هر ولس ته خپل ږغونه آسانه او نور پردي ږغونه ورته ګران دي.

ښاغلې میشل مالرب په خپل «زبانهای مردم جهان» نومي کتاب کې د نړۍ ژبو شمير ۳۰۰۰ ښودلی دی(ميشل مالرب، زبانهای مردم جهان، شرکت انتشارات علمي و فرهنګې، چاپ نخست:۱۳۸۲، صفحات: ۳، ۶، ۹)

دا طبعي او منل شوې خبره ده چې آريايې اقوامو په خپل لومړني ټاتوبي (آريانا ويجه) کې ځان ته يوه ژبه درلوده، چې له هغې ژبې څخه وروسته هندي، ايراني او بُخدي ژبې راوتلې دي.

د «ډاکتر ګوستا و لوبون» په وینا: «د آريايې قوم ژبه « آريک» نوميدله، چې سنسکريت ژبه د هغې څخه راوتلې ده، د اصلې آريايې ژبې څخه چې د ټولو آريايې ژبو مور بلل کيږي، لا اقل تر میلاد ۳۰۰۰ کاله د مخه ويل کيده او د دوي ګډه ژبه وه» (حبيبی عبدالحی، د پښتو ادبياتو تاريخ، لومړی او دويم ټوک، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴ ل ۲۰۰۵ م، ص ۳۹ ص – ۴۰.)

ميډېم راګوزن Ragozinليکي: «تقريباً سل کاله د مخه په اروپا کې د هند د علومو پلټنه او زده کول پيل شول، هغه وخت چې چارلس ولکنس Wilknis مهابهارت ترجمه کړ او د سنسکريت ګرامر يې وکېښ، نو سر وليم جونز د منو د هرم مذ هبي شاستر کتاب ترجمه کړ او کولبروک COLBROVK د هند پر فلسفه، قوانين او ادب باندې کتابوته وليکل، نو د اروپا او هند د ژبو پرتله او مقايسه پيل شوه او دا فکر خلکو ومانه چې سنسکريت د ټولو ژبو مور ده» (پوهاند حبيبي عبدالحی د پښتو د ادبيا تو تاريخ لومړۍ ټوک، دانش خپرنويه ټولنه، ۱۳۸۴ ل /۲۰۰۵ م، ٌص۴۰.)

د اصلي آ ريايي ژبې عمر د ژبو پوهان (۲۵۰۰ تر ۳۰۰۰ تر ميلاد د څخه) پورې تخمين کوي، دوی وايې، چې آريا يې اقوام تر اباسين (انډوس) پورې وتل خپل مشهور ديني کتاب ويداVeda يې په خپله ژبه انشا کړ، د دې کتاب د ليکنې تاريخ تر ۱۴۰۰ د ميلاد د مخه ځي نو پدې اساس ويلي شو چې د ۲۴۰۰ ق، م، په شا وخوا کې د آريايې قومونو ژبه لا يوه وه او لکه ځينې مورخين چې وايې: دا ژبه د پارس او ميډيا څخه تر پنچابه ويل کيده، او د آمو شما لی خواو سغديانه هم په کې شامله وه.

دا په ډاګه شو چې پښتو ژبه هغې اصلي ژبې ته خورا نږدی ده لکه : سنسکريت او اوستا چې ځينې زيږدلي دي پښتو هم د هغې ژبې لور ده.(پوهاند حبيبي عبدالحی، د پشتو د ادبيا تو تاريخ، لومړی او دويم ټوک، دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۸۴، ۴۲ مخ)

پياوړيې مورخ پوهاند عبدالحی حبيبي د همدې اثر په ۳۴۰ مخ کې زياتوي:

«د تاريخ او ژب پوهنې په رڼا کې د پښتو پخوانۍ ريښې دا جوته کوي چې پښتو د آسيا د قديمو ژبو، زړې فارسي، اوستا او سنسکريت په څير زړه ژبه ده.

داسې ښکاري چې پښتو د ختيځ او هندي ژبو، عربي او ايراني ژبو تر منخ يوه مستقله ژبه ده، چې له ويدې او سنسکريت سره نښتون لري، کوم چې له پخواني پارسي، اوستا او پهلوي سره لري.

د پښتو رابطه د پخوانې فارسي سره ښه ثابتوي او ۲۵۰۰ ق/ م د پښتو و جود او شتون را په ګوته کوي.

پښتو ژبه د هندي اروپايې ژبو څخه د سنسکریت او اوستا خور ده.

دپښتو په خورا زوړ او پخوانيو ادبې اثارو کې چې تر اوسه زمونږ لاس ته راغلي دي د امير کړور سوري يو حماسي شعر دی چې پټې خزانې د تاريخ سوري په حواله خوندې کړيدي، د پښتو د ژبې دا زوړ شعر چې د هجرې د دويمې پيړۍ د لومړۍ برخې څخه را پاتې دی د ظاهرې پلوه یعنی د ژبې، ادا، د لغاتو او کلماتو له مخې مخصوص رنګ او زمونږ د اوسنې ژبې د محاوری له جريان سره توپير لري ډير داسې لغات او د پښتو د ژبې سوچه کلمات پدې شعر کې رانغړل شوي دي چې د دې شعر د انسانې پلټنې څخه سړی دا نتيجه اخيستلاي شي چې په دغه لومړی دوره کې یعنې د هجری په اوله او دويمې پيړۍ کې پښتو ژبه په غور کې د نورو ژبو د اختلاطه سوچه وه دغه سوچه توب او خالص والې تر ۴۰۰ / هه پورې ساتلي دي.

زمونږ د پښتوانخوا په غربي څنډو او د بادغيس، هرات او غور په سيمو کې د پښتو د ژبې ږغونه اوريدل کيده او زمونږ توريالي مشران لکه د تورې په ميدان چې پهلوانان وو، دغسې د شعر او ادب په ډګر کې هم دمخه وو.

داسې ښکاري چې په سوريانو کې د پښتو شعر د اسلام د ابتدا څخه موجود و، په پټه خزانه کې د پښتو د ژبې لومړنې شعر ته داسې اشاره کړې:

زه یم زمری پر دې نړۍ له ما اتل نشته

په هند و سندو پر تخار او پر کابل نشته

بل په زابل نشته له ما اتل نسته

غشي د من مې ځي برښنا په ميرڅنو باندې

په ژوبله يونم يرغالم پر تشتيدونو باندې

په ماتيد ونو باندې له ما اتل نشته

زما د بريو پر خول تاويږي هسک نمنځ و په وياړ

د اس د سوو مې ځمکه رېږدي غرونه کاندي لټار

کړم ايوادونه اوجاړ له ما اتل نشته

زما د تورې تر شپول لاندې دی هرات و جرم

غرج و باميان و تخاربولي نوم زما په اودم

زه پيژندوی يم په روم له ما اتل نشته

پر مروز ما غشي لوني ډاري دښن راڅخه

د هريرود پر څنډو ځم تښتي پلن راڅخه

رپي زړن راڅخه له ما اتل نشته

د زرنج سوبه مې د تورې په مخ سوړ وکړ

په بادارئ مې لوړاوی د کول د سور وکړ

ستر مې مې تربور وکړله ما اتل نشته

خپلو وګړو لره لور يېرزوينه کوم

دوی په ډاډينه ښه بامم ښه يې روزنه کوم

تل یې ودنه کوم، له ما اتل نه شته

پر لویو غرو مې وینا درومي نه په ځنډ و په ټال

نړۍ زما ده نوم مې بولي پر دریځ ستایوال

په ورځو شپو میاشتو کال، له ما اتل نه شته

د دې شعر ښېګړي ادبې او تاريخې نتايج په هکله په لاندې ډول سره د ادب لومړنې او خصايص څرګنديږي، د پښتو دا زوړ شعر چې د هجری دويمې پيړئ له لومړئ برخې څخه را پاتې دي، له ظاهرې پلوه يعنې د ژبې، د ادا، لغاتو او کلماتو له مخې مخصوص رنګ او زمونږ له اوسنئ ژبې سوچه کلمات پکې راغلي، که چيري مونږ دا شعر له سره تر پايه وګورو يو عربي يا فارسي لغات پکې شتون نه لري خو ځيني پخواني کلمات چې د دې زاړه شعر له زړې ژبې څخه را خوندې کړي دي، د ژبې پخواني وسعت او ارتوالی څرګندوي.

د لومړۍ برخې پای

52 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *