Categories

اعلان

Loading…

که زه یې له دې امله ووېستم چې مسلمان یم زه په دې فخر کوم، ارش سېنګ

تاند – نن د متحده ایالاتو د جمهوري ریاست د را روانو انتخاباتو له پاره د جمهوري غوښتونکیو د یوه جنجالي نوماند ډونالډ ټرمپ پلویانو یوسک کامیډین آرش سینګ له خپلې غونډې څخه په زور واېست.

آرش سینګ سره د سکانو پګړۍ وهلې وه او په غونډه کې له یوه بل امریکایي سره له داسې یوه بېنر سره ورګډ شوی وو چې پرې لیکلي وو چې «کرکه بس کړئ».‌ ګډوډي هغه وخت جوړه شوه چې ټرمپ د سپتمبر د ۱۱مې د پېښې کیسه شروع کړه او په دې یې خبرې کولې چې په پنټاګون باندې څنګه حمله وشوه چې په دغه وخت کې آرش سېنګ او ملګري یې خپل بینر پورته کړ او چیغې یې کړې چې کرکه بس کړئ، کرکه بس کړئ.‌

ټرمپ او پلویانو یې په آرش سېنګ باندې د مسلمان ګومان وکړ او فکر یې وکړ چې آرش او ملګري یې د مسلمانانو په دفاع کې چې ډونالډ ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې یو هدف جوړ کړی دی په غونډه ورګډ شوي دي.‌ کله چې آرش سېنګ له غونډې څخه واېستل شو ټرمپ وویل، «ده هماغسې خولۍ نه وه په سر کړې؟ زه فکر کوم چې په سر کړې یې وه.» ټرمپ هم په سک باندې د مسلمان ګومان وکړ.

02

د برتانیا ډیلي میل ورځپاڼې سره د خبرو کولو پر وخت سېنګ وویل چې، ټرمپ «ماشومانه چلند کوي» او یا دا چې د داسې زړو خلکو په څېر چلند کوي چې کنټرول یې له لاسه ورکړی وي.‌ نوموړي وویل،‌ «زه له مسلمانانو سره ولاړ یم،‌ او تر هغه وخته به ورسره ولاړ یم څو چې د هغوی په وړاندې کرکه ودرول شي.‌»

سېنګ ومنله چې د ټرمپ غونډه یې اخلال کړې ده او دا یې مدني حق دی چې خپل اواز پورته کړي،‌ او دا چې د ډونالډ ټرمپ په را روانه انتخاباتي غونډه کې به بیا هم برخه واخلي.‌

د ډونالډ ټرمپ نننۍ غونډه په آیووا ایالت کې په موسکتین لېسه کې ترسره کېدله چې ګډوډي په کې جوړه شوه.‌

د جمهوري غوښتونکیو د ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلې انتخاباتي مبارزې له پیل راهیسې د مسلمانانو پرضد تونده لهجه کاروي او وایي چې د متحده ایالاتو دروازې باید د مسلمانانو پرمخ وتړل شي څو ترهګر امریکا ته لاره ونه مومي.‌

654 total views, 1 views today

7 comments

  1. h.s.z. Reply

    Salamoonah;

    Yara, la zino americ-o-a`rabano bosolmanano na kho Arash Singh ham mosulmanano ta ghanimat waxatiy!.

    Arab sheykhan pregdiy che d yawe yahoodey Hollywoodiy cienama actresse ta 5 laka dollar pa 20 minetta zina sara verkrri!. aw ya ttoly sermaya aw zermaya yi d amirkonyano Banks ki achawly…

    F`atebiruu ya ol-el- Absaar!

  2. انسان Reply

    ایا یو مسملمان به دیو سک دومره ملاتړ وکړی؟ افسوس

  3. سیف الله منصور Reply

    انسان صیب؛
    دین اسلام دهر انسان درناوی کوي

    1. Mohibullah sahak Reply

      Bilkul.saif Ullah mansoor

  4. لالا ، بټنوال Reply

    د سنګ شعار يو انساني او بشري رنګ لري چې باید دنړۍ زبر ځواک د کينې اونفرت پرځای دخپلو خلکو په زړونو کې د مينې تخم وکري ( سردار سنګ ، ستا بلادې دنفرتونوپه لارښود ، ټرمپ ولګي اوبيا په بیغيرته شیخانو ) ستا زړورتيا اوفخرکولوته سلام

  5. انسان Reply

    @سیف الله منصور …فکر کوم چی په دی باره کی دی غلم کم دی ..او که زه غلط یم نو بیا مهربانی وکړه لږ رڼا پری واچوه

  6. الفت الله صمىم Reply

    دامرىکا دولت عمل اود ډونالدټرمپ پالىىس نه ىوازى داسلام ضددى بلکه دبشرى حقونو ،ولسواکى ،اوټولو انسانى نورمونو اوحتى دهغو ارزښتونو ضددى چه دامدرىکادولت ىى ادعا کوى زما په اند امرىکا ىواشغالګر امپرىالىستى دولت دى چه د بشرى حقونواودموکراسى ترنقاب لاندى اسلامى ضداواستعمارى سىاستونه عملى کوى ،ى

Leave a Reply to الفت الله صمىم Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2