Categories

اعلان

Loading…

شعریت/ لیکوال: یونس تنویر

 د شعر شعریت په دوو توکو کې نغښتل شوی دی. یو د ژبې د ارایې طرز دی. او بل د مضمون یا د بیان د ارایې طرز دی. لومړی یې د شعر په بهرني شکل پورې اړه لري. او دوهم یې د شعر په ننني شکل پورې تړاو پیدا کوي.

   کله مو چې همدا دوه توکي په شعر کې سالم و، نو شعر مو د شعریت معیار پوره کړی دي. ممکن دغه دوه توکي ډیر ساده درته ښکاره شي، مګر داسې نه ده. که د انسانانو انسانیت مو په اسانه پیژندای شوای، نن به نړۍ د انسانیت زانګو وه.

     په شاعري کې تر ټولو لویه خبره د جوهر ده. ددې جوهر لاسته راوړل په اسانۍ سره نه پیژندل کیږي. هغه چې وایي شاعري بل شی دی. دغه د بل شي کلمه یو څه ستونزمنه او پټه ده. دې خبرې په ادب کې یو وجد را زیږولی دی. له همدې امله د شاعرۍ په مفروضي مانا کې د اسرارو، موندل دي. ددې اسرارو تعریف چیرې هم نه شي کیدلی. دا یوه پارېدنه او هیجان دی. هغه چې د ادراک واک نه لري، نو ممکن د تخیل له جوهره بې برخې شي. څوک چې د تخیل قوه، نه لري، نو د شاعرۍ له نعمت دې لاسونه پریمنځي.

  شاعري څه ده؟ ددې پوښتنې ځواب ممکن یوه حادثه وي، کله چې هنرمند د لفظ او مانا په جګړه کې وسوځي، نو پوهیږي چې شاعري څه ده. کله چې شاعر د ژانر او مضمون په جوهر پوه شي، هغه بیا دانه وایې چې شاعري څه ده؟

که څوک په فورم یا ژانر شاعران کیدای شوای؛ نو مور به تر ټولو لومړنی شاعره وه. ځکه چې مور ماشوم په وزمین او قافیه والو مسرو یې ویده کوي. تاسې دغه دوه مسرې وګورئ:

لا لو لا لو

فیض الله لالو

     په دغه دوو مسرو کې وزن او قافیه شته. دا د شعر بهرنی شکل دی. مګر شعریت پکې نشته. په همدې وجه ورته شعر نه وایو. نو د شاعري تر ټولو لویه خبره همدا جوهر دی.

   عربو ناقدانو به ویل:( د شاعر وظیفه د هغو اړیکو څرکندول دي چې د وجود غړي او ظواهر یې سره لري…. نو شاعر باید لرې لید ولري؛ څو د ژوند هغه مانا چې هر څوک پرې پوهيږي او هغه مفهوم چې څوک نه پرې پوهیږي توپیر ورکړي.)(نوی عربي شعر: لیکوال: اجمل پسرلی)

 شاعري یو داسې حقیقت دی چې بیلا بیلې اړیکې لري. بیلا بیل انځورونه لري. انسانان که په شاعري پوه شي ، نو د ډیرو اسرارو څخه به خبر شي، چې فلسفې لا تر اوسه د تفسیر او تحلیل په مټ نه دي، را څرګند کړې.

   د شاعرۍ نه د افلاتون منګریدل، یوازې ناپوهي وه. هغه د فلسفې په استدلالونو باندې پوه و؛ مګر د شاعرانه فلسفې استدلال یې په دې وجه نقل ګاڼه چې د تخیل په اصل نه و پوه.

     په فلسفه کې عاطفه مهمه نه ده؛ بلکې عقل دی. مګر د شاعري له اساسي بنسټونو څخه، یوه هم عاطفه ده. مخا ییل نعمیه به په خپلو اشعارو کې ویل : که عقل لوړ شي نو خیال زیږوي.

  افلاتون ویل: جذبه د انسان ذهن سوځوي. ایا جذبه داسې یو اور دي چې ذهن دې وسوځوي؟ نه بلکې داسې یو جوش دي چې عقل له جمودي ښکیلاکه را وباسي. جذ به داسې شی نه دی چې ځان ته اور ورکړه. بلکې یو لټون دی، یو مسلسل سفر دی چې جمودي تمیلات نه لري. جذبه هڅه ده، مینه ده، جنون دی، توکل دی.

توکلت علی الله وینا یوه ده

د خوشال دزمانې سره ساز نشته

                                                       (حضرت خوشال بابا)

  انسانان ممکن په شاعرۍ تنقید وکړي. خو د شاعرۍ په مفهوم به هیڅ وخت پوی نه شي. شاعري د معروضیت اصل نه دی. بلکې د حکمت سرچینه ده. په یوه حدیث شریف کې راځي چې : په بیان کې جادو وي، مګر په جادو کې بیان نه وي. همدغه جادوګر بیان د زړونو ژبه ده او د زړونو ژبه پاکه او سوتره وي. چې شاعر یوازې له زړه نه خبرې را وباسي. څه شی چې محسوس او درک کړي او یا یې مشاهده او تجروبه کړې وي. نه یې پټوي. خوشال یې ژوندی مثال بللی شو.

میخایل په غربال کې د شعر د لیکلو علتونه، څلور ګڼي:

۱: دې ته اړ یو چې نفسیاتي علتونه مو روښانه شي.

۲: د نفس او هغو شیانو پوهیدو ته اړتیا لرو چې په نړۍ کې شته.

۳: په هرځه کې د ښایست احساسولو ته ضرورت لرو.

۴: موسیقي غواړو.

په پورتنیو علتونو کې د افلاتون په دغه تیوري ښه تنقید کیدای شي چې شاعري يې د حقیقت نه ؛ بلکې د نقل څخه نقل یې ګڼله.

   موږ یوازې ولې دا دلیل راوړو، چې که شاعري ښه وای، نو افلاتون به نه رده وله؟ افلاتون خو تعقل پال دی. حال دا چې د شاعرۍ حقیقت د کاروان صیب له دې بیته ښه څرګندیدای شي:

مرغان دې راشي زموږ لپو کې د ځالې وګړي

غرمو نښتر نه لري کلی مو چينار نه لري

                                                      (پیرمحمد کاروان)

ایا پورتنی شعر یو روښانه حقیقت نه دي؟ دا خبره بې ځایه ده چې شاعر له عقل څخه کار نه اخلي. شاعرهیڅ وخت د عقل له پیرزوینې بې برخې نه دی. مرغه ته په لپو کې ځای ورکول، په غرونو کې د نښتر نه شتون، په کلي کې د چينار نه پاتې کیدل داکوم حالت دي؟ نو سړی فطرتا په دې پوهیږي چې د جنګ ځپلي هیواد تصویر دی. په افغانستان باندې د روس ښکیلاک او د کورنیو جنګونو اړو دوړ، یو اصلي تصویر دی.

   اوس په دې کې ځیرکي او ممیزه ځواک نشته؟ بلکې ددې دواړو ستر لاس دی.عقل یوازې دا نه دی چې پوښتنې دې وکړي. کله یې چې پوښتنې حل شي، نو باور پیدا کوي. معید رشیدي وایي: ادراک په باور بدلیږي. په باور او خیال کې ټکر نشته. انسان له تخیلاتو څخه خلاصی نه لري. ژبه د تخیل د احضار او اظهار وسیله ده .

   د شعر بیان په دوو تو کو ولاړ دی یو یې د ژبې د ارایې طرز دی. او بل یې د مضمون د ارایې طرز دی. دغه لومړی توکی د کلمو ندرت او نا پدیدتوب ته زیاته لیوالتیا لري. یانې یو عام شی یا عام حقیقت د تورو او کلمو په مرسته نا اشنا کړو. ممکن یو معقول دلیل نه وي ، خو شاعرانه د لیل یو خیالي حقیقت وي. تاسې د لاندې خبرو کیفیت وګورئ:

   د دریاب غیږه، د شفق تاو، دغوټۍ ور، د سپوږمۍ سره خبرې، د لمر په شغلو پورته ختل، د درد باران، نغمې تېرول، در له سترګو بهیدل، د ونې زخم، د اوښکو هنداره، یو څوک ایینه ښودل او ځان د هغې پړق ښودل، تر ستورو لاندې کیناستل، له ګریوانه د سر باسل… دا غېرعادي خبرې دي. چې ژبنی تغیر یې راوستی دی. همدغه شی د شعریت ژبه ده.

  د غرمې ګرمي، د جومات ډډې ته ناست مشران، ګودر ته تګ، د مینې سرګرداني، د اوبوراتلل، اوښکې بهیدل، زړه وړل، دا او داسې نورې خبرې، بیا عادي خبرې دي. چې ژبنی معیار یې عامو خبرو ته ورته دی. او عامې خبرې د شعریت معیار نه شي کیدای.

   د دوی ترمنځه لوی توپیر په دې کې دی چې، غیرعادي خبرې محسوسې نه وي. په وجودي لحاظ د منلو نه دي؛ مګر عادي خبرې موږ په ورځ کې څو وارې ور سره مخامخ کیږو.

   غیرې عادي خبرې د کایناتو یو بیل منظر وي. د مشاهدې د درک اغیز وي. معنوي احساس وي. د عادي خبرو په اوریدو، ممکن غیر ارادي نه شو. ولې د غیرعادي خبرو په اوریدو مو هیجان او جذبه را ولاړیږي.

   کوم شیان چې زموږ په کلتور کې عام دي، په اوریدو یې تلوسه نه پیدا کیږي. مګر کوم شیان چې زموږ په کلتور کې عام نه وي. یو ډول ولوله مو، را پاروي. د شعریت ژبه باید عادي بیان نه وي. ما نا دا چې د شعر ژبه باید غیر عادي بیان ولري.

د خبرې غیرعادي والی د شعر اصلي مزاج دی. ګرده نړۍ په تکراري جملو بوخته ده. که شاعري عامه کړو، ښه داده چې بیخي مخ ترې واړو.

   د شاعر ذوقي بصیرت باید دومره غښتلی وي چې کوډ ګرې خبرې د شاعرۍ، معیار وګرځوي. ساده او عامې خبرې د ماشومانو په خوله خوند کوي. لویان باید د خبرو، جوله بدله کړي.

   په پوهنتون کې د نوید زیري خونې ته ورتلم. د حضرت الله ارغوان سره یو ځای اوسیده. ارغوان راته کوله چې: (نن مې د لمردشغلو بوی محسوس کړ) د لمر شغلې، د بوی مزاج نه لري. ولې ددې خبرې کیفیت ډیر لوړ دی. دده مطلب دا و چې د لمر نه مې خوند واخیست. په ژمي کې لمر د سړي ډیر ښه ایسي. دا نو اوس غیرعادي بیان دی یا ژبنی تغیر دی. که د پورتنۍ جملې، ژبني جوړښت تغیر نه وای کړاې ، ممکن اوس به مو، په یاد نه وه. تر دم ګړی همداسې ډیرې خبرې شوې، اوریدلې مو دي، مګر ټولې یې رانه هیرې شوې دي. د ارغوان صیب بیان ځکه اغیزمن و، چې غیرعادي بیان یې درلوده . دا یو خیالي بیان دی. موږ چې وایو خیال دروغ نه دی. مطلب مو همدا غیرعادي بیان وي.

 د شعریت فطرت دا نه دی چې د ګرمۍ په اړه دې خبرې وکړي. د شعریت مزاج همدغه مشاهده ده. او د شاعرۍ ژبه همدغه وړ لطیفه او باریکه کیږي.

    دا چې ځینې وایي چې شعر د فطرت انځورګري ده. ممکن اپلاتون په همدغه شي نقد کړي وي او شاعران یې له جمهوریته ایسته کړل، مګر موږ اپلاتون ګرم نه بولو. هغه دا فکر کاوه چې دغه انځورګري، کټه مټه را اخیستل دي. مګر دغه عکاسي کټه مټه را خیستل نه دي. نقل د عامو خبر و کار دی. نقل د اپلاتون کار دی. ټول جمهوریت یې ولوله پرې پښیمان به شې. بد به دې ترې راشي.

     دغه د فطرت انځورګري او تصورات د مشاهدې بیان وي. د مشاهدې بیان ریاضت غواړي، تخیل، فکر، عاطفه او احساس غواړي. د بیان د ارایې طرز غواړي ، نو پاسکال او اپلاتون په دې څه پوهیږي.

پاسکال د ریاضي لوی عالم و. ولې د بشر لوی عالم نه شي کیدای. دی د تخیل له نعمته منکر شوی و.او له تخیله منکریدل ناقصه تګ لاره ده.

     که شاعر الفاظو ته نوې مانا، نه وای ورکړې، د نیا به د ساینسي پرمختګونو زانګونه وای.اوس خلک ورو ورو پوهیږي چې شاعران له یو لفظ څخه څو نورې مانا وې، را باسي. نو له اوسپنې، خاورې، ونو، بوټو…او نورو مادي شیانو څخه ولې بل شی، نه شي جوړیدلای. الله تعالی (ج) چې په دنیا کې څه پیدا کړي ټول ګټوردي.

       شعریت په غیرعادي بیان باندې رامنځته کیږي. شعریت داسې شی نه ده، چې د مور په نس کې خدای (ج) چاته هبه کړې وي. همدغه شعریت دی چې خبرو ته بل ډول ورکوي. هغه د غضنفر صیب خبره: د ژبې په حاضیراو غایب چورلیز کې د غیرې عادي حالت رامنځته کولو وسیله ادبیت دی. ډاکتر احسان الله درمل د ادبیت په اړه وایي : کله چې دوه، ادبي او غیر ادبي متنونه چې یوه موضوع بیانوي، د دوي ترمنځه د ژبنیو توپیرونو څرګندول ادبیت دی.عمدغه ادبیت د شعریت یو مهم توکی دی.

شاعري له وخته مخکې خپله تجروبه درښکاره کوي. مګر بیان یې منطقي نه وي دا د منطق کار دی. خو د معید رشیدي په خبره چې (خیال یو اساسي حقیقت دی.) خو په بل ډول یې در ښکاره کوي.

د شاعرۍ حقیقت او جوهر وعظ نه دی. چې شاعر دې د ښه او بدو پرتلنه وکړي. شاعر ته په کار ده چې د ټولننې ننني تجروبې چې له اسراره، ډکه ده، راڅرګنده کړي. تاسې یې دغه مثالونه وګورئ:

د غوتۍ د رباط ور په وا کیدو دی

قافله د رنګ وبو درومي سبا شو

                                     (کاضم خان شیدا)

 

زړه ته جنازې د یاد یې مه را وړه ارمانه

خلک هدیرې له کوره لرې جوړ وي

                                             (حمزه بابا)

     د پورتنیو دوو بیتونو، شعریت لوړ دی. ځکه که د شیدا صیب د شعر خبرې په نثر کې وکړو، یا یې عامې محاورې ته واړو؛ نو وبه وایو چې په سهار کې غوټۍ غوړیږي. او ټوله فضا خوشبو نیولې وي. مګر شیدا صیب دا کیسه راته دا رنګ نه کوي. د شیدا د شعر هنر ژبنی توپیر دی. نور کمالونه هم لري ولې د موضوع په شومول، عادي بیان یې، غیرې عادي کړی دی. همدغه جوړښت د ژبني توپیر په واسطه را منځ ته شوی دی. همدغه بیان د شعریت بهرنۍ جوړښت دی. پخوانو خلکو به د قافلو تم ځایونو ته رباط ویل. چې د غوټۍ سره یې شباهت ورکړی دی. او بیان یې نا اشنا کړی دی.

   مګر حمزه بابا بیا عام حقیقت دومره نا اشنا کړی دي.چې یو خیالي منظرمو سترګو ته دروي. په پښتنو کې یو متل دی چې وایي : تېر په هېر حساب کړه. یاد د تېرې زمانې سره تړاو لري. څه چې تېر شوي نه وي. په (یاد) کې نه راځي. د تېر شوي حالت یادول د ساینسي تحقیق له مخې هم ښه نه دي. خو حمزه بابا یې په یوه داسې منطق راته وایي چې په استدال کې یې یو خیالي حقیقت دی. چې یو عام حقیقت یې اغیز مند کړی دی. دا ریښتیا ده چې هدیرې له کورونو لرې جوړیږي. دغه حقیقت د ولسي ادب یوه معقول او ټول منلي ژانر هم د حمزه بابا په څېر یې نه دی راباندې منلی چې یو ثابت حقیقت ولري.

دغه غیر انساني کردار ته انساني صفت ورکول دشعریت اهمه ځانګړنه ده. تاسې دغه بیتونه هم در سره وګورئ:

چې همیش لکه مجنون په صحرا ګرځې

بوی دچا دزلفو درغی شماله

                                        ( کاظم خان شیدا)

 

دادم کیسه رنګینه په شیطان شوه
په نخرو راځه اوباله په لمانځه کې

دبنګړو په شړنګ سجده شوه سندریزه
موسیقي یې کړه حلاله په لمانځه کې

                                               (استاد فضل ولي ناګار)

 

زما زړه یې کله رانیو ستا له زلفو

که هرڅو یې شانې تاوکړل مړوندونه

                                           (کاظم خان شیدا)

باڼه دې څه په بيا بيا وځمبول
لکه خمار ترې ورېده موسيقي

                                      (محمد حنیف حیران)

    شاعري دا نه ده:( چې نثر نه وي هغه شاعري ده) شاعري بل شی دی .د شاعري د هنر پیژندنه هله کیدای شي چې د حسن په نبض باندې پوی شو. د مضمون د ارایې طرز وپيزنو. ژبنی جوړښت ته یې متوجې شو. نو هر موزون کلام شعر نه شو ګڼلای. او دلته خو موږ په غزل خبره کو، نو د غزل تړل په قافیه، وزن او بحر باندې وي، ایا د غزل موقف ته، خو به زیان نه وي متوجې ؟ نه خبره د جوهر ده. خبر د غزل ویلو ده.

   شبلي د شعرد ماهیت په اړه د حسان بن ثابت (رض) د زوی پیښه راخستې: (یوه ورځ د حسان بن ثابت کوچنی زوی مچۍ چیچلی و، پلار ته په ژړا راغی ، ویې ویل چې زه یو ځناور وچیچلم. حسان ترې د ځناور نوم وپوښت. زوی یې نوم نه پیژانده. حسان بیا ترې د څهرې پوښتنه وکړه. زوی يې په ځواب کې وویل :(کانه ملتف ببردی خیره) یانې داسې ښکاریده لکه: په کرښنو څادرونو کې یې چې پېچلی وي. د مچۍ یا غومبسې په وزرونو کې رنګینې لیکې، ښکاري؛ نو ځکه یې د کرښین څادر تشبیه ورکړې. حسان سمدلاسه په ځای کې پورته وغورځیده او دومره خوښ شو، چې له ډیرې خوښۍ نه یې وویل :(والله صارا ابنی الشاعر) یانې په خدای سوګند دی چې زما زوی شاعر شو.(استعاره،تخیل اوتخلیق) ژباړه: ممتاز

حالي د شاعر کیدو لپاره دری شرطونه څرګند کړي دي:

۱: تخیل د کایناتو.

۲: د طبعیت مطالعه.

۳: د الفاظوتفحص.

   زه د قافیه وال شعر مخالفت نه کوم. حالي او شبلي دواړو د ماهیت په ندرت خبره کړې ده. زه خو غزل د ټولې شاعرۍ سرتاج کڼم. زما موخه د غزل په ماهیت او د شعر په شعریت باندې خبرې دي. د شعر موزنیت او د شعر ویل موسیقي ده. او پورته مو د شعر لیکلو څلورم علت موسیقي ښودلې ده.

    د معید رشیدي په وینا:(که چیرې شعري نظم له تخنکي لوازمو ازاد کړی شي ، نو بیا د شعریت او ښکلا تمه عبث ده، مستقیمآ د نثري مقاله ولیکئ. په نثري اقتباساتو کې به شعریت وموندل شي. خو شاعري بیا په اقتباس باندې نه کیږي. ځکه چې شاعري په مسرو کې وي او دا د شعر ویلو عمومي اصول دي.)

   دا په دې مانا، نه ده چې په شاعرۍ کې دې بهر، نه وي. که څو ک ښه غزل لیکي، نو همدغه د شاعرۍ تخنیکي لوازم دي او کارول یې د شعري جوهر لپاره اړین دی.

   زموږ مراد دا نه دي چې په تخلیقي کړنه کې دې یو چوکاټ وي او موږ دې هم، هغه په نظر کې ونیسو. زموږ اصله خبره د شاعر د ادراک تجروبه ده. چې تخلیق هنر ترې را ولاړیږي. همدا د هنرمن دنده ده.

   ددې تجروبې د اظهار لپاره که د بلاغي علومو مرسته نه وای، موږ به هیڅ وخت د شعر په نوم څه نه پیژدل. که موږ په یوه مضمون کې خیال انځور و، که فکر ترسیمو و، که انځور کاږ و، که عاطفه ښکاره کو و او یا ….. ددې ټولو لپاره بلاغي علومو ضرور اړین دي. خو که دغه مضمون د تخیل، عاطفې، فکر او احساس په واسطه، نه وي روان شوی، نو د شعر تمه ترې عبث ده.همدغه توکي د شعریت اصل دي.

خبره مې مفروضي کړنه هم نه ده ، چې لومړی دې کالب جوړ کړو او بیا دې شاعري پکې وپنځوو.او نه خو تل مفروضه په هر ځای کې دی منلو وړ وي. دا چې څو ک شاعري وي. دا اصول پکې کې راولي .

   د همدغه شي په بنیاد د یوه شاعر سبک معلومولی شو. او د سبک جوړښت د ارایې کولو په انداز پورې تړلی وي. د سبک جوړښت په مضمون باندې زیاته، اډانه نه لري. موږ که د یو چا په سبک څیړنه کو ؛ نو تر ټولو اهم ټکی پکې دارایې طرز وي. نه د مضمون جوړښت. مضامین خو هم، هغه مضامین دي چې د هر دور ځانته خواص پکې نغښتې وي.

اخلاق یو مضمون دی. ښکلا، عشق مضمونونه دي. مینه، درد، حماسه، طنز، تراژیدي، وفا… دا ټول مضامین دي. ولې ددې مضمونو نو د ارایې طرز د سبک د معلومولو، انداز را په ګوته کوي. کنه تر اوسه، ډیر ادیبان په دې یوه خوله دي چې طنز، حماسه، تراژیدي ژانرونه، نه دي. او ژانر، چوکاټ او شکل ته وایي. مثلاً غزل د چوکاټ او شکل له مخې په ژانر کې را ولو. ممکن عشق، درد، تراژیدي… د غزل د بیتونو مضمون وي. خو چې د پورتنیو بیتونو سره هم قافیه او هم وزنه وي. یا د غزل د ژانر اصول یې خپل کړي وي. غزل ورته ویلی شو.

مګر که دغه اصول، چې د غزل ژانر یې لري، پکې نه وي، مراعت شوي؛ نو غزل یې نه شو بللی. ممکن د عشق مضمون یې په یوه څلوریزه یا یې په ازاد نظم کې ارایه کړي وي. هر ژانر خپل اصول لري.

 دغه شی هم د سبک په معلومولو کې زیاته ونډه نه لري. خو اوس خبره دا ده چې د سبک معلومول په څه شي پورې اړه لري؟ چې نه په مضمون پورې زیات تړاو لري. او نه د شعر په شکل پورې. ایا دا دریېم شی، داسې کوم شی دی، چې د سبک جوړښت دې پرې وشي؟ همدا د شعریت عناصر دي.

   خبره دا ده چې دغه دوه شیان (مضمون او شکل) ټول شاعران یې لري. که همدغه د عشق مضمون د فکر، خیال، عاطفې او یا د شاعرانه احساس، په واسطه انځور شي؛ نو دغه طرز یا دغه مضمون ته چې یې حرکت ورکړی دی. همدغه شی د سبک په جوړښت کې ونډه لري. او همدغه شی د شعر شعریت دی.

   زه مین یم. دا یو مضمون دی؛ خو شاعرانه مضمون ورته نه شو ویلای. ځکه دغه مینتوب عادي خبره ده. یانې شعریت پکې نشته.

     د شاعرانه مضمون د پنځولو لویه خاصه داده چې دغه مضامین یې څه وړ ارایه کړي دي؟ دغو مضامینو ته یې کومه جامه ور اغوستې ده؟

   یانې همدغه شی د شعریت جوړښت را په ګوته کوي. د همدغه شي په بنیاد موږ د یوه شاعر د مضمون په پنځولو بحث کوو.د همدغه شی د شعر روح دی.او د شعر روح شعریت وي.

   رضا براهني په طلا یې درمس ((در شعر وشاعري)) کې لیکي چې شعر دوه شکله لري. یو یې ظاهري شکل دی چې منظور ورنه وزن، قافیه، د کلمو انډول، حرکات…دی.

   دوهم یې ذهني شکل دی. چې شعر پرې حرکت کوي. چې د تخیل، فکر، عاطفې او احساس سره، سرو کار لري. چې د پنځو حسونو په واسطه یې نه شو درک کولای. بلکې د بصیرت په مرسته یې درک کولای شو. دي! زیاتوي چې دغه ذهني شکل د شعر او شاعر محتوا نه ده ؛ بلکې ((طرز حرکت محتوا است. و ارتباطی است که اشیاء با یکدیګر در شعر پیدا میکند))

همدغه شی د د شعر انداز را معلوموي. همدغه پورتني، مضامین چې ذکر شوي دي. د دغه ذهني شکل په واسطه یې په شعر کې یې انځورو . او دغه ذهني شګل د فکر، عاطفې، تخیل او احساس په واسطه را څرګندیږي. همدغه د شعر د مضمون د ارایې طرز دی. یا د شعر داخلي شکل دی. چې دغه مضمون ته یې حرکت ورکړی دی. همدا شی شعریت دی. تاسې داستاد پسرلي دغه مضمون وګوري چې د فکر په واسطه یې ارایه کړی دی:

قدرت تر ژوند هم عارضي شی دی

ماښام ته لمر هم وګوره لویږي

                                     (استاد پسرلی)

لار دبر ختلو سرکوزي غواړي

غرونو ته چې څو نه شې خم نه خیږي

                                      (استاد پسرلی)

او یا د استاد ناګارمضمون وګوري چې څومره په عاطفې روان شوی یا یې ذهني شکل ور جوړ کړی دي:

کابلۍ شولې سر تورې ګدا ګرې

اوس دزلفو صدقه شم که خیرات شم

                                           (استاد ناګار)

تېرې شولې له ډیرې تندې ژبې د اغزو

پښې یبله لیوني زر بیا بان ته را وله

                                            (استاد ناګار)

او یا   دې مضمونو نو ته ځير شئ چې د احساس په واسطه یې شعري جوهر پکې پیدا کړی دی:

چې تا وګوري مین درباندې نه شي

هغه زړونه غونډې کانې د بیدیا دي

                                             (حضرت خوشال خان خټک)

څله مې په هر کردار نیوکه کړې

غر له عاجزۍ کندو کپر لري

                                              (محمد نواب خوښ)

او د خیال دا بیلګې هم وګوري چې مضمون یې لطیف کړی دی:

ما شراب د نرګسي سترګو نوش کړي

د خوشبو غوندې بې هوشه مې هوا وړي

                                                 (مصطفی سالک)

 

چې یوسف پکې معراج کړ شک یې مه کړه

که د ښکلیو زنخدان هغه کوهي وي

                              (حمید ماشوخیل)

پای

 

ما خخونه:

۱: نوی عربي شعر، پسرلی، اجمل، مومند خپروندویه ټولنه،جلال اباد۲۰۱۲.

۲: ستعاره، تخیل او تخلیق، معید رشیدي، ژباړن، ممتاز، عبدالجمیل،ketabton.com

۳: ښکلا مجله، شعر او د کلماتو د ټاکلو هنر، درمل، ډاکټر احسان الله،شپږم کال ،شپږمه ګڼه،۵۷مخ.

۴: قلم مجله، غضنفر،استاد اسدالله، لومړی کال، لومړی ګڼه،۲۴ مخ، ۱۳۸۵.

۵: طلا درمس (درشعروشاعري)رضا براهنی، کاویان چاپخانه ، تهران، چاپ دوم ،۱۳۴۷.

————————

د ښاغلي تنویر نورې لیکنې

15 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *