Categories

اعلان

Loading…

د وردګو پوهنتون، هیلي او ننگوني/ محمد عارف رسولي

سریزه

تر اوسه د وردګو په ولایت کې د یوه یا دوه نورو ولایتونو په شمول کوم پوهنتون نه و. د کلونو راهیسي زموږ خلکو غوښتل چې دولت دي و موږ ته د نورو ولایتونو په څیر دولتي پوهنتون منظور او جوړ کړي. د دې ترڅنګ موږ غوښتل چې زموږ په ولایت کې د نورو پروژو په ځای، او زموږ د ولایت او ولسوالیو د کوکونارو د نه کرلو بدیل دولتي مرسته دې زموږ په ولایت او سیمه کې په پوهنتون ولګیږي. خو دا کار ډېر وځنډېده او زر یې سمه اړینه پایله ورنکړه.

څو کلونه مخکې د دولت لخوا په وردګو ولایت کې د یوه دولتي پوهنتون منظوري ورکړل شوه. خو د راز لاملونو له کبله تراوسه زیاته پاملرنه ورته نه وه شوې او کومه بودجه نه ورباندې لګیدلې.

د وردګو ولسونه، روڼ اندي او کدرونه پوهیدل چې که څه هم دا د دولت مسؤلیت دی چې زموږ پوهنتون په پښو ودروي خو زموږ دملک واقعیتونه داسې دي چې که یو مخ دولت ته انتظار وکړو کیدای شي پوهنتون به له لاسه ورکړو او یا به په کلونو وځنډیږي. نو هغوی وپتیله چې هم پخپله لاس پکار شی او هم د دولت په اړوندو ادارو اخلاقي او قانوني فشار واچوي چې زموږ پوهنتون ته پاملرنه وکړي. اوس دولت او د لوړو زده کړو وزارت د وردګو پوهنتون ته پاملرنه کوي او باور لرو چې کله دولت زموږ د خلکو تنده ووینی پاملرنه به یې زیاته شي.

خو زموږ یو شمیر مدني فعالانو ته پوښتنې او ګیلې پیدا شوې چې دا خو یو دولتي پوهنتون دی نو ولې دولت ورته بودجه نه بیلوي، ولې موږ په دولت اړین فشار نه اچوو او ولې زموږ خلک ورته پیسې ټولوي؟

د دې لیکنې یوه موخه داده چې د پورته خبرو په هکله له درنو لوستونکو سره یو څه نظریات شریک کړم. ترڅو د اړونده مسئلو په هکله درنو دوستانو ته یو څه مالومات ورکړم.

بله موخه دا هم ده چې د پوهنتون د ښیګڼو، ګټو، پوهنتون ته د ښه او اړین چاپیریال د رامنځته کولو په هکله یو بحث وکړم. همدارنګه، هغه مسئلې، شرطونه، او محیطي شرایط چې د هر دولتي پوهنتون او په خاصه توګه د وردګو د دولتي پوهنتون د ودې لپاره اړین دي په ګوته کړم. او داچې څنګه هغه په یوه سیمه ایز علمي نهاد بدلیدلای شي، څه ستونزې او ننګونې شتون لري.

هیله ده چې دا لیکنه تریوې کچې له لوستونکو سره مرسته وکړي چې د پوهنتون په هکله د دولت، د لوړو زده کړو د محترم وزارت، د ولایتي محترمې ادارې، سیمه ایزو خلکو، روڼ اندو، علمي کدرونو، ملي پانګوالو او نورو خلکو دندې او مسؤلیتونه ټولو ته روښانه شي.

د وردګو د پوهنتون ظهور

خو څو کاله مخکې له ډېر انتظار، هیلو، هڅو او منډو ترړو وروسته افغان دولت د وردګو په ولایت کې د یوه دولتي پوهنتون منظوري ورکړه. د دولت د اړینو ادارو لخوا لکه د لوړو زده کړو وزارت، ولایتي ادارې، وکیلانو او قومي مخورو د پوهنتون ځای وټاکه، او د بنسټ ډبره یې کیښوده. د کرنې پوهنځۍ له تیر کال راهیسې هلته په کار پیل وکړ او سږ کال د بلې پوهنځۍ د پیل تمه هم شته. خو په خواشینۍ سره د ځینو ننګونو له مخې لکه څنګه چې د خلکو هیلې وې د دولت لخوا ورباندې کوم د پام وړ بودجه ونه لګیده. د دې لپاره چې د وردګو پوهنتون په واقعیت بدل او پرمختګ وکړي، زموږ زیاتو ملي تاجرانو، په ښوونه او روزنه، پوهه او علم مینو کدرونو د معنوي او مادي مرستو لاس ورکړ.

د وردګو خلک که څه هم شتمن نه دي خو په علم او پوهه مین دي. د هیواد په کچه به داسې پوهنتون نه وي چې هلته به وردګ استادان د هیواد د ځوان نسل په روزلو کې په خدمت بوخت نه وي. همدارنګه زیات وردګ استادان په خارجي پوهنتونونو کې د استادانو په توګه دنده ترسره کوي او ستر ستر علمي مقامونه لري. په خواشینۍ سره د راز راز لاملونو له کبله تراوسه د وردګو په سیمه او ولایت کې کوم پوهنتون نه وو. خو له نیکه مرغه اوس د وردګو پوهنتون د دولت لخوا منظور شوی، د ظهور په حال کې دی، سږ کال د کرنې پوهنځۍ شاګردانو پکې درسونه ولوستل او کال ته هیله ده چې یوه بله پوهنځۍ هم پکې زیاته شي.

که څه هم دا دولتي پوهنتون دی، دلته به د هیواد د هرځوان شاګرد، کدر او استاد لپاره چې د دولتي شرایطو سره سم وي ځای وي. تراوسه د ظهور په لمړنیو پړاوونو کې دی، خو باور لرو چې د لوی خدای په مرسته، د دولت په پاملرنه، ستراتیژیک پلان او بودجه به دا پوهنتون پرمخ ځي. خو اړینه ده چې پوه شو د دولت هڅې به هلته بریالۍ وي چې ځایي خلک پوهنې، لوړو زده کړو او پوهنتون ته لمړیتوب ورکړي، ورڅخه ننګه او ساتنه وکړي او هم هغه له دولته په کلکه وغواړي. د وردګو دکدرونو ارمان دادی چې کله زموږ خلک او مشران له ولسمشر سره ګوري نو په سر کې به د پوهنتون د پرمختګ غوښتنه کوي، هلته به پوهنتون پرمخ ځي.

همدارنګه، زموږ خلکو، روحاني شخصیتونو، وکیل صاحبانو، قومي مشرانو، علمی کدرونو او لیکوالانو، ملي تاجرانو او په تیره بیا زموږ د ځوانو کدرونو کلک هوډ کړی چې هم به له دولت څخه غواړي او هم به پخپلو مادي او معنوي مرستو دا دولتي پوهنتون په یوه علمي، سیمه ایز او نړیوال علمي مرکز او نهاد بدلوي. موږ د دې موخو د ترلاسه کولو په ننګونو ښه پوه یو خو باور لرو چې دا یو ممکن کار دی که سمه پاملرنه ورته وشي، د دولت همکاري جلب شي، د سمې او اړینې تګلارې په مټ په دې کار کې بریا ترلاسه کولای شو.

دا کار څنګه شونی دی؟

داسې پوهان او استادان شته او هم یې هوډ کړی چې خپله اکادیمکي پوهه او تجربې به د پوهنتون له ادارې سره شریکې کړي، ځینې کدرونو به د اړتیا په صورت کې په رضاکارانه ډول دشاګردانو د تعلیمي کچې د دلوړولو لپاره درس ورکړي او دا کار اوس هم کوي، ځینې کسان به علمي کتابونه ورسره مرسته وکړي، ځینې شتمن خلک به د پوهنتون په انګړ کې ښکلي تعمیرونه، کتابتون، د سپورت سهولتونه، کرنیز فارمونه، لابراتوارونه، د مالوماتي تکنالوژۍ د سهولتونو او وسایلو او نورو مرسته وکړي. د قوم مشران به د پوهنتون له ادارې سره د ولس همغږي، مرسته او خواخوږي زیاته کړی ترڅو ټول ولس د پوهنتون په اهمیت، ګټو، شته ننګونو ښه پوه شي او د همکاریو یو اړین چاپیریال به په هغه ساحه کې رامنځته کړي. ځینې پانګوال به په سیمه کې د استوګنې دبلاکونو، مارکیټونو، هټیو، رستورانونو او تفریحي ځایوو کې د دولتی پلان له مخې پانګونه وکړي او د پوهنتون لپاره به اړینې اسانتیاوې رامنځته کړي.

څوک به ووایي چې داخو یو دولتي پوهنتون دی او د سیمې خلک به څنګه دهغو په وده کې مرسته وکولای شي او ولې دولت دې ته پاملرنه نه کوي. خو موږ باور لرو او ښه مثالونه هم له ځان سره لرو چې که د سیمې خلک سم لید لوري ولري، له دولت څخه هم په ځای او سمه غوښتنه وکړي او ورته لاس ورکړي، سم شرایط برابر کړي ډېر څه ترلاسه کولای شي. د وردګو د کدرونو په اند که موږ د دولت په مرسته او د لوړو زده کړو د محترم وزارت تر رهبرۍ لاندې وتوانیدو چې دهیواد د ځوانانو لپاره په دې پوهنتون کې یو ښه له تعصب څخه پاک علمي، اکادیمیکی، مدیریتي او اداري چاپیریال او شرایط رامنځته کړو موږ بریالي کیدلای شو چې د وردګو پوهنتون د سیمې په کچه په یوه معیاري پوهنتون بدل کړو. په نن زمانه کې د خلکو جدي غوښتنه، پوهه، مرسته، یو والی، او د پلان له مخې ګډ کار د سترو سترو کارونو لپاره لاره اواروي.

په ټوله نړۍ کې ستر ستر علمي پوهنتونونه د دولت او خلکو په ګډو هڅو رامنځته کیږي او وده کوي. که راشو خپل هیواد ته او وګورو د قندهار او خوست (شیخ زاهد) له پوهنتونونو سره هومره زیاته دولتي مرسته نه ده شوې او د خلکو په غوښتنو او دهغوي په څه ناڅه مرستو دې ځای ته رسیدلي دي. په دې دواړو ولایتونو کې د ځینو روڼ اندو او عامه خلکو غوښتنو دولت اړ ایسته چې په هغو پوهنتونونو کې هم پانګونه وکړي او هم له مرسته کوونکو وغواړي چې ورسره مرسته وکړي. که د خلکو دا غوښتنې نه وای نو د عربي متحده اماراتو دولت په خپل سر پیل نه کاوه چې د خوست په پوهنتون پانګونه وکړي، او نه هم کاناډایانو او نورو د کندهار په پوهنتون پانګونه کوله ترڅو اوسني حالت راورسیږي.

له پوهنتون سره د وردګو د مینې بیلګې

دا خبره هسې خوب او خیال نه دی. دلته په وردګو کې هم موږ د خپلې ادعا لپاره ښه کره ثبوتونه له ځان سره لرو چې وښیي دا ارمان، لید لوری او موخه انشا الله یو رښتیا کیدونکی حقیقت کیدای شي.

د دې خبرې ثبوت مو دادی چې د هیواد په تاریخ کې به تراوسه کوم افغان په بل ولایت کې له کوم دولتي پوهنتون سره پنځوس زره ډالره (US$ 50,000) مرسته نه وي کړې خو زموږ په خلکو کې داسې په علم او هیواد مین خلک او علمي شخصیتونه شته چې د وردګو له پوهنتون سره یې پنځوس زره ډالره مرسته کړې ده او د لا نورې مرستې وعده یې هم کړې ده. بل چا دیرش زره ډالره بسپنه ورکړي ده، ډېرو نورو لس لس زره ډالره، پنځه لکه افغانۍ، زر خریطې سمنت، پخې خښتې او نور یې ورکړي، علمي کتابونه یې ورته ټول کړي دي. زیاتو ځوانو کدرونو چې یوازنی عاید یې معاش دی د ددو سوو څخه تر شپږو سوو ډالر پورې بسپنه ورکړی ده. همدرانګه، زموږ هغو علمی شخصیتونو چې په بهر کې اوسیږي هم تر خپلې وسې مرسته کړې ده.

کله چې په دوهمه نړیواله جګړه کې د پولنډ پلازمینه، وارسا ویجاړه شوه نو په رغونه کې یې په خپله خوښه ټولو پولنډیانو برخه واخیسته او که به چا ونډه نه وه اخیستې ځان ورته ښه نه ښکاریده. همدارنګه، اوس زموږ زیاتو کسانو ته ښه نه ښکاري چې په دې ستر کار کې له برخې اخیستو بیرته پاته شي او پخپله راوړاندې کیږي او له پوهنتون سره بسپنه کوي. ځینې په خپله خوښه او بیله کومه مزده شاګردانو ته درس ورکوي. د سیمې خلک او مشران هم له پوهنتون سره تر خپله وسه مرسته کوي. چا د شاګردانو لپاره جنریتور، شمسۍ، میزونه او څوکۍ ورکړي دي او چا په موقتي توګه خپل ځای په اختیار کې ورکړی دی. خو موږ پوهیږو چې دا یوه اوږده او ستړې کوونکې لاره ده. په لنډ مهال کې د دې یوازنۍ ګټه داده چې زموږ په ځان ویسا زیاتوي، موږ یو موټی کوي او د بریا په لور مو بیایي.

په پورته پیسو او مرستو موږ د پوهنتون د انګړ د دیوال سنګ کاري وکړه او اوس فکر کیږي چې هغه خورا ګټور کار و. همدارنګه، اوس د پوهنتون په ټاکل شوې ساحه کې موږ لس لوی ستندرد صنفونه، یوه ستره د کنفرانسونو او ټولیزو ټریننګونو خونه او نور له پخو خښتو او د سمنتو له مسالې جوړ کړي دي او کار یې د تکمیل کیدو په حال کې دی. دا به په رتلونکي کال او ان بل کال کې د دو پوهنځیو د ځایولو تر یوې کچې بسنه وکړي. خو اړینه ده چې دولت او د لوړو زده کړو محترم وزارت او محترمه ولایتي اداره هم ورته اړینه پاملرنه وکړي. که څه هم د دولت اړینو ادارو تر یوې کچې پوهنتون ته په وروستیو میاشتو کې یو څه پاملرنه کړې ده خو موږ به هڅې جاري وساتو چې د دولتي چارواکو پام ورته زیات کړو.

د دې مرستو د مصرف لپاره د حساب او کتاب او نظارت یو ښه میکانیزم شته او موږ به انشاالله تعالی د دې مرستو د مصرف حساب و خپلو درنو خلکو ته په ډېره شفافه او رڼه توګه ورکوو.

ننګونې کومې دي؟

موږ باید ښه ځیر شو چې د یوه دولتي پوهنتون بریالی کول هغه هم د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې ساده کار نه دي او زیاتې ننګونې لري. که پوره هڅې ونشي، په سیمه کې د پوهنتون د رښتیني پرمختګ لپاره د دولت، د لوړو زده کړو د محترم وزارت، محترمې ولایتي ادارې، سیمه ایزو خلکو، علمي کدرونو او خیرو خلکو پوره پاملرنه جلب نشي، خدای مکړه د هیواد او په تیره زموږ د سیمې ځوانان به له نورو پرمختللو دولتي پوهنتونونو لکه کابل، ننګرهار او نورو څخه راوګرځوي او دلته به خدای مکړه د هغوي طلایي وخت ضایع او کیدای شي هغوی بیلارې شي.

د سیمې لپاره د پوهنتون معنوي ګټې

دا یو دولتی پوهنتون دی او لمړۍ موخه یې د نورو دولتي پوهنتونونو په څیر د هیواد د ځوان نسل روزل دي. داچې پوهنتون، علم، پوهه، ښوونه او روزنه په ټولنه او سیمه څه اغیزه لري، پوهان او شنونکي باور لري چې د قومونو او ملتوو عروج او ټیټوالی به تر دې وروسته د علم او پوهې په شتون چې په بریالیو پوهنتونو کې رامنځته او خلق کیږی، او یا نشتون سره رامنځته کیږي. تریوې کچې خو دا له پخوا هم همداسې وه. دا ټولو پوه خلکو ته ښه مالومه ده او دلته ورباندې زیاتې خبرې نه کوو. خو خبره داده چې څنګه، په کومه تګلاره هغه ګټې زیاتې، تلپاتې او هر اړخیزه کړو. څنګه، د پوهنتون مثبت جانبي تاثیرات زموږ په سیمه زیات او د ممکنه ستونزو او ننګونو مدیریت وکړو.

زموږ ارزونه داده چې د وردګو سیمه او خلک داسې معیارونه لري چې اوس مهال د نورو سکتورونو په ځای په معارف، ښوونه او روزنه د ستراتیژیکې پانګونې لپاره خورا ښه وړتیا او د بریالیتوب چانس لري. په ټول معارف پانګونه اړینه کوي چې د لمړنیو، منځنیو زده کړو ترڅنګ په لوړو زده کړو هم پانګونه وکړو. په پوهه او معارف پانګونه اړینه کوي چې د زده کړو کیفیت، د ځوان نسل تخنیکي او نرمو مهارتونو ته ښه پاملرنه وکړو. د روزل شوو کدرونو لپاره د کارموندنې، لارښوونه وشي، اود هیواد له حالاتو سره سم سمه زمینه ورته برابره شي. همدارنګه، باید داسې شرایط رامنځته شي چې د اړوندو پوهانو، کروندګرو، صنعت کارانو او پانګوالو تر منځ د مالوماتو، پوهې، ارزونو، د ظرفیت جوړولو او ټریننګونو په لاره اچولو لپاره کار پیل او وده ورته ورکړل شي. په دې ترتیب به هم کار او ثروت خلق شي او هم به علمي او عملي تجربه او پوهه زیاته شي.

که به سیمه کې پوهنتون رښتینی پرمختګ وکړي د سیمې خلک کولای شي چې د پوهې د ټولنو، د پوهې د ښارګوټو، او د پوهې د اقتصاد په رامنځته کولو کې اوچټ ګامونه واخلي. د پوهې دې کچې ته رسول په نورو ملکونو کې د پرمختګ ستر ستر لاملونه دي او ځینو ملکونو ورڅخه زیاته ګټه کړی ده. موږ پوهیږو چې پوهه (دانش) او knowledge داسې پانګه ده چې له فزیکي، مالي، طبیعي او نورو پانګو یې په اهمیت ورځ تر بلې زیاتیږي. په پوهه ولاړ اقتصاد کې د ښو کدرونو ډېرښت مرکزي ټکی دی. زموږ د سیمې په کدرونو کې پوتنسیال شته اوله دې لارې د سیمې کدرونه کولای شي چې په دې توګه د خپل ځان، خپلو کورنیو، خپلې سیمې، خپل هیواد، خپلو خلکو او سترو ملي ګټو لپاره ستر ستر کارونه وکړي.

که سم مدیریت شي پوهنتون او سیمه به په یو بل مثبتې اغیزې وکړي. د پوهنتون په ماحول کې به د کلتوري غونډې، علمي سیمینارونه، کنفرانسونه، او ټرننګونه او نور اړونده فرصتونه به زموږ د ځوان کهول په علمي لید لوري، پوهې، نړۍ لید او وړتیاوو نوره مثبته اغیزه وکړي.

د ولس مینه به د پوهنتون لپاره یو ښه چاپیریال او بستر رامنځته کړي، او پوهنتون به هم په خپل وار سره په سیمه ستره مثبته اغیزه وکړي. دا موږ ته یو داسې مسؤلیت راکوي چې یوازې په علمي توګه، په یووالي او اړینو هڅو او خلاصو سترګو ورته اوږه ورکولای شو. داسې مسؤلیت منل پخپله د ټولنیزې ویښتیا او ټولنیزې ودې یو ستر معراج دی چې زموږ د خلکو په ځان ویسا، ښه ژوند غوښتل او د پرمختګ تنده او له جهالت څخه کرکه لا زیاتوي. که مو دې مسؤلیت ته سمه اوږه ورکړه نو ولس به مو د لوړې ټولنیزې ودې، سیاسي لوړ شعور او بریا په لور ټینګ او ستر ګامونه اخیستي وي. دابه ګډې موخې او ورپسې ګډې هڅې رامنځته کړي او زموږ ولس به یو موټی کړي.

د پوهنتون اقتصادي او ستراتیژیکې ګټې

که بریالی شي پوهنتون به د ټول سیمې، د کابل د جنوب، او اړوندو ولایتونو بڼه بدله کړي. دلته به یو ستراتیژیک بدلون راولي. دولت به وهڅول شي چې سیمې ته پاملرنه وکړي، سړک یې دوه لینه کړي، لازیاتې پانګونې او پرمختګ ته به لاره اواره شي. کله چې په یوه سیمه کې څو زره شاګردان، استادان، د پوهنتون اداري کارکوونکي شتون ولري هغوي د زیاتو خدماتو د وړاندې کولو لپاره لاره اواروي. دا به د سیمې په کلتور، اقتصاد او بازار باندې مثبته اغیزه وکړي. خلک به هلته رستورانونه، مغازې، کورسونه، د اوسیدو ځایونه جوړ او نور خدمتونه به وړاندې کړي. هلته به د ترانسپورت خدمتونه رامنځته شي، او ځینې خلک به د اوسیدو لپاره به کرایه کورونو ته تقاضا ولري او پانګوال به دې تقاضا ته سم ځواب ورکړي. دا ټول شرایط به په سیمه کې د ښاري چاپیریال شرایط او مدني ژوند رامنځته کړي او ورو ورو به د ښاري ژوند بنسټ کیښودل شي. که دا کار وشي د سیمې لپاره به ستراتیژيکي اهمیت ولري او نورې زیاتې ګټې به وزیږوي.

د پوهنتون د کرنې ماهرین به د زمانې په تیریدو سره دا وړتیا ومومي چې د سیمې له بزګرانو سره د پوهې، اوعلمي تجربو په شریکولو کې مرسته وکړي. د سیمې بزګران به له خپلو کروندو، باغونو، او نورو زیاته ګټه ترلاسه کړي. همدارنګه، د سیمې ښوونکي، مامورین او نور اړین خلک به په اسانۍ سره خپلو لوړو زده کړو ته د دولتي مقرراتو له مخې له وخته وروسته او د شپې لخوا دوام ورکړی شي.

کاروباری او بزنس واله خلک به هم چې کیدای شي کرار کرار به په سیمه کې راپیدا شي د اړوندو پوهنځیو او دهغوي د اړوندو شعبو او دیپارتمنتونو سره کاري روابط ټینګ کړي. استادان او کارپوهان به کاروباري خلکو ته د هغوی د بزنس پلان او ستراتیژیک پلان جوړ کړي او په پلي کولو کې به ورسره شراکت وکړي. دابه بل ستر کار وی چې نن سبا ورته زیات اهمیت ورته ورکول کیږي.

پایله

که دا پورته ژمنې، کارونه، او پلانونه د یوه ښه او غوره دولتي پلان له مخې چې د ولسی او سیمه ایزو خلکو ملاتړ له ځان سره ولري وشي نو د ټولې سیمې ستراتیژیک اهمیت، وده او پرمختیا به یقیني کړي کړي. هرڅوک چې دلته مسؤلیت لري باید په پوره غور یې ورته ښه ځیر کړو او هغه باید په ډېر متانت سره ځان ورته تیار کړي.

81 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *