Categories

اعلان

Loading…

خوارج څوک وه؛ او څوک دي؟ /ع/میاخېل

دا مې خپل مسئولیت وګڼه چې خپل خپلوان او دوستان له هغې ډلې څخه خبر کړم ،چې سلف الصالحینو په عصر کې د الله سبحانه وتعالی له دین څخه وتلي شمیرل شوي دي، ما ته خو دا ډیره عمیقه او تر اعظمي حده ډیره ستره او مهمه موضوع ښکاري ، ځکه د یوه عادي مسلمان چې شپیته یا کم وزیات کاله عمر یې د الله عبادت کړی وي نو د ده د اخرت د کامیابۍ او ناکامۍ خبره ده، په کار دی مخکې تر مرګه پر دې عمیق غور او فکر وکړو، چېرته خو موږ په دغه ډله کې نه یو شمیرل شوي، ایا زموږ عقید د اهل السنت والجماعت له عقیدې سره په مخالفت کې خو ندي، همدارنګه چیرته زموږ عقیده خو د خوارجو عقیده نده. هسې نه د هندو ستړی خدای ناراضه کیسه په موږ ونه شي.

لاندې اته نقاطو کې د خوارجو صفات په عربي ژبه په یوه ویبپاڼه کې ذکر شوي وه، چې د الله سبحانه وتعالی په مرسته مو پښتو ژبې ته وژباړل، دا صفات د حضرت علی بن طالب رضی الله عنه له سیرت څخه تر لاسه شوي، ځکه دا پلیت خوارج د حضرت علی رضی الله عنه په پاک خلافت کې راڅرګند شول، چې زیات شمیر صحابه کرام رضی الله عنهم لا ژوندي وه او د خوارجو دغه صفات یې تر موږ رارسولي دي.

راځئ چې خپله یې هم ولولو او تر نورو یې هم ورسوو، چې خوارج څوک وه او څوک دي.

  1. الغلو في الدين: په دین کې یې په اعظمي افراط کاوه، حتی حضرت عباس رضی الله عنه فرمايي ما چې کله دوی سره مناظره کوله، تندي یې له سجدو تک تور اوختي وه، داسې اجتهادي مسائل به یې وړاندې کول چې ما فکر کاوه له دوی نه به اسلام کې نور ستر مجتهدین نه وي، همدوی دي چې په اسلام پوهیږي.
  1. الجهل بالدين: د پورته صفت په تایید ، دوی به د ایتونو او احادیثو څخه غلط استنباط او استدلال کاوه، په قران کې به یې تدبر نه کاوه، ایات به یې غلط ترجمه کاوه، کوم ایات به چې د کوم ځای لپاره نازل شوی وه هغه به یې په غلط ځای کې د استدلال په توګه تشریح کاوه، هغه ایاتونه چې د کفارو باره کې نازل شوي دوی به مسلمانانو ته کارول.
  2. شق عصا الطاعة: دوی په دې عقیده وه ،چې د مسلمانانو امیران، لارښودان او علما کرام له دین څخه وتلي او ګمراهان دي، نو له همدې امله خوارجو د پورته ذکر شویو ټولو کسانو له اطاعت څخه سرغړونه او نافرماني کوله، لکه د علی بن ابی طالب رضی الله عنه له اطاعت څخه چې منکر شوي وه.
  3. التكفير بالذنوب واستحلال دماء المسلمين وأموالهم: خوارجو په دې عقیده درلوده، که یو مسلمان کبیره ګناه وکړه نو هغه کافر ګڼل شو، کله به چې دا مسلمان کافر وګڼل شو نو دوی به ویل چې د ده مسلمان مال او وینه موږ ته جواز لري، چې د دوی مال په کوم رقم او ډول تر لاسه کولی شوه، تر لاسه کول به یې.
  4. تجويزهم على النبي صلى الله عليه وسلم ما لا يجوز في حقه (كالجور):له دوی څخه داسې خبرې اوریدل کیدلې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې به یې جوړولې ،هغه خبرې به د الله رسول نه وې کړې او یا داسې کارونو ته به یې جواز ورکولو چې لازم نه وه د نبی مهربان صلی الله علیه وسلم په حق کې دې هغې ته جواز ورکړل شي.
  5. الطعن والتضليل:لکه د نن زمانې په څیر به خواروجو د دین ائیمه، علما کرامو او لارښوونکیو ته طعنې ورکولې، بد رد، کنځلې به یې ورته کولې او ویل به یې چې دا ګمراهان دي.
  6. سوء الظن: خوارجو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په هر فعل او قول بدګماني کوله، هغه به چې کومه خبره یا عمل تر سره کړو دوی به ورباندې بدګمانه شول، چې دا خو یې صحیح خبره یا صحیح کار ونه کړو ،همدارنګه دوی ته صرف ځآن پاک ښکاري او په باقي ټولو مسلمانانو د بې لارۍ او ګمراهۍ بدګماني کوي.
  7. الشدة على المسلمين: د خوارجو عرف په کینه کې وه، خلکو په له کینې او بغض نه پيژندل، د مسلمانانو ناموس ته به یې هیڅ پروا نلره، دوی به په مسلمانانو دومره سختي کوله چې د هغوی مال، وینه هر څه ځان ته روا ګڼل نو فطرطاً چې مسلمان سره دومره سختي څوک کوي نو حتماُ به له کفارو سره نرم مزاجه او دوستانه فکر کوي، چې صریحاُ د قران عظیم له دې ایات سره په شدید ټکر کې دی.

مُحَمَّدٌ رَّسُولُ اللهِ وَالَّذِينَ مَعَهُ أَشِدَّاءُ عَلَى الْكُفَّارِ رُحَمَاءُ بَيْنَهُمْ} [الفتح من الآية:29]

ترجمه، محمد ص د الله رسول دی او هغه کسان چې له ده سره دي په کفارو سخت او په خپلو منځنو کې یو بل باندې مهربان دی.
راځئ په ګډه د ستر ذات، الله سبحانه وتعالی دربار ته دا له ګناهونو ډک لاسونه په عاجزۍ او عذر پورته کړو چې موږ ته سمه لار وښيي او په سمه لار مو روان کړي هغه لار چې الله په هغوی خپل انعام کړی او د هغوی په لار چې الله پرې غضب نه دی کړی.
آمین.

وماعلینا الاالبلاغ

524 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸