Categories

اعلان

Loading…

پاکستاني طالبان پر پاچا خان پوهنتون په حملې کې لاس لرل ردوي

تاند- پاکستاني طالبانو په چارسده کې د پاچا خان پوهنتون په حمله کې لاس لرل رد کړل، او دا برید یې په کله وغانده.

د پاکستاني طالبانو د ویندوی محمد خراساني له لوري رسنیو ته په استول شویو برېښنالیکونو کې ویل شوي چې طالبان په غیر نظامي ادارو کې په لوست بوخت ځوانان د راتلونکې معماران ګڼي او هغوی مسلمانان او ساتنه یې خپل فرض بولي.

په همدې حال کې پاکستاني رسنۍ وايي چې طالبانو د دې حملې مسوولیت منلی دی.

پاچا خان پوهنتون د پاکستان تر واکمنۍ لاندې (په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې) یوازینی پوهنتون دی چې نه یوازې پر خپله لوحه یې د «پوهنتون» کلمه لیکلې بلکې محصلانو ته پښتو ژبه هم ورزده کوي.

پر دې سربېره د خدايي خدمتګار پاچا خان په نوم دی.

ځیني کتونکي وايي، وروسته له دې چې د ۲۰۱۴ کال د دسمبر په ۱۶مه په پېښور کې د پاکستان پر پوځي ښوونځي حمله وشوه، پر پاچا خان پوهنتون د ترهګرو او سختدریځو حمله په اسانه توجیه کېدای شي.

په چارسده کې باچا خان پوهتون د ۲۰۱۲م کال د جولای په درېيمه نېټه جوړ شوی دی. په دغه پوهنتون کې ۶ زره محصلان زده کړه کوي.

په دې پوهنتون کې د انګلیسي، ځمکپوهنې (جيالوجي)، جیوتخنیکپوهنتې (بایو ټېکنالوژۍ)، ریاضۍ، د بوټپوهنې (باټني)، کیمیا، پنځپوهنې (طبیعیات یا فېزېکس)، کمپیوټرپوهنې، مېنېجمنټ ساینس (مدیریت) ، ټولنپوهنې (سوشیالوژۍ)، کرنپوهنې (زراعت) او خزدکپوهنې (علم الحشرات یا اېنټامولوژي) څانګې شاملې دي.

پر دې سربېره په دغه پوهنتون کې د پښتونخوا د مطالعاتو څېړنیز مرکز هم دی.

301 total views, no views today

2 comments

  1. Zargoon Reply

    اوس تاسو قضاوت وکری. چی بی له تور سخه داکار چا کری دی

  2. شپون Reply

    چې طالبا نو نه ده کړې نو ضرور د سرتاج عزیز په امر به شوې وي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸