Categories

اعلان

Loading…

د ايران- سعودي سړه جګړه؛ پر افغانستان او سيمه يې اغېزې

د ستراتېژيکو او سيمه ييزو څېړنو مرکز د اوونۍ تحليل

د ۲۰۱۶ کال له پيلېدو وړاندې داسې اټکل کېده، چې په دې کال کې به د تېرو دریو کلونو په پرتله د سعودي-ایران اړیکې د عادي کېدو په لور ولاړې شي او په تېره بیا د سوریې د بحران په تړاو به هم یوې موافقې ته سره ورسېږي؛ ځکه د سوریې د بحران په تړاو دوی چمتو شوي وو، چې له یو بل سره د خبرو اترو مېز ته کېني، مګر د ۲۰۱۶ کال لومړۍ اوونۍ دغه هیلې مړاوې کړې.

د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په دویمه نېټه، د سعودي عربستان حکومت د القاعدې شبکې د غړو، تونلارو سُنیانو او د شیعه عالم شېخ نمري په شمول ۴۷ تنه د “ترهګرۍ” په تور اعدام کړل. د سعودي د دغې کړنې په غبرګون کې، په ایران کې د سعودي عربستان سفارت وسوځول شو، چې له کبله يې ریاض له تهران سره خپلې ديپلوماتیکي اړیکې پرې کړې. د سعودي عربستان نورو متحدینو هم د ریاض پر پله پل کېښود او له ایران سره يې اړیکې پرې کړې، چې له کبله يې دغه بحران نور هم د پراخېدلو په لور ولاړ.

د منځني ختیخ د همدغه بحران په جریان کې، د افغانستان اجرائيه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله ایران ته په یوه درې ورځني سفر ولاړ او وروسته افغان حکومت د دغه کړکیچ په تړاو یوه اعلامیه هم خپره کړه، چې د کابل دریځ پکې تر ډېره بې‌پرې‌ او پر ناپېیلتوب متکي وو. دا چې په منځني ختیځ کې روان بحران او سړه جګړه په کوم لور روانه ده، پر سیمه او افغانستان به یې اغېزې څه وي او په وروستیو کې ایران ته د اجرائيه رییس سفر به پر دوه‌اړخیزو اړیکو څه اغېزې وښندي، دلته پرې شننه کوو.

 

په منځني ختيځ کې سړه جګړه

د سړې جګړې په وروستیو کلونو کې چې کله په ایران کې د امریکا د اتحادي رضا شاه پهلوي پرځای اسلامي انقلاب ټینګ شو، نو په سیمه کې له ایډیالوژیکي رقابت سره مذهبي رقابت هم رامنځته شو. له همدې ځایه ایران ډېر ژر له عراق سره په یوه اوږده جګړه کې ښکېل شو.

د ایران اسلامي انقلاب په سیمه کې د ځواک انډول اغېزمن کړ او سیمه پکې پر دوو سیمه‌ییزو بلاکونو ووېشل شوه، چې د ایران متحدین پکې د لبنان حزب الله او د سوريې حافظ الاسد وو، د سعودي عربستان د متحدینو لېست بیا د ایران له متحدينو څخه لوی و، چې مصر، خلیجي هېوادونه او نور عربي هېوادونه پکې راتلل.

سعودي عربستان، چې د نړيوالې سړې جګړې پر مهال د امریکا ملاتړی و، د امریکا له تجربو زده کړل او هڅه يې وکړه، چې د “ترومن دکترین” په څېر د ایران پرخلاف خپله ځانګړې نظریه هم راوړاندې کړي او په مرسته یې ایران په خپل ګاونډ کې راحصار او تابع کړي. سعودي عربستان په همدې موخه د خپل ستراتېژيک ملګري پاکستان او له هغه ځایه بیا د هغو افغان مجاهدینو لوری ونيو، چې د تحریک برياليتوب يې هغه مهال د سعودي له مرستو سره تړلی و.

ځکه نو هغه مهال دغې سړې جګړې د افغانستان پر کورنۍ جګړه اغېز وکړ او وروسته بيا د افغانستان د سياست ډګر ته طالبان راڅرګند شول، چې له پيله يې د ايران مخالفت وکړ؛ خو بالعکس سعودي بيا له همدې امله طالبان په رسميت وپېژندل. په دې توګه د سړې جګړې دا لوبه افغانستان ته هم راولېږدول شوه او د افغانستان پر حالاتو يې ژور اغېز وکړ.

 

منځنی ختیځ؛ د بحرانونو ټاټوبی

که تېرې یوې پېړۍ ته نظر کړو، نو منځنی ختیځ د بحرانونو ځای دی. د تېرې پېړۍ په پیل کې عثماني خلافت مات شو، پرځای یې نوي حکومتونه رامنځته شول، په دویمه نړیواله جګړه کې هم منځنی ختیځ د لومړۍ نړیوالې جګړې په څېر د جګړې یوه برخه وګرځېدله.

د سړې جګړې د پیل په ورځو کې اسرائیل هېواد رامنځته شو او په ۱۹۴۸، ۱۹۵۶ او ۱۹۷۳ کلونو کې يې بیا له عربي نړۍ سره درې لویې جګړې هم وکړې. د ۱۹۷۳ کال عرب-اسراییل جګړه کې د عربانو له‌خوا د تېلو نرخونه لوړ شول او پای يې په نړۍ کې انفلاسیون راووست، چې اوس هم په اقتصادي تاریخ کې د 1973 economic crises په نامه سره یادیږي. د دې ترڅنګ په فلسطین کې د اسرائیلو وحشیانه کړنې هم ځینې مهال بحرانونو ته لاره خلاصوي.

د سړې جګړې په پای کې په منځني ختیځ کې د خلیج جګړه پيل شوه، وروسته په ۲۰۰۳ کال کې امریکا د کیمیاوي او بیالوژيکي وسلو په تور پر عراق یرغل وکړ او وروسته یې بیا په عراق کې په غیرمستقیم ډول د داعش راتګ ته هم لاره پرانیستله.

په روانه لسیزه کې په منځني ختیځ کې د عربي پسرلي څپه راوالوتله، چې له تونس څخه په پيل کېدو ډېر ژر نورو عربي سیمو ته ورسېدله. دغه پسرلي په تونس، لیبیا او مصر کې دکتاتور حکومتونه راونړول خو په لیبیا کې ورپسې متصل کورنۍ جګړه پیل شوه او په مصر کې د یوه کال دننه د مصر لومړنی ولسواک حکومت د پوځ او یو شمېر سیمه‌ییزو هېوادونو له‌خوا ونړول شو.

په ۲۰۱۱ کال کې په سعودي کې هم د عربي پسرلي تر عنوان لاندې په سویل کې یو شمېر شیعه‌ګانو پاڅون وکړ، چې شېخ نېمري هم پکې شامل و. سعودي د شېخ نېمري په پاڅون کې د ایرانیانو لاس وګاڼه او ډېر ژر د عربي پاڅونونو له کبله ووېرېد او دا یې د بادشاهۍ نظام ته ګواښ وباله. له همدې کبله یې په مصر کې د مُرسي حکومت په راپرځولو کې هم مهم رول ولوباوه.

که څه هم د عربي پسرلي له پيل راهیسې په منځني ختيځ کې د ایران-سعودي اړیکې ډېرې ښې نه وې؛ خو دغه اړیکې بیا دومره کړکیچنې هم نه وې، لکه د ۲۰۱۶ کال په پيل کې چې دي.

 

د سعودي-ایران اړیکې ولې کړکېچنې شوې؟

په مجموع کې د ۱۹۷۹ کال راهیسې د سعودي-ایران اړیکې کړکیچنې پاتې شوې. د سعودي-ایران د اختلافاتو غټ ټکي سیمه‌ییز رقابتونه او د سُني او شیعه مذهبي توپير دی. دواړو د یو بل پرضد د یو بل د مخالفینو ملاتړ کړی دی.

اوسمهال د سعودي-ایران اړیکې تر ډېره د همدې سیمه‌ییز رقابت او سُني-شیعه پر مسئلې راڅرخي. د ایران ډېری ګټې د بشار الاسد تر حاکميت لاندې سوریې او د یمن له حوثیانو سره تړل شوې دي. په بل اړخ کې سعودي د بشار الاسد له مخالفینو سره پراخې مرستې کوي او همدا راز د یمن پر حوثیانو یې هم د دې اندېښنې له کبله بمبارۍ وکړې، چې له یوې خوا د ایران د حصار تر کړۍ لاندې رانشي او له بلې خوا د سعودي په سویل کې پاڅون او اړ و دوړ ته لاره هواره نه شي.

د سعودي-ایران اختلافات د تېر کال د حج د پېښې له کبله هم خرابې شوې او ایراني لوړ پوړو چارواکو يې په تړاو توندې نیوکې وکړې.

د ۲۰۱۶ کال د جنورۍ په دویمه نېټه سعودي ۴۷ تنه، چې ډېری یې د القاعده شبکې غړي او سُنیان وو او لږه برخه یې شیعه‌ګان چې پکې مشهور شیعه عالم نېمري هم و، په ۱۲ مختلفو ځایونو کې په دار وځړول. په ایران کې په همدې ورځ لاریون کوونکو لومړی په مشهد کې د سعودي قونسلګري وسوځوله او بیا یې په تهران کې د سعودي سفارت ته اور واچاوه.

سعودي د خپل سفارت د سوځېدو په غبرګون کې له ایران سره خپلې اړیکې پرې کړې، په سعودي کې یې د ایران سفیر ته د وتلو امر وکړ، له ایران سره یې سوداګریزې او هوايي اړیکې پرې کړې او په دې توګه دا د عراق-ایران له اوږدې جګړې وروسته لومړی ځل دی، چې د سعودي او ایران اړیکې پکې دومره کړکېچنېږي.

 

د سعودي-ایران کړکیچ کې د کابل دریځ

د یمن له بحران څخه وروسته، افغانستان د سعودي-ایران کړکیچ په تړاو بې‌پرې او ناپېیلتوب ښه دریځ نیولی او هم یې د دوی د اړیکو پرې کېدل د سیمې او اسلامي نړۍ په تاوان بللي دی، ځکه د افغانستان داخلي او بهرنۍ ګټې دا نه ایجابوي، چې د دوی په خپل‌منځي شخړو کې طرف واقع شي.

په ایران کې په ملیونونو افغان کډوال اوسېږي، د چابهار بندر به یې زموږ ترانزيټ تر ډېره له سیاسي چلند څخه ازاد کړي او پر یوه هېواد به یې هم متکي نه کړي. همدا راز په سعودي عربستان کې هم زرګونه افغان کارګر په کارونو بوخت دي او هر کال افغانستان ته ډېری پيسې هم رالېږي.

پر سیمه او افغانستان د سعودي-ایران د کړکیچ اغېزې

  • منځنی ختیځ په دوو بلاکونو ووېشل شو: که څه هم د سعودي-ایران له کړکېچنو ديپلوماتیکو اړیکو څخه وړاندې هم سیمه د سوریې او یمن له کبله پر دوو بلاکونو وېشل شوې وه او هر یو بلاک نړیوال ملاتړي هم درلودل. خو د سعودي-ایران وروستیو ډيپلوماتیکي اړیکو دغه اختلافات نور هم ژور کړل. بحرین، کویټ، سوډان او سومالیې د سعودي پر ملاتړ له ایران سره خپلې ديپلوماتیکي اړیکې پرې کړې او عربي متحده اماراتو بیا له ایران سره د خپلو سوداګریزو اړیکو له کبله ديپلوماتیکي اړیکې پرې نه کړې؛ خو ټیټې کچې ته یې ورسولې.
  • د سوریې بحران به نور هم اوږد شي: د سعودي-ایران له اوسنيو اختلافاتو او کړکیچنو اړیکو څخه وړاندې دواړه تقریباً په دې تړاو توافق ته رسېدلي وو، چې د سوريې په تړاو به د خبرو اترو مېز ته کېني. په سعودي کې هم د بشار الاسد وسله‌والو مخالفینو په دې همغږي ښودلې وه، چې د سوریې بحران به د خبرو اترو له لارې هواروي؛ خو د سعودي-ایران اوسنیو اړیکو ته په کتلو سره داسې برېښي، چې د دغو اړیکو لومړنی قرباني به د سوريې بحران وي. همدا لامل دی، چې سوریې ته د ملګرو ملتونو استازی غواړي، سعودي او ایران ته سفرونه وکړي، څو د دوی اختلافات پر سوریې سیوری ونه غوړوي.
  • د تېلو پر نرخونو يې اغېزه: منځنی ختیځ د تېلو تر ټولو زیاته زیرمه لرونکې سیمه ده او په ورځني ډول د نړۍ تر ټولو زیات تېل تولیدوي. ایران او سعودي د اوپېک سازمان بنسټ اېښودونکي دي او د دواړو هېوادونو رقابت او په مجموع کې په منځني ختیځ کې کړکیچ بیا د تېلو پر نرخونو اغېزې کوي. دغه اغېزې دوه ډوله وي:

لومړی ډول؛ د تېلو نرخونه لوړېږی: په منځني ختیځ کې کړکیچونه یا جګړې د تېلو پر عرضې اغېز کوي او له کبله یې د تېلو نرخونه لوړېږي. د ۱۹۷۳ کال عرب-اسراییل جګړې پرمهال هم د تېلو نرخونه لوړ شوي وو او وروسته هم په ډېرو هغو کړکیچونو کې، چې د سعودي-ایران اختلافاتو تر سیوري لاندې به نه وو، له امله به يې د تېلو نرخونه لوړېدل.

دویم ډول؛ د تېلو نرخونه ټيټیږي: ډېری مهال چې په منځني ختيځ کې د سعودي-ایران اړیکې کړکیچنې شي، نو سعودي، چې د تیلو پراخې زیرمې لري، له خپلو تیلو څخه د وسلې په توګه کار اخلي. دوی په ورځني ډول د تېلو عرضه زیاتوي، چې له کبله يې په نړۍ کې د تېلو پيداوار زیاتېږي او په پای کې یې نرخونه رالوېږي. سعودي له دې لارې غواړي، چې ایران ته په اقتصادي توګه درانه تاوانونه واړوي.

له ۲۰۰۴ کال راهیسې دا لومړی ځل دی، چې د یو بېرل تېلو نرخ دومره ټیټ شوی، اوس د یو بېرل تېلو نرخ ۳۴.۶۵ امریکايي ډالرو ته رسیدلی دی[1].

  • د فرقهیي جګړې تودېدل: په هغو هېوادونو کې چې سُني او شیعه وګړي پکې مېشت وي، هلته د ایران-سعودي د ژورو اختلافاتو سیوری پر دغو هېوادونو هم لوېږي.

پای

[1] See online: http://www.telegraph.co.uk/finance/oilprices/12084237/saudi-arabia-iran-tensions-brent-crude-oil-hits-11-year-low.html

127 total views, 1 views today

1 comment

  1. شپون Reply

    ښکلس منطقي تحلیل

Leave a Reply to شپون Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *