Categories

اعلان

Loading…

وسله والو په بغلان کې د وارداتي برېښنا بله ستنه اره کړه

تاند- د افغانستان برښنا شرکت وايي چې د دولت وسله والو مخالفانو په بغلان کې له ازبکستانه د وارداتي برېښنا یوه بله ستنه هم ویجاړه کړې ده.

له نژدې یوې اوونۍ راهیسي په بغلان کې د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري د برېښنا د یوې ستنې د نړېدو له کبله د پلازمېنې کابل په شمول ډېرې سیمې له برېښنا بې برخې وې او لا هم دي.

د افغانستان امنیتي ځواکونه لا هم نه دي توانېدلي چې د بغلان په دنډ غوري او ډند شهاب الدین کې امنیتي وضعیت بدل کړي.

برښنا شرکت وايي:«د افغانستان د ملي ګټو او ټولګټو تاسیساتو ضد عناصرو د وارداتي برېښنا یوه بله ستنه هم اره کړې ده.»

کابل چې د ورځې ۶۰۰ میکاواټه برېښنا ته اړتیا لري، نیمايي یې له ازبکستانه ترلاسه کوي.

د افغانستان برښنا شرکت ريیس میرویس عالمي وايي چې د برښنا شرکت عمله نه ده توانېدلې چې د ویجاړې شوې ستنې سیمې ته ورسېږي ځکه چې هلته ماینونه اېښودل شوي او له بلې خوا د دولت د وسله والو مخالفانو له لوري ګواښ موجود دی.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې وسله والو طالبانو څو نورې ستنې هم ویجاړې کړي خو برښنا شرکت د دولت د مخالفانو له خوا د یوې بلې ستنې اره کېدل تاییدوي.

طالبانو د لومړنۍ ستنې له ویجاړېدو څو ورځې وروسته وویل چې دا کار دوی نه دی کړی.

د برښنا د پرچاوۍ له کبله د افغانستان اقتصاد هم بد ګوزار ویني، فابریکې او تولیدي مرکزونه بند شوي او د خلکو د ژوند شرایط او کار و بار اغېزمن شوی دی.

د بغلان والي عبدالستار بارز وویل چې د ویجاړو شویو ستنو د ترمیم په خاطر د سیمې د تصفیه کولو لپاره عملیات د لړې او بدې هوا له کبله ځنډول شوي دي. بغلان عموماً په ژمي کې زیاته لړه لري.

ده همداراز وویل چې طالبان لا هم په سیمه کې شته:«د دوی خطر شته او موږ د ستنو د جوړولو لپاره کار نه شو پیلولی. انتظار یوو چې هوا ښه شي.»

8 total views, 1 views today

6 comments

  1. سیف الله منصور Reply

    هسی دروغ دي؛
    طالبان خو دغلته د دیرو کلونو راهیسی میشت دي مخکی کی یي ولی نه اره کولی؟
    داکار داربکیانو او دهغو زواکونو دی چه دمخامخ دطالبانو مقابله نسي کولای زور دبرقي پایه و سخه اخلي،

  2. مجيد ژړاند Reply

    اف زما ګرانه هيواده کوم درد دې وژاړم، د کومې يتيمې سلګيو ته اوښکې تويي کړم، له کومو زورواکو او زرواکو کسات واخلم.
    رب دې وشرموي د تيارو خوښوونکو د څراغ له رڼا څخه ګټه واخلئ.
    د برېښنا ستنې په کوم بنیاد الوزوئ، ولې د مظلومو خلګو له کړولو خوند اخلئ.
    هرهغه څوک چې زما د هيواد خاورې ورته ارزښت نه لري، رب دې تبا او برباد وګرځوي.

  3. abdulwali mamozai Reply

    سلامونه د خوی دیر شه کا ر کری دیه باید لسس کاله مخکی کری وی د پردیو نه برق ر وری خپلی اوبه یه نورو ملکونو ته و ر پریشی دی ولی خپل نه جوروی ز خو و یم چی د اسی کارونه باید طالبانو مخکی کری وی دو ی باید خپل برق جور کری وی د مفت خوری غت خیتی ریشوت خوری د دنیا پیسی خپلو خیتو ته و چولی چی کینی بیا یه خبری اسمانونه لرزوی زما خو د طالبانونه یو هیله د چی د افغانستان د کانونو مخه باید ونیسی

  4. سیف الله منصور Reply

    کندز: علي ابادکې ټانګ ویجاړ، ۳ عسکرووژل شول
    له کندز ولایت نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي نن سهار شاوخوا ۷ بجې دیادولایت علي اباد ولسوالۍ اړوند د کابل کندز په لویه لار د عمرخیلو او شیرمحمد په سیمو کې د مزدورو عسکرو په کاروان دمجاهدینوله لوري بریدترسره شو.
    خبروایي نوموړي لار پپه ټولیزه توګه بند ده او دښمن ته درانه تلفات واوښتل.
    د ترلاسه شویو معلوماتوپه اساس جګړه لاهم په شدت سره دوام لري اوپه لړکې یې ۱ ټانګ په بشپړه توګه ویجاړ، ۳ تنه عسکرووژل شول چي جسدونه یې د جګړي په ډګر پراته دي.
    دغه راز ۳ میله کلاشنکوفونه په غنیمت ونیول شول.
    په نښته کې لله الحمد مجاهدینو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
    2016/2/2
    نورستان: کامدیش کې ۱ عسکرقتل، ۱ اربکی ژوبل شو
    نن سهار د نورستان ولایت کامدیش ولسوالۍاړوندسیمه کې دپه ګوډاګیو عسکرو د مجاهدینو له لوري بریدترسره شو.
    خبروایي برید د دراز کوف په وسیله ترسر شوچي له امله یې ۱ عسکرقتل، ۱ اربکی سخت ژوبل شو.
    2016/2/2
    سیدابادکې ۱ اربکی قتل، ۱ بل ژوبل شو
    له سیمي نه په ترلاسه شوي خبرکې ویل شوي نن سهار شاوخوا ۹ بجې دمیدان وردګ ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند دسیاه چوب په سیمه کې له ګوډاګیو عسکرو او شریرو اربکیانو سره د اسلامي امارت مجاهدینو سخته جګړه ترسره کړه.
    د خبرپه اساس د برید په پایله کې ۱ تن اربکی قتل، ۱ بل ژوبل شو.
    2016/2/2
    کنړ: سرکاڼوکې پوستې ته نژدې ۱ عسکرووژل شو
    نن سهار شاوخوا ۹ بجې د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د قلاسر پوستې ته څیرمه په پلیو عسکرو مجاهدینو بریدترسره کړ.
    خبروایي په دغه بریدکې ۱ عسکرووژل شو.
    2016/2/2

  5. mir ajmal Reply

    از این ملت مظلوم دیکر چی میخواهید یگانه روشنی این مردم همین برق بود مرک به شما مرک به شما مرک به شما چرا چرا چرا ای ظالم .

  6. حسن Reply

    سیف الله لږ انصاف ښه شی دی. ته خپل مسلمان ، افغان او مجاهد ورور ته چی خپل ګران هیواد دځان د وینو په بیه ساتی ، دپردیو مزدور بولی او ځان ته مجاهد وایی . څوک چی ځان ته مجاهد وایی هغه به هیڅکله هم د خپل هیواد ساتونکی ونه وژنی ، لاری اوپلونه به وران نه کړی او یو بیګناه انسان به ونه وژنی ، د خپل هیواد بچیان به له تعلیم او زده کړی نه محروم نه کړی، خفه نشی هسی د جهاد په نوم سوداګری ده او د پنجابیانو مزدوری کوی. خواره د شی مینځه چی د مینځی مزدوی کوی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *