Categories

اعلان

Loading…

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر دخواخوږۍ پیغام

په ډیرې خواشینۍ سره مو د هیواد د ځوان ژورنالست محمد امین رحیمي د شهادت دردونکی خبر ترلاسه کړ.

إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ”

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر ددغه په وطن مین ځوان د شهادت د خبر په اورېدو سره، د يو لوى ویر احساس کوي. الله پاک دې د سولې د لارې دغه ځوان مبارز  ته فردوس جنت په نصيب کړي .

ارواښاد محمد امین رحیمي د ټول افغانستان په کچه د کانکور په ازموینه کې څلورم مقام درلود او اوس د لوړو زده کړو لپاره مالیزیا ته روان و، چې په ګردیز ښار کې په یوه چاودنه کې شهید شو.

میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر په دې توګه له خپلو وروڼو څخه په درنښت هیله کوي چې نور د پښتنو په تیره د پوهو ځوانانو د قتلونو په وړاندې بې تفاوته پاتې نه شي زموږ د خلکو د قاتلانو په مقابل کې یو موټی شي او زموږ د خلکو او وطن پر ضد د سیمه ایزو او نړیوالو توطیو مخه ونیسي.

 میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر د ځوانیمرګ شهید محمد امین رحیمي، ورور انسان دوست شاعر محمد اسماعیل لاروي، دوی دکورنۍ غړو او  ټولو بادرده افغانانو ته د خپلې ژورې خواشینۍ او خوا خوږي مراتب  وړاندې کوي ددوى په غم کې ځان شریک بولي . هغه ارواښاد ته فردوس جنت او کورنۍ او خواخوږو ته یې دالله پاک په دربارکې د جمیل صبر دعا کوي.

د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر

دارالانشآ

54 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *