Categories

اعلان

Loading…

د پښتو د زده کولو لپاره راغلی کاناډايي له ۵ کاله برمته کېدو وروسته خوشي شو

تاند- یو کاناډايي، چې څه باندې ۵ کاله په افغانستان کې یرغمل و، خوشي شو.

د کاناډا د (ګلوب انډ مېل) ورځپاڼې د راپور له مخې د کولین روترفورډ د خوشي کېدو خبر نن /دوشنبه/ د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر سټېفن دیون اعلان کړ.

دیون په یوه اعلامیه کې ویلي:«زه د قطر له حکومته په دې مسله کې د مرستې په خاطر د زړه له کومې مننه کوم.»

قطري چارواکي تر دې مخکې هم د منځګړتوب او په سوریه کې د امریکايي ژورنالیست تیو کورتیس او په افغانستان کې د امریکايي سرتېري بو بریګدال د خلاصون لپاره په خبرو کې د مرستې په خاطر ستایل شوي دي.

کورتیس په سوریه کې د القاعده پلوې النُصره ډلې له لوري برمته شوی و.

بو بریګدال هم نژدې ۵ کاله له طالبانو سره اسیر و.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر ویلي:«کاناډا خورا خوشاله ده چې له اسارت څخه د کولین روترفورډ د خلاصون لپاره شوي هلې ځلې بریالۍ شوې.»

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې دې ته اشاره نه ده شوې چې د دغه کاناډايي تبعه د خلاصون په بدل کې طالبانو ته پیسې ورکړای شوي او که نه دي.

روترفورډ په بېلابېلو ټولنیزو رسنیو او ویبپاڼو کې د ځان په اړه لیکلي و چې عادي اروپايي- اسیايي وګړی دی چې د ریاضي او فزیک له لوستلو او په ۲۰۰۹ م کال د تورنتو له پوهنتونه تر فراغت وروسته یې پاکستان او افغانستان ته سفرونه کړي دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت ویندوی پنځه کاله پخوا د روترفور‌ډ د برمته کېدا په مهال ویلي و:«موږ پوهېږو چې روترفورډ افغانستان ته د سیلاني په توګه تللی و. ده غوښتل چې د خپل سفر په لړ کې پښتو ژبه زده کړي.»

د روترفورډ له برمته کېدو یو کال وروسته د ده کورنۍ سي بي سي (د کاناډا نشراتي اداره) ته وویل چې دوی په خپله له یرغملګرو سره تماس نیسي ځکه چې د نوموړي د خلاصون لپاره د حکومت هڅې ناکامې شوي دي.

د کاناډا د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې د ورځې په خبرپاڼه کې نه دي ویل شوي چې د روترفورډ وضعیت څنګه دی او اوس چیري دی.

داسي ښکاري چې نوموړی لا هم کاناډا ته نه وي رسېدلی.

13 total views, 1 views today

3 comments

  1. ن- مل Reply

    چې پښتو به يې له طالبانو زده کړې وي که نه

  2. حسن Reply

    دغه بیچاره کانادایی به له طالبانو نه ښه پښتو زده کړی وی.

  3. نورزی Reply

    پښتو به یي خامخا زده کړي وي دا د ظالم زوی عجبه چل کړی فکر کوم قصدا به یي ځان پرې نیولی وي چې پښتو ځیني زده کړي خکه د طالبانو خو بله هیڅ ژبه نه ده زده ، رسمي او د فتري ژبه یي هم پښتو ده او یوازینی سیاسي تحریک دی چې نوم یي پښتو دی یعني د افغانستان اسلامي امارت

Leave a Reply to حسن Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *