Categories

اعلان

Loading…

د پښتوټولني او باړه گلۍ فیصلې/ محمدمعصوم هوتک

(دوهمه برخه)

یادونه : ما پخپله لیکنه کي د ځان له خوا وراچول سوې برخه په سره رنگ لیکلې ده او تاند ته مي پي ډي ایف شکل ورواستاوه. هغوی راته ولیکل چي په پي ډي ایف کي ستونزي لري. دغه سبب دئ چي صرف یو څه برخه ئې په سره رنگ خپره کړه او نوره لیکنه ټوله په تور رنگ ده. که زیاتوني په سره رنگ خپرې سوي وای، زما د مطلب ټکي به ئې ډېرښه واضح کړي وای. (هوتک)

++++++++++

لکه ښاغلي ستانه میر زهیر او دلیکوالي کتاب ارواښاد لیکوال چي لیکلي دي دوهمه غونډه د۱۳۲۷ ش کال د وږي پر اتمه = ۱۹۴۸ ع د اگسټ ۳۰ مه په کابل کي جوړه سوه. په دې غونډه کي دافغانستان ۱۱ تنو لیکوالو او پوهانو او دپېښور اتو تنو لیکوالو او پوهانو برخه اخیستې وه. ښاغلي زهیر ئې نومونه نه دي راوړي او زه (هوتک)به ئې راوړم.

د افغانستان پوهان او لیکوال:

شمس الدین مجروح ، عبدالرؤف بېنوا ، صدیق الله رښتین ، قیام الدین خادم ، گل پاچا الفت ، مولوي عبیدالله صافی ، ارسلان سلیمي ، عبدالخالق اخلاص ، محمد هاشم میوندوال ، نیک محمد پکتیانی ، محمد نور خان.

د پېښور پوهان او لیکوال:

مولانا عبدالقادر ، عبدالخالق خلیق ، حکیم انوارالحق ، امیر حمزه شینواری ، محمد نواز خټک ، سید رسول رسا ، خامنیر هلالي ، ملک سیدال شینواری.

په دې غونډه کي پر شپاړسو اختلافي موادو بحث وسو او فیصله سول.

زه به ئې دښاغلي ستانه میر زهیر دلیکني پر ترتیب راوړم .

ن ــ نړ …………………. ڼ

زه ، ته، ده ــ زهء ، تهء ، دهء ………………. (زه، ته، ده) بې همزې ټولو دغسي مثالونو. ( په اصل فیصله کي عین مطلب داسي دئ ” د( زه، دده، ښه ، ته ) په کلمو کښې د (ه) دپاسه دهمزه لیکلو ته ضرورت نشته …..”)

تر دې وروسته په اصل فیصله کي یوه ماده سته چي دښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه او د لیکوالي مولف نه ده راوړې. هغه داسي ده :

مجهوله (ې) په منځ کښې به په منځ کښې په دوه لاندنیو ټکو او معروفه (ی) به په دوه څنگ په څنگ ټکو لیکلې شي. لکه هېر، میل او په آخر کښې اوږده (ۍ) او گرده (ی) چه ټکي لاندې باندې وي (ې) دواړه صحیح دي”.

اورېدل ، اخیستل ــ اورېدل ، اخیستل …… اورېدل ــ اخیستل ( بې مده) (دا د فیصلې څلرمه ماده ده خو په فیصله کي ئې ” اروېدل” لیکلی دئ)

وليد، وګوره ، اوليده ،اوګورهُ……………………. وليد، وګوره ( بې الفه ).(دا دفیصلې نهمه ماده ده)

م- د ، پر ( زير سره ) ، لاندې، باندې ……. مې، دې، پرې، لاندې، باندې (دا او ورپسې دوې لیکي ټولي دفیصلې پنځمه ماده ده او اصل عبارت ئې داسي دئ :” د ( مې،دې،ترې،پرې، لاندی، باندی) او داسی نورو کلموکښې باید د زیر په ځای (ې) ولیکل شی دغه شان (بوخت،گوډ،گوته، لومړی، کوچنی) او داسی نوری کلمې په (و) صحیح دی”. باید ووایم چي (لاندی، باندی،داسی ، شی) کلمې ئې په فیصله کي په بې ټکو (ی) کښلي دي او د نورو کلماتو په شان ئې (ې) نه ده لیکلې. دا کار دکاتب سهوه نه ده ،بلکي شعوري لیکنه ده او مطلب پکښې دا دئ چي د(لاندي، باندي، داسي، شي) دلیکلو له پاره ئې لار خلاصه پرې ایښې ده. که ئې څوک په (ې) لیکي که په لنډه (ي).ددریمي کرښي (لمړی، کچنی) په فیصله کي نسته.)

لومړی، کوچنی، ګوډ، ګوته ، بوخت……….. لومړی، کوچنی، ګوډ، ګوته

لمړی، کچنی، بو خت.

چاپ، ګړۍ – چهاپ ، ګهړۍ……………………… چاپ، ګړۍ (دا د فیصلې شپږمه ماده ده. په فیصله کي ئې عبارت بل راز دئ خو مطلب ئې همدا دئ)

( ښ )…… اتوری به د (( ش )) او (( خ )) په ځای نه ليکو(دا او ورپسې کرښه دفیصلې اوومه ماده ده او هورې ئې عبارت داسي دئ : ” دپښتو(ښ) (ږ) به په هغو کلمو کښی لیکل کېږی چه په اول کښی (خ،ش) او په دوهم کښی د( گ،ژ) غږونه موجود وی او که صرف یو آواز ولری هغه به په (خ، یا گ) لیکلی شی، لکه : خور،خواهر،سترگه او داسی نور) دغه شان ږیره او ټول حالیه افعال به په (ږ) لیکل کېږی لکه : پاڅېږی، غورزېږی او نور.” )

( ږ ) دا توری به د (( ژ )) او ((ګ)) په ځای نه ليکو( دا دفیصلې د اوومي مادې یوه برخه ده.جلا ماده نه ده)

(ځ) دا توری به (( تلل )) د مصدر په حال فعل او د غسې نورو افعالو کښې ليکو لکه : ځی ، راځی (دا د فیصلې اتمه ماده ده. دهغې عبارت بل راز دئ او دلته به ټوله اتمه ماده رانقل کړم :” دتلل دمصدر او دهغه د مرکبو مصدرونو فعل حال په پښتو (ځ) صحیح دی لکه : ( ځی،راځی، ورځی ، درځی ، بوځی) او د باقی نورو داسی مصدرونو فعل حال د (هوز) په (ز) لیکل پکار دی لکه : گرزی ، پرزی ، غورزی ، پرېوزی ، کښېوزی ) او نور هم په دغه (ز) لیکل شی.”)

( نهمه ماده د ښاغلي ستانه میر زهیر په لیکنه کي نسته. ښايي په هغه ماخذ کي چي دوی دافیصله ځني رااخیستې ده، هم نه وي راغلې. زه به ئې دراتلونکي تحقیق له پاره کټ مټ دلته راوړم : ” دماضی مطلق او حال امر ټولی صیغی چه په الحاقی (و) جوړېږی دهغو په سر کښی د(ا) لیکلو ته ضرورت نشته او بې الفه به لیکل کېږی لکه : وکوت ، ولیده، وغورزېده، وگوری .” )

ژوند، جوند، زوند………. ژوند( په د غسې لغاتو کښې به له (( ژ )) نه کاراخلو. ( دا د فیصلې لسمه ماده ده. په اصل فیصله کي عبارت او مثالونه له پورتنۍ جملې سره توپیر لري خو مطلب ئې همداسي دئ لکه ښاغلي ستانه میرزهیر صاحب چي رااخیستی دئ. داصلي فیصلې عبارت په دې ډول دئ :” د ( ژوند، ژمی ،پېژندل، ژړل، ژور ) دکلمو لیکل په درې ټکی (ژ) صحیح دی.”)

ځينې- ځنې…………… د بعضې په معنا به ( ځينې ) او د ( از ) په معنا به ( ځنې ) ليکو. (دا دفیصلې یوولسمه ماده ده . مطلب ئې همدا دئ خو په اصل کي ئې مثالونه په دې ډول ورسره راوړي دي : ” لکه : ځیني خلق ، له تاځنی می واخیست”.)

ويل – وی……….. ويل ( يوازې په شعر کښې (( وی )) جايزدی ) (دا دفیصلې ۱۲ مه ماده ده. هورې ئې ( وې) په اوږده (ې) لیکلی دئ.)

کښې ، کښ………………. کښې (دا د فیصلې ۱۳ مه ماده ده. هورې (کښ) نسته . )

د ماضي بعيد ضميرونه ( وم، وو ، وې ، ؤ ، وه ، و، وې ) يعنې د مفرد غايب لپاره يو ( و ) او د جمع لپاره دوه ( وو ) ليکل کېږی. (دا د فیصلې ۱۴ مه ماده ده . مثالونه او تر (یعني) وروسته حکم ئې دواړه توپیر ورسره لري. اصلي ماده داسي ده : ” د ماضی بعیدی ضمیرونه به په دې وروسته صورت لیکل کېږي : ( وم ، وو ، وې ، وئ ، و، وو، وه ، وې) یعني دجمع مذکر دپاره یو (و) او دمفرد مؤنث دپاره (وه) صحیح دی.” دلته د ښاغلي ستانه میر زهیر لیکنه معقوله او مستنده ده خو دفیصلې اصل که څه هم نیمگړتیالري، باید خوندي وساتو. زما په نظر خو د اصلي فیصلې د ” جمع مذکر” پر ځای باید ” مفرد مذکر” راغلی وای. )

د شول د مصدر مشتقات شوم- شوو- شوې – شوی –شول –شوه وليدل بايد داسې وليکو: وليد- وکوت – وکړ مګر وتاړه، وواهه بايد په اخره کښی (ه ) ولري.(دا برخه په اصل فیصله کي دوې جلا جلا مادې دي. د(شول) برخه ئې تر (شوه) پوري دپنځلسمي مادې لنډیز او د (ولیدل) برخه ئې د شپاړسمي مادې خلاصه ده. داصلي فیصلې ۱۵مه ماده داسي ده : ” د وشول د مصدر افعال په دې شان راځی ( وشوم، وشوو، وشوې، وشوئ، وشوو، وشول، وشوه، وشوې) یعنی د جمع متکلم په آخر کښی دوه واوه، دمفرد مذکر په اخیر کښی یو (و) او دجمع مذکر غائب په آخر کښی (ل) لیکل صحیح دی مگر په جمع مذکر کښی چه کوم بل مصدر مبتدا واقع شی په مخفف ډول (وشوو) هم راتلای شی لکه : ( لیدل وشوو) دغه شان په نورو افعالو کښی هم باید دجمع مذکر غائب صیغی په (ل) ولیکل شی لکه هلکان راغلل او داسی نور.” ). په اصلي فیصله کي شپاړسمه ماده داسي ده : (“ ټولی مطلقی ماضی گانی د مفرد مذکر غایب دپاره په موقوف صورت یعنی بې له ( ه ، ی ، و) څخه راځی لکه ( ولید، وکوت، وکړ، وغورزېد، وچلېد) مگر په کومو مصادرو کښی چه موقوف صورت مستعمل نه وی هلته دغه صیغه په زورکی واله هې راځی لکه : وتاړه ، وواژه ، وواهه ، وشاړه ، وغورزاوه ، وگرزاوه. په دې قسم صیغو کښی الف لیکل هم ضروری دی”.)

ښاغلي لوستونکي به متوجه سوي وي چي موږ دمتن په رانقلولو کي ځانونو ته د څومري مداخلې حق ورکوو. ماته دا نه معلومېږي چي دا تصرف د چا له خوا سوی دئ؟ ښاغلي ستانه میر زهیر راته لیکلي دي چي دوی متن کټ مټ رانقل کړی دئ او که کومه ټایپي غلطي پکښې وي، وي به. نو له دې څخه ښکاري چي لاسوهنه په هغه ماخذ کي پېښه ده چي ستانه میر زهیرصاحب استفاده ځني کړې ده.دا چي له دې پرېکړو سره موافقه سته، یا نسته، هغه بېله خبره ده، مگر په اصل متن کي دتصرف حق هیڅوک نه لري. پر دې موادو باندي ۱۹ تنو لر او بر پوهانو او لیکوالو لاسلیکونه کړي دي او موږ پکښې د یوې کامې قدر یا یوې خاشې په اندازه دلاسوهني صلاحیت او حق نه لرو.

ددغي فیصلې په وخت کي لا (چه) په همدې ډول لیکل کېدئ. په (ې) یا (ي) ئې نه کیښ.

(نوربیا)

د استاد هوتک نورې لیکنې

60 total views, 1 views today

1 comment

  1. نجیب صدیقی Reply

    استاده الله د ډېر عمر د پښتو ژبې د خدمت لپاره ژوندی لره. موږ پښتانه که یو پر بل نقد کوو، دغه د دې له امله نه دی چې موږ له ده بد رآځې، بلکې د دې لپاره دی چې پښتو سره یوه پرمختللې ژبه کړي. په درنښت زه اوس غواړم پښتو ژبه زده کړم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *