Categories

نظيف تکل اونظيف شعر/ اکبر کرګر

ځواني

له ما نه ډېر څه

لکه ځوانې له ما نه

ورک شول ۔

متل دی وايي :ساپی ،سم سمکی . نظيف تکل سم سمکی دی ۔ هغه څوک دی چې نه خو يې دخپل شعر ستاينې ته زمينه جوړه کړې اونه يې ددې پروا لرلې چې څوک يې وستايي ۔ نه يې دشعر له دسترخوانه ډوډۍ خوړلي اونه يې له شعر نه دوکان جوړ کړې ۔ په اوسنيو پښتو ادبي کړيو کې يوه بده اوناوړه ناروغي دا هم ده چې فرهنگيان په کړيو کې بند دي ۔ هره دايره اوکړۍ دخپلې کړۍ دغړي بې دريغه ستاينه کوي ۔ دچا خبره

٬٬له پش نه پشم خان جوړوي٬٬ ۔ همدا سبب دی چې ځينو يې ناسم شهرت تر لاسه کړۍ دی ۔ ځينې لا په نورو ناروغيو اخته دي ۔ هغه چا چې دکورنۍ جگړۍ په مهال مهاجرت کړۍ اوهغه چا چې نه دی کړۍ ۔ددوی ترمنځ نه جوړښت بله ناروغي ده چې اوس هيڅ سم سمکی نه مني ۔ خو نظيف تکل له نيکه مرغه نه خو دې کړيو کې بند دی۔ اونه دچا دتعصب پسې گرځي ۔ دی يو روڼ اندی ، ليکوال اوشاعر دی ۔ دده دشعر په لوستلو سړۍ پوهيږي چې شاعر په رښتيني مانا خپله نړۍ بل ډول اوپه شاعرانه اخلاص گوري ۔ ښکلي اورنگينه يې گوري ۔ دکينې اوحسادت نه يې ليرې بولي ۔

خو تکل په دا دومره موده کې چې ان دپوهنتون له دورې يې په شعر ويلو پيل کړی ۔ ان ترننه پورې يې دخدای بخښلي سليم کرنوال په څير په څلور لارې کې خپله کتابچه دچا پر مخ نه ده را خلاصه کړې چې خپل شعر پرې واوروي ۔ دا ځکه چې هغه ددې ليوال نه دی چې څوک يې شعر وستايي اويا له شعر نه پلورنځی جوړ کړې ۔ همدا سبب دی چې نظيف نسبتا گوښې اودخلکو په ژبه نه دی څرخيدلی ۔ اوس را ځو دهغه په شعر خبرې کوو ۔ دهغه په شعر کې دوه فورمونه ډېر جوت دې يو غزليزفورم اوبل نوی اويا ازاد شعر يا سپين شعر ۔

ښکلي اودتکلونو نظيف خپله شاعري په غزل پيل کړه ۔ په يوه داسې چاپيريال کې چې غزل په کې ديو پردې ځواک کينولي واکمن په توگه حکومت کاوه اودغني خان په قول چې دپښتو ژبې دريتم اهنگ سره جوړ نه دی ،لکه چې يو څوک ليکي : (( دغزل په لی کې خوبولي ترنم وي اوپښتون فطرت تيزۍ تندۍ ،ډنگ ډونگ ،ټنگ ټکور ،شړنگا اوکړنگا ر خوښوي۔)) په هر حال دسپيڅلي اونظيف تکل غزليزه شاعري دچاپيريال اودراشه درشې کې دملگرو اغيز بللی شو ۔ خو په دروني او د دنني خصلت اوځانگړنو کې هغه شاعر دی ۔ دهغه دغه خصلت دشاعر په ازاد او انځوريز شعر کې را جوتيږي ۔ چې اوس يې ليکلي اوهستوي يې ۔

نه پوهيږم

ورته گورمه وريږي !

بس ږلۍ ده له اسمانه !

شنه فصلونه دي رژيږي

عزراييل زموږ په سيمه نه پوهيږمه !

څنگه لو دی را گډ کړۍ !

په ((نه پوهيږم )) شعر کې که له يوې خوا استعاره ده ۔ نو له بلې خوا دهيواد ديو تراژيک حالت انځور دی ۔دلته شاعر موږ دکليماتو اورلوبې ته نه رابولي ۔ بلکې زموږ دسترگو په وړاندې يوه تابلو رسموي ۔ موږ ورته گورو چې په هغه کې لکه دافلاطوني مثل داور دلمبو اخواته په ديوال باندې د څمڅې له منځه حالت داور درڼا شاته تر سترگو کيږي ۔ چې عزراييل دزلمو سرونو لو کوي ۔

يا دپاڼې مړې وې په شعر کې

ما خو چيغې کړې په زوره

دځنگل دونو لاندې

دباران سخته شيبه کې

چې ليوان پرې را بيدار شول

چيغې چيغې مې کړې چيغې

چې څوک شته دی په ځنگل کې

چا ځواب نه را کولو ،

ارامي وه

يو سکوت وو

پاڼې مړې وې ۔

شاعر دلته په کليماتو زور نه اچوی کليمات دلته دعيني تجسم له پاره وسيله ده ۔ بيروني ماحول ته اوريدونکي داسې کښينوي اوورته لار ښوونه کوي ۔ چې سترگې مه رپوه ۔ سر دې هسک نيسه ۔ اوپورته دغره تړې ته گوره ۔ خو خبره په همدې مادي عيني اوطبيعي انځور کې نه لنډيږي ۔هغه په يوه نوې هسته شوې نړۍ کې ، دتصويرونو په نړۍ کې له اوسنۍ چوترې نه دځنگل حالت بيانوي ۔ دځنگل تابلو ورښۍ ۔

دحالتونو تصوير اصلن دکيسو له پاره مهم دی ۔ خو شاعر کله نا کله د دې هنر په وسيله سمندر په کوزه کې ځايوي ۔ دا حالت په ډيرو لنډو کليماتو کې را نغاړي يا يې رسامي کوي ۔په شعر کې ددې ډول ژبې کارول ستونزمن کار دی ۔ په دی ډول شعر کې دکليماتو اومفاهيمو له سمبوليک رول څخه کار اخيستل کيږي ۔ اوپه انځورونو کې هم دکليماتو له رمزي ،سمبوليک اوذهني موقعيت نه گټه اخيستل کيږي ۔

د کارل گوستاويونگ په قول :

(( هغه څه چې په شعر کې ډير مهم اواړين دي دادي چې شعر بايد دشخصي ژوند له قلمروڅخه ډېر اوچت وي اودشاعر له روح اوزړه نه داسې خبري وکړي لکه هغه چې دبشريت دروح اوزړه سړې وي ۔ دهنر په قلمرو کې شخصي اړخ يو ډير محدود اوان گناه ده ۔ ))

د سپيڅلي اوراڼه نظيف شاعري هم که په فردي انداز کي ده دانسان دزړه اوروح سره ژور تړا ولري ۔

هايد گر دشاعرۍ دتخليقي خصلت يادونه کوي ۔ اودشعر هستول دتصور کولو اوخيال کې را وړلو له کار سره په اړيکه کې بولي ۔ ياد فيلسوف هنر اوپه ځانگړي توگه شاعري زموږ په ژوند کې يوه روښانه فضا هستونه بولي چې دهغې په څرگندونو کې ټول نوي او بيلا بيل شيان چې له مخکې هغو نه توپير لري ،ځليږي۔ له دې امله له شعر نه پيل کيږي ۔ خو په ټوله کې هنر په همدې جوله کې را ځي ۔ په همدي سبب ده چې هايدگر دشعر په باب وړاندي ځي اوشعر ته دژبي دهستونې مفهوم ورکوي ۔ کله چې وايي چې شعر لومړۍ ژبې ته امکان ورکوي ۔ هدف يې داو و چې په شاعرانه ژبه کې هستوونکی عنصر دپوهيدنې وړ دی چې په هره ژبه کې دبيان دشکل جوړيدل اسان اوممکنوي ۔په داسې حالت کې دياد هدف شعر نوموني ، نوم اخيستني اودقراردادونو درامنځ ته کول دي ۔ په همد ي دليل ده چې شاعري (( اصيله نومونه )) طرح شوي اوديزاين شوې دونيا بولي ۔ رښتيني شاعران دژبو اوفرهنگونو جوړوونکي دي  ۔ دا خبره دشعر تاريخي نقش هم را په گوته کوي ۔ شعر هغه عامل دی چې وايي شعر خلک اوملتونه جوړوي ،نو بيا خو زموږ دفرهنگ رښتيني بنسټ چې شعر دی ، دې ته رسيږو چې دتکل ستاينه دشعر ستاينه اودشعر ستاينه اوقدرداني دشاعر هغه ده اوکه همداسې دا استقرا تعقيب کړو ځير کيږو چې دخپلې ژبې اوخپل هيواد ستاينه کوو ۔

دا ځکه چې شاعر دخلکوپه ژبه او داولس دارمان په ژبه بدليږي ، راځۍ چې رښتيني شاعر وستايو ۔ شاعر وايي :

هغه رڼا په نوم يو شعر کې وايي :

ډېر څه مې له ياده وتي ،

اوس دې دروح دسيوري بوی ته

په شيبو کې پټ يم

په خپلو سترگو کې اوس تا لټوم ،

اوس يخ وهلې رنگ ته نه گورمه

رڼا له يخه ريږدي \

فکرونه يخ کرخت دي

ان زړونه سينو کې هم کنگل وهلي

خلکو به ويل:

رڼا له اوره راځي

خو موږ دا ډېر کلونه

اورکې تير کړل

خو په تورتم کې اوسو ۔

رڼاهيڅ رانغلله ۔

يا داچې :

مينه !

په دې پوهيږم چې دکلي پښ

دجمعي په شپه ۔ ولې شپيلۍ غږوی ،

دقوماندان

دڅلورمې ارتينې

دگريوانه تڼۍ

لاترسهاره پورې

خلاصی پاتې ،

خو : زه په دې نه پوهيږم

چې دهوا مرغان به

په دغه توره شپه کې

ځه ډول ،مينه کوي ۔

اوبيا دژوند په نوم يوه قطعه کې :

که شعر اومينه

ترې نه ووځي

خوند اورنگ به اسمانونو و ته لاړ شي

ژوند په خوړو اوبو کيدای شي

خو دڅارويو له پاره ۔۔۔۔

اودتوبه په ازاد شعر کې هم :

شاعر دخپل ماشومتوب رنگين دوران اوشيبو ته مخ اړوي ، له هغې انځور جوړوي !

دخيال ليکاڼۍ اودعمر دشيبو رنگونه يي په څپلو ځايونو کې ږدي ، ښکلي کوي يې اودتيرو خاطرو سره دغربت اودکډوالۍ نستالوژي بيانوي وايي :

توبه !

اوس مې له ټولو نه توبه ويستلي

زړه مې اوس هيڅ گناه ته نه شي ،

هرې خبرې ته لږ سوچ کومه ،

ښکار پسې نه گرځم ډېر

لينده مې اور کې سوې ،

او جيب مې له کاڼو تش دی ۔

خو : اوس مې له ټولو نه توبه ويستلې ،

زړه مې الووځي له مرغيو سره ،

دشپې نارامه ،گرده شپه خوب کې مرغۍ وينمه ،

چې را نه غچ دخپلو وينو غواړي ،

اوس مې له ټولو نه توبه ويستلې

اوله سهاره تر ماښامه پورې

لکه دپلار دېره کې ناست

غږ دمرغيو اورم ۔

دکلي پښ ته مې شپيلۍ وېلي

کوڅي اوس ټولي له مړو پاڼو ډکې

خو :

زما له سره تنهايي خوښيده ۔

هايدگر چې کله په روم کې دهلدرلين په باب په يوه دستوره کې وينا کوله دشاعرۍ دجوهر په اړوند يې پنڅه تفسيره وړاندې کړل ۔ هغه وويل : شاعرې يو ډير سپيڅلی اومعصوم کار دی ،دژبې سره يو ډول لوبه اودناپيژاندو انځورونو دقلمرو بيا هستونه ده ۔ دادانسانې اړتيا يو ځواب دی چې پخپله دغه اړتيا په دقت سره نه شو مالومولی ۔

هغه زياتوي چې ژبه دخطرناکو خدايانو له جملې څخه ده ۔ انسان ته د داسې وس ورکړل شوی هديه ده چې کولي شي په شتو اوموجوداتو باندې دژبې په وسيله شاهدې ورکړي ۔ ژبه دموجودو ښکاره اوپټو اعمالو څرگندويه ده ۔ نړی اوتاريخ په ممکنه چارو بدلوي ۔ موږ په ډير ساده ډول له هستۍ سره اشنا کوي ۔

هايد گر په دې باور دی چې موږ (( ټول خبرې اترې يو )) دادهلدرلين يوه مشهورهجمله وه چې نوموړی يې تکراروي ۔څرنگه چې موږ خبري اتري يو نو دبل داوريدو وس لرو ۔ ژبه موږ ته ېو بنسټيز توکی دی ۔له اوريدونکي اوکوونکي پرته خبرې اترې دوام نه لري ۔ شاعران نومول کوي ،موجوادت جوړوي ، نظم اواندازه جوړوي ۔ اوښه خبره لا داچې انسان دځمکې پر مخ شاعرانه ژوند کوي ۔ شاعر يعنې ديو څه نومول اودانسان دژوندانه بنسټ ايښودل ۔ انسان دځمکې پر مخ اودنړۍ هستوگن دی ۔دده شتون هم شاعرانه دی ۔ ځکه چې په تلپاتې توگه جوړول کوي ۔ اونومونه يا نوم ايښودنه يې کوي ۔

دهايدگر په قول شاعر نيم خدای دی ۔ دانسان اوخدای تر منځ داسې څوک دی چې داولس له زړه نه داولس اواز دی ۔نو که تکل وايي چې خورا ک اوڅښاک حيوان هم کولي شي ۔ سمه وايي ۔ يوازې خوراک اڅښاک دانسانيت اوژوندي پاتې کيدو معيار نه دی ۔ تکل داسې سمبوليک پيغام را کوي وايي :

يخ وهلې رڼا شاهده ده ۔ چې دخپل سيورې شاته پټ يم ۔ دژوند پيغام مې زه دمرگ په څرمن ليکم اودگاونډ سپی مې خوب ته غاپي ۔

په دې شعر کې يخ وهلي رڼا د ضمير اوخبرتيا نشتون دی ۔ زه ځان تيرباسم ۔ اودخپل سيوري شاته پټ يم ۔ سيورې په اساطيرو اوارواپوهنه کې دانسان دمنفي اړخ يو سمبول دی ۔

دشيبو اوکلونو په تيريدو لنډه داچې دعمر په تيريدو سره خپل پيغام ليکل دانسان دعمل اوکردار انځور دی ۔چې له ماضي نه پيل اوپه مستقبل کې حضور پيدا کوي ۔

خوب هم شاعرانه انځور دی چې د گاونډدکور سپی ورته غاپي ۔ خوب دانسان د تحت الشعور سره تړاو لري ۔ اوهره ورځ چې تيريږي ددغه حيوان په غپيدلو تيرترخه يادونه را ژوندي کيږي ۔

————————-

نوټ : د دې مقالې بله برخه دشاعر په غزليزه اويوه څه يادونې په قطعاتو باندې دي ۔ چې وروسته به بشپړهشي ۔

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

google.com [1], pub-1528507673086054, DIRECT, f08c47fec0942fa0
cavixo.com [2],1366,DIRECT
google.com [1], pub-7980196294731979, DIRECT, f08c47fec0942fa0
smartadserver.com [3],1343,RESELLER
smartadserver.com [3],2875,RESELLER
indexexchange.com [4],179394,RESELLER
contextweb.com [5],560288,RESELLER,89ff185a4c4e857c
pubmatic.com [6],156439,RESELLER
pubmatic.com [6],154037,RESELLER
rubiconproject.com [7],16114,RESELLER,0bfd66d529a55807
openx.com [8],537149888,RESELLER,6a698e2ec38604c6
sovrn.com [9], 257611,RESELLER, fafdf38b16bf6b2b
appnexus.com [10],3703,RESELLER,f5ab79cb980f11d1
ibillboard.com [11], 29038, DIRECT
indexexchange.com [4], 180179, RESELLER, 50b1c356f2c5c8fc
stroeer.com [12], 14214 ,DIRECT
indexexchange.com [4], 183592, RESELLER, 50b1c356f2c5c8fc
Appnexus.com, 1371, RESELLER, f5ab79cb980f11d1
contextweb.com [5], 558750, DIRECT, 89ff185a4c4e857c