Categories

اعلان

Loading…

دفاع وزارت وايي چې په ننګرهار کې یې د داعش راډیو ویجاړه کړې

تاند- د افغانستان دفاع وزارت وايي چې هوايي ځواک یې د ننګرهار په اچین ولسوالي کې د داعش راډیو ویجاړه کړه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویندوی دولت وزیري نن /دوشنبه/ وویل چې افغان هوايي ځواک په اچین ولسوالي کې پر هغه ځای بمباري وکړه چې د داعش د خلافت په نوم راډیو ورڅخه خپرونې کولې.

د جنرال وزیري په وینا له بمبارۍ وروسته د داعش د راډیو ږغ نه دی اورېدل شوی او د دې معنا دا ده چې د خلافت راډیو ویجاړه کړای شوې ده.

خو د ننګرهار اوسېدونکو تاند ته وویل چې تر دې مخکې لږترلږه درې ځلي نور هم د داعش راډیو غلې شوې وه مګر بېرته فعاله شوه.

د داعش راډیو چې نژدې دوه میاشتې پخوا په ننګرهار کې خپرونې پیل کړې، په وروستیو ورځو کې په دري او عربي ژبو هم د دې ډلې لپاره تبلیغات شروع کړي وو.

دې رادیو خلک د ابوبکر بغدادي بیعت او له داعش سره د دوی په وینا جهاد ته بلل.

50 total views, 2 views today

4 comments

  1. خس Reply

    رادیو دی په هوایی ډګر کی ولټوی

  2. راهیله بشردوست Reply

    طالب نیوز دننګرهاریانو له خولی لیکلی چی راډیو اسټیشن په هوائي ډکرکې دي اوتاسو دکوم غره ځوکي لټوی اوبمباروی نورهم دملت او اولس په سترګوکی خاوری ورشندی

  3. mir ajmal Reply

    این هم بازی موش بیشک

  4. محمد داود یتیم یار Reply

    د رادیو یوه دستګاه د کالیو دیو وړکی بکس په اندازه ده چی هرچیری څوک وغواړی اتقالیدای شی غټه خبره داده چی داسی یوی رادیو ته فریکانس څنګه توزیع شوی ځکه هره رادیو چی نوی تاسیس کیږی فریکانس ته ضرورت لری بدون دفریکانس نشرات نشی کولای

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *