Categories

اعلان

Loading…

له ښځو سره د ناوړه چلند ځينې لاملونه/ لیکواله نعیمه غني

افغاني ټولنې د اکثرو مروجو ټولنو په څير یوه د نارینه تر واک لاندې او په دود او دستور ولاړه ټولنه ده. مګر دا کله هم په دې معنا نه وه چې ښځینه وګړې دې په کې کوم واک او اختیار ونه لري، ورته دې په سپکه او ټيټه سترګه وکتل شي او یا دې هم د هغې حثیت ټیټ وګڼل شي. که څه هم ښځې په بدو کې ورکول شوې، د ناموس په نوم وژل شوې، په زوره او له خپلې خوښې پرته واده شوې او یا هم د میراث له حقه محرومه شوې. خو د دې ټولو سره سره ښځې په افغاني ټولنه کې د ناموس له حیثیته ډيرې ارزښتناکې ګڼل کیدې. او د هغه وخت د خلکو د پوهې د کچې او روان ټولنیز حالت دا حکم کاوه چې هغه دې د یوه ارزښتناکه متاع په توګه وړاندې شي یعنې مقابل لوري دې ښځه او د هغې لوړ حیثیت د جګړې د ختمیدو لپاره ومني. بل پلو که د ښځو د میراث حق نه ورکول کیده او یا هم د خپلې خوښې له واده څخه محرومیده نو دا له دې کبله وه چې که ښځه که په خپله خوښه واده وکړي نو ډار دی چې د یوې بل قبیلې، طایفې یا هم کلي له نارینه سره واده وکړي او بیا د خپل میراث حق هغې کورنۍ ته یوسي نو دلته د ملکیت په سر شخړې راولاړېږي نو تر دې ښه دا ده چې هغې د واده حق ترې واخیستل شي او د پلار، ورور او نورې کورنۍ په خوښه او اغیز د یوه نیږدې کس سره واده شي چې دا جنجال مخکې له پیلیدو دفعه شي. دا حالت د نړۍ په اکثره هیوادونو کې په لږ ډیر توپیر سره تکراریږي او د ټولنې د مخ پر وده هیوادونو د کمشکشونو یو اصلي لامل یې ګڼلی شو. له بله پلوه که په ډيرو پر مخ تللي هیوادونو کې هم وکتل شي نو ښځې له دې ډول ستونزو نه په امان کې نه دي چې کله ورته د برابر حق لانجه کله هم د برابر مزد لانجه په یو ډول نه په یو ډول د سر خوږي لامل شوې.

خو د افغان ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دا لړۍ چې نن سبا روانه ده په افغانستان کې کومه روښانه مخینه نه لري دا چې ښځه دې زموږ په ټولنه کې دومره خواره او ترې دې حده سپکه وګڼل شي دا پوښتنه د ډيرو لپاره د یوې پيچلې معما په توګه ګنګه ده. دلته یې ځینې لاملونه ته لنډه کتنه کوو:

۱- دودیز چلند:

د افغانستان په اکثره سیمو کې د دود او دستور په نوم ځينې ناروا کړنې او اعمال مروج دي چې نه یوازې د افغان ښځو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی بلکې د ټولنې د نارینه وګړو لپاره یې هم ستونزې راولاړې کړې دي.

که له کلونو پخوا افغاني ټولنه مطالعه شي نو وبه لیدل شي چې هغه دودونه چې په افغاني ټولنه کې کومه دیني او علمي منشأ نه لري او د جهالت د دورې دودنه یې بللی شو تل د افغان ټولنې د پرمختګ او تمدن په مخکې د یوه اصلي او اساسي خنډ په توګه راڅرګند شوي. او تر ټولو بده خبره یې خو یې دا ده چې دا ناوړه دودونه او کړنې د خلکو په مینځونو کې ډير خوندي او لوړ ځای لري، او خلک یې هم پرته له کوم غبرګون څخه مني.

۲- د اسلام رواجي بڼه:

د افغانستان ټولنه یوه رواجي او په دود دستور ولاړه ټولنه ده. او تر دې لویه ستونزه دا ده چې دلته که د اسلام غوندې جامع او هر اړخیز دین هم د دې دودونو او رواجونو په لومو کې راګیر شوی او د دې پر ځای چې اسلام د حاکم قانون ځای ونیسي د دې رواجونو په یوه ګوښه کې ځای ورکړل شوی او تل یې د دود دستور تر پلو لاندې ورسره مصلحتي چلند شوی. پیړۍ وړاندې چې کله افغانستان ته د اسلام سپیڅلی دین راغلی نو د خلکو د نالوستي توب په وجه د دین بیلابیل اړخونه د خلکو په مینځ کې نه دي واضح شوي بلکې په هغو اصولو اکتفا شوې چې هغه وخت یې د عوامو په ذهنونو کې یې لومړیتوب درلود.

۳- له اسلامي او ټولنیزو قوانینو څخه بې خبري:

افغاني ټولنې له تیرو جګړو یو بد میراث یوړ او هغه دا وو چې دوی له هغو ټولنیزو قوانینو لکه: (جرګې، مرکې، تیږې، بریدونه، مشرتوب، کشرتوب) چې د مخکینیو نسلو له خوا د ژوند د نظم او سمون په نیت غوره شوي وو لرې او بې خبره پاتې شول. یا هم نویو وسایلو لکه رادیو، ټلویزیون، تلیفون او څه نه څه لوستیتوب دا زاړه اوصول او دستورونه له چلنج او ګواښ سره مخ کړل چې اړینه وه پر ځای یې د نوي او عصري ژوند په رڼا کې نوي او د ټولنې د اوسنیو غوښتنو سره سم قوانین وضع شي، مګر په د جګړې دوام، د خلکو نا منظم ژوند او د ټولنې ګډوډۍ د دې حل لارې مخه ډب کړه.

ټولنپوهان په دې عقیده استدلال کوي چې (قوانین انسان ته ډاډ وربښي او په رڼا کې یې یې هر وګړی ځان خوندي احساسوي.) که څه هم منل یې سخت هم وي. دلته چې له هر ډول قانون څخه مبرأ ټولنه رامینځته شوه نو کورنیو او خلکو دا خپله دنده وګڼله چې د ځان او خپله کورنۍ ته په هره بیه چې وي خوندي چاپیریال رامینځته کړي. لوستو او څه نا څه پرمختللو او په اسلامي احکامو پوه کورنیو تر یوه حده وکولی شوی چې یو څه حالات تر قابو لاندې راولي خو په اکثرو وروسته پاتې کورنیو کې دا خپل سری قانون یوه بله لانجه راولاړه کړه هغه دا چې دا قوانین اکثراً د ناموسي خوندیتوب له ویرې ښځو ته ډير درانه و. په هغوی فشار راوړل کیده چې له کوره بهر به نه ځي او له نارینه سره به هیڅ ډول اړیکه د یوه سلام تر حده هم نه ساتي. او د دې خبرو د اغیز لپاره بیا مثالونو ته ضرورت پیښیده چې دلته بیا هغه ښځې چې له کوره بهر وځی یاهم ښوونځي او نورو د زده کړو ځایونو ته ځي بد چلنده او بد اخلاقه میرمنې معرفي شوې او څنګه چې دا مثالونه په خلکو کې عام شول نو په ذهنونو کې یې دا تصویر تداعي شو چې هغه ښځه چې له کوره بهر وځی هغه د هر ډول ناوړه عمل لایقه ده. او دلته بیا مروجو رواجونو هم مرسته وکړه( ښڅه یا د کور ده یا د ګور)، ( د ښځې دې ګټه ورکه شه د خره څټه) او داسې نور …….. د دي خبري لپاره ښې بیلګې شوې.

په کورنیو کې له هر راز علمي پوهې پرته قانون جوړول او بیا د هغه څارل او پلي کول زموږ د ټولنې په عام دود بدل شو. په داسې حال کې چې د اسلامي شرعیت، افغانستان د اساسي قانون او نورو لویو وړو قوانینو څخه د خلکو په مینځ کې یو تت تصویر تر سترګو کیږي چې په هیڅ ډول د ستونزو د حل لپاره یې څوک د لومړي غوراوي په توګه نه کاروي.

۳- د بیلابیلو فرهنګونو او محرکو قواوو هجوم:

نن ورځ پر افغانستان له هر لوري فرهنګي یرغل راروان دی. د تیرو کلونو جګړو او زموږ د هیوادوالو مهاجرتونو افغانستان ته یو ګډوډ او ناانډوله فرهنګ ډالۍ کړی چې کله کله په هغه باندې پوهیدل ستونزمن شي. په دې دوران کې هر څوک چې په هره ټولنه کې اوسیدلي یا هم رالوی شوي نو یو څه یې د خپلې خوښې او ذوق مطابق له ځان سره راوړي او له بله پلوه په افغانستان کې مطبوعاتي او بیان ازادۍ هر چاته دا واک ورکړ چې په خپل زړه هر هغه څه چې یې غواړي یا هم ورته سم ښکاري ووایي او هم یې د ټولنې لپاره د یوه اصل په توګه وړاندې کړي. هیواد نه کنترولیدونکي مطبوعات د خلکو د زده کړې د کچې ټيټوالی او د افغاني ټولنې له کشمکشه ډک حالت، دا ټول د دې سبب شول چې خلکو د ازادۍ او خپلواک ژوند په وړاندې یو بد تصویر وموند او د دې تصویر په روښنایۍ کې میرمنې د هر ډول ازادۍ، او ژوند کولو له حقه محرومې وګڼل شوې. او هغه احترام او درناوی چې پخوانۍ افغاني ټولنې د میرمنو په مخکې درلود اوس په یو بدرنګه او تور تصویر واوښت. له بله پلوه د افغان ټولنې د ګډوډ حالت په ترځ کې ډيرو خلکو د افغانانو استازیتوب او لاس نیوي ته مټې رابډوهلې، مګر دا خبره چې دا خلک څومره د افغاني کلتور له حساسیتونو او رسمونو رواجونو او سرو کرښو څخه خبر وو دا خبره چاته څومره معلومه وه په دې کې اکثره خلک پاتې راغلل. ځکه دوی داسې فکر کاوه چې د نویو افکارو او نظریاتو راوړل او په خلکو کې د هغې شایع کول به د خلکو د ذهنیت په بدلون کې ورسره مرسته وکړي. خو له بده مرغه خبره برعکس شوه او دې نویو او پردیو نظریو د ګټې په ځای تاوان راوست. ډير دا کسان هغه خلک وو چې فکر یې کاوه چې له افغان میرمنو سره د دوی د ژوند د سطحې په لوړولو، د مشروع حقونو په لاس ته راوړلو او د هغوی د دفاع لپاره کار کوي.

خو دا خلک او کړۍ په دې نه پوهیدل چې هره ټولنه او خلک یې ځانته قوانین، اصول او دستورې لري او کله هم د یوې ټولنې بیلګه په بله ټولنه کې نه شو موندلی او نه یې تطبیق کولی شو.

د افغانستان بد حالت هم د دې فکر یوه ناکامه تجربه وه چې له بده مرغه ډيرې بدې او نه جبرانیدونکې پایلې یې درلودې. خلک د دې پر ځای چې د نویو افکار ته هرکلی ووایي او د خپل روښانه راتلونکي څرکونه په کې وویني د هغې پر ځای یې د دې قوانینو هرکلی وکړي او د خپل روښانه راتلونکي څرکونه په کې وویني، د هغوی مخالفت یې شروع کړ، خو څه ډول مخالفت؟!

د هغوی مخالفت له بده مرغه د دې پر ځای چې د دې قوانینو او پلي کوونکو سره یې وي د دې قوانینو د په نښو خلکو په تیره بیا میرمنو سره شروع شو او په دې مخالفت کې ښځو چې د ټولنې اسیب منوونکی اکثریت وو د دې مخالفت په پایله کې ډير وځپل شو او د هغوی په وړاندې یو بد تصویر او ذهنیت رامینځ ته شو چې ورځ تر بلې یې په ټولنه کې د ښځو د حالت په خرابولي کې ونډه واخیسته او د ژوند کولو شرایط یې ورته تر پخوا هم سخت کړل.

۴- پټه خوله:

-نن سبا د ښځو سره د تاوتریخوالي په اړه د خلکو پټه خوله هم یوه له هغو عواملو څخه ده چې د دې عمل د پراخیدو سره مرسته کوي. عوام خلک د داسې موضوعاتو په اړه د ځینو تبصرو پرته کومه رغنده خبره نه لري.

-په ستونزو کې ښکیل خلک هم د ناموس او کورنۍ مسئله په نوم په دې اړه له چا سره خپلې ستونزې نه شریکوي.

-لیکوال شاید دا موضوع دومره لویه ونه ګڼي یا هم ورته د ټولنې د یوه خاص قشر ستونزه ښکاره شي او یا هم شاید دا فکر ورسره وي چې په دې اړه په لیکلو سره به یې د دې موضوع د پراخیدو او د تاوتریخوالي کوونکو کسانو سره مرسته کړې وي، په دې اړه لیکنه او څيړنه نه کوي او که کوي یې هم نو یوازې سطحي او سرسري چلند ورسره کوي، او ترې تیریږي.

خو زما په اند هره هغه خبره او ستونزه چې په ټولنه کې په لږ یا ډیره کچه شتون لري د لیکلو او شننې وړ ده ځکه هغه د چا خبره مخکې له دې چې دا ستونزه په ناسور بدله شي ښه به دا وي چې مخه یې ونیول شي.

که زه د یوې لیکوالې په توګه په یوه ذوقي مسئله خپل قلم خوځوم او خپل وخت ورکوم نو دې مهمې ستونزې ته چې زما د ټولنې لویه کورنۍ تهدیدوي لږ تر لږه خپل معلومات او اندیښنه خو له نورو سره شریکولی شم. که د دې ستونزې له بیلابیلو اړخونو لکه متضررینو، مجرمینو او عامو وګړو سره خبرې وشي او په اړه یې د بیلابیلو ښکیلو خواوو اندونه، انديښنې او نظرونوه ولرو، یو څه پرې ولیکو، ویې سپړو علتونو یې معلوم کړو او په پای کې ورته یوه مناسبه او د ټولنې په ګټه د حل لاره پیدا کړو نو ښایي چې د دې بدې پدیدې په پرمختګ او مخنیوي کې به مو لویه مرسته کړې وي.

277 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸