Categories

اعلان

Loading…

لنډۍ د شخص مال، که د خلکو مال؟ / پوهندوی آصف بهاند

۲

لنډۍ او د لنډیو د ثبتولو ستنونزه

اولسمه برخه

استاد اعظم سیستاني هم د لایق د نظر په څیر همداسې ګڼي چې د لنډیو ډیره برخه د ښځینوو له خوا تخلیق شوې دي. استاد اعظم سیستانی د « لنډيھای پښتو، مولود ذھن زنان پښتون» تر سر لیک لاندې د پښتو لنډیو په یوه بحث کې داسې ویلي دي:

« لندۍ ھا، تک بيت ھای فولکلوريک ومردمی اند که گويندۀ اصلی آنھا معلوم و شناخته نيست، اما جزئی از ادبيات شفاھی مردمان پشتو زبان است که در سراسر افغانستان و بيشتر دردو سوی خط ديورند زندگی ميکنند . ھيچکس نميداند که لندی ھا در چه زمانی و توسط چه اشخاصی سروده شده اند، اما از آنجا که مخاطب اکثريت لنديھا، مردان نامزد دار يا زن دار اند که به مسافرت رفته اند و زمان بازگشت شان معلوم نيست و يا جوانان مورد نظر دخترانی اند که برای ديدار برسرچشمه آب به آنھا پيغام داده ميشود، در ھرحال، دراغلب لنديھا سوز وگوداز فراق يار و معشوق مردانه بچشم ميخورد، بنابرين تصور ميکنم که بايد گويندۀ اکثريت لنديھا، زنان و دختران دم پخت و محروم از لذت جنس مخالف و امکانات ديدار بامرد مورد علاقه شان باشند و اين دور از واقعيت زندگی روستائی جامعۀ پشتوزبان نيست. »

د دې تر څنګ په ځینو بیخي تازه لیکنو کې د دې نظر پلوي شوې چې ډیره سلنه پښتو لنډۍ د ښخو له خوا تخلیق شوې دي. د ۲۰۱۵ کال د دسمبر په دیرشمه ښاغلي زهیر شینواري په یوه فیسبوکي پوست کې له همدې موضوع سره اړوند په ټینګار ولیکل چې ډیره سلنه پښتو لنډۍ د ښځو د ‌ذهن محصول دي. دا د زهیر شینواري د لیکلي نظر بشپړ متن دی:

«په لنډيو كى د ښځو ونډه !

لنډۍ د پښتو د ولسي ادب يوه بې سارې بډايه پانګه ده . زموږ د ټولنې دژوند او ايډيا هيڅ خوا نه شته چې په لنډيو کې يې انعکاس نه وي ميندلی .مينه ، ښکلا ، وصال ، بيلتون خوښي ، خواشيني ، تيری ، عدالت ، سر ښندنه ، وطن پالنه او هر ډول رزمي او بزمي ايډيا په لنډيو کې ځای شوې ده .

د پښتوپه ولسي ادب کې عموما او په لنډيو کې خصوصا د ښځو ونډه ډيره زياته ده .همدغه لنډۍ دي چې په ويرونو ، ودونو، د غم اوخوښيوپه وختونو کې يې وايي»

سره له دې چې په پښتني ټولنه کې د ښځو د محرومیت په برخه کې د جهاني استدلال د پښتني ټولنې له عیني واقعیتونو سره اړخ لګوي، هلته په عیني ډول لیدل شوي او لیدل کیږي چې ښځه محکومه او له ډیرو لومړنیو حقوقو محرمومه (بې برخې)ده، خو دومره به هم واقعیت نه وي چې ډ پښتو ژبې ټولې هغه لنډۍ چې ښخینه وو ته منسوبې دي، نارینه به ور ته ناست وي او ځان به یې د یوې ښځې او پیغلې په رول او قالب ک اچولی وي او د هغو له فکر، د هغو له روان او د هغوی له آدرسه به د هغوی دردونه په هنري ژبه داسې بیانوي چې هیڅ څوک به فکر هم نه شي کولای چې دا ښخینه لنډۍ پرته له ښځې بل چا تخلیق کړې ده.

۳ــ د لنډیو لرغونوالی څومره چې فولکلور څیړنکو ښودلی دی، دا مستند نه دی:

څنګه چې جهاني د لنډیو د ډیرې سلنې د تخلیق په برخه د ښځینه وو پر رول شک ښودلی دی، دغسې یې د لنډیو تاریخي قدامت ته هم د شک په سترګه کتلي دي. په دې برخه کې یې د استاد حبیب الله رفیع هغه نظر ته د شک په سترګه کتلي دي چې هغه د لنډیو تاریخ په اټکلي ډول څلور نیم یا پنځه زره کاله پخوا ښوولی دی. جهاني وايي چې که څوک دومره لویه ادعا کوي، د هغو زمانو خو کم له کمه شل، پنځوس یا سل لنډۍ چې د هغو زمانو د ځینو پیښو انعکاس په کې وي، ولرو. جهاني لیکلي دي:

«محترم حبیب الله رفیع د ځوان ژور نالیسټ او شاعر محمد هارون حکیمي سره په خپله یوه مرکه کي ویلي دي چي لنډۍ له څلور نیم زرو څخه تر پنځو زرو کالو پوري عمر لري. البته د دونه یوې لویی ادعا د اثبات لپاره موږ یوازي پر تاریخي اټکلونو او قیاسونو باندي تکیه نه سو کولای، بلکه ډیرو اسنادو او شواهدو او د لنډیو ډیر زیات شمیر مثالونوته ضرورت لرو. له دومره پخوانیو زمانو څخه تر اوسه پوري د پښتنو د ژوند په هره برخه کي دومره ژور تغیرات راغلي دي چي کتابونه ورباندي لیکل سوي او لا ورباندي لیکل کیدلای سي. په دې پنځه زره کلونو کي پښتنو زر ځله داخلي او خارجي جنګونه کړي دي. د هستوګني ځایونه، ښارونه او سیمي یې بدلي کړي دي، مذهبونه یې بدل کړي دي او د ژوند داسي ساحه یې نسته چي په هغې کي دي ژور او د پام وړ تغیرات راغلي نه وي. دا امکان نه لري چي دومره لویو او ژورو تحولاتو دي د پښتنو په اصیل فوکلور کي انعکاس نه وای کړی. خو که موږ په زرهاوو لنډۍ تر نظر تیري کړو نو موږ به د شکل له مخي هیڅ تغیر پکښی ونه وینو او د متن له مخي به له ډیر لږ تغیر سره مخامخ سو. د دې خبري معنی به داوي چي له دوو دریو سوو کالو څخه مخکي ټولي لنډۍ ټولي هیري سوي او د وروستیو پیړیو لنډۍ په میراث راپاته دي. د دې خبري احتمال ډیر کم دی او که داسي پیښه سوې وي نو بیا موږ په کوم استناد د لنډیو د پنځه زره کلن عمر ادعا کولای سو. زه دا نه وایم چي لنډۍ به زیات عمر نه لري خو کله چي موږ د کلونو، او دومره زیاتو کلونو، خبره کوو نو باید چي لږترلږه شل او حتی سل یا څو سوه مثالونه خو ولرو.»

د جهاني صاحب د دې استدلال په برخه کې باید و ویل شي چې: سمه ده چې د اوس له پاره داسې لنډې په ذهن او کاغذ کې په لیکلې بڼه نه لرو چې د څلور یا څلور نیم زره کلونو پخوانۍ زمانې پيښې، خبرې او اسناد په کې وي، دلیل به یې هم همدا وښودل شي چې په هغه وخت کې د ثبت او لیکلو وسایل او د را پاتې کیدو اسباب او وسایل به پښتنو نه لرل او ټولنیز او عملي ژوند کې به یې داسې څه نه وو چې له هغو نه په استفادې سره دې د هغه وخت افکار چې په لنډیو کې منعکس شوي وو، داسې خوندي کړي چې د تکنالوژۍ تر دې زمانې پورې را رسیدلي وای، او بیا دا د څلور نیم زره کاله لرغونتوب خو لکه د نورو ټولنو او نورو خلکو ځينې اسناد پر اټکل استواره دي.

د لنډیو د لرغونوالي په باب استاد اسدالله غضنفر د یوې مقالې د لیکلو په ترڅ کې د ښاغلي پیر محمد کاروان او استاد شپون نظریات را اخیستي دي.

هلته ښاغلي کاروان «لنډۍ زموږ د ارواګانو همځولې» بللې او شپون صاحب بیا د لنډیو د غني ژانر او شتمنۍ په باب د یو بهرني نظر را اخیستی دی. او بیا ښاغلي غضنفر د یوه اوږده بحث په ترڅ کې د لنډیو د تل پاتې کیدو او کشش د راز په باب خبرې کړي او د لنډیو په باب یې خپل نظریات هم ورسره مل کړي دي. د دې مقالې په یوه برخه کې استاد اسدالله غضنفر داسې ویلي دي:

«ما د ۱۳۸۶ کال په جوزا کې د لنډیو په باره کې له استاد شپون او کاروان صاحب سره مرکه لرله. کاروان صاحب لنډۍ زموږ د ارواګانو همځولې وبللې چې ډېر خوند یې راکړ. استاد شپون هم د لنډیو په باب د لنډیو غوندې خوږې خبرې وکړې. استاد د شلمې پېړۍ د مشهور ژبپوه یوه خاطره بیان کړه:« زه له مارګن سټرن سره تګاب ته تللی وم. ده اووه څلوېښت ژبې زده وې، یوازې یې د پښتو اووه لهجې یادې وې. دی هغه وخت اتیا کلن و. غره ته یې وکتل، ویې ویل:

 په لویو غرو د خدای نظر دی

 په سر یې واورې وروي چاپېر ګلونه

او بیا یې مونږ ته وویل:« که افغانستان تکه تکه شي، که یې غرونه ونړېږي او سیندونه یې وچ شي او پښتانه ټول محوه شي خو لنډۍ به پاتې وي ، له دغو لنډیو به بېرته پښتانه را زرغونېږي او بېرته به افغانستان جوړ شي.»

 ګڼ پښتانه د لنډیو په باب د استاد شپون او کاروان صاحب په احساس کې شریک دي …»

له دې نه ښکاري چې د لنډیو لرغونوالی ډیر پخوانی دی چې د زمانې په تیریدو او د نه ثبتیدو په وجه ډیرې لنډۍ چې د پخوانیو زمانو د پیښو اسنا د او شاهدي په کې خوندي وي، تیرې او هیرې شوې دي.

۴ــ هر څوک کولای شي چې لنډۍ په خپل نامه ثبت کړي:

د لنډیو په باب د جهاني په نظریاتو کې تر ټولو نوی، د پام وړ او د بحث وړ نظر دا دی چې دی وايي چې هر څوک کولای شي لنډۍ و وايي، په خپل نامه یې ثبت کړی، څو په دې ډول د لنډیو ویلو او لیکلو یو رقابت رامنځ ته شي.

دی داسې استدلال کوي چې پخوانیو خلکو سواد نه درلود، لنډۍ یې په خپل نامه نه شوې ثبتولای او لنډۍ سینه په سینه تر نورو نسلونو پورې لیږدول کیدې. دی وايي چې هغه کسان چې وايي چې لنډۍ دې د شخص په نامه نه ثبتیږي، دا یو نا پوهیدنه یا غلط فهمي ده چې که د لنډۍ شاعر مالوم نه وي، ارزښت به یې لا ډیر وي.جهاني د خپل بحث په یوه ځای کې داسې لیکلي دي:

«ځیني څیړونکي بیا په دې عقیده دي چي اوس هم شاعران کولای سي چي لنډۍ جوړي کړي او ویې لیکي، خو په دې شرط چي لنډۍ به په خپلو نومونو نه ثبتوي. د دې عقیدې او نظر اساس هغه غلط فهمي ده چي ګواکي د لنډیو ارزښت په دې کي دی چي شاعران او ویونکي یې څرګند نه دي. په داسي حال کي چي د داسي په زرګونو لنډیو ویونکي څرګند نه دي چي دومره له هنري ارزښت څخه بې برخي دي چي نه پر کاغذ باندي په لیکلو او نه ذهن ته په سپارلو ارزي. دا چي زړې لنډۍ موږ ته سینه پر سینه را رسیدلي دي، علت یې دا دی چي زموږ اولسونو سواد نه درلود؛ لنډۍ یې لیکلای نه سوای او چا په خپلو نومونو د لنډیو د ثبتولو کمال نه درلود. ځکه نو لنډۍ نه لیکل سوي وې او نه یې شاعران څرګند وه. خو که چیري یو شاعر د سل ګونو او زرګونو ښو لنډیو د لیکلو استعداد ولري، موږ څرنګه هغه په خپل کلام او کمال د فخر کولو له حق څخه محرومولای سو؟ پخوا چي لنډۍ لیکلي سوې نه وې خو چا لیکلای نه سوای؛ اوس چي یې لیکلای سي پریږدی چي په خپلونومونو یې ثبت کړي او د رقابت په میدان کي ښې، ښکلي او غښتلي لنډۍ ایجاد سي. یعني د لنډیو د اصیل والي او سوچه والي اساس دا نه دی چي لیکل سوي نه دي او اولسونو سینه پر سینه نقل کړي دي بلکه خبره د لنډیو په ښایست، موضوع، متانت او تاثیر کي ده. که یوه لنډۍ ښایسته، سوچه او متینه وي؛ که یې شاعر معلوم وي او که نه وي اولسونه به یې حتما خوښوي، سینو ته به یې سپاري، له یوې حوزې څخه به یې بلي ته نقلوي او خپل ګډ مال به یې بولي او د شاعر له مړیني څخه سل کلونه وروسته به له اولس سره اوسیږي.‎»

که د لنډیو د ثبتولو د بیلابیلو ستونزو په لړ کې د جهاني صاحب دا نظر ومنل شي چې هر څوک هر ډول لنډۍ کولای شي په خپل نامه ثبت کړي، دا پو ښتنه به د ځینو فولکلوریستانو او څیړونکو له خوا مطرح شي چې مثلآ همدا نن څوک یوه لنډۍ په داسې تورو او مضمون ثبتوي چې ښايي پخوا به په عین تورو او عین مضمون لیکل شوې او ثبت شوې وي، هغه بیا څنګه کیږي او دا مسآله به څنګه کیږي چې فولکلور د اولس مال دی او لنډۍ هم د فولکلور یوه برخه ده، څنګه کیدای شي چې د خلکو مال دې د یوه شخص په نامه ثبت شي؟

نور بیا

——————–

تېرې برخې

16 total views, 2 views today

1 comment

  1. شاهین افغان Reply

    ناری وهم غږ راته نکړی
    بیا به جهان راپسی ګوری نه به یمه

    په دنیا ښه راسره وکړه
    په آخرت کی د هرچا ګوښی کورونه
    قلم ته ګوتی په ژړا شوی
    خط به باقی وی ګوتی به توری خاوری شینه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *