Categories

اعلان

Loading…

د پاکستان دفاع وزیر وايي، نور د افغانستان اوهند په چارو کې مداخله نه کوو

تاند- د پاکستان دفاع وزیر د خپل هیواد ملي جرګې ته پرون /چهارشنبه/ وویل چې دغه هیواد په ګاونډیو هیوادونو کې د مداخلې پالیسي پای ته رسولې ده او له خپلو ختیځو او لوېدیځو ګاونډیو یعني هند او افغانستان سره ښې اړیکې غواړي.

د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تاکید وکاوه چې هیواد یې د ګاونډیو په چارو کې د لاسوهنې پالیسي بس کړې او د دې یوه څرګنده نښه دا ده چې په افغانستان کې د سولې او پخلاینې د پروسې لپاره هلې ځلې کوي او له هند سره یې د سولې درېدلې خبرې بیا پیل کړي دي.

پاکستان تل د افغانستان او هند له لوري په خپلو کورنیو چارو کې په لاسوهنې تورن کېږي. دواړه هیوادونه وايي چې پاکستان د افغانستان او هند د ویجاړولو لپاره په خپله خاوره کې سختدریځي ترهګر روزي، په وسلو او پیسو یې سمبالوي او بیا یې ورلېږي.

خو اصف چودري وايي چې د پاکستان په پالیسي کې بدلون راغلی او د دغه بدلون له کبله اوس ښې نتیجې ترلاسه کېږي.

د پاکستان دفاع وزیر د خپل هیواد ملي جرګې (نشنل اسمبلي) ته په وینا کې په ګاونډیو هیوادونو کې د پاکستان پر لاسوهنو او نیابتي جګړې اعتراف وکړ، ویې ویل:«پاکستان په ۳۰ – ۴۰ کلونو، بلکې په خپل ټول ۶۸ کلن تاریخ کې د لومړي ځل لپاره متفاوت رول لوبوي. که څه هم موږ پخوا د نیابتي جګړې رول لوبولی او یا په یو نه یو ډول د لاسوهنې وسیله ګرځېلي یوو، خو اوس پاکستان له خپلو ګاونډیو سره د یو بل په چارو کې د نه لاسوهنې، سولې او د ټولې سیمې د ثبات خبرې کوي او حتي د دغو خبرو مشري کوي.»

ځینو پاکستاني جنرالانو هم په اسلام اباد کې د څلور اړخیزې غونډې د افغان پلاوي غړیو ته ویلي وو چې پاکستان نور نه غواړي په افغانستان کې نیابتي جګړې ته دوام ورکړي. هغوی حتي په زغرده ویلي چې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفان به سولې ته راولي او که چا سوله نه کوله سخته سزا به ورکړي.

550 total views, 2 views today

13 comments

  1. Himmat Reply

    خدای پاک د وکړی چه ددوی په زړه کی داسی مخلصانه ارادی او عملی ګامونه پورته شی……………………

  2. مجيد ژړاند Reply

    فکر نه کوم، چې دوی به له دغه شيطاني فکر او کړنو څخه لاس واخلي، خدای دې وکړي چې ژمنه عملي کړي.

  3. Ehsan Reply

    دروغ وايي ددوي بنياد په دروغو ايشودل شوي . مونژ افغانان ددوي په هيس خبره باور نكرو.

  4. حسن Reply

    چودری لالا ستا مزدورانو خو پرون هم په کابل کی خلک په وینو کی ولمبول. هیله ده خپل اعترافونه په عمل کی تطبیق کړی.

  5. Attah Reply

    Don’t believe those Generals
    If they do stop intervention police
    Pakistan will split in four pieces
    Inshaallah

  6. هارون Reply

    خوګ ډیر ځلی قسم خوړلی چی نور مرداری نه خورم

  7. ولي خان دومړ Reply

    خپل جوار څاره د سکاڼه په قسمو (لوړو) باور مه کوه

  8. سهراېې Reply

    امرېکه دالر پرې بند کړېدې. پاکستان د افغان نسل تبا کړه کم او زېاد درۍ ملېونه افغانان د پاکستان له لاسه خپل ژوند له لاسه وار کړۍ او ېو ملېون معېوبه شوې او دېرش ملېونه بې سواده را لوۍ شوې. هره اشتبا کول ېوه جزا لرې پاکستان باېد د دې اشتبا بدل هم وار کړې

  9. عبدالقهار Reply

    په شیطان باور کول لوی تیروتنه وی..دا د شیطان او فرعون نسل دی پر دوی باور کول د زان تباهی دی

  10. عبدالهادي Reply

    خداي دي دا رشتيا كري خو باور نه لرم

  11. ډاډ من Reply

    زما فارس زده نه ده خو زه به د فارسى يو متل تير کړم او بښنه غواړم دغلتى املاچى واى ازموده را ازمودن خطا است نو افغانان بايد فوهشى

  12. زلمی کوچی Reply

    هسي نه چې مونژ يي په خبرو خطا شو او دوې د خپلو شيطاني اغراضو په پلښت بې درنګه کار وکړي

  13. دلاور حبیبی Reply

    که وینا او عمل یو شان نوي، ببولالې ډیرې ویل شویدې. اوس د عمل وخت دي.
    د پاکستان پرمختګ یوازي او یوازي په
    سوله ایز افغانستان، پورې تړلې دي.
    د افغانستان سوله یوازي او یوازي د پاکستان پورې اړه لرې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2