Categories

اعلان

Loading…

ازادي؛ د ارواښاد صدیق پسرلي په شعر کې/ فرشته جلالزی

زموږ یوه خپل به روژه خوړه .

ټولو به خبرې پسې کولې.

خو ده ولې روژه نه نیوله ؟

او  خلکو به  ولې بحثونه ورباندې کول؟

پر دې خبره اوس ډير کلونه اوښتي خو ولې نن را یاده شوه ؟

څو کاله مخکې ، اروښاد محمد صدیق پسرلي د خپلو غزلو یوه مجموعه راته را لیږلی وو.

متاسفانه ، مخامخ مې ونه لید چې مننه یې وکړم او بیا یې د وفات خبر خپور شو.

اصلي خبرې ته راځم.

نن مې د خپلو کتابونو المارۍ پاکوله .

له ډيرې مودې وروسته مې د اروښاد د غزلو هغه مجموعه را واخیسته او د کابل له بیروبار ډکو ، خړو ، خاورینو ، لمرینو ورځو ته یې بوتلم چې ما خبریالي کوله .

را یاد شول چې ځينې خبرو معنی نه راته درلوده او ځیني مفاهیم راته بې ارزښته وو.

ځينې بې ارزښته خبرې، درنې راته  معلومیدې … او زه په دې کشمکش کې بې غمه وم.

هغه وخت د اروښاد د غزلو پر ارزښت د خوند تر حده پوهیدم.

خو نن مې یو نوی شی په کې پیدا کړ او ښايي د ذهن یو پخوانی سئوال مې حل کړ؟

ایا تاسې د اروښاد صدیق پسرلي په شعر کې  د [ازادۍ] احساس او تعریف ته متوجه شوي یاست؟

د خپلې رایې ازادي:

ړانده ټول عمر پټې سترګې په امسا پسې ځي

بینا هغه دی ، چې هم لارې هم رهبر بدلوي

نه زوړ منطق چلیږي، یاره  نه زاړه فکرونه

زیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي

پر  ژوند د سوال کولو ازادي:

غره ته ختلو کړم په ډيرو منل شویو شکمن

چې غربه لوړ وو خامخا که شاوخوا ناسته وه ؟

پر ځان د سوال کولو ازادي:

خدایزده کمزوري وه د دماغ که خوشبیني د زړه

نیم يې د منلو ندي، څه چې موږ منلي دي

68 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *