Categories

اعلان

Loading…

ما ما(لنډه کیسه) لیکوال: خالق رشید

نه پوهیږم چې الف خان ماما څنګه امریکا ته ورسید . جا ورساوه او که خپله یې څه چاره وکړه . ټول ورته هم حیران وو ، او هم خوشاله ، چا به ویل چې خدای پر چا لورولې وي ، هغه ورکوي ، بله نه کیږي . چا به ویل چې ګوره کوم وږي کارغه به یې په غولو ځان موړ کړي وي ، زړه به یې دعا ورته کړې وي ، داده هم هغه ور ورسیده …

دا ډول خبرې خو تل زمو ږ په کې کلي کې وې او ان چې اوس هم شته ، د چا به چې نیت پرې بد و دهغوی خو به هر شیبه په جومات او پیتاوکې همدا خبرې او تبصرې وې چې :

ـ   الف خان به اوس په سره نیکر کې د سمندر پرغاړه له کومي سرې او سپیني نجلي سره په شګو کې یوه اوبله خوا رغړي …

بل به ویل :

ـ وایي چې کومه ورځ یې په کومه امریکایي نجلۍ نسوار ور تف کړي وو او س هلته بندي دی …

بله بل له هغې خوا سر راپورته کړ :

ـ له کومې زړې سره چیرې مزدور شوی و ، هغه به یې تل روغتون ته پرشا وړه راوړه ، کومه ورځ ترې لویدلي وه ، دهغې خبلوانو اوس د ابدی بند سزا ورته غوښتې …

او وروستي به بیا ویل :

ـ تا سې ټول دروغ وایاست ، داسې نه ده ، الف خان ماما دومره هم بې غیرته نه دی ، دایو کار یې هم نه دی کړی ، یوازې یوې امریکایي نجلۍ ته يې په ځیرځیر کتلي وو، هغې ورته خندلي وو ، ده بیا سترګک ورته وهلی و، هغه نه وه پوه شوې ، خو ورووسته چې پوه شوې وه ، هغې ورته ویل وو چې داځل خیر ځکه چې دنیکه همزولی مې یې خو که بل وار دي داسې کار وکړ ، بیا به پولس درباندې راولم چې هرڅه یې درباندې وکړل کوي به یې …

خوپه الف خان ماما کې دایوه هم نه وه ، هغه ترامریکا په ډیره سختۍ او بده ورځ رسیدلي و ، ځکه چې دی خو ان لا په ځوانۍ کې ګوزڼ او که کومي بلې بلا وهلي و ، کله چې روسان راغلل ، په خپله درملنه پسې ووت ، ځان یې له مجاهدینو سره رنګ کړ ، چې په پای کې کومې خیریه موسسې دجهاد د قرباني په نامه امریکا ته واستاوه او اوس هلته په خوارۍ او غریبۍ باندې بوخت و.

ډیره موده نه ونه شوې چې وروڼو او کورنۍ ته یې د پیسو را استولو لړۍ را پیل شوه ، کوریې د چا خبره په کلي کې مالوم شو ، وروڼه یې چې چا به په کلي کې خیرات ته هم نه راخبرول اوس دده له برکته دکلي درانه او دپاملرنې وړکسان یادیدل ، په یوه لنډه موده کې یې یوه دوو وروڼو دویم او دریم ودونه هم وکړل ، همداسې یې وریرونه او وریري هم د چټو پیغلو او زلمیو خاوندان شول .

موږ پرهغه مهال چې الف خان ماما له کور او کلي وتلي و ، واړه هلکان وو، دهغه مو څه نه په یادیدل ، خو اوس یې په باره کې دومره خبرې وې چې زموږ کلي پرې خوشاله و ، دهر چا دخبرې دمیدان نقل هم دی و او موږ به هم اوس دده په باره کې دکلیوالو ټوکې اومسخرې په مزو مزو سره او ریدي :

ـ   الف خان به اوس په سره نیکر کې د سمندر پرغاړه له کوي سرې او سپیني نجلۍ سره په شګو کې یوه اوبله خوا رغړي …

بل به ویل :

ـ وایي چې کومه ورځ یې په کومه امریکایي نجلۍ نسوار ور تف کړي وو او س هلته بندي دی …

بل به له هغې خوا سر راپورته کړ :

له کومې زړې سره چیرې مزدور شوی و ، هغه به یې تل روغتون ته پرشا وړه راوړه ، کومه ورځ ترې لویدلي وه ، دهغې خبلوانو اوس د ابدي بند سزا ورته غوښتې …

او وروستي به بیا ویل :

ـ تا سې ټول دروغ وایاست ، داسې نه ده ، الف خان ماما دومره هم بې غیرته نه دی ، دایو کار یې هم نه دی کړی ، یوازې یوې امریکایي نجلۍ ته يې په ځیرځیر کتلي وو، هغې ورته خندلي وو ، ده بیا سترګک ورته وهلی و، هغه نه وه پوه شوې ، خو ورووسته چې پوه شوې وه ، هغې ورته ویل وو چې داځل خیر ځکه چې دنیکه همزولی مې یې خو که بل وار دي داسې کار وکړ ، بیا به پولس درباندې راولم چې هرڅه یې درباندې وکړل کوي به یې …

زموږ په کلي کې پرالف خان ماما داخوښۍ او خوشالۍ همداسې پاتې نه شوې ، یو وخت داسې راغی ، چې هغه دپیتاوي ټوکې ټکالې ، او د خندا بانډارونه له یوه سره داسې ساړه شول ، لکه بې اوره نغري ، هیچا هم په دغه باره کې چڼ نه شو وهلي ځکه چې که چا به تر ژبه لاندې هم د ماما په باره کې څه وویل نو دهغه کورنۍ به ورسره لاس اوګیریوان وه . ان چې زموږ کلیوال پردغه ټوکه باندې د مر ګ تر پولې پورې هم ورسیدل ، اوس هیچا هم دالف خان ماما په با ب دا ټوکه نه شوای تکراروله چې :   اوس به په سره نیکر …

– پرکومه نجلۍ یې نسوار …

زموږ مشرانو ته خو الف خان ماما لکه څراغ داسې معلوم و، خو موږ چې واړه و و ، مور ته هغه ګرد سره یو بل څوک ښکاریده ، موږ به چې دده د خپلوانو کبرونه اوریدل ، دده په باب مو هم داسې فکر کاوه … موږ ته چې دده دزامنو او وروڼو دچرسي کیدو او قیمار باز کیدو کومه څیره را ښکاریده همداسې مو دده په باره کې هم فکرکاوه او داسې راته ښکاریده چې ګواکي خړسپي هم دلیوه ورور دی . یوه زوی یې خپله میرمن په خپل لاس ووژله ، خو هیچا هم ورته ونه ویل چې پرمخ دې څو ګلونه دي ؟

بل یې دکوم کلیوال پرکور باندې دهغه په لور پسې ور وخوت ، هغوي په پښه وویشت آوازه یې ګډه کړه چې ګواکي جهاد ته تللي و ، هلته ولګید، له کلي د باندې نه شو تلای ځکه چې دنجلۍ خپلوان ورپسې څارو ول ، خو خپل دبدنامۍ ګوډتوب یې پرجهاد باندې اچولي و.

پریوه لور یې هم دوه تنه سره وو ، او په بله يي هم دوه .. . نو رحال یې خدای ته معلوم و.

رښتیا خبره خو داوه چې پردغو کړو وړو یې ټول کلیوال خورا خپه ول او ډیرپرې ځوریدل ، ټو لو به همدا ویل چې کاشکی یوځل خدای الف خان ماما راولي اوکه نه دغه کورنۍ خو دغو پیسو چې دی یې هلته په څه خواریو پیدا کوي ،ګرد سره غرقه کړه .

ډیرو خو لا داهم ویل چې د دوی له مخې به موږ هم برباد شو ، ځکه دا دروغ نه ده چې فارسی ژبي وایي : یک خانه … صد خانه پناه …

دالف خان ماما شنو لوټو زموږ په کلي کې چرس دنسوارو ځای ته راټیټ کړل ، دشرابو او هیروینو نومونه خو زموږ دکلی هلکانو دالف خان ماما له زامنو او خپلوانو زده کړي وو.

الف خان ماما په مات او ګوډ صورت مزدوري کوله ، خو دلته یې کورنۍ له ځانو داسې څه جوړ کړي وو چې هرچا فکرکاوه الف خان ماما په امریکا کې کومه لویه کمپنۍ لري اویا کوم لوی سوداګردی . جالبه خو لا داوه چې دالف خان ماما همدغه چرسیان ، قیمار بازان او … د یوشمیر له خوا اوس دجهاد ستني هم بلل کیدل ، داځکه چې د هغو درواغجنو سترګې هم په مردارو کې بندې وې ، دهغو سل رنګه نارواوی به یې په رواوو کې شمیرلې ، داچې چا هم هیڅ ورته ویلای نه شو ل ، نو دلیل یې دغه و .

همداوه چې ټولو په دا سره ویله چې : خدایه الف خان ما ما زر تر زره په خیر راولې …

***

موږ هغه مهال واړه ماشومان وو ، په دغو خبرو مو سرونه ډیر نه خلاصیدل ، که به مو او ریدې خو په مانا بې نه پوهیدو ، موږ یوازې په دي پوهیدو چې که الف خان ماما له امریکا راشي ، په هغه ورځ به زموږ پرکلي باندې د پتاسو باران وي ، مزې به وې او خوندونه … ځکه نو موږ هم په همدغه لامل تل پاک الله ته همدغه دعا وې کولې چې الف خان ماما زر راولي …

زموږ ډیر کلونه په همدغو دعاوو باندې تیرشول ، نه پوهیږم چې ددغو دعاوو برکت و اوکه به نورڅه وو ، چې یوه ورځ مو یو نا څاپه واوریدل او آوازه شوه چې الف خان ماما راځی ، هو راځي ، را روان دی …

داخبره نه وه یو شور او شرنګ و چې په شاوخواکې خور شو ، اوس یو ځل بیا دهرچا له خوا هرډول تبصرې او ویناوې پیل شوې ، چا به ویل :

– دومره پیسه دار شوی چې کیدای شي په شخصي الوتکه کې راشي …

بل به ویل :

ـ کیدای شي دغزنی والی یې هم مخې ته ورشي …

او دریم به ویل :

ـ که خارجی میرمن یې کړې وي هغه به هم ورسره وي …

زموږ په کلي کې عبدالرحمان چرسی نوم درلود ، ځکه هغه لوی او نامي اشپز هم و ، یو وخت یې په کابل کې دکوم لوی سردار پخلي کاوه ، دهغه زوی سلطان هم لکه دهغه په شان په اشپزۍ کې نوم ګټلی و، یو وخت له کوم سردار سره په عربستان کې اشپز و، هغه ته هرڅه معلوم وو، په کلي کور کې به ټولو سره ویل چې جهان دیده دی ، خلکو به چې د الف خان ماما په باره کې هرڅه ویل دی به همیشه له خندا ورته شین و ، کله کله به چې کوم کلیوال دالف خان په باره کې پوښتنه ترې وکړه شاوخواته به یې وکتل چې څوک به نه وو ، نو بیا به یې په کرارۍ سره وویل :

– دومره یې مه پړسوئ ، زما دپه خدای قسم وي چې زه اشپز وم ما الف خان غوندې لس یو ولس کسه ترلاس لاندې درلودل … خوارکي په کوم هوټل کې به لوښې لرګی مینځي … نوري تاسې خپله درقیاسوئ …

مو ږ به داخبره نه منله ، او رښتیا فکر به مو کاوه چې کیدای شي په شخصی الوتکه کې راشي ، خو دا مو په فکرکې نه وه ، چې که هغه په الوتکه راشي ، هغه الوتکه به چیرې کیني ؟ خو موږ چې دده د کورنۍ کبرونه لیدل ، فکر مو دا له شونتیا لرې نه بلله ، چې ددغې کبرجنې کورنۍ اصلی سړی دی په الوتکه کې رانه شي ، مو ږ به داهم ویل چې دایې داسې دي ، هغه به ترټولو ناروا او دخلکو په وینا چارعیب شرعي وي …

یوه ورځ مو په کلي کې لوبي کولې چې ناببره غږ شو :

ـ الف خان ماما راغی … الف خان ماما …

ټول خلک ور ووتل ، زموږ له کلي سړک یوڅه لرې غوندې دي ، خو څوک چې د سرک پرسر له موټره کوز شي زموږ له کلي له ورایه ښکاري ، دی هلته کوز شو او ولاړ و ، زموږ باور نه کیده ، دهلکانو په ډله کې زه هم ور ورسیدم ، او ښه روغبړ مو ورسر وکړ ، دهغه دواړې سترګې په کلي کې نښتې وې ، له خلکو سره به یې خبرې کولې خو کلي ته به یې کتل ، ما ته په زړه کې را تیره شوه چې الف خان ماما خامخا په کلي پسې خپه شوي ، اولس اتلس کاله ، خو څه کمه موده نه ده ، خو کله چې را نژدې شو، زموږ هغو کلیوالو چې له زړې کلا څخه دباندې نوې کلا وې جوړې کړې وې ، هغې هرې یوې ته به یې لاس ونیو :

ـ دا دچا کلا ده ، هغه دچا کلا ده …

هغه زموږ کلیوال حاجي سلطان یوه یوه ور وپیژندله چې ګواکی دا دمیراجان ده … اوهغه بله دمیرزاخان ده …

دهغه خبره لا سمه پای ته نه وه رسیدلې چې وار دي واره یې پوښتنه ترې خوله راووته :

ـ زموږ کلا چیرې ده ؟

حاجي لکه چې په اصلي خبره پوه شو ورته ویې خندل :

ـ ستاسې دڅه شي کلا ، موږ او تاسې تراوسه پورې په زړه کلا کې یو ، تاسې هم له یوه میلمستون پرته نوره خښته پرخښته نه ده ایښې ، چیرې چې وئ ، هم هلته یئ …

الف خان ماما خپل مشر زوی ته مخ ور واړاوه او ورته ویې ویل :

ـ هغه کلا چې عکسونه دې را استولي وو ، اوله مادې پیسې غوښتې وې ، هغه چیرې ده ؟

زوی ېې څه ورته ونه ویل ، او ماما پوه شو چې زامنو یې په درواغو له ده نه دکلا په پلمه پیسې راشکولې وې او ده ته يې دبل چا دکلا عکسونه ور استولي وو . چې داده ستا پیسې موپه دغه لویه او پرتمینه کلا باندې خرڅې کړې دي.   خو د الف خان ماما قدمونه د کلي په لور سست شول ، کلیوال یو شمیر تر لویې دروازې پورې ورسره بدرګه وو ، یو شمیر خو دننه ورسره ولاړل ، حاجی سلطان ورسره دننه نه شو ، کلیوال ترې را چاپیرشول ، شاوخوا ته یې وکتل او بیا یې ورته وویل : ـ ما نه درته ویل … زامنو یې دبل چا دکلا عکسونه و راستولی او ورته لیکلي یې دي چې ګواکي داسې کلا مو په هغو پیسو چې تا را استولې دي جوړه کړې ده … خو کلیوال پرهرڅه باندې پوه وو ، سمدستې یې همدا بس وبلله، یوه اوبل ته یې وویل چې ښه شو چې الف خان په خپله راغي اوبس …

الفخان له موږ اوکلیوالو لرې پاتې نه شو ،هره ورځ به دکلي په پیتاو کې له کلیوالو سره ناست و او د امریکا کیسې به ېې کولې او کلیوالو ته به یې ویل :

ـ د پاچاهي په ملک کې ناست یاست لاکارهم نه کوئ ، چې یو ځل له دغه کلي ووخۍ او د نورو مزدوران شئ ، بیا به درمعلومه شي چې یوه ډوډۍ څو پتیرې کیږي ؟

په هغه کې یو څه چې دپخواپه انډول اوچت ښکاریدل هغه دده رښتیاوینه وه ، چې اوس یې له هغو پخوانیو کلیوالي ساده درواغو ځان پریوه خوا کړی و ، اودابه یې هم ویل چې د پردیو پیسې بې شکه تر زر منه تیږه لاندې دي … د پردیو مزدوریو ته مه خوشالیږئ … پردي ، پردي دی او خبل خبل …

او الف خان ماما هغه څوک نه و لکه چې دخپلوانو په نارواوو کې موږ ته ښکاریده ، هغه خپله هغه نا دودې خپله ولیدې کومې چې کلیوال له هغو ترستوني راغلی وو ، په ډیرو سختیو یې یوځل بیا وکولای شول چې تیر په هیرکړي ، او دکلیوالو دې هم تسل پرې وشي …

او الف خان ماما له دریو میاشتو وروسته بیرته امریکا ته ولاړ ، چې داځل خپل ځان سره راټول کړي او یو مخیزه ځان له هغې خوارۍ را وباسي .

دا وه د الف خان ماما کیسه ، چې په پای کې موږ پرې پوه شو، اودا راته یقیني شوه چې حاجي سلطان په رښتا جهان دیده و … دالف خان ماماله تګه وروسته به چې هغه دالف خان ماما په اړ هرڅه ویل ، بیا به یې یوې او بلې خوا ته نه کتل او دهرچا پرمخ به یې هغوی ته ویل :

ـ الف خان اوس دومره لوی سړی شوی چې که یې د راتلو آوازه شي ، نو غزني والی به یې هم مخې ته ور ووزي …

او له خندا به شین و ؟!

35 total views, 1 views today

2 comments

  1. شپون Reply

    اوس چې ته تصوږیر ترې جوړوې لږه تیاره غواړي

    دا خپلې ما ضیانې د استمراري په ځای مطلقې کړه. د ما ضي نه حال ته کو پونه مه اچوه نودې ساری نه وینم. له خندا به شین شو نه بّّه لرې کړه مثللا

  2. لالا ، بټنوال Reply

    شپون صيب ! ډېرې بخښنې سره مشره په کامنټ مو پوی نشوم ـ رشید صيب خو واقعيتونه په ټوکو کې پیچلي دي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *