Categories

اعلان

Loading…

يو ميدان او دوه جنازې/ محمد نعمان دوست

لوبغالي ته بیحده مخلوق راټول دی. لکه د کرکټ میچ چې وي. خو خلک خپه دي، لکه لوبه چې یې بایللې وي. لکه سر په سر چې یې دوه (ویکټې) له لاسه ورکړي وي.

هو،

بلکل همداسې ده. دوه کسانو د ژوند ویکټې بایللې وې. خو لوبه عجیبه وه. د دواړو ویکټو ویشتوونکي نه وو معلوم. خدای خبر دغه تیز او نا معلوم ویشتوونکي د کومې ډلې وو؟ د چا لپاره لوبیدل او د چا لپاره یې زموږ دوه لوبغاړي د ژوند له صحنې (اوټ) کړل…؟

دا، د ګل اغا شیرزي لوبغالی دی. لوبغالی د ماشومانو د ساعتیرۍ او ځوانانو د تفریح لپاره جوړ شوی، خو اوس پکې ویره خوره ده. اوس د جنازو په میدان بدل شوی او اوس پکې د جنازو تکبیرونه ویل کیږي ….

د باورونو قتل:

خلک له هرې خوا د لوبغالي مخې ته را ورسیدل، ګڼه ګوڼه ده. ټولو یوستوې لیکه جوړه کړه. یو – یو ور وړاندې کیږي او ولاړ پولیس یې کلکه تالاشي اخلي. لکه پر همدوی چې د قتل شک وي. لکه همدوی چې قتل کړی وي. شک ډير جدي دی. له عمومي دروازې چې واوړې، بیا باید تالاشي ورکړې.

عجیبه حالات دي او عجیبه وطن دی. دلته باید له جنازې مخکې هم تالاشي شې. دلته پر چا باور نه دی پاتې. دلته جنازو کې مړي شوي، هدیره کې مړي شوي او حتی جوماتونو کې مړي شوي دي.

دا نو د ناهیلۍ انتها ده. دا نو د بې باورۍ عروج دی او دا نو له انسانیته د نفرت اخري حد دی.

لیکې جوړې شوې، ملا صیب ویل: نیت تړئ!

دا خو د اختر لمونځ نه دی چې ملا صیب نیت تکرار کړي. هغه پوهیږي چې دلته اوس د جنازې نیتونه ډير تکرار شوي، پر ژبو راشنه دي او تکرار ته یې اړتیا نشته.

اوله جنازه:

لومړۍ جنازه د یوه قاضي وه. قاضي جلال اباد ښار کې چا ویشتلی و او بیا ویشتوونکي غایب شوي وو.

ولې به نه غایب کیدل؟ جلال اباد خو اوس داسې ښار دی چې وسلوال پکې لکه (باړه) ګرځي را ګرځي. یو کس په شخصي کالیو کې مخکې وي، درې څلور وسلوال ورسره په شخصي لباس کې شاته روان وي. څوک نه پوهیږي چې مخکینی څوک دی او شاتیني څوک دي؟ چیرته روان دي او څه پسې روان دي؟

د پولیسو له څنګه تیر شي خو پولیس د پوښتنې جرئت نشي کولای، ویریږي هسې نه د کوم زورور کسان وي او د پوښتنې په جرم ترې منځ سړک کې یونیفرم وباسي. پولیس پوهیږي چې حتی پلازمینه کې شخصي زورور یونیفرم پر تن کسان سړک کې راکش کوي، نو دا خو لا ولایت دي.

دوهمه جنازه:

امبولانس د واړه ماشوم په څير چیغې وهلې، یو شور یې جوړ کړی و. پر امبولانس یو غټ عکس و. دا عکس د محمد زبیر خاکسار و. چا چې شاوخوا درې لسیزې ملي راډیو ټلویزیون کې دنده اجرا کړې وه. چا چې په خپلو طنزونو او ټوکو خلک خوشحاله ساتلي وو. خو اوس یې په لیدلو د خلکو سترګې ډکیدې او آن امبولانس ور ته چیغې وهلې.

جنازه وشوه، د ولسمشر او اجراییه رییس پیغامونه ولوستل شول. دواړو د معمول په څير قتل په سختو ټکو غندلی و. کټ مټ لکه بې وسه ولس چې یې غندي، لکه دغه مشران چې پرته له غندلو بل څه په وس کې نلري.

د مقتول د کورنۍ یو غړی راجګ شو، په ژړغوني غږ یې وویل: په سختو ټکو غندل یعنې څه؟ ولې د دغه شان قتلونو مخه نه نیول کیږي؟ خو د دې پوښتنې ځواب چا سره نه و. هغه هم بیرته غلی شو.

هغه ننګرهار چې حتی د کورنیو جګړو په مهال د سولې ټاټوبی و او د کابل له جګړو ستړو ښاریانو به پکې د سکون ساه اخیسته، اوس نارامه دی. اوس یې منځ ښار هم خوندي نه دی. اوس پکې وژنې دي. اوس پکې قتلونه دي او اوس پکې چیغې دي.

دلته هر سړی په خپل ژوند ویریږي. هیڅوک په امن نه دی. هر څوک چې له کوره راوځي بیرته د ژوندي تګ امکان ورته نه ښکاري.

دا د زغم او رنګارنګیو ښار خپل پخوانی رنګ بایلولی دی. د نارنجو خوږې وږمې یې د باروتو په لوګیو کې ورکې شوي دي.

دغه ښار ساتنه غواړي، دا ښار انصاف غواړي او دا ښار خپلو اولادونو ته ارامه غیږ غواړي.

څوک شته چې دا غوښتنې یې پوره کړي؟

له دې ښار سره خو دوکه وشوه، دې ښار ته فریب ورکړل شو. دې ښار ته هغه ژمنې یوه یوه په یاد دي، چې د ولسمشرۍ کاندیدانو ورسره د کمپاین په ورځو کې کړې وې، خو د هغوی حافظې د قدرت ویروس وهلي دي.

محمد نعمان دوست / جلال اباد

د سلواغې ۱۰مه، ۱۳۹۴، شنبه

—————————

د ښاغلي دوست نورې لیکنې ولولئ

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *