Categories

اعلان

Loading…

د کوټي له سیمیناره د حبواخندزاده ترمزاره

(بلوچستان او افغانستان ته د سفر یونلیک)

لیکوال: استاد محمدمعصوم هوتک

(۲۶)

له ښی خوا : حاجي ظاهرجان څرک،سردارمحمدراستین، محمدمعصوم هوتک، جانان مومن، احمدصمیم،حیات الله رفیقي،کاکااسدالله پوپل، شیرشاه رشاد، عبدالرسول، ېارق رشاد، سیداحمدقانع، آریا، ….

دحبواخندزاده دمقبرې پرانیستلو دغونډي یوه برخه

دحبواخندزاده دمقبرې پرانیستلو دغونډي یوه برخه

د کتوبرپردوولسمه گران ارماني د” فتاوی احمدشاهي” یو زوړ چاپ چي دډهلي په فاروقي مطبعه کي چاپ سوی وو،د کتلو لپاره راووړ. فتاوی احمدشاهي دعبدالله نومي اثردئ چي دلوی احمدشاه باباپه غوښتنه ئې کښلی دئ. دفتاوی احمدشاهي دغه چاپ ۴۴۸ مخه لري[1] اوپه همدې مخ کي ئې دکتابت یاچاپ کال ۱۳۲۲هـ ق ښودل سوی دئ. له دې چاپ سره د”دُرّمکنون” په نامه دسِیّرو یوپښتورساله هم پرحاشیه لیکل سوې اوپر۱۷۹ یم مخ پای ته رسېدلې ده. دُرّمکنون دهغي رسالې پښتوژباړه ده چي شاولی الله صاحب ( ۱۱۱۴ــ ۱۱۷۶هـق) له عربي څخه په فارسي ترجمه کړې وه اونوم ئې “سرورالمحزون” پرایښی وو. دا رساله په اصل کي” شیخ ابوالفتح محمد بن محمد المشتهر بسید الناس” په عربي ژبه کښلې وه چي نوم ئې دوه ډوله زماپه سترگه سوی دئ. یوځای مي” سرورالمحزون فرترجمة نورالعیون” اوبل ځای مي ” نورالعیون فی تلخیص سِیرالامین المأمون” لوستی دئ.شاولی الله صاحب دغه کتاب دمیرزامظهرجان جانان[2] په غوښتنه پارسي ته رااړولې وه[3]. پښتو ژباړه ئې عبدالرحیم دمرحوم قسیم گل اخونزاده زوی د۱۳۰۹ هـ ق کال د روژې پراوله دچارشنبې په ورځ په اپوزوکاکړستان کي بشپړه کړې ده[4].عبدالرحیم ځان دپېښور” د خلیلودشاهی له توابعو” څخه بولي. بل ځای ئې داستوگني ځای” قریه شاهی تپه خلیل” لیکلی دئ. دسِیّرو دغه رساله ماته مهمه ښکاره سوه اوښاغلي ارماني ته مي سپارښتنه وکړه چي ټایپ ئې کړي او که یو وخت ئې فرصت وموند، په مستقله توگه دې چاپ کاندي.

په دغه ورځ له کاناډاڅخه زما کشر ورور میرویس هوتک حال راوکړ چي ډگروال خواجه محمدخان وفات سوی اوپه ټورنټوکي ئې خاوروته سپارلی دئ. په جنازه کي ئې زمامشر زوی ذکي هوتک زموږد کورنۍ په استازیتوب گډون کړی وو. ماله کندهاره دمرحوم ډگروال مشرزوی احمدشاه ته تیلفون وکړاوتسلیت مي ورته ووایه.ډگروال خواجه محمد خان دافغانستان داردوله پخوانیوافسرانوڅخه وو اوله ډېرو کلو راهیسي په ټورنټوکي اوسېدی. مادځوانۍ له وختو پېژانداو ښې اړېکي مي ورسره درلودې. له ډېري مودې راهیسي ناروغه وو. ډېر بې ازاره او بادیانته سړی وو. خدای دې وبخښي. زموږ هم پسې لار ده.

په دغه ورځ دکندهارپه بروبازارکي چي اوس ئې (دپومبه ووبازار) بولي، دیوناما یوه ښځینه کارکوونکې ترور سوه. نه چا”ویش” پر وکړ ، نه چا” واخ”. خبرونه ئې میډیاخپاره کړل. داډول مرگونه زموږپه هیوادکي داڅلوېښت کاله کېږي، دوام لري. سر و ښکرئې نه معلومېږي چي څوک ئې کوي او ولي ئې کوي؟

پر ۱۳ مه داکتوبرزماهمصنفي اوهمزولی اشنا ښاغلی قاضي یعقوب کورته راغی. تېره ورځ موپه تیلفون کي هم خبري سره کړي وې. ښه د خوند مجلس مو وکړ. قاضي صاحب یعقوب دکابل پوهنتون د حقوقو له پوهنځي فارغه سوی دئ او څوکاله ئې په محاکموکي کارهم کړی دئ. دمهاجرت پروخت ئې په کوټه کي په تجارتي مصروفیت ځان اخته کړی وو.اوس په کندهارکي اوسي اوپرکورناست دئ.

په دغه شپه زموږکورته نزدې دپخواني گمرک پرسړک بمي چاودنه وسوه. څودقیقې دسپکووسلوډزي هم رواني وې. سهارخبرسوم چي دیوه مارکېټ مخي ته چاودنه سوې وه اوداسي ښکارېدله چي ځاني تلفات ئې نه درلودل.

بله پېښه داوه چي له دوو ورځوراهیسي دکابل ــ کندهار لویه لار دزابل

اوغزني پر حدودو بنده وه. کابل ته تگ راتگ زیاتره دالوتکوله لاري کېدی اوټکټونه ئې په سختۍ سره پیداکېدل.

ددغي ورځي په ماښام ښاغلي ارماني دعمرجان صاحبزاده ( صاحب اغا)دمسجدجامع عکسونه راته راوړل او وعده ئې وکړه چي ماته به ئې دایمېل له لاري راواستوي. خپله دغه وعده ئې پرځای هم کړه. د صاحب اغادجامع دغه نوې ودانۍ ه دې وروستیووختوکي ودانه سوې ده. داعکسونه مادخپلي یوې رسالې له پاره په کار وه چي دعمرجان صاحبزاده پرکورنۍ مي کښلې ده.

داکتوبرڅورلسمه مي پرکور تېره کړه. پرپنځلسمه راته دنس سخت دردونه پېښ سول. موږچي له خارج څخه هیوادته ولاړسو، دغه راز دردونه راته حتمي دي. معده مو په لږڅه نابلده خوړودردونه پیداکوي او دمحیطي باکټریاوو سره ئې دمعافیت ځواک بایللی وي. له کاناډا څخه چي رهي کېدلم، خپل فامیلي ډاکټر ددغه راز پېښوپېشبیني کړې وه اولازم درمل راته راکړي ول. دغه درمل مي سمدلاسه شروع کړل. اندېښنه مي زیاته ځکه وه چي په دغه ورځ غرمه حاجي ظاهرجان څرک زمادمخه ښې له پاره مېلمستیاجوړه کړې وه اوپه ماښام ئې د خپل خوریي حاجي مسعودگلالي کره مېلمه وم. په یوه ورځ دوو مېلمستیاوو راته کتل او زه ورته ناڅاپه ناروغه سوم. دخدای توکل مي وکړ اودواړومېلمستیاووته مي دتگ تیاری ونیو. حاجي ظاهرجان ډېر مېلمه پال ځوان دئ. ماته ئې اجازه کړې وه چي خپل نوراشنایان هم مېلمستیاته ورولم. ماپرخپل دوست حاجي اخترمحمدخان معلم صاحب ږغ وکړ او غرمه مي په هرات دروازه کي دده دزوی پر دوکان وعده سره وکړه. حاجي ظاهرجان په تیلفون کي راته ویلي ول چي مېلمستیادعینومېني په یوه رستورانت کي ده، خو داخبره ئې پرما باندي بېله سوې نه وه اومافکرکاوه چي دده په کورکي مېلمانه یو. خیر، څوک چي زوړ سي، داخبري نو ورسره تړلي دي. غرمه زه اوحاجي اخترمحمدخان معلم صاحب دحاجي ظاهرجان کورته چي په نوي ښار کي وو، ورغلو. موټردمعلم صاحب زوی محمودجان چلاوه. کورته ورسېدو. دروازه مو وروټکوله. دوهم وار، دریم وار، څلرم وار ښه په زوره. دهاخواهیڅ ږغ نسته. یوگړی په موټرکي معطله سوو چي گوندي نورمېلمانه راښکاره سي. سړه سنا او چپه چوپتیاده. په دغه وخت کي د ماپښین دلمانځه وخت سو. دکوڅې مسجدته ولاړو. لمونځ موپه جماعت اداکړ. بیرته د کور دروازې ته راغلو. دروازه مو څو واره بیا وټکوله، هیچاجواب رانه کړ. وروسته موحاجي ظاهرجان ته تیلفون وکړ چي موږدکورپه دروازه ولاړیو، تاسي چیري یاست؟ دی له خندا شین سو او راته وېویل چي موږخوپه عینومېنه کي یو او ماخوپرون واضح درته وویل چي د مېلمستیاځای عینومېنه ده. ټول مېلمانه تاسي ته منتظردي.آبس تاته دي خدای نېکه ورځ درکي، پر محمودجان موږغ وکئ چي وروره! پر موټانو تو که ،چي وس دي کېږي ژرمو ور ورسوه. ده ته دي خدای خیرورکي، دچاخبره دسترگوپه رپ کي ئې لس پنځلس کیلومتره لار ووهله او رستورانت ته ئې ورسولو. چي گورو دکندهار زیاتره فرهنگیان سره راغونډ دي. دغه رستورانت د(دوبۍ باربکیو) په نامه یادېږي. ښه عصري ځای دئ. استادرفیقي صاحب،صمیم صاحب، دحبیبي کتاب پلورنځي څښتن حاجي احمدصاحب، ډاکټرطارق رشاد او وروڼه ئې، حاجي کاکااسدالله، جانان مومن، خلیل جان سروري، ارماني اونورډېری ځوانان راغونډ سوي ول. ښه مکلفه ډوډۍ ئې کړې وه. ترډوډۍ خوړلو وروسته ئې ښاغلي عطامحمدبیاباني ته بلنه ورکړه چي خپل طنزیه اشعار ووایي.بیاباني محلي شاعردئ او د ” بیاباني دي تخنوي” په نامه داشعارویوه مجموعه ئې چاپ سوې هم ده. بیاباني مجلس پخپلو اشعارو ښه گرم کړ. دمجلس په پای کي حاجي ظاهرجان ماته د۱۳۱۱ش کال کالنۍ (سالنامه) او یوه لونگۍ په سوغات کي راکړه. بیاباني صاحب دخپلواشعارومجموعه راکړه. دمخه ښې دود هم

پرځای سو. یادگاري عکسونه مو واخیستل.

[1] په پښتوپانگه دوهم ټوک ۶۷۳مخ کي ئې د(فتاوای احمدشاهي) ټول مخونه ۴۴۹ بللي دي.

[2] شمس الدین حبیب الله مشهورپه مظهرجان جانان په هندوستان کي ددولسمي هجري سدۍ لوی محدث او نقشبندیه صوفي تېرسوی دئ.

[3] وگ : دسِیّرو دهمدې رسالې ۱۷۸ مخ. ددرمکنون یادونه په پښتوپانگه دوهم ټوک ۵۱۹ مخ کي راغلې ده او همدې چاپ ته ئې اشاره کړې ده.

[4] په پښتوپانگه کي دفتاوای احمدشاهي خپروونکی” مولوی عبدالرحیم” ښوول سوی دئ چي غالباً به همداسړی وي.

31 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *