Categories

اعلان

Loading…

د علم او ادب د خپراوي ټولنې دخواخوږۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مو د هیواد د ځوان شاعر او ژورنالست محمد امین رحیمي د شهادت خبر ترلاسه کړ.

محمد امین رحیمي زموږ د وطن یو مستعد ځوان و چې د ټول هیواد په کچه یې د کانکور په ازموینو کې څلورم مقام ګټلی و اوس بهر ته د لوړو زده کړو لپاره روان و، چې د طالبانو له خوا په شهادت ورسید.

د علم او ادب د خپراوي ټولنه په دې توګه د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګيرنې مراتب د ځوانیمرګ رحیمي د کورنۍ غړو او د هغه مشر ورور تکړه شاعر او لیکوال محمد اسماعیل لاروي  ته وړاندې کوي.

د علم او ادب د خپراوي ټولنه په ټولو افغانانو غږ کوي چې د رحیمي او نورو افغانانو د قاتلانو په وړاندې خپل غږ اوچت کړي نور پرې نه ږدي چې افغان ځوانان د هغوی د غیر انساني او غیر اسلامي نظریاتو او د چوکۍ د لاس ته راوړلو د جنون ښکار شي.

د علم او ادب د خپراوي ټولنه ارواښاد محمد امین رحیمي ته د فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.

د علم او ادب د خپراوي ټولنه

41 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *