Categories

اعلان

Loading…

د سولې غونډې، ناسم ادرسونه، او ناسمې غوښتنې/ محمد اسماعيل عندليب

په افغانستان کې د امن استقرار هغه غوښتنه ده، چې اوس يې په خوله ټولې خواوې کوي، خو يو لوري هم د عمل وړ اقدام نه دی کړی، او نه په هغه لار تللي، چې هدف يعنی سولې او امنيت ته ورسيږي.
هلې ځلې، غونډې، غوښتنې او  د ملامتيو اچولو بهير له پخوا څخه پيل دی، زما په فکر په دې اړه په ماضي غږېدل، چې هلته داسې وشول، او دلته داسې، فلان داسې وويل او بستان داسې، دا يوازې او يوازې د انرژۍ مصرفول دي او بس.
بايد په دې موضوع مستقيماً پر نقاطو خبرې وشي، او اهل اختيار ته هغه څه ورسول شي، چې کېدای شي ورته يې پام نه وي، زه په دې لنډه لېکنه کې، درې موضوعاتو ته لنډه اشاره کوم، او د يو څه رسولو هڅه کوم، چې يو د پګواش کنفرانس کې ازاد ګډون کوونکي، دوهم د همدې کنفرانس طالب ګډون کوونکي، او درېيم، په څلور اړخيزه غونډه کې افغان دولت دی.

لومړی:

دا چې دا ځل د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه د بحث د يو بهير په منځ کې بل بهير پيل شو، يعنی د څلورو هيوادونو ناستې لا پای ته نه دي رسيدلي، چې هلته په قطر کې يوه بله غونډه جوړه شوه،  زما په فکر له بده مرغه دا ښه کار ونه شو.
طالبانو خو خامخا په دې غونډه کې ګډون کاوه، او ګټه يې هم طالبانو ته  همدا وه، چې ثابتوي، هغوی د پاکستان يا چين او امريکا په فشار خبرو ته نه کيني، خو که دغه ډول بې طرفه اړخونه هر ډول مجلس تيار کړي دوی پکې ګډون ته حاضر دي.
خو هغه کسان چې د کابل اوسنۍ اداره مشروع بولي، او بيا له کابل يا اروپا څخه او نورو هيوادونو څخه د پګواش په کنفرانس کې د ګډون لپاره قطر ته تللي، بايد دومره انتظار يې کړی وای، چې د دولت هلې ځلې کومې نتيجې ته رسيدلای وای.
که چېرې د دې غونډې له طالبانو پرته نورو افغان ګډون کوونکو، د بلنې درنښت ته نه وای کتلی، په روان حالت يې غور کړی وای، دې غونډې ته يې (نه) ويلي وای، نو طبيعي ده، چې د سولې په مورد به د افغانستان له داخل څخه دريځ يووالی مونده، او هر څه به په څلور اړخيز پيل شوي بهير متمرکز کېدل، او خامخا به يې يوه نتيجه ورکوله.
زه باور لرم، چې له طالبانو پرته د نورو خلکو ګډون په داسې حال کې چې افغان دولت ورته استازي نه دي استولي، کومه ګټه نه لري، غېر له دې تاوانه، چې په داخل کې به د دولت لخوا پيل کړي بهير ته خنډونه پيدا کړي، اعتراضونه به پرې راولاړيږي، او د ناکامۍ کوښښ به يې کيږي.

دوهم:

اوس چې دغه غونډه جوړه شوه، او له طالبانو پرته پکې له دېرشو زياتو افغان، سياستوالو، د مدني ټولنو غړو، ژورنالستانو او نورو پوهو اشخاصو ګډون کړی دی، نو طالبانو ته پکار ده، چې له دې موقع ګټه واخلي.
لومړی خو به طالبانو دا سنجولي وي، چې له دې کنفرانس يوازينۍ ګټه يې دا ده چې د کابل، اسلام اباد، چين، او امريکا لخوا پيل شوې پروسه به تر يو حده تر سيوري لاندې راولي، او بس، او په دې به هم پوهيدلي وي، چې د دې غونډې ګډون کوونکي نه طالبانو ته ګټه رسولای شي، نه تاوان.
نو پوښتنه دا ده چې طالبان به له دې نوره څه ګټه واخلي؟ نن يې چې لومړۍ ورځ وه، او په پای کې يې رسنيو ته کم او زيات معلومات راووتل، داسې معلوميږي، چې طالبانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره يا (کار خانه ګي) نه دی کړی، او يا د طيب اغا په څېر د يو زيرک ديپلومات په عدم موجوديت کې له يو سم پروګرام جوړولو عاجز دي.
دوی په دې غونډه کې غوښتنه کړې، چې د افغانستان اساسي قانون کې دې بدلون راوستل شي، او د طالبانو نومونه دې د ملګرو ملتونو له تور لسته و ايستل شي.
دا ځکه د بې تجربې ديپلوماتانو غوښتنې دي، چې په اساسي قانون کې بدلون غوښتنه دوی د افغان دولت څخه کولای شي، او هغوی موافقه يا رد ځواب ورکولای شي، اوس چې هلته د دولت استازيتوب شته نه، نو د پوهنتون استاد، د مدني ټولنې غړی، ژورنالست، او په کور ناست شړل شوی سياستمدار به څه وکړي!
دوی د ملګرو ملتونو له تور لسته د طالبانو د مشرانو د نومونو د ايستلو غوښتنه کړې:
لومړۍ خبره دا ده چې د ډېرو غړو نومونه ايستل شوي، ځينې يې له نړۍ کوچېدلي، په تور لست کې د شاملو  طالب مشرانو يو غټ تعداد  اوس په کورونو ناست دي، او يو کم شمير يې فعال دي.
دوهمه خبره دا ده چې له تور لسته څخه د طالبانو د نومونو ايستل دوی ته په خارجي دنيا کې ګټه کوي، د افغانستان د داخلي ستونزو د حل لپاره که د دوی نومونه په تور لست کې وي هم دوی د هيواد په داخلي چارو کې له مداخلې او فعاليت نه منع کوي، همدا اوس امريکا او ملګرو ملتونو د نورې نړۍ ډېر اشخاص په تور لست کې شامل کړي، خو هغه خلک په خپلو هيوادونو کې ژوند کوي، د خپل هيواد خدمت کوي، او د نورې نړۍ سره سروکار نه لري.
درېيم دغه غوښتنه په داسې يو بحث کې نه کيږي، لکه د پګواش لخوا په دوحه کې جوړه شوې غونډه، دا غوښتنه طالبانو په جاپان کې هم کړې وه، په فرانس کې يې هم کړې وه، په ناروې کې هم او مخکې په دوحه کې جوړ شوي کنفرانس کې هم خو ګومه ګټه يې نه ده لرلې.
بلکې دا غوښتنه له صاحب اختيار او اهل الامرو النهی څخه کېدای شي، چې هغه خپله امريکا او ملګري ملتونه دي، نو که چېرې امريکا او ملګري ملتونه په دې غونډه کې حضور لري، نو بيا خو طالبانو ته دا غوره وه چې په څلور اړخيزه غونډه کې يې ګډون کړی وای، او نېغ په نېغه يې له امريکا او ملګرو ملتونو غوښتنه کړې وای چې په څلور اړخيزه غونډه کې هرې خبرې ته تيار هم دي.
په دې غونډه کې به ملامت او سلامت هم معلوم شوی وای، او طالبان به د کابل د حکومت په وړاندې هم سپين بازان راوتلی وای.
او که چېرې د پګواش په غونډه کې امريکا او ملګري ملتونه شتون نه لري، نو بيا هماغه خبره ده چې د پوهنتون استاد، ژورنالست، ازاد محلل، د يوې اروپايي مؤسسې غړی،  او د پګواش اداره به څه وکړي، پګواش خو خپله تجارت او سياست کوي، په دغه ډول غونډو له هيوادونو  پيسې اخلي، او د نورو هيوادونو لخوا اجنډا ورکول کيږي.
څلورم دا چې طالبانو بار بار دا غوښتنه تکرار کړه، او بيا يې تکراروي، د حيرانتيا خبره ده، همدا اوس د طالبانو هغه غړي، چې په تور لست کې يې نومونه شته، له هيواده بهر سفرونه کوي، پاسپورټونه لري، په غونډو کې ګډون کوي، که په خپل نوم دي که په بل، پوښتنه دا ده چې طالبان د دې غوښتنې تر شا کوم داسې غټ هدف لري، چې اوس يې نه شي تر لاسه کولای، او که هلته يې نوم نه وي، نو بيا به ورته ورسيږي، خپله د طالبانو د مشر نوم هم په هغه لست کې نه شته.
خلاصه دا چې، طالبان بايد وپوهېږې چې نور پرې خلک ګولونه ونه شي وهلای، دا چې اوس د دې کنفرانس يوه ورځ پاتې ده، او ټولو اړخونو خپله يوه ورځ وخت له لاسه ورکړی، هر يو به خپل کار کړی وی؛ خو زما مشوره طالبانو دا ده چې دغه وخت دې په غوښتنو نه تېروي، او نه بايد په ماضي و غږيږي.
په دې غونډه کې له بهرنيو ګډون کوونکو طالبان هيڅ ګټه نه شي اخستلای يوازې دا چې په انفرادي او شخصي توګه د بهرنيانو سره اړيکې او تعلقات جوړ کړي، او لکه چې ويل کيږي، سيد محمد طيب اغا اوس په کوم اروپايي هيواد کې ژوند کوي، همدغه اشخاص بيا په همداسې وختونو کې چې په اغا صيب راغلی، له خپلو دې شخصي ګټو څخه ورته ګټه پورته کړي.
دوی که څه تر لاسه کولای شي، هغه د غونډې افغان ګډونوال دي، او طالبان بايد وتوانيږي، چې د مېز شا او خوا ته ناست افغانان دې ته چمتو کړي، چې طالبانو ته په کابل، د هيواد په داخل او خارج او د هيواد په سياسي حلقو کې لابي او تبليغات وکړي.
ځکه همدغه افغانان دي، چې تر ولس غږ رسولای شي، او بېرته ولس د طالبانو له دريځ څخه تر ملاتړه رسولای شي.
طالبان بايد د افغانستان د داخلي سياست په هغه کرښو ګوتې کش کړي، چې د دوی دريځ  تقويه کړي، نه دا چې د بهرنۍ نړۍ سره د افغانستان د موضوع په تړلو خپل  ګټلی مقام له لاسه ورکړي.
طالبان د مذاکراتو لپاره بايد د اشغالګرو وتل د خپلې غوښتنې په توګه وړاندې نه کړي، ځکه د غونډې ګډونوال د دې صلاحيت نه لري، بلکې پر هغو زيانونو وغږيږي، چې د هغوی په شتون کې افغان ولس ته رسيږي، ځکه ډېر خلک د هغوی د حضور ګټو ته ګوري، يا يې ليدلي، و ضررونو ته يې يا ګوري نه، يا يې ليدلي نه دي، نو که طالبان وتوانيږي، زيانونه يې په ګوته کړي، ځينې نورو اذهانو ته به يې هم خپله خبره داخله کړې وي.
دوی بايد داسې غوښتنې ونه لري، چې د  غونډې د ګډون کوونکو په واک کې نه دي، لکه د اساسي قانون تبديل او له تور لسته  د نومونو ايستل، اشرف غني لا له سويس څخه په يوه اعلاميه کې اعلان وکړ، چې پر اساسي قانون هيڅ معامله نه شي کېدای، نو دغه دېرش تنه به په حکومت دا خبره ومنلای شي؟!
که طالبان څه تر لاسه کولای شي، همدا به وي، چې راتلونکې ورځ خپله ژبه دومره اوږده کړي، چې د غونډې د نورو ګډونوالو په خولو کې هم له دې وروسته د طالب ژبه غږيږي.
که داسې ګټې هم ترې تر لاسه نه کړي، نو طالبان بايد وپوهېږي، چې نه کاناډا د افغانستان د سولې او امنيت له غمه مړه ده، نه پګواش، نه قطر، نه امريکا او اروپا، پګواش خپل تجارت کوي، تمويلوونکي هيوادونه يې سياست کوي، او له دې لارې معلومات راټولوي، او د راتلونکې لپاره خپل سياسيتونه او پاليسۍ د هغې سره سم عياروي، او په ورته وخت کې  افغانستان کې ميشت  هيوادونه کوښښ کوي، طالبان له دې لارو مصروف وساتي، تمه ورکړي، او په سياسي ډګر کې يې توجه هغه لور ته واړوي، چې هغوی يې غواړي.

درېيم:

درېيمه نقطه مو په څلور اړخيزه غونډه کې د افغان دولت ګډون او رول دی، په دې اړه به داسې ووايم چې افغان دولت بيا بيا له همدې يو سوري څخه چيچل شوی دی، او د هغه اودس کوونکي کانه پرې شوی، چې د بل اندام د مينځلو پر مهال يې د مضمضې دعا ويله.
حامد کرزي په پاکستان ځان ستړی کړ، خو پايله هيڅ، اوسنی حکومت هومره ورنژدې شو، چې د استخباراتي ادارې سره يې تړون لاسليک کاوه، د هندوستان سره يې کومه موافقه لغوه کړه، او خپل سرتيري يې هلته روزنې ته واستول، خو پايله بيا هم صفر.
 د مري په خبرو کې د همدوی لاس نيوی، خو نتيجه هيڅ، اوس چې بيا دا سلسله پيل شوې، او امريکا او چين هم پکې دی، دا ښه اقدام دی، خو له دومره کمزوري دريځ څخه هم نه، چې ارګ اعلان وکړی، که څوک سولې ته نه حاضريږي، په وړاندې به يې له نظامي غبرګون څخه پر کار اخيستلو فکر کيږي، خو سرتاج عزيز په هماغه لومړۍ ناسته کې وايي چې بايد له پوځي اپشن څخه احتراز وشي، او ارګ بيا غلی کيږي.
د افغانستان دا سلام  څو ځله په هندو وختو، او دا  اخري ځل دې هم ځان و ازمايي، خو وبه کتل شي  چې څه نتيجه ورکوي.
اصلاً افغان دولت د ځواک په هغه مرحله کې نه دی، چې د امريکا، چين، او پاکستان په څېر هيوادونو په حضور کې دې دومره له قوي دريځ څخه وغږيږي، چې سراسر ګټه وي، او نه په دې مقام کې ځای لري، چې که کوم هيواد په شا شي، چې افغانستان يې بيا په وړاندې کوم توند اقدام هم وکړای شي.
نو پکار خو دا وه چې افغان دولت نيغ په نيغه د قطر سره خبرې کړې وای، چې دفتر دې ورکړې، ښکاره اوسيږي، تګ راتګ کوي، له همدې ځايه نورو هيوادونو ته هم سفرونه کوي، بايد طالبان د افغان دولت سره خبرو ته کيني.
که دا يې هم نه کولای نېغ په نېغه يې په قطر کې د طالبانو د مشرانو سره اړيکې نيولی وای، او زه ګومان کوم، چې د طالبانو مشران به په همدې خفه هم وي، چې ولې د پاکستان، چين او امريکا څخه د طالبانو په اړه غوښتنه کيږي، او هميشه دا خبره کيږي، چې طالبان ادرس نه لري، خو چې دفتر يې شته، په هغې سترګې پټولای شي؟
او طالبان په دې دريځ کې په حقه هم دي، په غير رسمي توګه د جمهور رئيس اشرف غني کاکا، د افغان کابينې پخواني وزيران، د دولت پخواني او برحاله مامورين، د پارلمان غړي، د سياسي ګوندونو استازي د طالبانو سره اړيکې نيولای شي، خو دولت د پاکستان په وړاندې له خپل هر ديپلوماتيک حق او عزت څخه راکوزيږي، خو د طالبانو په وړاندې يو پاړکی نه شي راکوزېدای!
زه ګومان کوم، چې دغه څلور اړخيز بهير چې افغان دولت هم پکې د پاکستان په سردارۍ قانع دی، هيڅ ګټه نه شي ورکولای، او که د طالبانو سره خبرې يې نتيجه شي، نو دا به د امنيت د تامين په معنی نه وي.
 
2016-01-23

53 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *