Categories

اعلان

Loading…

کابل مېشتي او له پاکستانه وتلي طالب مشران د کوم وخت په انتظار دی؟

مولوي احسان الله ـ کندوز

افغانان له آره خورا زيات عاطفي خلک دي ، داسې چې د واقعيتونو په درک کولوکې زياتره وخت د خپلو انګېرنو ، عواطفو او ټولنيزو باورونو تر اغېز لاندې راځي او ډېر لږ کولای شي په مستند ، واقعي او بې پرې ډول د يوې پېښې يا کوم شخص په هکله قضاوت وکړي . که څوک ډېر نه خوابدی کيږي نو د طالبانو اسلامي تحريک کې دغه ښکارنده ان له تبليغيانو هم لا زياته معلوميږي . لکه چې د خپلو مشرانو په هکله ډېره زياته خوش باوري درلودل او داسې ګڼل چې له هغوی به هيڅ ډول تېروتنې نه کيږی او داسې نور . له دې تمهيده زما مقصد دا دی چې د مرحوم ملا محمد عمر مجاهد په ژوندانه کې به د کشرانو طالبانو دغه شان باورونه ښايي تر ډېره واقعيت ته ورنزدې وو ، سره له دې چې بيا هم يو تحريک ، ډله او جماعت په يو ، دوه کسو هيڅکله د سپېڅلتيا مقام نه شي ترلاسه کولای خو موږ به پردې هم کفايت وکړو مګر د ملا صاحب تر وفات وروسته خو حالات هر چا په سترګو وليدل . ځکه خو اوس ان هغه احساساتي طالبان چې پر وړاندې يې هيچا په بې اودسه خوله د امارت نوم نه شو يادولای ، هم مکلف دي چې خپل ګرېوان کې سر ښکته او په واقعي توګه جريانات وڅيړي . پاتې شول هغه جګپوړي مشران چې د بېلابېلو وجوهاتو له امله له پاکستانه وتلي يا بهر پاتې شوي ، نو دوی خو په دې هکله تر هر چا زيات مسؤليت لري چې د دې سرښندونکي تحريک د اوس او راتلونکې په هکله خورا زيات غور و څېړنه او خپلو کې سلا مشورې وکړي . راځئ نور له هغو کليشه يي شعارونو تېر شو چې ګوندې زموږ د تحريک يا امارت اړيکې يوازې الله متعال سره دي او هماغه ذات په دې سپېڅلي جهاد او مبارزه کې زموږ مرسته کوي او په همدې غيبي امداد به پرمخ ځو . يا دا چې زموږ مشران اوس هم د جهاد تودو سنګرو کې پراته دي ، نه پاکستان ته راغلي او نه ورسره اړيکې لري او داسې نور . راځئ دا ومنو چې موږ هم انسانان يو ، ډېرې نيمګړتياوې او اړتیاې لرو ، وېره ، هيله او د شهرت حرص لرو او له همدې امله دا ممکنه ده چې زموږ له ډېرو مشرانو سره د پاکستان او نورو هېوادو ګڼو جاسوسي کړيو غوږ جنګولی وي ، هيله يې ورکړې وي او د خپلې طبعي چارو ته يې هڅولي وي .

ايا داسې څوک شته چې نه يوازې د طالبانو بلکې په مطلق ډول د هرې بلې ډلې په هکله د خونديتوب داسې کوم تضمين کولای شي ؟ بيا نو ولې په  زياترو طالبانو دا خبره ډېره بده لګيږي چې ملا اختر محمد منصور او د هغه ځينو ملګرو سره به د پاکستان پټ لاسونه مله وي ..؟

ايا د مرحوم ملا صاحب د وفات خبر تر څه د پاسه دوو کلو پورې پټ ساتل او بيا په داسې کودتايي شکل د نوي مشر ټاکنه موږ ته همدا پيغام نه راکوي .؟

ايا د ملا صاحب زوی مولوي محمد يعقوب ، ورور يې ملا عبدالمنان، محمد رسول اخوندزاده ، ملا حسن رحماني ، ملا عبدالرزاق، ملا عبدالقيوم ذاکر، کابل کې مېشت  ملا عبدالسلام ضعيف، متوکل ، اکبراغا او ………….

همداسې په ترکيه، قطر او دُبّي کې دېره ملا اغا جان معتصم او ملا طيب اغا هر يو په دې نه پوهيږي چې يقيناً اوس هغه پخوانۍ سپېڅلتيا نه ده پاتې.؟

همدا وجه ده چې ګڼ شمېر علماء ، طالبان او نور نامتو اشخاص له  امارت او تحريکه بېل شوي او هر يو په خپله لار روان دی . په هغو اشخاصو کې چې له ډېرو کلونو راهيسې له پاکستانه بهر پاتې شوي لکه ملا اغا جان معتصم ، وکيل احمد متوکل عبدالسلام ضعيف ، اکبر اغا او نور د طالبانو د تحريک له پيله بيا د امارت پنځه کلنه موده کې خورا مشهور او پېژندل شوي کسان دي چې هر يو ډېره تجربه ، سياسي درک او پوره نفوذ لري .

 مثلاً ملا اغا جان معتصم چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال ملاصاحب ته تر ټولو نږدې کس ، د ماليې وزير او بيا د امارت له سقوطه وروسته د همدغه ملا صاحب مرحوم  په امر د سياسي کميسيون مشر او د رهبرۍ شورا غړی ټاکل کېدل او  همدا راز د مالي چارو مسؤلیت ور تر غاړې کېدل هغه څه دي چې نوموړي ته یې په طالبانو کې پراخ نفوذ ورکړي دي.

همدا راز طیب اغا چې ډېر کلونه د ملا صاحب سکرتر او بيا د قطر د دفتر مسؤل ؤ ، خورا پېژندل شوې څېره ده چې سیاسي هلو ځلو یې د طالبانو په منځ کې ډېر قدر ورکړی دی .

 خو له بده مرغه چې په طالبانو کې تر ټولو يو ناوړه باور دادی چې که د دوی يو ډېر نامتو کس هم له پاکستانه وتلی يا په راشه درشه کې څه مشکل ورته جوړ شوی نو هغه بيا په زغرده په  بغاوت او دښمن سره په اړيکو تورن شوی دی.

  چې دغه مفکوره په يقيني توګه پر اوسني امارت د پاکستان د استخباراتي ډلو د ښکاره او څرګند اغېز واضح دليل دی .

د مثال په ډول ، ملا اغاجان معتصم د طالبانو د حکومت په وخت کې ملا صاحب ته ډېر نږدې کس وو، د مالیې وزیر یې ټاکلی وو ، د خاص هیئت مشر وو او بلا ډېر کارونه یې نور ورباندې کول.

تر سقوط وروسته یې د تحریک په بیرته را ژوندې کولو او انسجام کې تر هرچا ښه ونډه وه ،  چې ملاصاحب مرحوم  د سیاسي کمیسیون مشر ، د رهبرۍ شورا غړی او د مالي چارو مسئول ټاکلی وو  او نږدې پنځلس کاله یې د طالبانو په لیکو کې د یوه بامسئولیته او مهم مشر په حیث کلیدي رول ترسره کړ ، خوچې د ځيني استخباراتي هڅو په مخ کې یې خنډونه اچول پیل کړل نو نه یوازي داچي په مرمیو یې سوری سوری کړ بلکې په پاکستان کې ورته نور پاتې کېدل یې د مرګ په غیږ کې د خوب کولو په معنا شول.

نوموړي له مرګه په تېښته په زخمي زخمي وجود دغه هیواد پرېښود  خو له ډېره بده مرغه چې ملګري یې د حال احوال ، جوړ او ناجوړ پوښتنه وکړي برعکس یې په ښو درنو ټاپو ونازاوی.

همدا راز طیب اغا د طالبانو په حکومت کې د ملاصاحب سکرتر وو ،ترسقوط وروسته یې مهم سیاسي مسئولیتونه ادا کړل او د تحریک لپاره یې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې خو چې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو د استخباراتي شبکو د لاس وهنو مخنیوي ته را وړاندې شو بیا د خپلو ملګرو لخوا په ښه پریمانه ټاپو ونازول شو او په تحریک کې پنځلس کلن خدمت ته یې هیچا توجوه ونه کړه .

نوموړی یې له تحریک سره په بې وفایي او جفا تورن کړ او ډېرې نورې خبرې یې هم ورپسې وتړلې.

ملامحمد رسول اخند ، ملا محمد حسن رحماني ، ملا عبدالرزاق ، ملاعبدالقیوم ذاکر ، او داسي لسګونه نور طالب مشران هم همدغه شان را واخله چې نږدې اتلس شل کاله یې د طالبانو  په لیکو کې نه ستړې کېدونکي خدمتونه وکړل او د ملاصاحب مرحوم د اعتماد وړ کسان وو خو چې په صف کې د ځيني خودسرانه کړنو او اجنبي اغیز د مخنیوي لپاره لاس په کار شول نو نه یوازې داچي له صفه و ایستل شول بلکې په ډېره ګستاخانه توګه په ډول ډول نومونو ونومول شول.

خبره دلته خلاصه نشوه بلکې سلګونه علماء کرام هم د دغو خاصو کړیو هدف وګرځېدل او خورا توهینونکې خبرې ورپسې وشوې.

 خو دا هم بايد ووايو چې د دغو ټولو کړنو په مقابل کې بيا هم له پاکستانه وتليو طالبانو هيڅ هم نه دي کړي .

 يعنې دوی ځانونه غلي اچولي ، خپلو کې يې هيڅ کومه سلا مشوره نه ده کړې او پر تحريک يا اوسني امارت يې د پاکستان يا نورو بهرنيو کړيو د اغېز خبره نه ده افشا کړې .

 په هر حال اوس خو معلومه شوه چې د طالبانو د اسلامي تحريک مشر مرحوم ملا محمد عمر مجاهد دوه نيم کاله پخوا وفات شوی ، ډېر مهم مشران هم نا خبره ساتل شوي او بيا د نوي مشر په ټاکلو کې هم نه دي پوښتل شوي .

بيا تر هغه وروسته داسې پېښې هم منځ ته راغلې چې په مجموع کې يې طالبي سمعت ته سخت زيان واړاؤ ، انشعابونه منځ ته راغلل ، په رسنيزه توګه خبره تور و تهمت ته ورسېده . ملا محمد رسول آخوند او ملګرو يې په هېواد کې دننه يو بل امارت اعلان کړ ، چې بيا وروسته دومره اړ و دوړ منځ ته راغی چې سل ګونو مجاهدينو ته پکې مرګ ژوبله ورسېده او بالآخره د هېواد د دوه نيم زره ديني علماؤ په فتوا او کلکه غوښتنه ايله څه نا څه اور بند او کراري منځ ته راغله .

 خو بل لور ته له دې ټولو ناخوالو او ناوړه جرياناتو سره سره کابل مېشتو طالب مشرانو نه څه وويل ، نه یې وکړل او خدای مې دې غاړه نه بندوي نه به يې کومه ورځ خپلو کې څه يادښت ، مشوره يا د نورو ملګرو سره کومه رابطه کړې وي .

پر دې سربېره اوس خو دوی پاکستان او نور ښکېل هېوادونه هم ويني چې يو ځل بيا د طالبانو په غياب او زموږ د هېواد راتلونکي برخليک په هکله جرګې او مشهورې کوي .

 نه پوهېږو دوی به لا نور د څه شي انتظار کوي ؟ ايا دوی په دې هيله دي چې اوس به هم د ملا صاحب په کرامت ټولې ورانې ويجاړې ورته سمې شي ! يا دا چې نړيوال به د دوی په ګټه فيصله وکړي او که دې ته ناست دي چې وسلوال طالبان يو ځل بيا کابل ته ننوځي ، ارګ ونيسي او دوی ته ست وکړي نو بيا به ځينو اداري او انتظامي چارو کې مرسته ورسره وکړي !  که داسې نه وي بيا نو ولې په رڼو سترګو  ورته ګوري چې پاکستان يې تحريک او ملګري برمته کړي خو دوی هيڅ نه وايي .

 ايا پر همدغه حال د اوسني امارت په هکله چوپ پاتېدل په يو ډول دهغه د صحت تقرير او منل نه دي؟ او بيا د همداسې چوپ اوسېدلو له امله چې په زرګونو کشران او ناخبره طالبان او مجاهدين په بې مقصده جګړو کې لګيا دي نور هم وژني او خپله هم له تفاتو سره مخ کيږي ، دا به هم کوم مسؤليت لري او کنه ؟

سره له دې چې دوی په طالبانو کې پوره اغېز لوی نوم او ښه شهرت هم لري .

 نو ايا دوی نه شي کولای چې د يو شمېر نورو په خبره پوهېدونکو شخصيتونو ، بابصيرته علماؤ او ځيرکو طالبانو سره خبره شريکه او هغوی يو داسې نوښت ته راوبولي چې هم زموږ د مسلمان ملت په ګټه وي ، هم د هېواد ملي منافع تأمينوي او هم د خپلواکۍ تر لاسه کولو ته لار هواروي .

 زموږ په خيال اوس وخت رارسېدلی چې کابل مېشتي طالبان او ټول هغه اشخاص چې په وروستيو جرياناتو کې يوه او بله خوا ګوښه شوي ، خپلو کې سره جرګه او د خبرو اترو له لارې لږ تر لږه يو څو هغه ټکي ومومي چې دوی پکې ورته نظريات لري ؟

په دې ډول دوی کولای شي د څو مهمو موضوعاتو په هکله يو واحد  دريځ غوره او هماغه د رسنيو له لارې اعلان کړي .

دا مانا چې ضرور نه ده څو په هر اړخيزه توګه هغوی ټول سره يو مکمل توافق او وحدت ته ورسيږي بلکې دا مهمه ده چې د خپل هېواد ، ملت د طالبانو او حکومت د روانو جګړو په هکله يوازې خپل اتفاقي نظريات په ګډه د خپل ملت تر غوږو ورسوي او دا هم يقيني ده چې د دوی تر منځ په ډېرو موضوعاتو کې کامل يووالی او ورته والی هم موجود دی .

 زموږ په خيال ښايي د دوی دغه شان ګډ مجلس او مذاکره به هم د هېواد او ملت په ګټه وي او هم به د روانو جنګ جګړو په هکله د طالبانو اسلامي تحريک خواخوږو ته د يوې مشورې او لارښوونې کار ورکړي .

د هېواد د يووالي ، خپلواکۍ او سوکالۍ په هيله .

109 total views, 1 views today

102 comments

  1. خپلواک Reply

    دوی به هغې ورځې ته په انتظار وي چې آي ایس آي ټول افغانستان ونیسي او بیا دوی لکه نجیب غوندي هر یو پر پښتونستان واټ په خپلو ږېرو را وځړوي

    1. افسوس Reply

      هیله ده په خپلو خبرو دې غور او دقت وکړې ؛ له یو مسلمان افغان سره دا خبرې هیڅکله نه ښايي :-\مننه

    2. رحمت ارسلا Reply

      خپلواک صیب ،ستادخپلواکۍ سره داسی جملی ښایی چي داسلامي ثقافت اوتهذیب لپاره ډال اوسپر وګرزی راځي نور دخپلو پیروانو دتوهین اونابودی ټکی په کرغیړنو الفاظ ونه لیکو دنورو اسلامي هیوادو په څیرموږ هم اسنانان یو پښتانه متل کوی وایی چي پیر نه الوزی مریدان یی الویزوی منم بعضی داسی کړۍ به وی خو داسی عامه جمله استعمالول .نه ښایی داتفاق اتحاد اوجوړ هیواد په هیله
      رحمت ارسلا.

    3. عبدالرحیم Reply

      وروره هغه نظام چې ډاکتر نجیب یې مهم غړی اود استخباراتو رءیس و، په زرګونو بې وسه ، مظلوم او مخلص افغانان یې په دې گنا ووژل، چې ولې دروسانو او کمونستی فکر مخالفت کوی نو داسې کړنې خوبه هم څه عکس العمل لری؟ پاتې شوه دای اس ای خبره دې نو موږ خو هیڅکله پرته له اسلامه د بل نظام خبره نه ده کړې او نه مو کوم پاکستانی رواج پر افغانانو تحمیل کړی بلکې همېشه مو دا شعار دی چې نه روسی نظام غواړو،نه انگرېزی،هندی ،پاکستانی ، اېرانی او یا بل څه موږ سوچه اسلامی افغانی او خپلواک هېواد غواړو،د الله ټول بند ګان یوازې دهغه عبادت ته رابولو اود اسلامي اخوت ټينګول مو ارمان دی.اوس نو که تاسې موږ پاکستانی بولﺉ یا اسلامي احکام او شعایر دپاکستان او ای اس ای چارې ګڼﺉ بیا نو موږ یوازې دومره ویلای شو چې پاک خدای دې نېک در وښيي .

    4. استاد شهاب نیازی Reply

      وروره هغه نظام چې ډاکتر نجیب یې مهم غړی اود استخباراتو رءیس و، په زرګونو بې وسه ، مظلوم او مخلص افغانان یې په دې گنا ووژل، چې ولې دروسانو او کمونستی فکر مخالفت کوی نو داسې کړنې خوبه هم څه عکس العمل لری؟ پاتې شوه دای اس ای خبره دې نو موږ خو هیڅکله پرته له اسلامه د بل نظام خبره نه ده کړې او نه مو کوم پاکستانی رواج پر افغانانو تحمیل کړی بلکې همېشه مو دا شعار دی چې نه روسی نظام غواړو،نه انگرېزی،هندی ،پاکستانی ، اېرانی او یا بل څه موږ سوچه اسلامی افغانی او خپلواک هېواد غواړو،د الله ټول بند ګان یوازې دهغه عبادت ته رابولو اود اسلامي اخوت ټينګول مو ارمان دی.اوس نو که تاسې موږ پاکستانی بولﺉ یا اسلامي احکام او شعایر دپاکستان او ای اس ای چارې ګڼﺉ بیا نو موږ یوازې دومره ویلای شو چې پاک خدای دې نېک در وښ

  2. مجاهد غرزی Reply

    دزعیم په بیعت کې خوب هم قیمت لری .
    انقلاب کې دتصوفو معما هم دوخت مرموزه تګلاره جوړه شوه ، ساده ګان او ناخبره لا اوس دپیرک اکا خوبونه رښتیا بولی …
    یو چا راته وویل چي موجوده زعیم له چانه وغوښتل چي په څه ډول باندی دمرحوم ملاصاحب زوی مولوی یعقوب او ملاعبدالمنان دبعیت په نمايشی پړی را وتړی …یو چشماټو ملګری دصوفی …نوم ور واخیست چي د دوی دوست او دوی ورته خورا ښه عقیده لري ،هغه وو چي نوموړی ته وضیفه ورکړل شوه.
    هو …! له یوه تکتیکی خوب سره چي باید دهوی او حوس نړۍ یی له ناخبره برخلیک څخه خبر نه کړي …
    داوو چي کړپ شو وروره مولوی صیب راغلوښه هرکلی یی هم وشو، دڅو علمی خبرو اترو وروسته یی دمرحوم ملاصاحب دژوند نه هیریدونکی بېلګي هم پیش کړي مقدمه یی خورا جالبه وه …
    خوخیر دخبرو له هیښ حالت څخه یی داستفادي په ډول وویل : تاسو خبریاست چي نن ماڅنګه خوب لیدلی ؟
    یعقوب ته نزدي ملګر ورباندي ږغ کړو چي مهربانی وکړی حاجی مولوی صیب ښه دی لیدلی …!
    بلې هغه داسی وو چی : یوسپین اس په دومره تیزۍ راشی چي د ګردونو او غبار په راوړلو سره یی زما جامی اوبدن خړپړ کړي ، خو نه پیژندونکی سپین روبی سړی راته ووایی چي دملاصیب کورنۍ ته ووایه چي دزعیم په بیعت کې ستاسو خیر اوښېګڼه ده .بل چاته خبره ونه کړي …
    دلته زه پوی شم چی دا ابراهیم علیه السلام دي … نعوذ باالله،،، نعوذ باالله …من شیطان رجیم. او هم باید ووایو :من شرالوسواس الخناس …ایت. یعنی الله وموساتی له هغو انسانی شیطانانو چي دخلکوپه زړونوکې دشر وسوسی اچوی.
    خیر سپینه څیره مړاوی ناسته جالب اندازیی مجلس ډیر متاثرکړ ، خو دشک او تردید دیوالونه لاهم هغسی ولاړ وو .
    څه موده وشوه ملګری راته وویل چي خبرشوم خوب لیدونکی صوفی صیب ته صرف (۲۸۰۰۰۰۰) اته ویشت لکه نغدی ورکول شوی وي یعنی یو خوب ورته په اتویشت پریوت …هههههه عجیب او غریب خلک شته موږ ورباندی ځکه باور وو چي دتصوف سترصوفی اوخه مولاناصیب وو… بس نو له همدې کرره واخله چي دنورو ونډه به نوڅه وی …حق الزهمه ته اوخدای دومره وي.؟
    مجاهد

  3. جمال غرزی Reply

    دشخصیتونو پیوستون
    تاسو پوهیږي چی امارت کومه وړه خبره نه وو اونه هم داکار دوړو اوناشناسو وګړو کار وو …؟
    دعمربن خطاب رضی الله عنه له شهادت وروسته دفتنو او مینځنی جګړو لړۍ داسلام په غیږکې ورو ، ورو وده اوتکامل وکړ.
    دعثمان رضی الله عنه اوعلی کرم الله وجهه دخلافت موده دمخالفتونو کوربه شوه … منافقانوته دعمررضی الله عنه شهادت دچانس اوچلوټو موقع په لاس ورکړه .
    اسلامي نړۍ دخلافت او مخالفت تر وزور لاندې ډیرستړې اوناخوالی تیرکړي دامویانو ، علویانو اوعباسیانو خلافتونه اته سوه کاله ټیل هم وواهو دخپلو بی اتفاقیو او مخالفتونو باوجود یی داسلامي سرحداتو او هیوادونو ساتنه هم وکړه ، مګر کله چي دشخصیتونو دترور لړۍ د دښمن خوښی اوهدف ته ورسیدی ،بس نور اسلامی خلافت دسلګیو او زوال لوری ته ورو ، ورو کډه پیل کړه ، هغه وو چي صلیبی لښکرو داسلامي خلافت ورورستی ماڼۍ کې هم دصلیب نښان ځوړند کړ.
    داوو داسلامي تاریخ لنډ څیره او لرلید ،البته زموږ لپاره داځکه لازمی دي چي تاریخ پوهان وایی (که په ماضی خبرنه شو نه دمستقبل پیش ګوئی نه شو کولای .).
    دافغانستان اسلامي امارت هغه سپيځلی روښانه او داسلامي نهضتونو مجموعه وه چي اوسنۍ نړۍ یی بیا دتل لپاره نمونه ، نه شی پیش کولای ،خوترڅو چي بیا د دجال دلښکرو ماتونکی پیدا شوی نه وي.
    داچي مرحوم ملاصاحب دسیاسی او اداری جوړښت اوپاښت لپاره غښتلی اشخاص یابنیادونه جوړکړی وو چي دامارت په جوړښت اونظام کي یی دکلونو، کلونو مدار اوبنسټ کیښود ،البته زور به ځکه غواړی چی یو شاعر وایی :جوړکړی مایی بوی دی نوروته ورځیه «لونګینه» اوس دي دبل په لاس کې وینم.
    زما مطلب دپورتنۍ لیکني دامارت زاړه بنیادونه یا اشخاص دی تاسو پوهیږي هغوی څوک اوچرته دي؟
    هغه چي دصلیبی بلا مخکې سپرشول دتاغوت په مرمیو سوری ، سوری شول ،هغه چي دزندان په توره خونه کې دشکنجو تعذیب اوتهدید په بی خوبیو ټوک ،ټوک شول اوهغه چي دزندان څخه وروسته یی بیا دخپلوبچانو په سرلاس تیر نه کړ، څوک یی دمرموزو ویشتلو په نامعلوم مسیرکې نادرک اویا لیری اسلامي هیوادونوته اړ کړل یایی په زخمې بدن نورهم دمالګو پوړۍ توی کړی خو هغه هم چي دکابل په مرګونی ښارکې د دښمن ترسوری لاندی شپی سباکوي .بس ،بس همدا وو امارتیان اوهمدا وو دبنسټ تیږي .
    په دې به کله پوی شو چي لوی چاکړو جوړ چا کړو …؟ ولی هغه څه شول چا ورته دمرګ بستر هوار کړ، چا زموږ له کاروان څخه دبلتون په کوټه کې قلوپ کړل…؟هو موږ دویشتلی شپونکی درمې په څيریو …!
    زما خطاب یو اځی سیاسیونو ،مذهبی اشخاصو اولوستونکو ته نه دي بلکی هغو تنکي ځلموته چي لا اوس یی هم دتوپک شپلۍ د دښمن په سینه ورسیخی کړي …
    هوتنکی ځلمیه …!بلادی واخلم …! ستا دلاوری فیدا درځ ماته دستائلو او منلو وړدي ،خو یوه ګیله درته کوم چی ولی ته نه پوهیږي …؟ ستا دسرسایه څوک وو هغه اوس چرته دي تاته څوک دتیارسئ او مارش امرکوي ؟هوزړګیه هغه مادرباندي وژنی ته پوهیږي چي تابل ویشتل که دي خپل ویشتلي ستا دشپیلۍ خوله کوم لوری ته ده ستادحکم او امر انګړ چرته دي ته داسلام په تاریخ پوی یی کنه ؟ عمرچرته او لښکرچرته ؟ .
    بس که طالب جانه دامارت دغاړی هامېل سپړیدلی اوپاشي ښکاری هغه راټول کړه . هغه قیمتي ملغلري چي دښمن یی دلوټ اوغلا تلاش کوي اوته دیو لیوني په څیر دانتقام په مست او ناڅرګند هدف کې ورک یی ، ته خبریی چی دقطر، دوبی ، استمبول اوکابل کې رانه ورک شخصیتونه هم زما دلارښودني پاتي ډېوې دي … څنګه یې ترلاسه کړو ولي رانه لاړ…؟ پوشه نورمې مه ژړوه …!
    خیرمطلب رانه اوږدیږي وروستۍ خبره کړم …زما دسنګر او حجرې ملګرو راځی دخپلوجهادی او امارتي رهبرانو دپیوستون غوښتنه وکړو راځي داپاشلی ملغلري بیرته دپيوستون په تار راوپېیو…!
    تاسو پوهیږي چي په عربی نړۍ کې زموږ رهبره ډله دټولی اسلامي نړۍ یواځنی لارښود شخصیتونه دي قدرونه دي ،،،خه وایه هغوی ولی رانه بېل دی .
    داسی منطق اواستدلال شته چي زموږ دبنسټ تیږي دی زموږ دزوال سبب شي هیڅکله نه…!
    بلکی هغوی دخپل کمال اوحکمت فکري او اداري نظام موږته پيش کړی ،خونوې تجربه کاران به مو خدای خبربیا چرته په یوه ناڅرګند موقف وپلوري اوکه به مو دپردیو په داړو کې دهوډکی په څیرورکړي.
    راشی داموقع له لاسه مه باسی سوله زموږ دپآته ژوند یوه ستره هستی ده سوله زموږڅخه دتپل شوی جګړې اور وژنی سوله مو دورورۍ په انګړ کې دخپلو ورورڼو سره یوځای کوي .
    که دمعتصم اغا ،ضعیف صیب ،طیب اغا ،متوکل صیب ،ذاکرصیب اکبراغا نوری صیب ،خیرخواصیب ملافضل اخند اونورو… دقیادت تیروختونه دمرحوم په ټاکنو منلی وي ایا دا به تیروتنه نه وي چي اوس ترې انکار کوي ؟
    ایا دابه دامیر له امربغاوت نه وي …؟
    خیرلږدې خپل ګیروان ته سردننه کړو چي زموږ مشرتابه چرته زموږ دتوپک شپیلۍ دچاپه سینه سیخ شوی په موږ ولی دزرګونو علماؤکرامو فتواوی راغبرګیږي موږ دخپل مینځنی جګړو ښکارشوی یو….دا اودې ته ورته سوالونه باید دخپل ضمېرسره پرتله کړو .
    په اخیرکې دعا کوم چی الله پآک راته دهیواد سوله اسلامي نظام اوسپیځلی قیادت راپه نصیب کړي.امین . جمال .غرزی

  4. زابلی مجاهد Reply

    که چرته دمعتصیم اغاسره دمذکوراشخاص دڅه نورو جهادی شخصیتونو په شمول دهیواد دبرخلیک معلومیدلو هڅه ګړندی کړي په زغرده ویلای شم چي اولس به دیوه نوی سوکاله ژوند سره ،سره دپرمختګ لاره تعقیب کړي ځکه چي دوی ته اوس معلومه شوی چي دوښمن څوک اودوست څوک دي داچی مغلوب مشران دپاکستان له کړۍ څخه معذور بلل کیږي په همدې خاطر باید دکابل اوعربی نړۍ کې میشته قیادتونه بایدی هڅه وکړي ترڅودسولی اویوالی په فضاکی دمجاهدین دمنیځنی جګړو څخه هم وژغوی :

  5. حماد Reply

    دمجاهد غرزي صاب په کور وداني یادولو سره به عرض وکړم چی رښتیا هم دخوبونو اسلامي خلیفه (اختر محمد منصور) ته باور وکړئ فرمایشي خوبونه لیدل کیږي، په خبر یال ډاټ کام کي مي اوس یوه مقاله ولوستله ډیره جالبه اوخبر دار سړي لیکلي وه
    (د ډانګ په زور سوله اودطالب سر ناخلاصي ترعنوان لاندي) په هغي کي هم کښل شوی دی چی طالبي نظام تر ډیره بریده دخوبونو پر بنسټ استوار دی حتی مشران یئ چی خوب بیانوي نور ماتحت طبقه ورته ژاړي، نو داډول مخلوق به سوله په خوبونو کي ویني که یوڅوک ښه خوب ورته وویني چی پر آس سپاره راته وویل چی اخترماد ته ووایه سوله وکړه بس سوله وشوه،

    1. مجاهد غرزی Reply

      مننه حماد صیب …زړه مې ډک دی له ګېلو لکه انار له سرودانو..هههههه
      که چرته لږدیهودیانو پټې څیر اوبربنډ جګړې دعقل اوفکر په زاویه کې وکتل شی غرق یو تبایو کومه خبره چي به دوی کوله چي موږ به دطالب او القاعده جرړې وباسو هم هغه سی وشو بس یو څو دمخ سړی لاپاته داهم که چرته ددوی دتوپک خولی ته برابریدلای ژربه یی له دې معنوی ځواکونو هم خلاص کړی وو .مننه

  6. هدایت کریمي Reply

    سپینه مامد ینه ده ! طالبان دجنګ دختمولو لپاره او بل اړخ دکابل اداره د ډانګ په زور دسولې راوستلو لپاره اوس لا بی اعتماده بریښي، طالبانو خو تر اوسه هیڅ موقف هم نه دی ښکاره کړی، اوموقف به هغه وخت ښکاره کړي چی د دوی دشوری معتبر اعضاء یئ جوړ کړي او بیا یئ ( په اصطلاح له مقاماتو ) سره شریک کړي، که هغوی تائید کړه سمه ده کني نه،،،،،،،، په دی دي څوک خوا نه بدوي ګني دیوه سوال ځواب دي دطالب ملااخترمحمد منصور دډلې یوخوابدوونکی راکړي چی داخترمحمد منصور دټاکلو پر ورځ شیخ مولوی عبدالحکیم صاب او هبة الله آخوند زاده له اسحاق آباد څخه چا په څلورو موټرونو کي اوچیرته یووړل، ؟؟ بیا په پاکستانیو مطبوعاتوکي راپورونه ورکړل شول چی مولوی عبدالحکیم په یوه چاپه کي نیول شوی دی خو هغه له څلوروساعتونو تیرولو وروسته بیرته په هغو څلورو د توروښیښو والاوو موټرونوکي اسحاق آباد ته راوړل شو، نو اصلي دسولې کیلي دطالب هم په لاس کي نشته او دکابل ادارې هم پر کابل هم بیداکړی خدای دسر دپاسه سر دی، او پر طالب هم ، اصلي لوبغاړي که دجنګ په ختمولوکي ګټه تر جنګ ډیره وویني نو آسانه یئ ختمولای شي.

  7. Himmat Reply

    افسوس په دی راځی چه مونږ څومره بی درکه او خوش باوره خلک یو…..که خر هم سپینی کپړی واغوندی او مونږ ته ووایی چه زه ولی یم نو لری نه د ه چه مونږ به یی په لاس بیعت وکړو……دا ټول زمونږ په بی علمی او جهالت باندی استدلال کوی……دیو اسلامی او پر مختللی افغانستان په هیله………………………..

  8. Iqbal Reply

    The atrocities Taliban inflicted on this poor nation in the last 14 years will never be forgotten and it is the voice of this poor nation that Allah STA heard and this resulted in the inner fighting of Taliban that now suck each other blood. Wait and will be evident of further annihilation of this mercenary force. Who created the Taliban, who have been using them and now slowly and gradually disposing them, one by one as tissue papers, this is itself is the anger of Allah STA at them, being dishonest with the nation. Even Allah STA will ask the so-called Taliban leaders about the blood of those Taliban who they distracted and guided them toward violence and bloodshed. As Allah STA exposed the ugly faces of the past so-called Mujahideen who now even can secure 1000 votes across the country will be the fat of Taliban in the very near future. I am not defending the current corrupt government but view it far better than bloodshed and atrocities, killing and destruction.

  9. قانع بریالی Reply

    طالبانو دناخبربرخلیک په لوردومره اوچت قدمونه اخلی یوچاقصه کوله چي د وردګوپه سیمه کې یومشهور شخصت چي ډیرساده زړی سړوو خوپه خلکو کې یی دومره محبوبیت لروچي یووخت یی خپل ټول پیروان تریوې لوېی ګندکښته واچاوول اویوه په بل پسی دژوند له خوږ بی برخی شول هغه داسی قصه چي ساده مشر دجهادپه مرحله کې دکوم غره په لار روان وو چي نورو پیروان ملګری له شاورپسی وو دالاره نوره ختمه شوی اویاغلطه شوې وه ساده مشرچي دپاڼ څوکې ته راغلو نومخکی تردې چي دلار درک معلوم کړي بریک یی ونه واهو اوقدم یې ور واخیست ولاړی اوترسوونو میتره کښته ولیدوېدی په پسی پیروان ورته وویل چي مه دریږه درځه لاروې ورته وویل چي سړی لاره خراب ده درېم کس ورته وویل چي ته اوس ترساده مشرهوښار اولارلیدونکی یی برو،برو درځه همدا هم ولاړ ی خو په همدې ډول نیم کاروان ترمرګوني پاڼ لاندی وولیدل اومړه شول ځکه دوی دمشر تقلید اوپیروي همدابلله چي مشره هرڅه کوی هغه سم دي ..
    نوطالبانو اوس هم په یوه داسی مسیر ورسم شوی الله دی خیر کړي دکار اوپوهی مشران یی له صحنی څخه لیری کړل چی همدا دښمن چل اوفریب وو.قانع بریالی

  10. راحیل صافی Reply

    راحیل صافی
    د کابل مېشتي او له پاکستانه وتلي طالب مشران د کوم وخت په انتظار

    مقاله مي ټوله ولوستله .

    د یادې مقالې د بحث موضوع یواځې طالب مشران دي ، زه وایم راځې هیواد ته د ټولو افغانانو دکور په سترګه وګورواو ټول په متحدانه ډول د دې ړنګ او جګړې ځپلي کور د ژغورلو په لټه کې شو.

    طالبان د تنظیمونو د سیاسي مشرانو د اشتباهاتو محصول دي ، د طالبانو مشر په خپل وخت کې د تنظیم جنګي په له منځه وړلو کې خپل رول تر سره کړ، د بهرني اشغال په مقابل کې خپل مسؤلیت پوره کړ، اوس چې بیا د بهرنیانو تر وتو وروسته د هیواد چارې افغاناتو سپارل کیږي ، باید ټول افغانان که طالب مشران دی که تنظیمي رهبران دي که حکومتي چارواکي اوکه نور سیاسي شخصیتونه دی ټول باید نور له تیرو ترخو تجربو ،یوبل وهلو ، یوبل حذفولو او یوبل ټکولو نه لاس واخلي ، ټول باید له ټولو شته خلاګانوسره سره یو بل ومني ، اوس مو نږپه سیاسي دګر کې همداشخصیتونه لرو هغه که هرڅوک دي ، که يي په ماضي کې هرډول اشتباهات کړي خو په مستقبل کې د نورو اشتباهاتو د مخنیوي په خاطر باید یو بل ته د میني ، وروولي او وحدت لاسونه ورکړي.

    د افغانو ترمنځ باید نور ناسم تورونه او ناسم نومونه ونه کارول سي ، ځکه دا هیڅ شی هم زمونږ ستونزه نه شي حل کولای ، نه طالب حکومت له منځه وړای شي او نه حکومت طالب، او نه نور د یو اوبل دله منځه وړلو ضرورت شته ، تیرې۳۸ کلنې جګړې مونږ ته ډیر یتیمان پري ایښي ، ډیرې کونډیانې او بوري راته پري ایښي که مونږ ریښتیا هم افغاني غیرت لرو باید نور دهغو یتیمانو او کونډیانو پر سرونو د ترحم لاس راکش کړو ، که واقعا مونږ افغاني اوانساني احساس لرو باید نور خپل ماشومان یتیمان او خپلې خویندې کونډیانې نه کړو ، بس ده نور مو ټول هیواد دوینورنګ اخیستی ، نور مو دهیواد فضا ټوله دوژل شویو ځوانانو د ویرجنو میندو واویلاګانو تته کړې. یس دی نورجګړه بس ده .

  11. جمېله افغان Reply

    جمېله افغان
    کابل پوهنتون کې لوست اوتش اوسیدل هم یوعلمی نعمت وو کوم څوک چی به له کابل راغلی وو موږ به یی دلیدولو ډیره تلوسه لرله هغه وخت دکونډې دزوی فیلم هم نوې خپرشوی وو له ډيروسره دکابل ترلوست دکابل پیوست مهم ووفاطمه اوعبدالله دواړه سره دکاکازامن دکابل دزده کړو برخمندوو لومړی کال فاطمه دخپلو زده کړو په بهیر کې بریالۍ راغله کله چي کورته درخصتیولپاره راغلو موږ دنندارچیانو په ډول ټول همزولی اوهمسفیانو دښه راغلی لپاره ورغلو،خو دعبدالله دناکامۍ اوفاطمې دبریا پوښتنه مو ونه کړه ،راتلونکی کال بیا عبدالله ناکام شو اوفاطمه بریالۍ شوه ،دعبدالله پلار اوکورنۍ غړی هم ډیرپه غوسه شو عبدالله یی درخصتۍ ترورځو مخکې راوغوښت موږیې دناکامۍ له بدبختۍ نه ووخبر بیاښه په خرپ اوهاهاها ورغلوؤ،خوداځيلی عبدالله هم ډیرمایوس ښکاره کیدلواودکورنیو په څیروکې هم دخفګان نښی له ورایه څرګندې دلی په همدې وخت دعبدالله پلار ټوخی شو موږ په یوه ادیبانه ډول سره راټول شو مخکې تردې چي زموږ خوش امدنی وکړي پرعبدالله یې سترګی وربرګی کړي هلکه …! ته نه شرمیږي چي هرکال ناکامه راځی ،خوعبدالله څه ونه ویل بالاخره یی ورته وویل چی دې فاطمې جانی ته خو وګوره چي هرکال بریالۍ راځي عبدالله ورغبرګه کړه کاکاجانه دامې فاطمې ته کتل چي ناکام راغلم…(یعنی دمینی لامله ناکامه شوم اوخپل مطلب رانه ورک وو) …زماخبره ډیره زموږحکومتی چارواکوته ده چي تاسو خارجیانو ته کتل ترمینځ مو زموږ هیواد له ناکامۍ سره مخ کړ زموږ دولت سرمایه داران سوله نه غواړی که چرته دوی سوله غواړی نوطالب مشران په کابل اوقطرکې دهمدې سولی لپاره رایو ځای شوی اوپه وار واریی ویلي چي باید دسولی دپروسي لپاره هسی طالب مشران انتخاب شی چي خپلواک وی اویا دهمسایه ممالکو له منګلوڅخه خوندې پاته شوی وی زما دمعلوماتو ترکچی هغه طالب مشران چي سوله غواړي هغوی ټولو خپلوځانونه کابل یا عربی هیوادونوته رسولی نه خارجیان غواړی چي سوله وکړه اونه هم زموږ دولت په طالب چاواکوکې دلوړپوړې چارواکي همدامعتصم اغا چي دملامحمدعمرصیب خاص ملګری خارجی پالیسی اومالی چارواکی وو ملاسلام ضیف متوکل طیب اغا نوری ملافاضل وغیره ټول وروستی مشران دي په خپلو لیکوکی ځانګړي اودلوی شمېر نفوس لري باید دهمدې اشخاصوسره دسولی پروسه پرمخ بوزی کنې هسی باني دي چي دملت په سترګوکې خاوری اچوی .جمیله افغان هرات

  12. مولوی صالح مفکر Reply

    دشاغلی مولوی صاحب مقالہ می ولستہ زینی واقعیتونہ یی لیکلی پہ گوتہ کڑی
    اوداشه خبره ده چه پہ مجموع کی دافغانانو او شکیلو خواوو تر مینز توافق او نیزدی کت راشی
    البتہ قول اوفعل سره ڈیر توفیر لری اوفعل مهم دی اوقول کول ڈیراسانه دی

  13. مولوی سعیدالله Reply

    سلامونه محترم لیکوال اومحترمو کتونکوته
    ددی مقالی پہ لیدلو ماتہ داشعر راپہ یادشو
    دویری غگ کولی نشم
    دسوال یاری ده اوس بہ دڑی وڑی شینا
    مننه

  14. مدیر شریف الله Reply

    دمحترم مولوی صاحب سخه مننه کوم چه پہ مناسب وخت کی یی اهمہ موضوع بحثته راو ڑاندی کڑه
    دایقینی ده چه ٹول افغانان او پہ خاصه توگه ملایان طالبان اوصوفیان ڈیرخوش باوره وی
    داددوی طبعیت گرزیدلی دی خو کہ واقعیت ووایو هغه دادی چه خوش باوری شه طبعت دی خوتریوحدپوری پہ حکومت او حکومت داری کی او پہ دی سلسله کی پہ نڑی والہ سطحہ دتعلقاتو کی نو بیاداڈیر بیکاره خوی دی او ناهلی ده

  15. زبیرحماس Reply

    زبیر حماس
    غوا توره شیدې سپینی دي ترټولو راته ډیره داخبره زور راکوي چي ملک دچا اوواک دچا امارت دچا اوزعیم څوک هههه خدای وهلو ولي لاره درنه ورک ده یاره زما په خیال دامارت زاړه مشران ځکه پرې ملامت دي چي زعیم غریب ته چي موقع ورغله هغه اذان ورباندی وشو جنګ خلاص شو دی اوس بیرته له سره کوي بس وروڼو نور افغان ستړی دي زعیم خوبه په اسحاق ابادکی ښه ګازاوبرق لری دکرایی اوچوپړله غم به خلاص وی په کوربه یی بمباری اوغوغانه وي باید لږ فکروکړو چي موږ څو وژنو اوڅوک موږ وژنی (ازبرای خدای ) نور داډوبلنډه قصې ایله کړئ تاسو پوهیږي چي هغه پخوانی روحی اوجهادی حیثیت نور له مینځه تللی دي خلک اوس پوهیږي چي تاسو په دوو ګوتو لمر پټوی په خپلو کې موسره کښلی دي یوه ورځ مسلمان بل ورځ باغی مرتدیاغی وهابی جاسوس داڅه حال دی داڅه ټاپی دي له فضل الرحمن صیب څخه شرم دي دهغوی ملک ته خو وګورئ حکومت پوځ پولس فاریکي .بس څه واوایم خوافرین په هغو ملت خوږو اوهیوادپرستو طالب مشرانو سه چي هیواد دنړۍ له حالت سره سم غواړی دتعلیم اوپرمختګ اراده لري .والسلام. زبیرحماس

  16. ارغندابی زابلی Reply

    ارغندابی زابلی
    تاسو پوهیږي چي کوم څه مالیدلی تاسو په خوب هم نه دی لیدلی ځکه چي زه ارغندابی یم زه دظلم اوستم له میدان راغلی سپاهی هم یم ،خوناچار اوبې وسه سپاهی ما، خوماته دخپلواظهاراتو ترپای رسیدلو مخکې دنفرت ګوته مه نیسئ زه ، احساس او توان سره بېل شوی ملګری یو ، ماچي دکربلا اودښتی لیلی قصی اوریدلی دهغوې په تقدس او مظلومیت نه پوهیدم ،خواوس دنوې احساس ځلمی یم مادمهاجرینو لوڅ سرې میرمنی نیم لوڅی ولیدي ،ما دډلیزو ماشومانو ،میرمنو اومظلومو مرګ ژوبلی ولیدلی ،،،یاربه ستاقهر کله اوهغه څنګه اوپه کوم شکل دوخت په ظالم رانسکوریږي ،هو ماپه همدې کربلاکې غوښتل چي له دې خاوری لیری ولاړشم که چرته داځمکه پورته شی ستاروح به هم دظالمانو له ارواحوسره یوځای اورګینی کندی ته ورخطاشی دقصی پیلیزه می زیاته شوه ځکه چي زړه مې درد کوي خیرملادادالله منصور خو دجګړو او وژنوسره عادی وو دهغه سره به خود داسی کیدل ځکه چي دې کهول دجهاد بنسټ ایښی وو دي میرمنو خو دجهاداومبارزی هیڅ دول نه درلود ،خیرهغه دماشومان اوښځوقافله تراول ځنځیر تیره شوه تردویم ځنځیرمخکې غټ درزا پیل شوه که ګورو دمیرمنو په موټرراکيټي ګوزاونه شوی .الله موغرق کړه .په ملااخترماد باندی ته کور بچان لری کنه دا خپل قوم اوملت همدا پریښودل ایا دا خلک ملامحمدعمراخند نه شوی وژلای ،هو هغه داحدیث پیاد ووچي مسلمان امیرخپل ملګری اومسلمانان نه وژنی تاسو خو دملاعمررح اسلاميت هم په اولس اونړیوال وپيژاند ….اې دامارت مشرانو دالله لپاره همدا اتحاد اوهمداهڅی چي تاسو ترهمدې عنوان لاندې لیکلی عمل کړي اولس ستاسو سره ده طالبان ستاسو سره دي زه یقین درته وایم چي طالبان دلاس نیوی ځای نه لري کنی نور له جنګ جګړو څخه ستړی دنړۍ له دوه مخی سیاست سره پوی شوی خو دهمدې زوریدلی کړیدلی ملت په خاطر خپلی شوی ویناوي عملی کړي …زه خونورحال نه شم ویلای ځکه چي همدا امر راته شوی خوصرف ستاسوڅخه دسولی غوښتونکی او دیومتحد اسلامي نهضت په انتظاریو.ومن الله توفق..

  17. انجینیراکرم وردګ Reply

    انجیینراکرم وردګ
    محترم لیکوال صیب ښه ارزونه کړی ،تاسو دزنګی اوایوبی تاریخ لوستی وي اویامو دنبوی تاریخ څه ناڅه پاڼې اړولی وي اویامو دګران هیواد تیرڅلویښتی دعبرتونو نندار تون ته ښه په څیرکتلی وي ،بیاکولای شي چي دهیواد دراتلونکی اوعلمی جهادی څیرو انتخاب وکړدوی ته لکه ملګرو چي لیکلی قدرونه اوهستۍ ووایاست تاسو به په دې هم ښه پوهیدلی یاست چي شمالی لنډغرو د دولتی ادارو ویش یواځی دځان حق بلل په څلورلس کال کې دوی نوی نسل دمکتبونو څخه و روزلو اینده هم ددوی ښکاری که دمعتصیم اغا جوړشوی پلان په هیواد کې عملی شی هم به مو جهادی مینه اوتنده ماته شی اوهم به هیواد دپردیو اومینځینو جګړو له ښکاره خوندی شی .

  18. Ahmadullah salehi Reply

    كابل ميشتي طاليبان دافغانستان دجورولو او ابادولو لپاره او يو ايمانداري سولي لپار زياتي هسي كوي .مننه

  19. معلم جنت گل Reply

    پہ بهرکی میشت طالبانو کی ڈیر اهل کار شته دی مولوی صاحب هم ورته اشاره کڑیده یادیی پخیر پہ کاصه توگه محترم مولوی معتصم اغا جان صاحب ڈیر غشتلی فکر لری دلویی حوصلی درلو دونکی شخصیت دی اوعلی بصیرت خبرہ کوم چہ دهر ملگری او افغان او مسلمان سرہ ڈیر صمیمیت لری او پہ دی شل.پنزه ویشت کالہ دافغانانو پہ میز کی پاتی شو ڈیرحالات یی دنیزدی سخه وکتل وسیڑل نو شه پخہ او واقعی تجربہ لرونکی دلوڑاستعداد لرونکی اهل کار شخصیت دی او پہ دی حواله شه روشانه تاریخ لری او کاری وڑیا یی داسی ده چه کوم کاراو دروند مسئولیت ورته سپارل شویدی پہ پوره کامیابی سره ترینه عهده برآه شوی او دمسیولیت دتر سره کولو سخه ترینه سالم وتلی دی آویدی اوسنی حالاتو اوداڑتیا سختو شرائطوکی دداسی اهل کارو دپوهی علم او تجربی سخه دوطن او دین او زوریدلی کڑیدلی اولس دهوسایی لپاره ترینه گٹه پورته کول پکار دی او دداسی اشد ضرورت پہ وک وخت مققع قرکول.لازم او ضروری دی

  20. مولوی لطیف Reply

    دمحترم مولوی صاحب مقاله کی زینی خبری واقعیتونه دی اومناسب بولم چہ زه هم دیو کتونکی پہ توگه دتبصری کولو پہ ترس کی یی پہ هکلہ خپله رایہ سرگند کڑمه
    دطالبانو دتحریک کی خوبی او نقصانقنه دواڑه شته دی نوری خبری پخپل زای خو دا تحریک دا یو لوی خالی گاه او نیمگڑتیا لری چه
    دشه کارکردگی کولو پہ صورت کی هیس مکا فات نلری
    دمثال پہ طور شاغلی ملا اغاجان معتصم ددی تحریک یو فعال نہ ستڑی کیدونکی شخصیت دی چہ ددی تحریک دنشات سخه بیا ددی وخت پوری یی بی ساری خدمتونه اواهم فعالیتونہ ترسره اواجرات کڑی دی چه پہ سختو شرائطو کی چه هیچا زان نشو شکاره کولی او اغا صاحب ڈیرو خطرونو ته ڈده ور کڑی وه او پہ ڈیر متانت سره یی داسی لوی لوی او اهم کارونہ وکڑل سڑی ورتہ حیران شی
    خو چه کله بیا زینی معمولی مسائل رامینزته شو دده سابقی او خدمتونه اوهلو زلو ته یی هیس اعتبار ورنکڑ او داسی برخورد اوگزاره یی ورسره وکڑه لکہ چه هیس یی نوی کڑی پہ داسی حال کی چه اغا صاحب ددی تحریک دسابقینو اولینو سخه دی او مرحوم او مغفور ملا محمدعمر مجاهد ته ڈیر نیزدی او اعتباری شخصیت دی او پہ سختوشرائطو کی پہ امتحان کی کامیاب شویدی تحریک او وطن او ملگرو ته ته وفا داری او اخلاص دده سخه خلک زده کوی بیا پہ ده دبی وفایی او تورطعنونه لگول داشاغلی اغاصاحب او دتحریک او وطن سره غداری بی وفایی او عظیم ظلم دی دتحریک ملگروته پکاره دہ خپل ملگری هیر نکڑی او خپل محسنین دپامه ونه غورزوی بلکہ شکریہ یی اداء کڑی او رسول اللہ صلی اللہ علیه وسلم فرمائی من لم یشکرالناس لم یشکرالله

  21. زلمی اشرفی Reply

    مقالہ پہ زیار ترتیب شویده دهرچا خپل نظر وی سوک بہ ورسره موافق او سوک مخالف وی زہ پخپل نظر دمقالی دی ٹکی سره موافق نه یم چه پہ طالبانو کی یی طیب اغا هم دکار اوفعال سڑی شوولی دی یابه کار کی سه اخلاص اوپوه او تجربه ولری بلکہ طیب اغا صرف اغا دی او زمونگه دوطن او هیواد زینی خلک اغا صاحبانو ته عقیدت لری اقشه گان ورباندی کوی عقیدت اوشه گمان پخپل زای آوشه خبرہ ده خو د دطیب اغاپشان دکارنا اهله اوبی تجربی یو کشر تہ پغیردکاری وڑتیا سخه صرف پہ تش اغا توب دومره لوڑاودروند کار ورسپارل ڈیره بدہ او نا مناسبه کار دی او داسی نا هله کشرانو دغت کار ورسپارلو همداسی بد عواقب هم وی چه دتحریک مشرانو ولیدل او نور به هم لاگوری
    البته پہ اغا صاحبانو کی معتصم اغا پہ کار پوہ او اهل کار زیرک اومنل طالب مشر دی چه پہ ده ڈیر خلک راٹولیدلیشی

    1. مولوی شهاب الدین هروی Reply

      اشرفی صیب دنرخبره دی وکړه یو بل دجهانګیر په نوم هم چی هغه سه شو ډیرلیکونه یی دلوی ملاصیب لخوا راځواب کړو چي هغه به ګرسر ه په خبرلاهم نه ووده به ورته لیکلی وومعذورت غواړم.ترامرثانی پورې انتظار شه ،به اړه یی لازم اجرأت وکړی اوداسی نورخومعتصیم اغا ماخپله دولایاتو په هیئتونو کې لیدلی ته باوروکړه چي دخوب وخت به یی هم ترنورو کم وو مګر ناځوانوملګرو له لاس اوس چرته اوزخمی زخمی بدن الله دی دټولو مل شی اوالله دی هیواد راودان جوړ سمسور اوسولیزوګرزوی .امین الله

  22. نادرخان Reply

    دافغانانو یوه داکمزورتیا ڈیره پخه ده چه دڈیرو حالاتو زنی تجربه نه اخلی او دیو سوری سخه بابار چیچل کیژی دافغانیت دغه عادت پہ طالبانو کی هم پہ پراخه پیما نه موجوددی
    ددی تحریک ٹول کارونه شه سره برابر او منظم وه داخلی او خارجی پالسی او سیاست یی ترهغه وخت پوری پہ مظبوط بنسٹ ولاڑ وه تر سوپوری چه ددی تحریک پہ راس کی پہ کار پوہ او باتجربه اوخپل امیر او تحریک ته مخلص مشران وه او چه کلہ دغه کسان منزوی او دراس سخه لری کڑیشوه نوڈیر نقصانات او بد مرغیی سره رامینز ته شوی دمثال پہ توگه کوم وخت چه دسیاسی او بهرنیو چارو مسئولیت او مشری دشاغلی مولوی صحب اغاجان پہ غاره نو کارونه یی کامیاب اوموقف یی خورا قوی وه خو متاسپانه چه کله دغه چاری بیچاره طیب اغا ته پہ غاڑه کی ورواچولی نوکار ترینه وشڑید ده او دده ٹیم خپلی شخصی گٹو ته پہ ملی کٹو او دتحریک پہ منافعو تر جیح ورکڑه او دشمنانو هم ددوی دخودغرضی او بی تجربه گی سخه پہ ڈیر کم قیمت لویہ گٹه واخستله
    اوچه طیب اغا دخپلو شخصی گٹو ته دزیان رسیدلوخطره محسوسه کڑه نور یی دتحریک سخه هم خپله لاره جدا کڑه

  23. زاخیلوال ننګرهاری Reply

    خپلواک صیب چي کوم څه په کمېنټ کې لیکلی دعلماؤ له توهین پرته بل څه نه راته ښکاری دکمونسټانواوډیموکراسانو همدا ارمغان پاته شو چي داسلامي ،تبرکاتو اودینی هستیو توهین هیڅ ګنا نه بولی که تاسو محترم لږ دفضائل اوعلماءپه نوم کتاب وګوری کیدای دخپلی خبری جبران په ډیرڅه اوډیروخت ورنه کړي که څوک هیواد جوړوی هم ورته مشکلات پيښیږی اوکه دورانولو چارې ترسره کوي هغه خو بیاهم دزور له کوندې کار اخلی څوک یی دتوهین خبره نه شی کولای .الله پاک دي وکړي چي دعلماؤ جهادی شخصیتونو اواسلامي ډلوپه موټ په هیواد کې سوله او ارامی راشی .امین

  24. نقیب الله نیازی Reply

    یاالله چي ما دزابل خونړی اومینځنی شخړی نه وای اورېدلی دبادامو سرای کې راته شفیع الله جان دارغنداب اودایچوپان ټوله قصه واوروله ،خوعجیب داووه چي دسمې خلکو دوې خبری کولی یو یی داویل چي ولي په دوزه تالبانو باندی نه چورلکو بمبارۍ وکړی اونه مخامخ جګړه حتی یوه راته وویل چي کوم طالب راته وویل چي داملااخترمحمدمنصور ملګری غزنی ته دتداوی لپاره وړل کیږي (انډرت) دا اودې ته ورته عجائب خیر اې زړو امارتیانو دالله لپاره لیڅی رابډوهي له داسی معمااومجهولو جګړو مو وژغوی .
    نقیب الله نیازی

    1. نصیرالله مجاهدزوی Reply

      هههههه نیازی صیب چرته یی په متن کې دې دوې تحریری تیروتنی شته ،خوخبره دې ډیره دپام وړ بلکی دیوه فلسوف مقاله غوندی ده چي سړی ترې عبرت واخلی
      اوکه دې له یوې بلې خبر کړم هغه دا چي طالبانو دبامیان له هزارو سره هم تړون کړی ازبک غریبان یی دایران روسی اودولت حتی دپاکستان په چارواکو خرچ کړی وو هیڅ دژوند تمه نه ترې کیدی بس الله دی مل شی خو دمعتصیم اغا اوضعیف صیب څخه مو لاتمه شته چي دې ملک ته یونوی رنګ ورکړی کنی نورداسلامیت خوند دغوناځوانانو وړی .الله دی مل شه کله راځه خوتیروتنه مې ځکه په عام سړک درته وښودل چي ته خوسم لیکوال یی ستاسره خوند نه کوی .خیرغوسه به وی

  25. ګلالی میوندی Reply

    طالبانو یارې مه کړی ….طالبانو اسپی ځینه ولاړی دینه
    یوه خبره کوم که خودې خبره کې مې ډیر ډیر مخاطب دطالبانو کشره طبقه ده دطالب نمېګړتیا وی لومړی خپله رایه یې داستادتقلیدوی ،بې وفاډیر دي چي څومره مشران تیر شوی په لومړی کې یی په لاسونو مچول چي کله به له قدرت څخه لیرشول بیابه یی په غیبت اوتوهین زړه نه سړیدی نوکه ریښتیاووایم چي تاسو راشی دامارت اصلی څیری کومی دي اوتاسو دچاپه ګدۍ ګونډې وهلی بس ایله کوه یی دښادګل چمونه بالابس کړی په همدې سوله اکتفا وکړی لاڅومره معصومی څیری شهیدانوی خومطلب …؟

  26. ډاکټرعتیق الله همدرد Reply

    مذکور نوموتی مشران که له پخوانی جهادی ډلو سره یو موټي شی نو دهیواد اکثریت بلکل ترلاسه کولای شی ترڅو دیوه استدلال اومباری له لاری دانړیواله کشاله حل کړی .مننه .ډاکټرعتیق الله همدرد

  27. فضل منان Reply

    دهرمضمون نویس اوکتونکو خپلی رایی وی اوپخپلو حدوکی هرسوک باید دخپلی رائی اظهار وکڑی او پہ دی کی بیا دیوچا دتوهین سخه پہ کلکه ڈڈه کول پکار اوضروری ده
    یوتبصره کوونکی لیکلی چه خپلواک صیب گنی دعلماءو توهین کڑیدی
    زه وایم چه دهیس یوانسان توهین ندی پکار او بیا دمسلما بیا دعالم او مجاهد داخوپہ سوچنده بد کار ده دعلماءو فضائل خو یوزانگڑی منلی شوی حقیت اوجوره موضوع ده پہ هغی کی دسه ویلوهیس گنجائش نشته ده زه داخبره پہ ڈیراعتباراوبصیرت سره کوم چه په علماءکراموکی ڈیر دکار اهل اوبرجستہ هستئ شته دی چه دنورو لولویو نومونو اوشهرت درلودونکوسخه یی اهلیت او اهمیت پہ سو چنده زیات دی
    یونفر چه نوم یی نه اخلم پہ اصطلاح ڈیر تعلیم یافتہ دی او داده انقلاب ٹول وخت یی پہ امریکاکی تیر که اوامریکایانو ته هم باوری اوداهمیت وڑدی بیا چه امریکایانو پہ گران هیواد یرغل وکڑ هغه یی هم دنورو غرب میشتو پشان دزان سره هیواد تہ راووست اوپہ کابل کی یی پہ لوی بست مقرر کہ چه سه وخت یی تیر کہ او دواکمنو نا اهلی او خودسری یی ولیدلی نودواکمنو سرہ یی پہ دی بی قانونئ اونا هلئ اوفساد اختلافات راغله او کار یی پیشود ا بیرتہ دامریکا پہ لورپہ کوچ شوو
    زما هم وراره سہ ناسه تعارف شتہ زمادیوبل نیزدی او باوری ملگری پہ تسط هغہ دوست راتہ یو وخت وویل چه….صیب دکابل سخه واپس امریکی تہ لاڑ اوویلی چه ددی نا اهله واکنو دلاسه دهیواد جوڑیدل ناممکن دی پخپلہ نا اهله دی او دکاراهل تہ موقع نه ورکوی او دایی هم وویل چه زه به امریکا یانو تہ دامشوره ورکم او پہ ٹینگه به ورتہ وایم چہ که رشتیا افغانستان جوڑل غواڑی امن غواڑی نو…فلانکئ (ددطالبانو اوعالمانویو نفر یی یادکه )رامخ ته کڑی او واک ورته وسپاری
    زما داخبری نه افسانه دہ او نه چاویلی ده بکله ما پخپله او ریدلی او لیدلی یو واقعیت دی
    زه دا وایم چه پہ علماءو او طالب مشرانو کی داسی غشتلی تجربه لرونکی ماهرین شته چه پہ اهلیت یی پہ مخالفینو کی انصاف دار هم اقرار کوی باید خامخاداسی خکو ته موقع ورکڑل شی او رامخ تہ کڑیشی دمثال پہ تگه مولوی صیب معتصم آغا صیب سبحان الله ڈیر با درکہ با حاساسه اوپہ کار پوه او باتجربه شخصیت دی چه باید دده او دده پشان دکار خلکو سخه پہ هیواد کی دسولی او جوڑجاڑی او امن ابادی لپاره کار واخستل شی
    او داچی داسی داهل کار خلک ولی نشی رامخ ته کولی او ولی موقع نه ورکول کیژی شاید چه امریکا یان هم پہ رشتیا اودزڑه سخه دهیواد پہ جوڑیدلو اودلتہ پہ سولی اوامن راتلو پہ هکله مخلص نوی
    نو الله تعالی دی دڑولو مسلمانانع پہ حال ااو پہ خازه توگه دافغانانو پہ حال رحم وفرمائی د

  28. نصرالدین افغان Reply

    خلک متل کوی واہی چه یوسوک چا پہ کلی کی نه پریشود هغہ ویلی اس می دملک کره وتڑی
    زه وایی چه مقاله لیکونکی لیکلی چه دا طالبان دکوم وخت پہ انتطار دی زه پہ یقین سره ویلی شم دا خوارکی بہ سوک پہ هیوادکی کارکولو ته نه پریژدی امئظار ندی
    دغه شاغلی خو ڈیر دکار جوگه دی اومنلی شوی دبی داغہ ماضی درلودونکی او مستحق اشخاص دی باید دوی راوبلل شی او واک اواختیارات ورته وسپارل شی یقین کوم چه ڈیر کارونه به سم کڑی

  29. سلیمان خان Reply

    دطالبانو اسلامی تحریک چه کوم مشران چی دصحنی سخه گوخه کڑیشویدی دوی دخی مفکوری اوخه سیاسی سوچ اوفکربصیرت خاوندان دی خومتاسفانه دمخالفینو لخوا خوورسره زیاتی شوی دی اوکیگی ددوی نه سه گله دخپلو انڈیوالانو لخوا هم ورسرجفا وشوه او کیگی
    دافغانستان هیواداوهیوادوالو پہ دی کی گٹہ او خیردی دغه خاغلی دهیواد او هیوادوالو دمنافعو پہ منظور پہ کارونوکی وگمارل شی اگر کہ دچا پکی شخصی گٹی نوی

  30. عبدالله مومن Reply

    لیکنه پہ زڑه پوری دہ اوباید دغه طالبان ورونه نور دخپل وطن دبادی او پکی داسلام دسیوری لاندی دصلحی او ابادی اوامنت لپاره خپل کوششونه پکارواچوی

  31. مهربان غزنوی Reply

    نن یو بل خوب لیدل شوی هههههههه
    نوې زعیم ته نوې پارموله په لاس ورغلی څوځلی یې عملی کړه کار یی وکړو همدا اوس مې په نن ټکی اسیاکې ولیدل چي دمرحوم استادیاسر صیب زوی خوب لیدلی اوپلار یی ورته ویلی چي دزعیم لمنه ټینګه کړه داسی خوب نوڅوک نه شی لیدلای چي تر::مز یی شکرانه ډیره وی اوس لاهم سادګي غاړه ورکړی غرزی صیب دیوه بل صوفی قصه کړی چي یوخوب ورته په اتویشت لکه تمام شو نو دمرحوم صیب زوی ته به داخوب په څوتمام شی دزابل دجګړې امیر هم دمیدان شارنه راغلی وو وردګو وروڼو اوس لاره پیداکړه .
    له مشرانو هیله کوم چي خپله فعالیت ته دوام ورکړی اوداتش خوبونه نور داذهانو په فساد ورونه تپل شی دکار وخت دي ترڅو افغانانوته د ورکی اوسولی لاره هواره شی دجګړو دوماداره لړۍ پای ته ورسیږی

  32. ahhmad Reply

    de kabul tas lem shave taliban amriki dalar akhle noor ba sa kave de allah hesab ba var saa ra vashe

  33. مؤزن امارتی Reply

    دزوی خوب دپلار په حق کې ؟
    تعبیر یې کړی ما په ظالمانو به چپه شی …چپه ګاګل مې خوب کې دجانان لیدلی دي
    استادیاسر په یوه ویناکې وایی چي یو سړی وویل چي مولاناصیب ویل بې اودس لمونځ نه کیږي دا دروغ وو ماخپله بی اودس لمونځ وکړي بلکل کیدی …نوشهید استادخو داسی خیالی نړۍ او دخوبونو بریا نه لیدله هغه دخپل اسلامي دعوت په روحی قوت باندی دمسلمه امت ماتی هیله راژوندی کولی طالبانو وروڼو نور دسادګۍ وخت نه دي یوبل شاعروایی :
    دبسترهوادارن یی په کار نه دی انقلاب دککریو قصابه ده
    خوتاسو انقلاب نه په ککریو وګټلو اونه په سیاست اوس موخوبونوته ورمخه کړه …لکه څرنګه چي کندوزی صیب مهربانی کړي الله دی وکړی چي همدابهیر ګړندی اوبیړنی غوندی خپل هدف ته ورسیږي .ومن الله توفیق

  34. تراب هوتک Reply

    ملګرو ستاسو لیکنی داسی خلک هم ګوری چي مطلقا داسلام ضد افکاریی وی هیله لرم چي تاسو دخپلو کمېنټونو اوتبصرو کې دمشرانو دتوهین اواسلامی شعائرو ته ژمنې تبصیر ولیکی داحمدپه نوم ملګری خوډیربی اودس لیکنه کړی الله دی هدایت ورته وکړی اودانورملګری هم باید ددی څخه عبرت واخلی چي نه پوهیږي دهغوی پوی کیدل هم زموږ وجیبه ده .نړی چرته اوموږ چرته نه مو مسلمان پریږدی اونه موکفر بس دی باره داګېلی اوشوګیر پریږدی ملاوتړۍ دهیواد په رغولو اواسلامی نظام راوستلو کی سره یوشی.

  35. طلحه مومند Reply

    دمولوی صاحب دمقالی دعنوان پہ لیدلوماته یوه لنڈه غوندی قصه رایاده شوه
    تقریبا وه کاله مخکی پہ کوزه پختون خواکی دپارلمانی انتخاباتو سلسله کی سیاسی تنظیمونو کمپین چلولو هرچا دخپل پلی ددرونده ولولپاره مختلفی هل زلی اوحربی پکار اچولی وی نو دولی خان عوامی نیشتل پارٹی کمپین لپاره دپختوژبی یو هنر مند یا پہ بله اصطلاح دگلزار عالم پہ نوم دیونومیالی ڈم پہ اوازدسندرو سخه هم کاراواستفاده اخستله نوهغه به دپختنو دراغب کولولپاره یوه سندره ویلی چه :لابه ہو کیگوکنه ورکیگو….نوزه هم وایم چه دا طالبان باید چه سره یوشی کنه نو ورک به شی دوی چه کله سره متحد وه نو خه طاقت او عزت کی وه اوچه کله یی سره اختلافات راغلی نو زور یی هم کم شویدی او عزت یی هم کم شویدی

  36. ګل میر کوچی Reply

    هاوو طالبانو وروڼو موږ دروس په وخت کې جهاد وکړو په دولس کاله کې مو روس ترمسکو تیرکړو خوتاسی په څوارلس کاله کې دیوبازارګی فتحه هم ونه کړه دوښمن موتروس تیر شو بس نو په خپلوکې موسره وکښی نه مومفتی پریښود اونه موشیخ پریښود اونه مومشر اونه موکشر هه وروڼو نوره جګړه تم کړی هغه مجاهدین ټول په هیواد کې دی چي روس یی په ګونډو کوهغه هم ستاسوسره دی داچی تاسوله دوی چخه ځان لیری کوی دابه ستاسو نیمګړیتاوی دغه مشران چی تاسو یی تصاویر دمضمون په سر ورکړي داټول درانه وروڼه دی دامشرتوب استعداد لری تاسو خو کشران یاست تجربه نه لری که تاسو ته فتحه خوند درکوی نوفتحه خوموږ کابل کړو مګر لاړو ترفته مې سوله درته خوښه ده ځکه چی تاسو دمجاهدینو له تجربوڅخه عبرت واخلی .السلام ګلمیر کوچی

  37. حسین بلحی Reply

    نیروهای طالبان تاکدام زمان باید به افغانها ضد کند ایا این وطن ازشما نیست ؟ایا صلح دکتبهای اسلام قران احادیث وفقه چیزی نه امده است ،مایک دوست شما یا به حیث یک مسلمان به شما مشوره میدهم کې کشور ما وشما چی نه دارد ،ازنګاهی اسلام او ازنیګاهی انسانیت ؟ نه خیر عجز می کنم زاری میکنم ازجنک دست به سر شوی وبرادران خودرا به یک نهضت اسلامی را جم کنید وصلح به دولت اوافغان را باید به شود.

    حسن بلخی

  38. مفتی مجیب الرحمن اند Reply

    زه صرف دمعتصم اغاصاحب په اړه یو څو حقایق وړاندی کوم قضاوت په تاسو اړه لری لومړی په ژوندی طالب مشرانو کې مرحوم ملاصاحب ته ترټولو ورنزدي ملګری چي داکار اواک لامله ورته ګران وو هغه معتصم اغاوو دویم دکاردفعالیت په برخه کې چي دامارت څومره مصارف کیدل ددې اقتصادی بنسټونه معتصم اغا ایشی وو دعامه کار اونظم ترتیب دولایت اداری نظام اودمالی چاروسمبالښت ټول داغاصاحب په غاړه وو خو ترټولو اهم مسؤلیت خارجی سیاست او اړیکی وي داهم داغاصیب په زمه اومشوره ترسره کیدلو دې شخص ته دومره اهم داخلی اوخارجی مسؤلیتونه ورسپارل به دامیرالمؤمین باور اعتماد اودده استعداد نښه وی .نودداسی باتجربه کسانو له سهنی څخه لیری کول اونااهل وکسان رامینځ ته کول ددی نظام اواداری دخرابی سبب شو راځي چی داچانس اوموقع له لاس ورنه کړو اوهغه تجربه کاراشخاص اومشران راوبولو .نورموپه الله سپارم تاسواوقضاوت

  39. کاریګر Reply

    تاسو نو یی یواځي پرطالبانو هم مه تمامه وی موږ هم حق لرو کنه ؟
    زما یقین دي چي داوړی به شړۍ کیږی ځکه چي ورځ تربلې دخلکو په افکارو کې دهیواد ساتنی او سولی ولولی سپړیږی .
    کاریګردکارله صحنی .

  40. سیف الدین صابر Reply

    دا یې ځکه مناسب وخت دی ، چې یو خو د سولې څلور اړخیزې خبرې روانې دي او بل دا چې نور خلک له دې نا معلوم وضعیت نه تر پوزې رسېدلي دي او په داسې وخت کې اوسپنه تیاره ګرمه ده ، په مامولي ټک باندې ترېنه د خپلې طبعې وسیله جوړېدلای شي، نو باید نور انتظار و نکړي او دغه د خیر په کار کې ښه ګړندي ګامونه پورته کړي .
    الله پاک دې د افغانستان او ټولې نړۍ د مسلمانانو ستونزې ختمې کړي

  41. څارنوال علیزی Reply

    درنولیکونکو اولوستونکو : لمړی خپل سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم.،
    عزتمندو : خدای تعالی ج هرمسمان ته دهغه دنیکی کولو دارادی عوض اوثواب ورکونکی دی نوپه یقین سره دمولوی احسان الله کندوز صاحب اودغه نورورسره ملګری یی دغه مقاله ددوی دسولی او اتحاد دپاره اراده او غوښتل دی چی انشا الله خدایتعالی ج به دهغه ثواب ورکی . دوهم : سوله په افغانستان کی دافغانستا ن دخلکو دنر ،ښځی ، دلوی او کوچینی دزړه لکومی غوښتنه اودزړه ارمان دی ځکه اوس ټول پوهیدلی دی چی دبل اجنبی داستعماری کرغیړنو ضد اسلامی او ضد انسانی موخوو،پلانونو اوجهان نیولو پروګرامونونو دپاره استعمالیږی، وژل کیږی او هرڅه مو ورانیږی .ترنا معلومه وخت اونامعلومه هدف دپاره . نو اوس چی دسولی دراتلو دپاره یو څه خبری او امیدونه پیداشوی او احساس شوی نو پر هر بادرده او با درکه افغا ن چی هر څوک او په هرځای کی دی دا لازمه اوفریضه به وی چی دافغان سولی ته درسیدو لپاره پخپله برخه کی د خپل توان او طاقت په اندازه وس او لازمی عمل وکړی انشا الله خدای تعالی ج به یی عوض ورکړی .،

  42. صلاح الدین حقیار Reply

    خلک یولتل کوی وایی خبره دخبروپوری یادیگی کله کله پہ یوه مقاله کی هم حقائق او واقعیتونه وی بیاکله کله پہ دی مقالو پہ تبصرو کی هم ڈیر سه وی دلته هم همداسی ده چه دمفتی پہ نوم یوشاغلی مبصرپہ دشاغلی ملا معتصم صیب پہ باره کی ڈیر واقعیتونه لیکلی دی اووایی تاسو اوقضاوت مو نو پہ دی هکله
    زه وایم چه دملا معتصم سره بی وفایی دمشرملا صیب مرحوم سره جفا ده زکه چه پہ شاغلی دهغه مرحوم اعتماد وه او ورته ڈیر گران او باوری وه

  43. شیخ برکت الله نورستانی Reply

    سحرایی محکمې :
    دشریعت نظام موږ پیژنو دصحابه کرامو تاریخ اوسیرت زموږ مخېته پورت دی تاسو موږ پوی کړی یوه پریکړه دچادمرګ کیږي نو لومړی یی دمجرم له پیژندنی وروسته دجرم سزا دشرعی اوفقهی له نګاه څخه څرګند کړی اوبیا نو هغه مجرم په خپله سزا ورسوی ګټه یی داوی چي دالله دحکم هيڅوک مخالفت نه کوی اونه یی د اقرباوو زړه درد کوی نه دانتقام اوغچ ارادی په زړه کی ساتی …مګرتاسو داسحرایی محکمی
    ټول اسلامی امت په شک اوتردید کې اچولی چي زړه موو غواړی هغه څوک په څه تورکړې اودپردیو لپاره ورباندی غیرالهی پریکړه دشرعی پریکړی په نوم اعلان کړي اوبیا وایاست چي په دې اړه به څوک پوښتنه نه کوي دخدای په خاطر خلک اوس پوی دي علماشته سیاسي څیری هم شته ننۍ میډیاکې هیڅ نه شي پټیدلای له همدې مشرانو څخه غواړو چی کار اهل کارته وسپاری دعلماؤ قومی مشرانو اوسیاسی شخصتونو ترور نورهمدلته بس کړی دیوازاد هیواد په هیله .دالشمس اداری مشر شیخ برکت الله نورستانی .

  44. مولوی غمجن Reply

    زمونگ دهیواد اوهیواد والوحالت هم عجیبه دی چه کله سوک هم پہ اقتدارکی وی نور خلک ورته بیلکل داسی خکاری چه هیس حق نلری او نه سه درائی داظهار حق لری
    پہ همدی شکل ددی طالب مشرانو سره هم دمخالفو اوملگرولخوا زیاتی اوبی انصافی وکیگی باید نور نو پہ دوی ظلم ونشی او پہ ڈیر اهمیت ورته خلک قانع شی

  45. شریف الله حمزه Reply

    رهبرباید کوم اوصاف ولیري ؟
    تقوا، دیانت ،مړانه ،سخا،صحت ،صورت ،سیرت،حلم،سیاسی پوهه،خارجی اوداخلی معلومات، ځرکتیا،قوال،فصیح،دبدبه ،اوداسی نور..نوراشی چي دا اوصاف په هرچاکې وو هغه اهل کار دي دانړۍ دتیری پیړۍ په پرتله ډیر توپیرلری باید همداسی مشروی اوالله دی وکړي .
    دسیرت استاد شریف الله .حمزه

  46. ڈاکٹررحمت اللہ خان Reply

    نه پوهیگم چه دمولوی احسان الله پہ نوم لیکونکی به دغه مقالہ پہ کوم اساس لیکلی وی داسی نه چه پہ دی سره دغه طالبان بیا متحد نکڑی که متحد شی نو بیابه داولس سره خپلی کڑی سختی اوخورا بد برخورد اوچلند وکڑی زکه ددوی پہ دور کی پہ وطن کی تعلیم نوه دشزوازادی نوه اودبشر حقوق هم دخپو لاندی کڑل شوی وه

  47. ډاکټراجمل صادقیار Reply

    ماشاء الله ملګرو ډیرې ښې ادیبانه له شره اوبی ځایه تنقید څخه لیکنی ،کمنېټونه اوتبصری کړي ،که ووایم چي موږ ته دلیکلو ضرورت نشته نودابه هم ښه نه وی ځکه چي ددې لیکنی په سرلیکل شوی وو چي (ډره کتله شوی لیکنه)زما ورته تلوسه شوه چي دانو بیاسنګه پیښه ده بس پرې ورهی مې کړو هغه چی مې لیکنه وکتله خورا له منطقو ډکه عامه فهمه اوملی مذهبی ارزښت په کې رانښتل شوی وو بیامې دلیکوالانو نظرونه ښه په دېقت راوتل ،خوشحاله په دې شوم چي هریوه خپل نظر په ادبانه ډول پیش کړو هغه که مخالف وو که مطابق که ټولنه همداسی جوړشی نویقین وکړو چي موږ به داسیا درهبری امامت کوو اوکه ونه شی نو داسیا وروسته پاته مظلوم اوبی واکه وګړی به بلل کیږو.
    په پای داغاصاحب په شمولو دامارت ټولو مشرانو ته دهلوځولۍ غوړم چي دهمدې لیکني پربنسټ دهیواد اوملت دفکری ،اوسیاسی جوړښت په سمون کې دخپل پوره کوشش په مت دا هیلی زرغونی کړي.ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ ستاسی ورور ډاکټراجمل صادقیار

  48. اینجینر فرهاد ننگرهاری Reply

    پہ افغانانو هره ورز دبلی سخه بدتره رازی او هرواکمن پری دبل سخه سرزوری بی قانونه اوسرناخلاصی مسلط کیگی
    دغه طالبانو سخه هم بیچاره اولس دوه پوزو ته راغلی وه دوی پہ کابل دواکمنی پرمهال سومره خراب اوزور زیاتی چلند ددی بی وزلو افغانانو سره کڑی وه

  49. احساس Reply

    دېوې بلا تصویرمې جوړ کړ
    بلی بلارانه په زور وخوړ
    خدایه اوس مې وار دی چي به ماوخوری
    خیرخوداځنګل دی خدایه
    کوم زمری به مې ترې خلاص کړی کنه
    خوبیریږم که زمرو وخوړم
    نوچاته پنایوسم ؟
    معصتم ورروه اوس موځنی ساته
    ګنې لاړو هغه واړه رانه پاته
    دشاعراحساس

  50. عبدالکریم هلمندی Reply

    سوله ګرسره نه غواړو چي هلمندیان ژوندی وی
    وروره چي ستاسو په دې اکو بکو کیدای اوس به نو کمشیر هم ازاد شوی وو دنوی زعیم مشر جنګونه وګوره چي په ټول هلمند کې یی سرې
    لمبی بلی کړي تاسی به یی ګوری چي په هلمندکی به سپین برغ رپاند شی سوله څه ده چي دتوپک زور وی سولی ته هیڅ ضرورت نشته

  51. رسول یارابدالی Reply

    وروره په ځلورلس کاله کې مو دهلمند ولایت په سترګو ونه لید اوس یی هم احتمال ناشونی دي راځی باره دخپلو ماشومانو اوسیاسرو په خاطر دجګړی له اور اولس وژغورو.رسول یار ابدالی

  52. اسحاق زی Reply

    یاره افغانان تاسو هم دزور او اکثریت تابع یاست نن چي دمعتصم اغا دراتلو جانس دی تاسو بیا لاری اوګودرې ورته سپینی کړي داغریب خو مخکی هم نارې سوری وهلی خو چاورته جنډی ونه ښورولی خودبه یوڅو ملګرو ورسره سرښورولی وي ،خوخیرچي دهمدې کس پیروی په ریښتیا وکړی هم خیر خو نور هیواد دچل اول کسی نه پيژنی دلته سپین اوتور ډيرژرمعلومیږي
    نبی الله اسحاق زی

  53. اکرم ابدالی Reply

    موږ نه سوله غواړو اونه بی له ملااخترمحمد منصور څخه بل مشرغواړو ناکی زورونه مه وهی دهلمند فتوحاتو ته خو وګوری ژرده چي ټول هیواد به سپین بیرونو روشانه کړو زنده باد ملا اخترمحمد منصور
    محمداکرم ابدالی

  54. مجاهدقندهاری Reply

    وروره سوله دامریکایانو لپاره خلک نه غواړی سوله داولس اودابی وزله غریبانو ماشومانو اومیرمنولپاره تاسوهلمندیان موږ پيژنو چي غښتلی یاست دمورشیدی موشه لیکن ته پوهیږي چي په هلمند کې دعلم اوتعلیم کچه کمې اندازی ته رسیدلی سباچی حکومت ونسی کوی یی په چا په توپک خو نه کیږي ته لږ په غور دامضمون وګوره داټول مجاهدین دی ټولو دالله لپاره دخپل بدن زخمونه ګالی
    مجاهد قندهاری

  55. احمدالله نائب Reply

    موږ ترهغو سوله نه غواړو چي ترڅو اخترمحمدمنصور دارګ ماڼۍ کې دیوه امیر په ډول منل شوی نه وی
    احمدالله نائب

  56. سعادت مولانا Reply

    دمضمون اولیکني فقرې مو ډیرې خوږی دي خو عمل په میدان کې به مو وګورو چي خان صیب څومره تلی څوک وایی چي زما دغړکی خوند خراب دي تاسو دمنصورصیب پیغام وګوری چي هغه بیا څه وایی .

  57. داکتر ځدران Reply

    افغانستان به سل کاله نوره هم سوله په سترګو ونه ګورې. پاکستان ېو چه جوړ له همدې لپاره کړه چې د امان الله خان د ملت څخه خپل غچ واخلې. که افغان حکومت سوله غواړې باېد له هندوستان سره داسې ارتباط تنګ کړې چې د هند استخباراتو ته په افغانستان کې د امرېکه په شان ا‌‌‌‌‌‌ډې وار کړې تو د بلوچستان او پښتونستان ازادې غوښتوونکو ته ترنګ او د اصلې کمک وکړې او په داخېل د پاکستان کې ګ‌‌‌‌‌‌ډ وادې جوړه کړې او د بل طرف د کشمېر له خو په پاکستان فشار راوړل شې تر څو ېې د ملا تېر ور مات کړې او په خپل درد اخته شې افغانان ور څخه له ېاده ووځې. په دې ېو شزط افغانستان ته سوله راتلۍ شې او که داسې ونه شې د نور تول سېاست غېر له دې چې وخت ضېه کول دې بل کوم خاص لاس براۍ نه لرې.

  58. ملانیک محمد روزګانی Reply

    موږ هیڅ کله هم سوله موله نه غواړو په خپلو وینو به جګړه ګټو اویابه خپل سرونه بایلو داڅوارلس کاله موسوله ونه کړه اوس یی هم نه کوو لکه څرنګه جي زموږ مشرپه خپله ویډیو کې ویلی چي دمرګ ترسلګۍ به جنګ کو امریی پرموږ واجب نه دی تاسو اوس څرنګه خبری کوی ،سوله ده سوله ،ملک خراب سو تعیلم دي چی په ملک کې پتلون کړی کرزی ترهغوبه جنګ کوی والسلام .

  59. زبیر Reply

    ويل کېږي چي يو وخت موږکانو پخپل منځ کي سره وويل چي راشئ دا پشو مو تل په ناخبري کي مونږ او زمونږ نژدې ملګري او بچيان ځوروي يو يو راڅخه وژني داسي يو څه وکړو چي له دې ناورېن څخه خلاص شو
    بالآخره پدې سلاشول چي پشو ته په غاړه کي دګړنجووني غاړګۍ ور په غاړه کړو کله چي هغه راځي مونږ به خبرېږو او دخپل امنيت تابیا به نیسو.
    ټولو ومنله او دا نظر يې په اتفاق رايه تایید کړ غاړواندی يې هم جوړ کړ خو پو ښتنه دا پاته شوه چي څوک به پشو ته دا غړواندی په غاړه کي وراچوي ؟
    خبره هله ورانه شوه کله چي په دوی کي يو هم دېته حاضر نشو چي پشو ته دا غړواندی په غاړه کي ور واچوي

  60. قاسم Reply

    یوڅه به حقائقو ته پام وکړو، په کابل کي میشت اوله پاکستانه وتلي طالب مشران یئ هم یواځي نه شي رغولای، اوپاکستان میشتي هم په دی هیله به دټولو دیوون او واحدې کړۍ دجوړیدلو هلي ځلي او دعاوې کوو چی دګران هیواد دآزادۍ خوشالۍ او سوکالۍ لپاره ټول جوانب ګډې هڅې وکړي.

  61. عامر Reply

    دتبصرو لړۍ مي ولوستله ډیر شمیر تبصرې داسي دي چی دطالبانو لویه عمده اومقتدره ډله چی هرڅوک یئ (حتی دښمن یئ هم) په غښتلوالي قائل دی ورکي ټکول شوي ده ، ته وا یواځي ګناهکاره همدا ډله یا یواځي ملااختر محمد منصور صاب څه کمزوري صفتونه لري ، هر انسان ډیرې غلطۍ کړي دي کابل میشتي پاکستان میشتي، قطر ناستي، او ټول ددی وطن خلګ دي یا یئ زوراور یا کمزوری خو آخر به دیو انسان افغان مسلمان په صفت په خپل وطن کي منل کیږي، دکوم جناح تخریبول ګټه نه کوي اوس ددی وخت دی چی دجګړې دپای آبرومندانه ټکی په ګډه تلاش کړل شي.

  62. سید ولید احمد Reply

    با تشکر فراوان از نویسنده این متن زیبا
    من منحیث یک جوان این کشور خواهان این هستم که نباید این جنگ ادامه پیدا کند از این به بعد به هر قیمتی که میشود سران هر دو طرف باید با هم مذاکره کنند و از راه صلح پیش بروند نه از راه کشتار و خون باید بین هم توافق کنند تا دیگر از جنگ دست بردارند
    به امین یک صلح سر تا سری در کشور عزیز مان
    زنده باد افغانستان، زنده باد ملت مسلمان ما و پاینده باد صلح سر تاسری

  63. یاسین Reply

    کابل میشتي او له پآکستانه وتلي طالب مشران دکوم وخت په انتظار دي/ زه داوایم چی داسي باید تشریح شي چی امارت دکوم وخت په انتظار دی؟
    په دی دول ترخو خبرو اوترخو تبصرو امارت ځپل (سوله،روغه جوړه، اوسم سمکی راولي؟) اوکه نور هم زړونه پړسیږي؟ که شپه تیاره ده هم مڼې په شمار دي/ دافغان ولس دقاطع اکثریت رواغوښتنې دي ومنل شي موضوع حل ده ورنه تر آخرته به سره ګړزوو.

  64. سید ولید احمد Reply

    همچنان باید یاد آور شوم که ما افغان ها چرا باید همیش مایان ضرر ، خساره، کشتار و قربانی بدهیم چرا باید ما صدمه بیبینم خداوند “ج” برای هر فرد عقل نصیب کرده و اعطا نموده است چرا به جای جنگ خوبی را پیشه نگیریم ما نباید از احساسات کار بگیریم نبیاد فریب دیگران را بخوریم باید از عقل که برای ما خداوند متعال اعطا نموده است و از دانش که درایم از آن استفاده کرده طوریکه میدانیم سرور کاینات حضرت محمد مصطفی “ص” همیش در همه جا تا آنجایکه امکان داشت و مجبور نمیشدند از راه صلح پیش میرفتند و به امت های خود هم توصیه میکردند که تا اینکه مجبور نشوید حتی در مقابل بدترن مخلوقات که کفر بودند میگفتند با ایشان از راه خوبی و صلح پیش بروید
    صلح بهترین راه به خاطر مفاهمه کردن با همدیگر است
    ما از طریق جنگ و خشونت هیچگاه سرفراز و کامیاب نخواهیم شد، هیچگاه به یک آرامی سر تاسری موفق نخواهیم گردید تا اینکه صلح را پیشه نگیریم
    افغانستان فعلی زمانی یک افغانستان آرام و آباد خواهد شد که ما به جنگ و خشونت نی گفته و به صلح سر تا سری لبیک بگوییم

  65. نصرالدین افغان Reply

    دراوضاع موجوده کشور وملت بیچاره ما میباید هر وضروربالضرورهرافغان وخاصتا افرادیکہ دارندہ ئ دانش وتجربہ مثل طالبان نامبرده بہ غرض صلح وامنیت درکشورعزیز بیایید وپیش شود

  66. احمد خراسانی Reply

    تاقتیکہ صلحہ وآشتی بہ میان آورده نشود شاید بد امنی ودرگیری های موجوده ارام نشود
    این طالب ها دروقت قدرت خود در راه صلح هیچ کاری وتوجہ نکرد وغلطی بسیار بزرگ وکلان کردند باید کہ غلطی سابقہ وپیشینی راتکرار نکند بلکہ غلطی خویش راتدارک و جیره کند

  67. خوشحال عثماني Reply

    i am grateful from atuor molawi sahib
    thank you

  68. سالم آخوند زاده Reply

    د محترم مفتي مجیب الرحمن اندصاحب دتبصرې په ارتباط یوڅو ټکي لیکم: مفتي صاحب ! تاسو دملا اغاجان معتصم په اړه څه
    شننه کړي ده موږ وایو چی معتصم صاب تر داغه لاهم ډیر عالیقدر أمیرالمؤمنین (رحمة الله علیه) ته ور نژدې وو هغه دومره صلاحیت درلود چي دوالیانو عزل اونصب یئ هم کولای شوای، هغه په شمال کي نه یواځي بلکه دأمیرالمؤمنین د دفتر په خواکي هم دومره واک درلود لکه دهغه نائب چی وي اوس خبره داده چی : دامعتصم چیرته دی؟ څه کوي؟ څه یئ ایدیالوژي ده؟ هغه له دی سیمې څخه له کوچ کولو وروسته پر کومه کونډه پوښتنه کړي ده؟ دکوم یتیم پر سر یئ لاس ورتیر کړی دی؟ دکوم بندي ورور آسویلۍ یئ اوریدلي دي؟ په هغه نظام یئ چی ده ورکي دنائب حیثیت درلود کوم سر ګرزولی دی؟ دامعتصم به دی ولس ته څه وخت په ښه ورځي؟ دا تیره توره تاسي بیا دکومې جګړې لپاره ساتلي ده،؟ زه دمعتصم نه غندونکی یم نه یئ صفت کوونکی یم خو دومره وایم دی غرقیدونکي کښتۍ ته که هر څوک نجات ورکولای شي زموږ سر وسترګي دي لیکن ته راته ووایه هغه ته به خلګ مرکه ورځي که به څوک قرآن وروړي چی را ووزه؟

    1. مفتی مجیب الرحمن اند Reply

      سالم اخنداده صیب ته داند ځواب
      اخندزاده صیب محترم ترڅو به په خوله دضرب کرښه ایستلی ګرزو ایا موږ دین دومره خوار شو چی حق ته حق نه شو ویلای ؟
      مګرهو زه لوستونکو ته قسم ورکوم چی دامارت شعار اومهار څومره توپیرسره لری امارت کوم انفرادی مسؤلیت نه دی بلکی دیوه اسلامي نظام دمیلونو مسلمانانو دارمانونو ارمغان دی دڅه دشیدو اوشړمبو تجارت نه دی چي اوبه اویا مالګه باند دضرورت ځواب ووایی …!محترمه معتصم اغا دنوې جهاد له پیل په همدې تکل اوپه همدې عزم راوتلی مګرتاسو پوهیږي چی یوشمېر عناصر او خفیه کړۍ دکار خلکوته دموقع ورکول فرصت نه ورکوي ځکه چی بیاخو هیواد جوړیږی ،خوافرین شه په همداسی زوی اوپه همداسي شخصیت چی له هررنګه زورولو توهینولو تهدیدولو تعذبولو سره ،سره بیاهم دهیواد اوطالبی برم په ساتلوسره یی ځان مکلف ګڼلی اوژردی چي دخپلی سپیڅلی هدف سره به دبریا مقام ته رسیږي اودزرګونو شهیدانو ګونډو اوایتمانو ارمانونه پوره کوي اوددې اولسه تنده به په یوه سالم اسلامي حکومت کولوسره ماتوي.

  69. صداقت تنها Reply

    ماخواستار امنیت وصلحہ دمیهن عزیز هستیم وازتمام طالبهای چہ مقیم افغانستان ویا هم درخارج تقاضا داریم کہ بیایید ودر دراین مورد سهم فعال بگیرد

  70. عبدالسلام مجروح Reply

    باید دغه طالبان اوٹول افغانان دالله سخه نور وبیریژی اوپخپلو زانونو او مظلوم اولس رحم وکڑی اودسرتاسری او دائمی روغی جوڑی لپاره رشتینی او کوٹلی کامونه واخلی

  71. جاجی اکرم اغا Reply

    یاره باره والله که له طالب څخه دفاع کولای شو نن مې په فیسبوک دپیراغا خبرې واوریدی چي په کوچلاغ کې یی دمولوی محمدعالم دفاتحی دمراسموپه ځآی کړي دې غونډی ته سونوعام خلک هم راغلی وو خلک موږ ته وایی چی ستاسو مشران په پاکستان کی دي موږ قسمونه ورته کوو هغه یی وشرمولو زه وایم هه سړی لږ خو پت اوس اودې خبرو ته څه ضرورت وو چي نور هم مشکلات سره جوړوی نوماچی دادکوچلاغ عام جلسه په زرونو طالبان ولیدل دا داوږدی جګړې نخښی وی سوله مې بخی له کلګی نه ښنیلی .
    حاجی اکرم اغا

  72. رحم الدین عطار Reply

    هوکی !!! دغہ طالبان یانورطالبان او هرزیدخل جهت اوارگان دسه انتظار کوی ایا پہ دی بی وزلو عوامو افغانانو یی لا زڑونه ندی یخ شوی چہ نور یی هم کڑوی
    رازی نور دسہ وخت لپاره دصلحی لاره غور کڑی او ددی خوند اومزه پخپلہ هم وسکی او کڑیدلی ربڑیدلی اولس تہ یی وروسکی او پریدی چه دا مظلومان هم دارام ساه واخلی او ددنیا دنور اقوامو او گاونڈیانو دسیالی جوگه شی

  73. ګلزمان Reply

    محترمو ورڼو حکايت دی : ويل کېږي چي يو وخت موږکانو پخپل منځ کي سره وويل چي راشئ دا پشو مو تل په ناخبري کي مونږ او زمونږ نژدې ملګري او بچيان ځوروي يو يو راڅخه وژني داسي يو څه وکړو چي له دې ناورېن څخه خلاص شو
    بالآخره پدې سلاشول چي پشو ته په غاړه کي دګړنجووني غاړګۍ ور په غاړه کړو کله چي هغه راځي مونږ به خبرېږو او .دخپل امنيت تابیا به نیسو
    ټولو ومنله او دا نظر يې په اتفاق رايه تایید کړ غاړواندی يې هم جوړ کړ خو پو ښتنه دا پاته شوه چي څوک به پشو ته دا غړواندی په غاړه کي وراچوي ؟
    خبره هله ورانه شوه کله چي په دوی کي يو هم دېته حاضر نشو چي پشو ته دا غړواندی په غاړه کي ور واچوي

  74. تعقوب Reply

    حاجی صیب کلګی به دې کار نه کوي یعنی سګنل خانی به یی داخذ قوت نه شی مندلای (وروڼو کلګی دسرپاسنۍ بخری ته وایی)نوځکه مې لږورته ولیکل هسی خو هم یی شک را وایستلو.

  75. اسحاقزی شنونکي Reply

    دسولی څو ګټی
    که چرته په افغانستان کې سوله رانه شی هغه اقتصادی پروژی چي دچین هند اونورې بهرنی نړۍ لخواپه کار اچول شوی دافغانانو له لاس به ووزی که چرته سوله ونه شی دغرب او ایران نوی دوستی به یو بله روسیه شی چی راتلونکی به یی افغان دښمنه یرغل کیدونکی وی که سوله ونشی د داعیش نوې تپل شوی جګړه دهیواد مرکزونوته وغځول شی که چرته سوله ونه شی دغرب اوروسی چین سړه جګړه به په یوه مرموزه اوګرمه مرګونی جګړه بدله شی که چرت سوله ونه شی په هیواد کې به دتیر و مجاهدینو په څیر منیځنی جګړه لا توده شی که چرته سوله ونه شی دنوو تنظمی تقسم لړۍ به ترافرادو ورسیږی که چرته سوله ونه شی دطالبان پاته حیثیت به په یوه کرکه بدل شی که چرته سوله ونه شی دپښتنو اکثریت به په اقلیت او مظلومیت بدل شی که چرته سوله ونه شی داربکیانو اوځایی لښکرکښیو لړۍ به ترهسکو غرونو پورې ورسیږی چی طالبان په کې اوسیږي که چرته سوله ونه شی دپښتنو تعلیم نظام به دتل لپاره په جګړه اوبی وزلی تمام شی که چرته سوله ونه شی دغربت اونادرۍ ځولۍ به همسایه ملکونوته ونیول شی که چرته سوله ونه شي دکورنی شخړو لړۍ به دوروڼو ترمینځ پورې راورسیږي .نورنو تاسو اومرمۍ

  76. ګربت لاټی Reply

    وروره کار کوی څوک دجنګ څوک دننګ وبه وینو چي څوک ریښتنی افغان دی په دې اولس کې دسولی نوم اخیستل هم جرم دی اوزما په خیال دقیامت نښی نښانی همدا طالبان دي ځکه یوه لیونۍ اشتها یی ده یوه ورځ یو نظر بله ورځ بل بخې په دې ملک جوړ ځواک دی ولچ.

  77. ملامصیب حقمل Reply

    دمولایانو سرۍ کشی ده بلخواته بیا بریتورو اوبې بیریتو مسابقه ده اوس موږ دچاله خواشو خو دامعتصم ورور څیرې لنګاه ډیر ښکلی دي نور یی نه پیژنم ښکلی ځوانی یی درهبروړ ده الله دی وکړی چي یو سپا نظام دخلکو خمونه ورپټۍ کړی کنې له نور خو نه شی .

  78. بسمل توخی Reply

    سوله خو ګل مرجان نه منی
    دنبوی سیاست په موده کې څوک ویلای شی چی تر ۱۱۰۰زیات کسان مړه شوی اوڅوک ویلای شی چي نبی کریم صلی الله علیه وصحبه وسلم خپل ملګری وژلی که سوله نه غواړی یو متحد قدرت خوشی که اسلامي نظام نه شی راوستلای نو اسلام خو مه بدناموۍ .

  79. هشنغر کلیم Reply

    هشنغرکلیم
    زموږ ټولوته سلام دي والله که په یوه پوهیږو لاره یی رانه ورکه کړی ده وروڼو

  80. حاجی الله داد کاکړ Reply

    یاره هشنغر صیب بس زه هم په دې ناروغی اخته یم که سوله راغله نو بیا به ووټونه چاته ورکوو موږته سه معلومږی دچاپه تندې لیکلی دي هسی دی الله راسموی هشنغره لیوانیان یی کړو هغه چي پاکستان ته لاړشو ډاکټردومره دوا راکړی چي هغه حال هم پر را ودروی خانه یی غرقه کړی اوس په چاباور وکړو طالب ته مو انتظار ایستلو هغوهم کې وپیچله نور نو څوک شته په موږ نه د دین جوړ اونه دملک .

  81. الغیاث خپروندویه ټولنې مشرمجیب الرحمن حقپال Reply

    دجګړمارو په احساس کې کله دبې وزلو دزخمونو مرهم وي ،بلکې هغوې وژل کوی ویشتل کوي داړل کوی خپل ځان ورته په جنت کې ښکاری او مانو یو لوخی دسحرا ګني پریګده چي وی مړشو ،،،مړو نو مړو هسی یی ایله کوه څه غواړی دجګړې په ډګر کې هجرت فرض نه دی لاړ دی شی پربله …اوس نویی سنګه پوی کړم چي چرته لاړم دچاکره لاړ شم چي لاړشم کور وساتم که دبچیانو نفقه ترلاسه کړم مابه په پردې هیواد کې څوک کار ته پریږدی خیر لاړبه هم شم بس همدا احساس مې درته ډالۍ کاوو اې جګړه ماره وروره تاته هرڅه شته خوزما بچان له لوږی مری لوږه دبلاپه سرخو سره یی چرته وساتم

  82. العمرمستندویه ټولنه Reply

    زه هغه وژلای نه شم ته لا نور بلوی
    موږ غوښتل چي جګړه له هیواد وباسو مخالف لوری په بل مائل کړو خوبرعکس په هیواد کې جګړه تازه شوه اونوی شوه که یی اوس لاچاره ونه شی خدایزده چی داچاره به بیا په افغانانو وشی داعیش هم نوی رنګونو سره او ایران هم راته نړیوال شو روسان هم راته بیرته فعال شول چین هم دمعادنو خوبونه وینی غرب خودی راسره ښکېل داڅه دمجاهدینو خپل مینځنی فتوا وی اوجګړی اوبیا بل نوی تنور ګرم شو اوس به دکاکړ او اسحاق زی مبارزه هم تر کلونوکلونو واټن وهی بدۍ اوناخوالی ډیر یږي پرټولو افغان اولسونو ږغ کوو چي دالله لپاره دجګړې مخنوی وکړی هغه مذهبی صبغه هم ماته شوه هغه غرور هم له خوارو سره خاوری شو نورنو بیړه تباکیږي اوس لا دسر چاری دی.

  83. نسیم چکری Reply

    موږ درخبر نه یو تاسو ځان ته حکومت جوړ کړی او لیری یی هم مه بوله ځکه چي دامارت ړنګیدل مو هم زړه نه منل خو وشو.نوداسی نه چي تاسو کومه نوی وکړی داتوری انقلابی غوندی ښکاری

  84. مجاهدورور Reply

    هه دې نربچیانو دامو څه مسته لیکنه کړی ګرسره مو تاند چاغ کړ.خو زما په نظر له موقع مو استفادی کړی ځکه نور اولس تنګ دی

  85. مولوی نجیب الله نوری Reply

    موږ به دخبل امیرحفظه الله الحاج اخترمحمد منصور صاحب اطاعت تل جاری ساتو امید لرو چي خارجی لښکری ماتی کړو اوپرځای یی اسلامي نظام حاکم کړو ولی جي اوس امارت په رئس کی شیخان مبارکان هم لری چي ښی ښی مشوری ورکوی اونظام ورته ورښیی نوی پرمختګونه کیږي فتوحات کیږي الله پاک دی مجاهدین په یوه اسلامي نظام باندی کامیاب کړو ورڼو داهم سوله ده اوهم جهادی بیرته به خپلی مدرسی جوړکړو اوامارت به فعال کړو
    ستاسو ورور مولوی نجیب الله نوری

  86. احمدنبی پکتیاوال احمدزی Reply

    مولوی نجیب صیب تاسو ښاغلی بیا دکومې بوچی خوله خلاصه کړی صائبه چي شیخان ورسره شوکار ځنی غړکه شو چي شیخان نه وو مړی ډیرکم وو کیدل اویابه شیخ غریبان مړه کیدل اوس یی نو دا ګټه ورته وکړه چي شیخان ځینی بچاوشو.

  87. غوربندی Reply

    دملاسلام صعیف صیب اومتوکل صیب خدمتونه اوعلمی کارنامې دستائلو وړ دي په همداسی حالاتوکې اوس لاهم دوی داسلامی تعلماتو بنسټونه جوړوی دا افغان طالبانو دراتلونکی لپاره یوه ستره پانګه اوخدمت دی الله پاک دی دوی بریالی لري اوس نوکه په دې برخه کې هم دخیر قدم واخلی دابیابله خوشحالی اونیک مرغی ده

  88. جان محمدکندوزی Reply

    الله پاک دی نور دا اولس له دې شرارتونو فتنو اوفسادونو خلاص کړی اویو متحداسلامي نظام دی الله پاک زموږ په ملک کې راولی

  89. ډاکټرذاکرځدران Reply

    دافغانستان جنګ همېش اخری پای خراب وی …نوهوښیار سړی هغه دی چي دجګړې له پای ځان وساتی دایوداسی خطرناکه وایروس دي چي سړی یی په هډونو اخلی یعنی بدی او دښمنی په کې ورجوړی شی بیاترې ځان نه شی ایستلی لکه نن چي دملادادالله غریب کور اوملامحمدعلم سره کښیواتو دابدی به یی زامنوته پاته وی هو څه کسان به په اول کی ورسره غم اوجذبونړۍ بدرګه کړي ښه تسلی به هم ورکړي خو څو ورخت ورسته به معلومه شی چي څه کیږي.

  90. مدیرشاکرالله لوګری Reply

    یو منطق چاری
    دکابل حکومت په څلورلس کاله کې یوه طبقه بچان وروزل چي له اول صنف تر ۱۴ پوری اداری نظام یی جوړ کړي کمپیوټری نظام یی ترتیب کړ نظام وسائل یی دضرورت ترکچي برابرکړل ملی پولیس ملي امنیت ملي اردو یی جوړه کړه اربکیان اوځآیی پولیس یی جوړ کړو سرحدونه یی ټینګ کړو مطبوعاتی یی دضرورت ترکچی فعاله کړی ښه طالبه تاڅه کړي نه دی مدارس جوړ کړو نه دی دارلحفاظ جوړو نه دی فکری ټولنی جوړکړی نه نظامی وسائل ترپخوانی وخت زیات اونوی پیداکړو نه دی په ملت کې ځای زیات شو نه دی په څورلس کاله کی یو ولایت ونیو.ته نوچي سوله نه کوی زیاته لاڅه کوی نور هم پاته علم زده کونکی دغربت او اورکندی ته ورټیل وهی .زماپه فکربس به وی چي نور سره متحدشی اویا خپله ستراتیږی په رحم اومینه بدله کړي

  91. سهراېې Reply

    واېې غوا توره ده شېدې ېې سپنې دې. که د طالب تر شه د پاکستان لاس نه وې او پاکستېان څنګ په څنګ د طالب سره د مېدان په جنګ کې همکارې ونه کړې په لاسو ورځو کې به طالب له منځه ېوړل شې. طالب د خلکو په چندو او د خېرات په پېسو را لوۍ شوۍ د ځان ساتل ورته همېس ګران تمام شوېدې. جنګ د دولت په زور کېږې طالب نه مال لرې نه دولت. سوله نه د افغان حکومت غواړې نه پاکستان افغان حکومت ځکه سوله نه غواړې چې سه پرېمانه له خارج څخه بوجۍ بوجۍ دالر را روان دې او د جنګسلانو جوبونه ورباندې ګرم دې. پاکستان ځکه سوله نه غواړې چې هر کال امرېکه ورسره ېو ارب دالر مرسته کوې پدې خطر چې د افغان په سرحداتو کې د امنېت د تېنګېدو په خطر د پاکستان عسکر مېشت دې. سوله چې څوک غواړې هغه امرېکه ده. چې نن صبا ېې په پاکستان ېو ارب دالر بند کړېدې او شرط ېې ورته د افغان د سولې بهېر اېښودلۍ. که پاکستان د امرېکه حکم ونه منې اقتصادې وضېت به ېې دېر ګد ود شې حتآ ددې امکان به را ولاړ شې چې پاکستان تجزېا شې. ستاسې به وګورۍ چې طالب به بېرته د تېر په شان خپل خېرت او وظېفه تولاول شروع کړې دا اواز به مو دېر تر غواږو در ورسژې چې واېې به. طالب ته وضېفه راووباسۍ. هغه دالر چې د پاکستان په لاس طالب ته وار کېدل نو نه چپ کېزې. طالبان اوس فقط ځان ته فوزه جوړاول غوړې د سوله تر نام لاندې. څورلاس کالو کې ېې کومه توره کړېده چې له دې ورسته به ېې وکړې. دومره بې ګناه افغانان چې طالبانو شهېدان کړېدې حساب ېې کول وخت اړتېا لرې او اوس به څنګه په سپېن سترګۍ سره ده دې سوال جواب واېې چې د څولاس کاله جنګ مو د څه په خطر کووه او ولې مو سوله ته سر په ځمکه مخ کې نه کېښوده چې بعد له دومره بې ګناه انسان وژنې ورسته مو سوله ته اولېت وار کړه. طالب مشران به څنګه خپل انتحارې ملګرو دې سوال ته ځواب واېې چې تېره ورځ انتحار جواز درلود نن ورځ ېې والې نه لرې. د دې سوالو جواب دومره سخت دې چې بعضې بعضې طالب مشران لکه طېب اغا له مخه ځانونه پت کړې او بعضې نور په منده کې دې. زه په دې باوارې ېم چې ېو ورځ به اختر منصور هم ځان د طېب اغا په شان پت کړې او مېدان به بېلې. د سېاسې چارو پو. سهراېې

  92. پوهنمل ډاکټر اشرف تکل Reply

    یاره د لېکنی دکمېنټونو لوستل دومره ډیرشوی چی دسړی ترتوان ها خواخبره ده خوبیاهم یو ځغلنده نظر مې پرې کړی چي مختلف نظرونه ویل شوی،البته ډیره برخه یی دښاغلی معتصم اغاجان دستائینی او کاروال استعداد په چورلیځ راڅرخېدلی ،باور وکړي چي په زړه کې مې ورسره یوقسم مذهبی او هیوادپرسته مینه پیدا شوه ،ځکه چي دهیواد ناخوالو اومینځنی پیښورانه پریدی کړی او ورک کړی وو موږ ګواکی لااوس هم نه پوهیږو…خو دهیواد ټکنی سیاست به څه راوړی ،خدای خبربیاهم دې نوو حالاتو ته په پام سره عامه زهنیت او دپخواپه وړه نه دي چي مقتدر او زورور اوپیوډالان به هرومرو دچارو واګی په لاس کې اخلی ،نه نه هیڅ کله او داکثریت اومحبوبیت ترځنګه دسیاسی بلوغ ،پوهی ،استعداد ځواک حطمې شوي دي وګړو نړۍ ولیده نړۍ زموږ وګړی ولیدل اوس هرڅوک دمتوازن سولیزچاپیریال اوله افراط اوتفریط څخه ګوښی نارمل(اوسط) کړنلاره اوتګلاره غواړي ،نوزمافکر هم ستاسوڅخه لیری استقرار نه دی غوره کړی بلکې همدا نظراورایه
    پوهنمل ډاکټر اشرف تکل .

  93. انعام مجاهد ورور Reply

    تاسو خو دخپل زړه پړاس په لیکنو وایستلو زه به دیوه شاعرخواږه بیتونه تاسوته دخپلی رایې پرځای وړاندې کړم :
    زمـــوږدرهـــبر ارمان ترڅــــنګ پاتــی دی.
    لامـو ټــوپـــک دګریــسو بـــند پاتـــی دی.
    زوی مـــړو لـــږدمـــه خــو وکــړی راتــــه.
    داخـــیری کــوکــیر تـــرځـــنګ پاتــی دی.
    مــجروحــــه څـــوک دی دادبـــر لـــیونی.
    ناری دســـــولی کـــړی لاجـــنګ پاتـی دی.

  94. Himmat Reply

    ډیرو ورونو پکی ډیر په زړه پوری نقلونه او واقعات لیکلی دی………………. مونږ همیشه په ړندو سترګو د رهبرانو پیروی کړی ده ځکه چه مونږ ډیر خوش باوره یو یقینا………. زه به د اصحاب کرامو څخه یو دوه واقعات در په یاد کړم . کله چی حضرت ابوبکر صدیق (رض( لومړی خطبه ویله نو وی ویل ای خلکو تر هغه چه زه د الله او رسول ص په احکامو برابر وم نو زما اطاعت وکړی او چه برابر نه وم نو مه یی کوی……………… همدارنکه د حضرت معاویه رض نه چا پوختنه وکړه چه ستاسی د سیاست د کامیابی راز په څه کی دی ؟ وی فرمایل چه ما حیڅکله هم چه په چا اعتبار کړی نو د هغه څخه غافله نه یم پاتی شوی یعنی د تعقیب لاندی می نیولی دی…………………………………..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *