Categories

اعلان

Loading…

لړم، ښامار شو/ توریالی ملیار

یو ځل بیا یې دواړه لاسونه وموښل وای وای یې وکړل او بیا یې خپل ګریوان ته تو کړل، پسې یې زیاته کړه:
د اسلام په نامه یې ووژلو، د اسلام په نامه یې تبا کړو د اسلام په نامه یې بې سواده کړو، اوس ماته ګوره او دوی ته.

ما چې ولید سړی دېر جدي دی نو پام مې ورته واوښت په احتیاط مې خوا ته وروکتل ما وې وګورم چې سړی نوې څپېړې وهلی که پخوانیو سوټیو شین کړی، ده مخ لږ چپې خواته کوږ کړی و، د ږېرې بیخونه مې یې چې ولیدل سپین وو ما وې ځه نو د پخوانۍ څپړې ښکار دی بې خطره پې ورځه.

ما ترې پوښتنه پیل کړه خو دی سخت ګرم و، یوازې مخ یې لږ را واړه او خپلو خبرو ته یې دوام ورکړ:
زه د لړم نیش وهلی یم د لړم… له قوماندن لړمه مار هم پوست اچاوه…. په تودو وینو وم ما وي بس، دی که نه دی همدی مسلمان دی، دی پوه دی، دی زړور دی، دی مجاهد دی، دی اتل دی او دی… دی.

هره میاشت به یې په یوه کس، د ماشین جاغور تش کړی و… نن له کابل راغلی وژلی، سبا د جاسوس په تور یو سوری سور کړی، بله ورځ د دولتي معلم په نامه زندۍ کړی او بل ځل هم پر بام د سرې بړستنې د هوارولو په تور له ژونده خلاص کړی.

کوچ، شیدې چرګان او پسونه خو یې په موږ کره حق وو، موږ به خوښ په دې وو چې قوماندان لړم مو پسه وخوړ او په راتګ مو یې وربوی بختور شو.

غزولې پښه یې لږ وښوروله او پسې زیاته یې کړه:

مشر زوی مې چې لارې ته نه راځي په همده مې دم کړی و، چې پيدا شو لړم یې مبارکۍ ته راغی ‌ډزونه یې وکړل، سرې لمبې یې پورته کړې، پسه یې وخوړ او چې وت نو په غېږ کې مې ورته را واخیست ما وې ښه یې دم کړه، ده هم ښه د زړه له خلاصه کف او چپ کړ، بیا یې په مخ لاړې هم ور تو کړې او بیرته یې راکړ- وې الله یې د مجاهد درته ستر کړي.

اوس نو زوی تر لړم بتره شوی ایل کولی یې نه شم، ږیره یې تر خیټې اوږه ده کړه، بریت یې تر زنې رسېږي او د سر پرتې یې لکه د غولو ګندنه په ملا لګیږي- محصل په جلبات پوهنتون کې دی خو ژوند یې ټول په غره راغه کې تیریږي، په ټکي پوهیږي نه خو ناکامي یې په سترګو هم ونه لیده، هغه تیر ځل یې چې په پوهنتون کې تور بیرغ پورته کړ د لړم دم را په زړه شو، ما وې ځه دم دې ورته لګیدلی او هغه هم بې اواده سه دم.

بیا یې وې خبره بلې خواته را نه ولاړه څه مې ویل؟؟؟ هه…:

تر ټولو باوري یې زه وم ځکه مازې په یوه اشاره به مې اسمان ځمکې ته ورته را کوز کړ، هغه وخت یې ګرم هم بللم او د اور نوم یې هم را ته اخیست (کریمِ اور) او په همدې نامه داسې خوشاله کیدم چې ته وايي ټوله دونیا یې ما ته راکړې ده.

بیا یې زیاته کړه هغه وخت مې چې لږ ساړه خوړلی، ولې به داسې ټوک- ټوک وم اوس به مې ولې اولادونه درپه در وو.

ورپسې یې خبره داسې اوږده کړه:

په سیسۍ چې جنګ وو، مزایل مو ورته سم او راکټونه مو ورته تېره کړل، قوماندان صاحب لړم، په احساساتو خطابه شروع کړه. اول خو د مجاهد په اخلاقو وغږید، بیا یې د جهاد په ارزښت ښې ډېرې راته وکړې، بیا د افغانستان تاریخ ته هم ورغی، چې څنګه یې کوپار جغزۍ جغزۍ کړي، او په ژړا ژړا یې د ملالې لنډۍ په شدید ترنم سره ادا کړده:

که په میوند کې شهید نه شوې خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

له دې لنډۍ سره قوماندان په ژړا او موږ یې هم وبغولو موږ چې په خپلو څادرونو اوښکې پاکولې قوماندان صاحب را نه ورک شو… دغه کار نو نور هم زموږ د عقیدت غوټۍ وغوړولې، موږ وې د وخت ولي دی، ولې به د سترګو په رپ کې رانه نه ورکيږي څه؟! الله یې دې په خیر را ورسوي.

لږ وروسته د ټانکونو غرهاری شو، زه په قوماندان صاحب لړم پسې لږ د سمڅې خواته ورغلم، هلته نه و، بس ما وې په هوا ورغلی اوس به قوه دړې وړې کړي، د سمڅې په خوله کې یې له غولو تاوونه پورته کېدل، یو ځل خو مې وې چې ولي دی، راشه دا غول یې په ځان وموښه چې ډېر تبرک دې حاصل شي او مرمۍ درباندې تاثیر ونه کړي خو بیا د ټانکونو د غږ نیږدې کیدو له دې کار پاته کړم.

شیطان قسیم، رانه وپوښتل وې څه شو قوماندان صاحب ما وې خوده، خو دومره پوهیږ چې په ځمکه نشته، قسیم ښکته وکتل او کړل یې (ابه نشته غول یې شته) قسیم چې سر پورته کاوه نو په مخ یې زما سخته څپړه ونښته ما وې د زمانې د ولي سپکاوی کوې هه!! ده په مخ لاس ونیو او بیا یې راته کړل، وې هه ولي دې هاغه دی!! ريښتیا هم په هوا دی!! ما چې پسې وکتل قوماندان صاحب پسې دوړه پرته وه او په ۱۲۰ میله کې مخ د کلي په خوا خوشی و.

زموږ سرګروپ خټک، هم قسیم ته سخت په قهر شو، وې په خپلو ځایونو کینۍ د جهاد په قیادت ملنډې مه وهئ قوماندان صاحب په نورو مجاهدینو پسې ولاړ ګورئ نه، ملاتړلی او ګوته په ماشه کوز شو… ځکه قوه لویه ده الله دې ټوولو ته خیر او عافیت پیښ کړي.

ټول بیرته آماده باش په سنګرونو کې داسې احساساتي او په غرور کیناستو چې موږ وې ټانکونه به ژوندي تر ستوني تیر او میده- میده کړو.

شیبه چې تیره شوه نو د ټانکونو دوړې هم راښکاره شوې او چې لمر او غر سره ورتلل نو ټانکونه را ورسیدل بس صاحبه دلته مو شروع سره وکړه درزه غربه درزه غرپه، د محشر ورځ جوړه وه.

شاته مې چې وکتل نو په سرګروپ ماما پسې هم داسې دوړه پرته وه تا وې ډاډسن خوشی دی دوې پښې یې خپلې دوې یې پردۍ کړې وې له سترګو مې ورک شو.

شیبه وروسته مې مخې ته یو غړز شو د هاوان مرمۍ وګېده که تر کمر دې خوا لګېدلې وای اوس به زه دلته نه درته غږیدلی، بس تر کمر ها خوا یې چې غړز وهل بدن مې یې جغزۍ جغزۍ کړ اوس ګوره یو هډوکی مې روغ نه دی پاتې سترګه خو هملته ځای پر ځای قرباني شوه…

بس دومره مې بخت بیدار و چې په شپيتو اویا کسانو کې زه هم له لسو ژوندیو، حساب او ګوډ او مات ژوندي خلاص شوو. بیا مې نه قوماندان لړم ولید او نه یې هم نیش.

څه وخت وروسته مې یې عکس په پیام حق مجله کې تر سترګو شو چې بریت تاوکړی ناست و، د قهرمانۍ شپږ لقبونه ترې مخکې او شپږ وروسته ترې ایښي وو، په همدې مرګونې جګړه یې دوه سیټه بیپور ګټلې وه.
له هغه وخته چې زه له اخ توخه ولویدم او د نورو د اوږو بار شوم بیا نو به قوماندان صاحب په بیپور کې داسې تېز رانه تېر شو لکه غشی چې له لیندې ووزي، بانه کریمی هغه کریمی و او نه یې اور هغسې لمبې وهلې.

پوره ۳۰ کاله ووتل په نویې دوره کې بیا اوازه شوه وې استاد شاغاسي راغلی… شاغاسي نو هغه پخوانی لړم و، چې اصلي نوم یې لږو خلکو پيژانده، خو اوس له ویرې چا ورته لړم نشوای ویلی، استاد و استاد!! ځکه داځل لړم د خلکو په رایه پسې راغلی و او غوښتل یې ښامار شي.

لړم د پخوانۍ بیپورې پر ځای په څو نویو نوزیو لنډکروزرو کې راغلی وو او خلکو بیا هم تش لاس ونه لیږه او همغو خلکو ترې ښامار جوړ کړ چې غیرتي یې بولو، پوه یې بولو، د ولس او خلکو غمخوار یې بولو- همغو خلکو ښامار کړ چې وژلي یې وو، ځورولي یې وو او رټلي یې وو.

هغه تیرو ورځو کې چې کابل ته ولاړم په تلویزیون مې ولید پخواني دښمن جنرال غضب ته یې شین کارت پورته کړ.

چې کابل کې مې یې د کور او ځای پوښتنه وکړه وې هلکه دلته نه شته کورکلی یې اوس د لندن (کووېنټ ګارډن) دی اولادونه یې لا په په خپله ژبه سم نشي ګړېدلی دی هم، میاشت دلته وي او نور کال لندن کې.
دایې ووې بیا یې ګریوان ته تو کړل، څنګ یې وواهه په تاخچه یې منګولو بندې کړې، لکڼه یې ورسره واخیسته کرار کرار له جوماته ووت.

12 total views, 1 views today

1 comment

  1. Ataey Reply

    ملیار صاحب دیره ښه افاده مو کړیده دا او دیته ورته قهرمانان دی چه نن ورځ ددی غیرتی ملت په ژوند او عزت لوبی کوی ،عکسونه او فلمونه یی چلیږی او ورځ په ورځ مو مصیبتونه زیاتیږی دا ټول د دوی دجهالت او مردار عمل تعفن دی چه ملت زوروی او اجنبیانو ته همدا دوی غوره دی ځکه چه د معاملو په ژبه او کردار پوهیږی او هرڅه خرڅوی چه بچیان یی ددی مظلوم مجاهد ملت لپاره د سبا ورځی ښاماران وګرځی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *