Categories

اعلان

Loading…

کیسه لیکواله پروین ملال / پاکیزه ارزو

هغې په فاتحانه انداز په پوره غرور ځواب ورکړ

ـــ ښه شوه چې درته ثابته شوه، چې زه څنګه ښځه یم

 پورتنۍ جمله د اغلې پروین ملال د ثبات په نوم د یوې لنډې کیسې د پای برخه ده ، چې په یوه ستونزمن کاري محیط کې  یوه مېرمنه له استعفا وروسته خپل مشر ته وایي.

ښایي ډېرو لوستونکو به یوازې د مېرمن پروین ملال  شاعري لوستې وي، خو مېرمن ملال د شاعرۍ ترڅنګ کیسې هم لیکلي. (سپیني پاڼې) د مېرمن پروین ملال د لنډو کیسو ټولګه ده، چې په ۱۳۷۴ لمریز کال کې چاپ شوې او مېرمن ملال د لنډو کیسو د لیکلو ذوق په کې ځلولی ، چې د شاعرۍ په څېر په لنډو کيسو کې هم د ښکلي قلم خاونده ده.

  مېرمن پروین ملال د سپیني پاڼې  په نوم د لنډو کیسو یوه ټولګه لري، چې زیاتره کیسې یې  د ثور انقلاب وروسته د افغان کډوالو په ستونزو  لیکلی او په خاصه توګه د کډوالو مېرمنو ستونزې یې په کې راخیستې . د پروین ملال په کیسو کې د هغې  شاعرانه  ذوق  خپل سیوری غوړولی.  لیکواله ډېره په خپله د کیسو راوي ده او کرکټرونه یې پېښور او ک

پروین ملال

پروین ملال

راچۍ کې بېوزله افغان کډوال دي، چې لیکواله د دوی د ژوند او غرور یادونه کوي او د دوی  د کډوالي  بد حاله ژوند  انځوره وي او کیسه یې  کوي.

 د کیسو کرکټرونه یې بې نومه دي او زیاتره یې  ضمیرونه ورته کارولي.  د پروین ملال کیسې د موضوع د ښوالي له امله  لوستونکي لوستلو ته اړ کوي. مېرمن ملال  ځانته د بیل سبک خاونده ده او  د کیسو کرکټرونو ، پېښو او حالاتو ته ښکلي تشبهات کارولي او منظر کشي یې لوستونکو ته هغه شېبې ترسیموي او د طبیعت د ښکلاګانو سیل پرې کوي. د ثبات په نوم کیسه یې د ټولګې له ټولو کیسو ښکلې ده  او د یوې ښې کیسې ښایسته بېلګه ده.

دې کیسې پیل ښکلی او تلوسه یې د لوستونکي حواص نارامه کوي چې کیسه تر پایه ولولي.

(( نن په دې ښار کې د هغې وروستۍ ورځ وه او لکه مهاجره توتکۍ سبا بل ښار ته په یوه بل برخه لیک پسې تله، نن دلته د ژوند دا باب بندېده او د یوه بل باب لیکلو ته بې لاسونه اوږدول ، د سبا د تګ په فکرونو کې  د خپل کټ څخه راپاڅېده  د کوټې کړکۍ ته ودرېده ، پرده یې یوې خواته کړه او د کړکۍ  په چوکاټې تصویر کې  یې د ښکلاوو حدونه او چوکاټونه داسې ښکل کړه لکه د یوه خوا خوږې سره سره چې خدای پاماني اخلي. دې وخت کې  یې د مخامخ د ګاوڼدي د کور په کړکۍ هم سترګې ونښتې  چې  د نورو ورځو په خلاف  نن بنده وه ، زړه  یې ناڅاپه په د ډېرې خوشحالۍ څخه څړیکې وکړې او د ځان سره یې وویل:

ــ لکه چې پوه شو چې زه …

 او بیا نه پوهېږم چې ولې دا جمله نیمګړې شوه … او د دفتر د تګ په تیاري بوخته شوه.))

کیسه تر پایه همداسې تلوسه لري او کیسې دوام کې یې ښکلي لفظونه کارولي ښایسته منظره کشي یې کړې او د کیسې دا برخه ښکلې ده.

 (( د باندې باران اورېدی، ښه تیز او په شړپ هغه د کوم وخته څخه چې په موټړ کې سپره شوې وه د هغه په ننداره وه ، د باران څاڅکي یو په بل باندې لوېدل او د ځمکې په پراخه او حوصله منده  غېږ کې یې د ځان د پاره ځایونه لټول، هغې  ته به لوېدلو څاڅکو په جوړو تصویرونو کې نا اشنا تصویرونه  جوړ او بېرته به د نورو څاڅکو په راوېدلو سره وران او بیا به په تسلسل سره نور تصویرونه جوړ شوه.

د موټر  ټولې کړکۍ  بندې وې او د موټر  په سر باندې د څاڅکو د راوېدلو  ږغونه د ننه په موټر کې په زړه پورې وه خو د موټر  دننه  هوا لږ زړه تنګې وه او د هغې زړه غوښتو چې ټولې کړکۍ یوه په بل پسې خلاصې کړي ترڅو د باندې څخه تازه هوا را دننه شي خو دا کار نا ممکن ځکه وو چې  د باران  سره تېزه هوا  هم چلېده  او څاڅکې یې یوې او بلې خواته کاږه واږه  تللل او د هغې د فکر هم په کږلېچونو روان وو، هغه ننه خوشحاله وه لکه د اوږو څخه  چې یې دروند بار کښته  شوی وي… د هوا د څپو زورد موټر دې خوا ته  چې دا په کې نا سته وه  ښه په زور کې شو او د موټر د کړکیو په ښیښو باندې څاڅکو لارې ، لارې جوړې کړې. لارو کې هغې نه بیا یوه لار ډېره  روښانه څرګنده شوه، هغه لار چې دا ورباندې روانه وه او هغه چې د هغه حقیقت نه څوک ، څوک سر ټیټې شوې وه او  لا به تر دې وروسته … په فکرونو کې هغه د خپل د کار تر دفتره رارسېدلې وه… چې دفتر ته ننوته ، پړونی یې په سر ښه سم کړ او مېز شاته کېښناسته. پاسپوټونه یې د مېز د جعبې څخه راویسته او مخ ته کېښښول، د پاسپورتونو لاجوردي رنګ په زرینو کرښو کې خطونه ورته ستوري، ستوري شوه او ورته  وې خندل چې په لاس کې یې را پورته کړه نو داسې ورته وبرېښه لکه ټول لاجوردي اسمان چې د دې په لاسونو کې وي او د نړی ګوټو په سرو یې  زرین ستوري د خپل ټول قدسیت او اوچتووالي سره ناڅي او په سندریزه  نڅا یې په سترګو ورننووځي))

د ثبات په  کیسه کې  د ښځې د ذات باطني غرور او په خپل غرور درېدل  په ډېره ښه توګه انځور شوی ، چې څه ډول له نارینه وو سره په یوه دفتر کې کار کوي او د خپل شخصیت حفاظت هم کوي او هېڅکله د هغوی دې دروغجنو احساساتو د تاثیر لاندې نه راځي.

د کیسې ژبه روانه خو شاعرانه ده او د دغو ښګڼو سره یو څه متکلفې کلمې کارولې خو د کیسې په  خوند او رنګ یې اغېزه نه ده کړې. لیکواله د کرکټر  نفسیاتي کشمکش  په مخ وړلو کې بریالۍ ده.

  د ثبات د کیسې موضوع په زړه پورې ده او یوې داسې ښځې کرکټر یې ښودلی چې د خپل ذات په غرور هغه چا ته سر نه ټیتوي کوم څوک چې دا ځوروي. د دې کیسې کرکټر چې بې نومه ده او لیکوالې ورته د هغې ضمیر کارولی په یوه دفتر کې دنده کوي او هر ورځ ورته یو مینه لیک راځي، دا لیک لولي خو لېږونکی یې ورته نه معلومېږي چې دا څوک دی، کله په خپل ګاونډي شک کوي او کله هم د خپل دفتر په لوړ رتبه مامور، هره څومره چې په لیکونو کې هغه کس د خپلې میني د رښتنوالۍ  قسمونه خوري او په لسګونه لیکونه یې ورته لیکلې وي خو هغه پرې باور نه کوي ځکه چې دا ګمان کوي چې هغه څوک غواړي د دې غرور ورمات کړي او بلاخره په کوم  چا یې شک وي هغه رښتیا شي او دا د دفتر د پرېښودو پریکړه وکړي او په  خپل لوړ رتبه مامور ته په فاتحانه انداز کې وایي :

ـ ښه شوه درته معلومه شوه ،چې زه څنګه ښځه یم

مېرمن پروین ملال کیسې په جلا سبک کې  لیکلي . د کیسو تر شا یې ترخه واقعیتونو پراته دي، چې له  بدمرغه دغو واقعیتونو سره  لا هم ښځې لاس او ګریوان دي او همدا واقعیتونه لا هم د ښځینه لیکوالو د کیسو موضوعات دي او مېرمن ملال دا واقعیتونه په کیسه ییزه ژبه ښکلي انځور کړي. هیله ده مېرمن ملال کیسه لیکلو ته دوام ورکړي او د دې ټولګي په شان نورې ټولګې هم ولري.

9 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *