Categories

اعلان

Loading…

راحیل شریف پر پاچاخان پوهنتون د حملې معلومات له افغان مشرانو سره شریک کړل

تاند- پاکستاني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد د پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرايي رييس عبدالله عبدالله او په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان کېمبل ته ټېلفون وکړ.

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس جنرال راحیل د خیبر پښتونخوا په چارسده کې پر پاچا خان پوهنتون د چهارشنبې د ورځې د تروریستي حملې په اړه خپل معلومات له افغان مشرانو او د غوڅ ملاتړ د ماموریت له قوماندان سره شریک کړل.

په راپور کې ویل شوي چې راحیل شریف خپل معلومات د پاچا خان پوهنتون د حملې په اړه د شویو تحقیقاتو پر اساس وړاندې کړي دي.

شریف ویلي چې پر پاچا خان پوهنتون تروریستي برید له افغانستانه د پاکستاني طالبانو د تحریک له لوري د موبایل ټېلفون له لارې کنټرولېده.

یو شمېر پاکستاني رسنیو حتي داسي ادعا هم کړې وه چې حمله کوونکي افغانان دي او له افغانستانه وراستول شوي وو.

خو د پاکستان د پوځ ویندوی جنرال عاصم بجوه وايي چې دا برید د پاکستاني طالبانو د تحریک له لوري شوی او هغوی د برید قومانده له افغانستانه د موبایل ټېلفون په وسیله ورکوله.

باجوه همداراز وویل:« په برید کې څلورو وسلوالو برخه لرله، څلور واړه وژل شوي او موږ پوره معلومات لرو چې دوی څوک وو؟ څنګه یې برید ترتیب کړ؟ او د چا په اشاره یې دا هرڅه وکړل؟»

عاصم باجوه دا هم وویل چې دوی کافي شواهد او معلومات راټول کړي چې پر اساس یې پلټنې کوي خو ده نور جزییات څرګند نه کړل.

د پاکستان د پوځ چارواکو له افغانستان او ناټو څخه غوښتي چې د دې برید د عاملانو په نیولو کې مرسته وکړي.

د پاکستاني طالبانو ویندوی محمد خراساني پرون وویل چې دوی پر پاچا خان پوهنتون په حمله کې لاس نه لري.

ده دا هم وویل چې پاکستاني طالبان له غیر نظامي ځایونو سره کار نه لري.

422 total views, 1 views today

8 comments

  1. حبیب Reply

    راحیل جانه هغه به هم ستایو د آی اس آی بړيڅی په افغانستان کی ځای پرځای شوی وی او د فلم د ډکولو لپاره به یی اکتونه کړی وی. اوس ټوله نړۍ پوهیږی چی د تروریستانو ځاله چیرته ده او څه کول غواړی. هیڅ افغان او پښتون نه غواړی د خدای بخښلی پاچاخان د پوهنتون د محصلینو یو تار هم ضایع شی . دا تاسی یاستی چی کله یی ژبه په ښوونځیو کی منع کوی او کله یی مخامخ وژنی. خدای ج منتقم دی او د ظالمانو نه به د آخرت په ورځ کی سخته پوښتنه وشی.

  2. سلیمان Reply

    افغانستان ته د څه لپاره معلومات ورکوي. دا معلومات هندوستان ته ورکړئ چې دستاسو په اندازه د افغانستان په بې امنۍ کې لاس لري او هم په پاکستان کې حملې کوي. کله چې د افغانستان او پاکستان حالات لږ مثبت خوا ته روان شي بیا هندوستان په دواړو هیوادونو کې حملې شروع کړي تر څو حالات بیرته خراب او دواړه هیوادونه پر یو بل بې باوره شي. زه هغو طالبانو ته حېران یم چې د هنوستان لپاره حملې تر سره کوي او خپل مسلمانان وژني او بیا ځانونه مسلمان هم ګڼي عجب اسلام دی هنوستاني طالبان هم پکې شته. رحیل شریف صاحب افغانستان خو بې سرپړوښه دیګ دی دا ۴۰ کاله پکې تاسو ګوتې وهلې او نورو ته مو هم لاره هواره کړې. که چیرته د هنوستان نه پوښتنه نه شئ کولی نو بیا د ټولو د بادار امریکا نه معلومات وغواړئ.

  3. speen Reply

    ای اس ای د تا په شان حملې کوي خو بیا یې په نورو راړوي! ډېره بې شرمه اداره ده.

  4. زلمی Reply

    راحیل ته ووایاست چی ته ګرم نه یی چه دافغان حکومت نه معلومات غواړي ځکه ګرم نه یی چه تاسی دومره زیات د ,ای,ایس,ای سپی روزلی چه اوس حساب او کتاب درنه ورک دی نو ځکه ا باید فغان حکومت ستاسو سره کومک وکړی تر څو داسړی خواره سپی په کوډلو او یا هم په اوسپنیز قفسونه کی ټینګ بند کړی.په درنښت
    راحیل شریف ته

  5. انجنیر سید احمد شاه سادات Reply

    د مبایل نه زنګ ورتلل هیڅ ثبوت نه شی جوړیدلای.
    پر پوله ها خوا ۳ کیلو متره د افغانستان مبایلونه کار کوی. او د پولی دیخوا ۵ کیلومتره د پاکستان او ایران مبایلونه کار کوی. کیدای شی د ای ایس ای ایجنټ د افغانستان له سیم کارت نه له لنډی کوتل نه زنګ وهلی وي. بله خبره دا ده چه د ای ایس ای ایجنټان په داخل د افغانستان کی په سلهاوو اوسی نو دا کومه سحته خبره نه ده چه د تیلیفون اړیکی هم پنجاب له افغانستانه برابری کړی وی. دولت دی باید په احتیاط ددغه ثبوط ځواب ور کړي.

  6. Bashir Reply

    دا حمله دآيس آي له خوا ډيزآن سوې اوددوئ له خواپر دې مظلوم اولس دخپلو مغرزانه اوارتجاعې اهدافو په خاطر چه هميشه پښتانه پکښي قرباني ورکوي سرته رسولې ده دا اعلان چه فکي طالبانو دا کار کړئ دئ دا اعلان هم ددغو آيس آئ له خوا سوئ دئ اوس به وګورو چه دآيی آي ددغو حملو څخه ئې هدف ځه و دا به پدې نژدو ورځو کي معلوم سي پر پيښور حمله پر کابل حمله ده هيڅ افغان ته دمنلو نه ده.
    ولي داسي حملې په کراچي لاهور اسلام آباد کي نه تر سره کيږي دا واضع ده چه دا حمله آيس آئ کړي ده دخپلو خارجي حاميانو په دستور .

  7. Safirullah Wafa Reply

    How come that, it was planned from Afghanistan. The media reported the attackers were trained in Dara-e-Adam Khel, Kheber Pakhtoonkhowa. Their training photos were reported. there is specific terrorist camp under Pakistan Army and ISI.

    Why Pakistan Army doesn’t allow media to prepare coverage from Waziristan??? there reason is clear they killed thousands of innocent people there, they destroyed their houses, schools, businesses and etc. What they did in Khebar, Tera and other valleys of Pashtoons, the same. why the pashtoons people don’t recognize the double face of Pakistan establishment?

  8. Dr.HamidUllah Zrrlver Sapi Reply

    Salaam;

    Pashtano & Afghanano wrunno lustunkoo ! sha zeer shiy
    Penjaby pokistanee D`efa` wazir Hoja Asef ” wayi” mong da 40 lya ziyat kaloonah pa India aw Afghanistan ki ddery modaxelee karry, pes-la dee ba yi na kawoo!”> i`teraf kawi.

    Vayand yi, Bajva wayi” Mong d Bachakhan Univ d hamle per plan; details etc.. xabar woo!! aw daa pakistany Talibano kirry!; bya wrosta wayi che d mobile zangona la bara ratllil!”.>> ! Kha la`neti ! che domra xabar ham viy no bya wali mo makhnewy na kawla.
    Aw d pakistany talibano sakha bae-l shawi (momkin d`aishy! ghool) Omer mansuur pa num yawcha zimavari manily da!> Turky Jihan journalist la Kofrabad`a.

    Afghanistan & Afghanan xosusen pashtani d Phakhr-e Afghan Bachakhan nuum aw reshtyny mobarezy aw KHUDAI-KHEDMATGARY ta d zrrah la kumy ihteram lary, za fikr kawim hetskala ba pa Pakhtun -meshto seemo aw pa terabya Pohantun bandy dasy bozdelana, jasusanah aw ghayr-islami, ghayr-e insany breed wa na krry. Pa 1948 ki cha d salhaoo KH.Khedmatgarano wyny bahawly vay???. Penjaby d-engreeiz goddagyan paxpla i`teraf kawi aw hatta Beynalmilal mahkeme ham beraa`t na si werkawly.

    Allah de monafikghyn aw 72 csheytany ddaly yi gharqy krri aw d Ahl-e sunnet aw djama`at 73. ddala de kamyaba krri ameen.

Leave a Reply to speen Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2