د کونړ چارواکي وايي، امنیتي ځواکونو د ښځو په جامه کې انتحاري ونیوه

تاند- د کونړ ولایتي چارواکي وايي چې یو انتحاري یې په داسي حال کې نیولی چې ښځینه کالي یې اغوستي وو.
د کونړ ولایت د مطبوعاتي دفتر له خبرپاڼې سره سم، نیول شوی کس محکم خان نومېږي او د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی دی.
خبرپاڼه وايي، محکم خان، چې د ښځو کالي یې اغوستي وو، د دولت د مخالفو وسلوالو له لوري په نرنګ ولسوالي کې ځانمرګي برید ته چمتو شوی و خو مخکې تر دې چې انتحاري برید وکړي د نرنګ په ولسوالي کې د پولیسو له لوري ونیول شو.
تر دې پخوا هم په ځلونو امنیتي ځواکونو د ښځو په جامو کې د دولت د وسله والو مخالفانو د نیولو خبرونه خپاره کړي او رسنیو ته یې ښکاره کړي دي خو وسله والو طالبانو د ښځو په جامه کې د خپلو انتحاریانو یا نورو حمله کوونکو د نیول کېدو خبرونه تل رد کړي دي.
سره له دې چې طالبان پر انتحاري بریدونو ویاړي خو د رسنیو له لوري د ښځو په لباس کې د نیول شویو طالبانو د عکسونو پر خپرېدو حساسیت ښيي.
د کونړ والي وحید الله کلیمزي، چې نیول شوی کس دفتر ته وروستل شوی و، د کونړ په ولسونو غږ وکړ چې له امنیتي ځواکونو سره همکاري زیاته کړي او هغه کسان امنیتي ځواکونو ته په ګوته کړي چې په دې ولایت کې د نا امنیتۍ او ګډوډۍ رامنځته کیدو هڅې کوي.
196 total views, 3 views today
4 comments
شکردى چه ونيول شوکنه بيأ خدى خبرچه څومره بيګناه انسانان به وژل شوى واى
یاره سخت وشرمېدو، داسې وشرمېدو چې په تاریخ کې به مو بیا سترګې جیګې نشي. د نورو قومونو خلک وګورئ چې تعلیم کوي، تحصیل کوي، ورزشونه کوي، ټول هنرونه او انسانیت زده کوي او زمونږ خره وګوره چې ایله خرمرګي بریدونه کوي او هغه هم بیا د خپلې خور او مور په جامو کې؛ دا خو یوازې د دغه کوستېزن د خور او مور جامه نه ده دا د ټول افغان د ټول پښتانه د کورنۍ جامه ده. خدای مو هلاک کړه.
Da marawra khor sa wayi Che wali dasi kawam 😊
بسیار جای شرم است این مردم آبرو وعزت مردم افغانستان را برباد میکنند اما به هدف شوم نخواهد رسیدند