Categories

اعلان

Loading…

د ملي امنیت رييس له خپل پاکستاني ساري سره پر استخباراتي چارو د خبرو لپاره اسلام اباد ته ځي

تاند- د افغانستان د ملي امنیت سرپرست د پاکستان د پوځي استخباراتو د ادارې له مشر سره د خبرو لپاره د پنجشنبې په ورځ اسلام اباد ته ځي.

پاکستاني رسنیو نن /یکشنبه/ وویل چې د افغانستان د ملي امنیت سرپرست مسعود اندرابي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي همکاریو د زیاتېدا او د دوو هیوادونو ترمنځ د بې باورۍ له کمېدو سره د مرستې لپاره د پاکستان د آی ایس آی له مشر رضوان اختر سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي.

اندرابي وروسته له دې پاکستان ته ځي چې د افغانستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ تېر کال د یوې موافقې د نه لاسلیکېدو له کبله د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې یو وار بیا خړپړې شوې.

دا افغان امنیتي چارواکی په داسي حال کې پاکستان ته سفر کوي چې د جنرال یفتلي په مشرۍ د افغانستان د دفاع وزارت یو جګپوړی پلاوی پاکستان ته تللی او د شنبې په ورځ یې د پاکستان د پوځ له چارواکو سره وکتل.

91 total views, 1 views today

2 comments

  1. abdulwali mamozai Reply

    سلامونه دوستانو زا په دی نه پوهیگم چی ولی زمونکه دولتی چار وکی پاکستان ته مندی وهی پاکستانی زوی باندی چی فشار ر نوری قسم د که خپل حق تر ی او خر اودا کس چی روندا پاکستا ن ته د له قوری نه داسی جدی انسان نه شکاری اشرف غنی دی الله تبا کی چی شه وطن دوسته سری له کار وویست

  2. متين Reply

    پاكستانيان دير مكار خلك دي كه دغه چارواكي خپلو سفرونو ته دوام وركري نو لري نده چه د پخوانيو رژيمونو د كار كونكو په شان دوي هم د پنجاب په لومو كي و نشلي
    دا ددي پخاطر چه زموژ افسران لا دومره تجربه نلري

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *