Categories

اعلان

Loading…

مسافره بوډۍ/ لنډه کيسه/ قسيم حميدزى

مخ يې ګونجې ګونجې وه، وېښتانو کې يې يو وېښته هم تور نه ليدل کېده، په کړوپه ملا يې سفر کاوه، تر لږ مزل وروسته به يې ساه ودرېده ټول مسافر به ترې راتاو شول، داسې به ښکارېده چې همدا يې د ځنکدن شېبې دي، خو تر څه دمې وروسته به بيا بېداره شوه او ځان به يې ډاډه ډاډه ښوده، بيا به روانه شوه.

هر مسافر به يې چې دا حالت وليد نو له ځانه سره به يې وويل: تا ته نو څه پکار دي چې اروپا ته ولاړه شې زړه ښځه يې په کور کې به ناسته وې، خداى درته په قهر شوی دی؛هغه مشران څه ښه دعا کوي چې وايي، خدايه اخره خاتمه مو ښه کړى، دې زړې لکه چې دا دعا نه وه غوښتې ګوره اوس په دې حال ده; بل مسافر به د خپل څنګ ملګري ته خوله نژدې کړه او وبه يي ويل دا بوډۍ لکه چې خبره شوې چې خارج کې د بوډاګانو لپاره هم د لوبو او سېل خاص ځايونه شته. دواړو به خپل لاسونه يو بل ته ورکړل بيا به يې د زړې ښځې خوا ته وکتل او په خندا به شول; بوډۍ ښځې دا ټولې خبرې اورېدلې فقط ځان يې خاموشه نيولې وه، خو چې به يې زړه کله ډېر تنګ شو، سوړ اسوېلى به يې وکړ بيا به يې له ځان سره وويل:

د سينده مړي چا ګټلي؟!

ټول مسافر ورسره ډېر په تکليف وو، څو وارې يې زړې ښځې ته وويل چې پاتي شي خو نه يې منله،هېڅ مالومات نه کېده چې څنګه او ولې په دې سختو لارو ځانته روانه ده، په لاره به چې ترې چا پوښتنه وکړه چې ادې ځانته يي؟ هغې به ورته وويل نه الله ج راسره دې…

زړه ښځه به چې څومره مخکې تلله پر مخ به يې د خپګان کرښې راڅرګندېدلې…

تر څو شپو او ورځو دوامداره مزلونو وروسته د ترکې اسلامي خاورې ته داخل شو،سمدواره يې د هغه ځاى پوښتنه وکړه چېرته چې د ترکې څخه خلک ځانونه يونان ته رسوي؛هيچا ځواب نه ورکاوه، ځکه هيڅوک د ځانه خبر نه وو، د چا پښې پولۍ وې، د چا پښې پړسېدلې وې، څوک تندې وهلي و، لنډه دا چې هر سړى په خپل غم کې ډوب وه، خو زړه ښځه ډېره نا ارامه وه،او د هر چا يې پوښتنه کوله تر څو د هغه ځاى ادرس ترلاسه کړي،خو نه توانېدله…

بيا به يي يو سوړ اسوېلې وکړ او په ژړغوني اواز به يې وويل:

د سينده مړي چا ګټلي؟!

تر څو هفتو انتظار وروسته د هغې اوبو خواته ولاړه چېرته چې د ترکي او يونان پولې يو ځاى کېږي؛زړې ښځې چې د اوبو موجونه وليدل د سترګو يې اوښکې روانې شوې او په دردونکي اواز يې وويل:

اى قاتلو چپو!

زما د ځوانيمرګ زوى مړې مو څه کړ زوى خو مو راته وواژه اوس يې مړې ولې نه راکوئ؟

بيا به يې وويل:

واه زما اوبو خوړلي زويه,واه زما نازولي زويه،زه دې څنګ ته راغلې يم راووزه کنه;وروسته به چپ شوه بيا به يي وويل:

چې د سينده مړي چا ګټلي؟!

تر ډېرو ځاريو او فريادونو وروسته چې اوبو ته يې وکړې بيا هم څه ونه شول،بلاخره مجبوره شوه چې په خپله يې ولټوي,کليمه يي په ځان چوف کړه او اوبو ته ورغوټه شوه;لږه شېبه وروسته اوبو غوړ غوړکۍ وکړې او بوډۍ پسې ورکه شوه.
پاى

2016/1/28 همبورګ

57 total views, 1 views today

2 comments

  1. مرسل افضل Reply

    سلام
    ډېره درديدلې کيسه وه په قلم مو برکت شه قسيم حميدزى صېب،او الله دى وکړي چې زمونږ افغانان ورونه په خپل هېواد کې پاتې شي او خپل هېواد خپله اباد کړي؛
    د ارام او سوکاله افغانستان په هيله.
    مرسل

  2. Saied Sajad sadat Reply

    ډيره په زړه پورې دردونکې او پند نه ډکه کيسه ده په واقعيت چې کله مې و لوسته نو له سترګو نه مې اوښکې جاري شوې حميدزى صاحب هميشه کاميابه اوسر لوړى اوسې هرومرو ستا استعداد د ستايلو وړ ده الله جل جلاله د وکړي چې د وطن ځوانان اروپا ته د مهاجر کيدو لپاره زړه ښه نکړي او د خپل وطن په بيا ودانولو کې پوره پوره وڼډه واخلي سيد سجاد سادات

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *