Categories

اعلان

Loading…

په افغانستان کې د تاریخ له تکراره ویره!!/ محمد عارف رسولي

سریزه

د دې لنډې لیکنې موخه داده چې که ممکنه وي یو بحث رامنځته شي او ټولو افغانانو ته او په تیره بیا هغو کسانو ته چې د سولې د نقشې په جوړولو او د سولې په ممکنه خبرو له دواړو خواوو ښکیل دي ورپه یاد کړو چې د خپل تاریخ تیرو درسونو او تجربو ته وګوري، مطالعه یې کړي، ویې ارزوي، ورڅخه زده کړه وکړي او کار ورڅخه واخلي. اړینه بولم چې زموږ دواړه دواړه افغاني خواوې د هیواد له اهل نظر کسانو او وتلو مورخانو سره مشوره وکړي، د ښکیلو بهرنیو کړیو په دلچسپیو ځان سم پوه کړي او پرمخ ولاړ شي. د خپلو ګروپي او ځاني ګټو په ځای دهیواد اوږدمهاله او ملي ګټې په نظر کې وساتي. انشا الله تعالی دا د وطن، خلکو او هرې ډلې په ګټه ده.

د افغانستان د اړونده حالاتو یو شالید

که زموږ له بحرانونو ډک تاریخ او اوسني ستونزمن حالت ته ښه ځیر شو د افغانانو یوه ستره ستونزه داده چې موږ خپل تاریخ، تیرې تجربې، ماتې او بریاوېې هیڅ نه ارزوو او نه ورڅخه درس اخلو. د افغانانو په هکله ویل کیږي چې په جنګونو کې ښه دي خو په سیاست کې یې مزه نشته. لامل یې دا کیدای شي چې دا کار مجربو او ژمنو سیاستوالو، کارپوهانو، شنونکو او تاریخ پوهانو او دهغوي ترمنځ نژدې همکاریو ته اړتیا لري چې موږ یې کم لرو. که څه کسان لرو هم خو هغوي په ملي مسئلو کې یو بل ته سم لاس نه ورکوي او په بیځایه کشمکشونو کې اړم دی. نه د اړوندو شته کارپوهانو کوم انجمن شته، نه د سیمه ایزو ستراتيژیکو مطالعاتو غوره مرکزونه درک لري. موږ اړونده د فکر مرکزونه یا (Think Tanks)، د بحث کولو او غوږ نیولو او لاس ورکولو کلتور، د لوایحو او مقرراتو شتون او ورباندې د عمل کولو کلتور نلرو ځکه هغه په پرمختللو دولتي او ملي نهادونو کې د زمانې په تیریدو سره، په کراره کراره رامنځته کیږي او هغه په موږ کې نشته.

دا څه د حیرانتیا ځای نه دی. افغانستان چې هرڅه لرل د شخړو، د ثبات او حکومتولۍ د شریدو له کبله له منځه تللي دي. دا پورته شرایط یوازې او یوازې هغه وخت رامنځته کیږي چې د ملک نظام له اړین ثبات او دوام څخه برخمن وي، ورته اړین بستر او شرایط رامنځته شي او ملک داسې کدرونه او ملي مشران هم ولري چې د دې شرایطو لپاره نه ستړې کیدونکې هڅې، مدیریت او رهبري وکړي.

زموږ ډېر خلک نه پوهیږي چې که په ملک کې د نظام تداوم نه وي هیڅ ډول ایدیولوژي نشي بریالۍ کیدی. که د خپل ملک حالاتو او د څو لسیزو حوادثو ته که ښه ځیر شو په دې بیخي یقین کولای شو. نو اړینه ده چې ټولې خواوې په ملک کې د نظام د دوام او په هغه کې د اصلاحاتو په هکله سره یوه خوله شو. که داسې نه وي نو د سم او د خپلې خوښې نظام جوړول خو لا پریږده چې د ملک بقا به مو هم ترسوال لاندې راشي.

د افغانستان په هکله د ژینوا د سولې خبرې او تړون

په افغانستان کې د روسانو د اشغال په وخت کې داسې شرایط راغلل چې سولې ته د رسیدو لپاره د ملل متحد تر چتر لاندې د سولې په خبرو ټینګار کیده. په هغه وخت کې د غیر مستقیمو او یا شا په شا خبرو اصطلاح رامنځته شوه. زما د پاره چې له لیرې مې ورته کتل د شا په شا خبرو اصطلاح نوې خو د خندا وړ وه. په شا په شا خبرو کې د نورو ملکونو لکه د روسانو، امریکایانو، پاکستانیانو او د افغانستان د دولت د نمایندګانو ترمنځ د افغانستان د سولې په مکانیزم خبرې کیدې او د خبرو پایلې بیا پاکستان له افغاني تنظیمونو سره شریکولې. دا خبرې په د سویس د هیواد د ژینوا په ښار کې د ملل متحد تر چتر لاندې کیدې او د ژینوا د خبرو په نامه یادیدې او د رسانو د وتو او په افغانستان کې د یوه موقت حکومت د رامنځته کیدو په هکله چې کومه موافقه هم رامنځته شوه د ژینوا د موافقې (Geneva Accords) په نامه یاده شوه.

د دې موافقې ضمانت کوونکي روسان او امریکایان ول لکه چې په اوسنیو مذکراتو کې امریکایان او چینایان دي. ما هغه وخت په یوه مرستندویه موسسه کې کار کاوه پخپلو سترګو مې د هغې موافقې ماتیدل او نقض هره ورځ لیدل خو یوې ضمانت کوونکې خوا هم غوږ نه ګراوه او یوازې کله کله به یې کومه اعتراضیه اعلامیه خپروله. ځکه په هغه وخت کې د دواړو ضمانت کوونکو په مخ کې نورې نړیوالې او د خپلو ملي ګټو مسئلې پرتې وي چې زموږ تر قضیې ډېرې ورته مهمې وې او هم دې تضمین کوونکو زموږ له قضیې سره هغه لمړنۍ مینه نلرله. اوس کله چې زموږ ځینې شنونکي د اوسنیو تضمین کوونکو د شتون په هکله خوشالي ښکاره کوي ماته هغه تیر وخت رایاد شي.

د دې تړون ډېره بده خبره دا وه چې د مذاکراتو، د سولې د شرایطو، د حکومت د جوړیدو او زموږ ټولو نورو ملي مسئلو واک پردو ترلاسه کړی و، موږ په حقیقت کې نه ورباندې کنترول درلود او نه ورباندې سم پوهیدو. زموږ دواړه خواوې په لنډ مهاله، کم ارزښته تاکتیکي شیانو خوښ ول او ستراتیژیکي او اوږدمهاله د ملي ګټې یې له لاسه ورکولې.

په هغه وخت کې لمړۍ خو دواړه خواوو داسې انګیرله چې هسې هغوی بریالي کیږي نو د خبرو اړتیا یې نه لیده، د کابل رژیم په روسانو او مجاهدینو په نورو نړیوالو مرستو تکیه کوله. هریوه ځان په حقه باله او بله خوایې د نورو ګوډاګیان بلل. وروسته بیا شرایط بدل شول. د کابل دولت د سقوط په درشل کې شو او د خبرو وړاندیزونه یې کول. د ملل متحد په مرسته د یوه موقت دولت طرحه چې کیدای شوی افغانستان یې له بحرانه ژغورلی وای رد شوه ځکه ځینو فکر کاوه چې ټول قدرت او یا یې ښه غوښنه برخه خپلولای شي.

تاریخ ښودلې کله چې جګړه هرڅومره هم د کوم پاک مرام لکه د هیواد استقلال لپاره وي خو چې اوږدیږي په فتنه بدلیږي، مافیایي کړۍ پکې رامخته کیږي، د ملک اقتصاد جنګي بڼه مومي او شخړه قومي بڼه غوره کوي. کله چې د قدرت تمه زیاته شي بې تجربې او یا غرض لرونکي خلک غواړي په واک خیټه واچوي او تیر پاک ارمانونه هیر کړي. که دسولې خبرې هم کیږي د بهرنیایو په واسطه کنترولیږی. په اتیایمه او نوی یمه لسیزو کې همدا کار په افغانستان کې وشو. جګړه اوږده شوه، قومي شوه، سمتي شوه، د سولې او د شخړې د ختمولو چانس د نورو په مفاداتو پورې وتړل شو او د افغانانو یوازې وینې توییدې او سیمه ایز اهداف د نورو پالل کیدل.

د دې پروسې پایله دا شوه چې د مجاهدینو ځینو ډلو د ملل متحد تر اشراف لاندې موافقه رد کړه، موقته جوړیدونکې اداره یې ونه منله. د دې په پایله کې موږ ولیدل چې یو غلط او ورانونکی فورمول د پښاور په ګورنر هاوس کې تصویب او پلی شو او د لانورو شخړو زمینه یې برابره کړه. که څه هم پاکستان د ژینوا د تړون په اساس ژمن و چې د ملل متحد تر اشراف لاندې به په کابل کې موقته اداره مني خو خپله ګټه یې پکې ونه لیده او د ګورنر هاوس په پریکړه یې مات او فسخه کړ. ویلای شو چې زموږ د ملک د نوي دور ستونزې له دې بدنامې موافقې راپیل شوې خو په خواشینۍ سره تر اوسه مورخینو او لیکوالانو کمه پاملرنه ورته کړې ده. که د بهرنیو ښکیلو خواوو دهغه وخت اخري پریکړو ته وګورو راښیي چې چا د چا سره په رښتیا مرسته کوله او ولې.

د سولې اوسنۍ خبرې

زه چې د افغانستان د سولې اوسنیو خبرو ته ګورم د څه توپیرونو سره هغه د ژینوا د سولې خبرو ته ورته راته ښکاري او ویره لرم چې خدای مکړه له بارانه به مو پورته کړي او ناوې ته به مو کینوي. ویریږم چې د اوسنیو خبرو په پروسه کې هغه د ژینوا د خبرو تاریخ بیا تکرار نشي. که څه هم هغو د روسانو وتو ته لاره هواره کړه خو سوله یې رانه وسته او شخړه لا نوره هم پیچلې شوه. په هغه وخت کې بیځایه شرطونه ایښودل کیدل، هرچا ځان بریالی باله، سل په سلو کې یې د خپلې ډلې او یا د خپل نظر سره سم حکومت غوښته. هغوي نه پوهیدل چې که دا ټول قدرت دوی ته هم ورکړل شي نو په تش لاس، شړیدلو نهادونو، خالي خزانې او په ډېره لږه بشري وړتیا په هغه وران افغانستان چې د نورو هیوادونو نفوذ پکې خورا زیات شوی و د یوې ډلې د خوښې نظام ممکن نه دی او یوازې هغوي دا ملک نشي اداره کیدای. وروستیو حوادثو د ښه ثابته کړه.

که څه هم موږ د سولې خبرو ته باید ښه راغلاست ووایو، په ښه شګون یې ونیسو او داسې یو خوځښت رامنځته کړو چې د سولې په ردوونکو فشار واچول شی، که دا په هره خوا کې وي. خو دا هم اړینه بولم چې دواړه افغاني خواوې له تیرو ترخو خاطرو او تیر تاریخه هم باید زده کړه وکړي. ویره شته چې غلیم ډېرمکار دی، موږ ډېر ساده او تل په وړو تاکتیکي، ګروهي او ځاني خبرو کې راګیر یو او که سم فکر ونکړو خدای مکړه ستر تاوان به وکړو.

کله به چې د نورو ملکونو نمایندګانو د افغانستان په قضیه او په سوله خبرې کولې، پریکړې به یې بیا له دواړو افغاني لوریو سره شریکولې. د کابل دولت د ملل متحد له لارې د پاکستان سره غیر مستقیمې خبرې کولې ځکه هغه وخت پاکستان د افغانستان دولت په رسمیت نه پیژانده. افغانانو داسې ورزیده او کارکشته سیاستوال یا نه درلودل او یا چا غوږ نه ورته نیوه چې په دې له سره ورانه پروسه او انجام یې پوه کړي. د مجاهدینو ډلو خیال کاوه چې نن دی که سبا وزارتونه او ریاستونه به وررسیږي او ارمانونه به یې پوره شي خو تر لنډ وخت وروسته خپل منځي شخړې پیل شوې، د ډلو تر منځ ایتلافونه وشول، بیا ړنګ شول، پاته ملک او شته نهادونه وشړیدل. ملي اردو هسې په نامه پاته و، ډېر سیاسي شوی وو، زیاتو کودتاګانو په قومي او سمتي لارو ویشلی و، او په پای کې یې مسئله لا نوره پیچلې کړه.

د دې لاملونه به ډېر وي خو که سړی وګوري ځینې څرګند هغه یې دادي چې اوږدو جنګونو، حزبي او ګوندي سیاستونو، افراط او تقریطو د بهرنیانو دسیسو او تذویرونو په کابل او د مجاهدینو په تنظیمونو او ډلو کې دا مجال له منځه وړی و چې د ملک بیطرفه، تجربه لرونکي نخبه سیاستوال، په نړیوالو اړیکو کې مجرب کارپوهان، د سیاسي مذاکراتو مدیریت کوونکي او په ملت کې د همغږۍ رامنځته کوونکي له ځان سره وساتي. دواړه خواوې، او په دواړو خواوو کې ډلې او ټپلې چې له افراط، تفریط، ځان غوښتنې، میم زرما ټول د ما په فکر کې ول او داسې خام فکر یې کاوه چې تر جنګ وروسته به هغوي د ملک اداره ټوله ترلاسه کوي او بل چاته اړتیا نلري.

سړی اټکل کولای شي چې هغوي ته په ملت کې دربدري، بیوزلي، د بهرنیانو ژور نقوذ او د خپلو خلکو مجبوریتونه، بیوزلي، نالوستي توب، د کدرونو کمښت او د نوور ملي او سیمه ایزو ستونزو پیچلي ابعاد ښه څرګند نه وو. هغوی د خپلو بهرنیو حلیفانو په وعدو او فریبونو نه پوهیدل، پوهه، له تاریخه او تجربو یې نه وه زده کړې چې بهرنیان یوازې د خپل ځان لپاره کار کوي او چې شرایط بدل شي هغوي به په ځای پریږدي.

په پای کې شرایط داسې شول چې د ژینوا د خبرو کنټرول د نورو په لاس کې ولوید. هغه چا چې یوازې غوښتل یې چې په افغانستان کې سناریو بدله کړي، د رښتیني سولې په ځای یوازې د شخړې رنګ بدل او لا نوره یې اوږده کړي، دا وار تنظیمونه په خپل منځ کې سره وجنګوي اوبه خړې کړي او کبا ونیسي بریالي شول. بهرنیانو چې خورا خطرناک ستراتیژیست کارپوهان یې لرل، لمړۍ موخه یې داوه چې یا په کابل کې یو ګوډاګۍ حکومت رامنځته کړي او که دا موخه شونې نه وه افغانانستان تر ډېره وران او ویجاړ او ځان ته محتاج وساتي. هغوي وتوانیدل چې افغاني ډلې ښې له یو بله لیرې کړې، د قدرت په سر یې د خپلو پیچلو فرمولونو په مټ سره وویشي او د یوه قوي مرکزي حکومت د جوړیدو مخه پکې ونیسي.

زه باور لرم چې ټول افغانان به په یو څه وړو توپیرونو له دې پورته ټکو سره توافق ولري. توپیرونه به داوي چې یو څوک به د خپلې سابقې له پلوه، د خپلو مالوماتو له نظره یوه او بله خوا ملامت کړي خو دا نشي ویلای چې دا پورته تیروتنې او پیښې رامنځته نشوې، یا خو دې او یا هغې خوا د ستونزو ښه رهبری او مدیریت وکړ. که څوک دا وایي نو له خپل ملت او خپل تاریخ سره او د حقایقو له ویلو سره ستره جفا کوي.

د پورته تاریخ د تکرار ویره

اوس اوس تر اوسنیو څوارلسو کلونو شخړو او جګړو وروسته بیا د دې اړتیا ولیدل شوه، اراده پیدا شوه، هلته او دلته خبرې پیل شوې چې د سولې په هکله فکر وشي او سولې ته هم چانس ورکړل شي. خو حالاتو ته په کتو سره ویره داده چې خدای مکړه دا ځلې هم زموږ د شخړې د دواړو خواوو سیاسي لوبغاړي دوکه نشي، د ټول قدرت او یا د زیاتو امتیازونو د اخیستلو په تمه له بل افغاني لوري سره په بیځایه ناندریو اخته نشي، او که دا کار وشو نو ابتکار به بیا د پردو لاسته ورشي. له پردو بیا ویره شته چې کومه بله دوکه به یې برابره کړې وي، ترڅو نوي شرایط رامنځته کړي، جګړه په یوه بله طریقه وغزوي، لانور زموږ خلک له پښو وغورځوي، او پرینږدي چې زموږ ملت په پښو ودریږي، خلک مو سره پخلا شي او له ورانیو او دربدریو ځان خلاص کړي.

زه حیران یم چې چیرې دي زموږ ملي شخصیتونه، قومي مشران، ملي سیاستوال چې د سولې په پلوۍ، یوه سوچه افغاني طرحه او پروسه چې مشري او نوښت یې دواړه د افغانانو په لاس کې وي رامنځته کړي. په دې شرط چې د شخړو دواړه خواوې پکې خپل ځان وګوري او هیڅ یوه خوا هم د محرومیت احساس ونکړي.

یقین لرم چې زموږ د ملک د کشالې سیمه ایز او نړیوال لوبغاړي به هڅې کوي او نه به پریږدي چې داسې کومه افغاني طرحه بریالۍ شي، خو که ځینې ملي شخصیتونه راوړاندې شي، داسې یو بهیر پیل کړي زموږ د ډېرو پرګنو مرسته او ملاټړ به تر لاسه کړي او دا به زموږ مسئله خورا اسانه کړي او ابتکار به له نورو واخلي. دابه د ملت په داخل کې یو بهیر او د هیواد په غلیمانو یو فشار شي چې زموږ خلک د خپل سرنوشت ټاکلو ته پریږدي.

له دواړو غاړو او عامه افغانانو ځینې غوښتنې

دلته زما موخه د دې خبرې پوهاوی دی چې عام افغانان د په صحنه کې وي، په دواړو خواوو د اړین سیاسي او اخلاقي فشار واچوي، د خبرو دواړه افغاني خواوې دې هم د هیواد ملي مصالح په نظر کې ونیسې او له افغاني بیطرفه او مستقلو شخصیتونو، کارپوهانو او مورخینو دې مشوره وغواړي. دا ځکه چې دا خورا پیچلې مسئله ده. کیدای شي په دواړو افغاني خواوو کې ځینې خلک به په تاکتیکي او وړو خبرو پسې ګرځي خو دملک ستراتيژیکې ګټې به له خطر سره مخ کړي او سوله به هم رانشي، شخړه به اوږده او نور خطرناک ابعاد به ومومي.

که غواړی سوله راشي، ستاسو ملک اباد شي، تاسو ټولو ته د خپلو ارمانونو د تحقق لپاره لاره اواره شي نو د سولې نوښت په خپل لاس کې واخلی، له مقابل لوري سره بیله شرطه تماسونه ونیسی، د سولې شرایط رامنځته کړی او سوله وکړی. له بیطرفه ملي، روحاني او سیاسي شخصیتونو هیله کیږي چې د سولې لپاره یوه افغاني ملي طرحه جوړه کړی، له عامه خلکو سره یې شریکه او کار ورته وکړی. په خپلو ګټو پسې ونه ګرځی، ځان ته په تاریخ کې ځای ومومی او د الله رضا ترلاسه کړی ترڅو مظلوم انسانان وژغورل شي او وطن نجات ومومي. په پای کې مه پریږدی چې د ژینوا د سولې پایلې بیا تکرار شي او زموږ ملک په یوه بل ناورین اخته شي. که داسې ونکړی خو الله تعالی او ملت ته به ځواب ویونکي یاست.

د یوې سراسري او دایمي سولې په هیله

کابل، افغانستان

259 total views, no views today

2 comments

  1. ع. شريف زاد Reply

    سلام
    رښتينۍ خبره ده چې موږ دتاريخ په اوږدو کې تل له بارانه تښتيدلي يو او ناوي ته ولاړ يو خو بيا يې هم نه منو! ستونزه داده چې ګونګ ملګرو ملتو زموږ لپاره ډيرې کمزورې معاهدې وټاکلې او داسې زمينې يې مساعدې کړي چې د نشتو مېړو ملک شو ميرو د افغانستان په تاريخ ډير ميرګان تيرشول خو يو يې هم نه مني چې دا زما ناپوهي او يا دملت په وړاندې بې کفايتي ده.تاسې وګوري چې زموږ بار له کومه ځايه کوږ دى؟ سوله يو شمير هغو کسانو ته ضرورت لري چې د پوهې په لحاظ د سولې رامنځ ته کيدل او مکانيزم وپېژني د ملت په ټولو برخو کې د بشپړ ارادې خاوند او دملي صبغې خاوند وي. د خپلو نفسي غوښتنو په وړاندي د رسالت او اصالت شخصيت ولري. د تجربې او سنجش په وړاندې د عالي صفت ښېګڼې ولري نو په دې وخت کې د سولې لپاره د حجرات د سورې ارشاد عملي کيداى شي کوم چې شاوخوا ١٤٠٠ کاله پخوا زموږ مسلمانانو لپاره نازل شوى. بله خبره داده چې په وار ليدل شويدي موږ ښه ته ښه نه وايو او بد ته بد موږ تل لاپې وهو خو ډير لږ د ولس په هکله سوچ کوو. زموږ هېڅ اقليت نه وايې چې زموږ په ډله کې دغه خراب سړي دي حال داچې په پښتنو پسې حتي بهرنيو هېوادونو هم ملا تړلې چې په هرنوم يې وټکوي. دغه سياست هرڅوک پېژني چې څه ډول لوبې رواني دي. په پا کې ستا ليکنه ډيره په زرح پورې او عالمانه ده موږ به واي چې ياربه توفيق!

  2. suliman zahid Reply

    ډیر په ځای او له واقیعتونو ډکه او ډیره منطقی لیکنه وه ، واقعآ باید مونږ له تیرتاریخ څخه باید ذده کړه وکړو ، او واقیعتونو ته تسلیم شو ،خو دلته بدبختانه ټول د تیرو قرنو په څیر د پاچاهی ، ټول واکی او د قدرت د انحصار په فکر کی دی ، ولی دوی باید پوه شی، چه اوس نړی ډیره نژدی شوی او د هرچالاس په ډیره اسانی د یو او بل ګریوان ته رسیدلی شی، اوس هیڅ ملت او ټیر ، حتی یو تن هم څوک د غلامی او بردګی د پاره نشی ایل کولائ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2