Categories

اعلان

Loading…

ایډوارډ سنوډن ادعا کوي چې اسامه بن لادن لا ژوندی دی

تاند – د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی ای)‌ پخواني کارمند ایډوارډ سنوډن ادعا کړې ده چې اسامه بن لادن وژل شوی نه بلکه ژوندی دی.‌

یو اېس ای پالیټیکس ټوډی لیکي چې له مسکو ټریبیون ورځپاڼې سره په یوه مرکه کې ایډوارډ سنوډن ویلي دي چې اسامه په بهاماس کې اوسېږي او اوس هم سي آی ای تنخا ورکوي.‌

نوموړي ورځپاڼې ته ویلي دي،‌ «زه داسې اسناد لرم چې ښیي چې اسامه بن لادن ژوندی دی او دا چې سي آی ای هغه ته هره میاشت له یو لک ډالرو څخه ډېر ورکوي چې دغه پیسې نوموړي ته د یو شمېر تجارتونو او موسساتو له لارې نېغ په نېغه د هغه د ناساو بانکي حساب ته ورلېږل کېږي.‌ زه باوري نه یم چې هغه اوس چېرې دی خو په ۲۰۱۳ کال کې نوموړی له خپلو پنځو مېرمنو او ګڼو اولادونو سره په خپله وېله کې غلی اوسېده.‌»

سنوډن چې اوس په روسیه کې د فراري په توګه ژوند کوي په ۲۰۱۳ کال کې وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو د امنیت د شورا له خوا د پټې څارنې یو لړ اسناد یې رسنیو ته واېستل له متحده ایالاتو څخه تېښتې ته اړ شو.‌

راپورهمدارنګه وایي چې سنوډن پخوا هم د اسامه بن لادن په هکله داسې اسناد خپاره کړي ول چې په رسنیو کې یې په هکله راپور نه وو ورکول شوی.

سنوډن وړاندې وایي چې د اسامه بن لادن د وژنې کیسه هسې ډرامه وه چې سي آی ای جوړه کړې وه.‌ نوموړی ادعا کوي چې اسامه په پټه له خپلې کورنۍ سره په بهاماس کې یوه پټ ځای ته انتقال کړای شو.‌

راپور د سنوډن له خولې مخکې لیکي چې، «اسامه له اوږده وخته د سي آی یو باوري ځری وو،‌ که چېرې سي آی ای هغه وژلی وای دغه کار به د سي آی ای نورو ځریو ته چې د هغوی له پاره کار کوي څه ډول پیغام ورکړی وای؟ هغوی د هغه د وژنې تقلبي پلان د پاکستان د استخباراتي ادارې په مرسته ترسره کړ او نوموړی له هغه ځای څخه پټ واېستل شو.‌ دا چې اوس ټول باور کوي چې هغه مړ دی نو هیڅوک یې هم پوښتنه نه کوي، چې په دې توګه د هغه له پاره ډېره اسانه ده چې پټ شي‌. له ږیرې او پوځي جاکټ څخه پرته هیڅوک هم هغه نه پېژني.‌»

یوازې دا نه بلکه سنوډن وایي چې نوموړی به په خپل هغه کتاب کې چې په نژدې راتلونکي کې چاپېږي د هغو اسنادو په هکله خبرې وکړي چې ښیي چې اسامه ژوندی دی،‌ خو د سنوډن ادعاوې د کومې بلې سرچینې له خوا نه دي تایید شوي،‌ او د متحده ایالاتو حکومت د سنوډن پرضد رسنیو ته د پټو خبرو د اېستنې له امله د جاسوسۍ تورونه لګولي دي.‌

دا چې د سنوډن خبره به ریښتیا وي که نوموړی غواړي چې د خپل را روان کتاب د خرڅلاو له پاره بازار ومومي وخت ثابته کړي.‌

22 total views, 1 views today

3 comments

  1. رضوان الله Reply

    زیات امکان لری هغه زه چی هر شخصیت لمنحه تلی میدا هغه خودلی داهیس ونخودل شوه زیات امکان لری چی ژنی وی

  2. Akbary S.S Reply

    دداسی يو شخص وژنه چی په کلونويي دخپل بادارلپاره دجاسوسی پلانونه تنظمول اوپه عمل کی يي تطبيق کول هغه ولی مړ کړی دسنوډن خبره بلکل سمه ده ،بل بن لادن دسعودی دشيخانو ورور،وراره اوخپل دی ولی يي دهغه دفاع ونکړه داڅنګه د داعيش دفاع کوی اودخپل شيخ په هکله پټه خوله کينی نه داسی نده

  3. farid farzan Reply

    امکان دی ولری که چیرب مړ وای نو ولی یی مړی رسنیو ته ښکاره نه کړو

Leave a Reply to farid farzan Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *