Categories

اعلان

Loading…

خلیلزاد او ډویبن د اسلام اباد د ۴ اړخیزې غونډې په درشل کې د پاکستان پر نیت شک څرګندوي

تاند- سره له دې چې ډېر افغانان هیله من شوي چې د پاکستان په منځګړتوب به د افغانستان د سولې درېدلی بهیر بیا پیل شي، په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر زلمی خلیلزاد وايي چې اټکل نه کوي چې د پاکستان پوځ دې د حقاني شبکې د فعالیت مخه ونیسي او یا دې هغه افغان طالبان ونیسي چې غواړي جګړې ته دوام ورکړي.

د پاکستان حکومت له افغانستان سره موافقه کړې چې هغه طالبان به ځپي چې سوله نه کوي.

په افغانستان، عراق او ملګرو ملتو کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد په یوه شننه کې، چې د متحدو ایالتونو له پخواني دیپلومات جېمز ډوبینز سره یې په ګډه لیکلې ده، ویلي:«د پاکستان پوځ هیڅکله داسي ګام نه دی اخیستی چې په سبب یې د سولې پروسه پرمختګ وکړي. داسي ګام چې په نتیجه کې یې په پاکستان کې د طالبانو او حقاني شبکې فعالیت بند شي او د دوی هغه غړي ونیول شي چې نه غواړي د کابل له حکومت سره سوله وکړي.»

په دې لیکنه کې، چې په نیوزویک مجله کې خپره شوې ده، ښاغلیو خلیلزاد او ډوبینز پوښتنه کړې:«ولي د پاکستان پوځ غواړي چې له افغان طالبانو او حقاني شبکې سره همکاري او اړیکې وساتي؟ دا پالیسي یې ښايي د ځینو ګټو او بېرې له کبله وي. د پاکستان پوځ طالبانو او حقاني شبکې ته د یوه داسي ځواک په سترګه ګوري چې په افغانستان کې د پاکستان ګټې تضمینوي او د هند د نفوذ مخه نیسي.»

دوی په عین حال کې لیکلي:«پاکستاني چارواکي ډارېږي چې که پر افغان طالبانو زیات فشار راوړي، ممکن د پاکستان د حکومت د پرزولو لپاره له پاکستاني طالبانو سره یوځای شي او په پاکستان کې اسلامي حکومت جوړ کړي.»

دواړو دیپلوماتانو تاکید کړی چې امریکا او افغانستان دې ډېر تمرکز په دې وکړي چې پاکستان د هغو طالبانو پر ضد اقدام وکړي چې تشدد او ترهګرۍ ته دوام ورکوي.

پاکستان نن /دوشنبه/ د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین د څلور اړخیزې غونډې کوربه دی.

ټاکل شوې ده چې روانه میاشت د څلورو خواوو ترمنځ بله غونډه په کابل کې جوړه شي.

10 total views, 1 views today

5 comments

  1. Hairan Reply

    دپاکستان جنرالان باید منحیث مسلمان ،انسانی او اسلامی اخلاقو نه هم باید استفاده وکړی ، د ګاونډی حقوقو ته باید کتنه وشی،ټول کار په وسلو او وحشت نه ترسره کیږی اونه ښی پایلی لری ،همدا هڅی که اخلاقی شی کیدای شی اثر او ثمره یی ډیره مثبته وی ، راځی د چاودنو،وژنو ،ورانولو او بد نیت پر ځای هغه څه وکړو چه د یو تعلیم یافته او متمدن انسان سره ښایی او د اشرف مخلوقات حیثیت ورکی ساتلی وی ، دا موجوده چلند انسان ،ارذل الناس کندی ته ورغورځوی،دانسانیت او شرافت نه ډیر واټن لری ،انسانیت ورباندی شرمیږی او د بی ایمانی او تباهی لار ده او ګټونکی نلری ،او لازمه خو داده چه د مسلمان جنرال په حیث چه دیو اتمی ځواک څشتن یی باید ددی موقف نه دامت اسلامی ګټو او مستقبل کی فکر وشی ځکه ددی موقف مقتضیات ایجابوی چه د امت او بشریت د هوساینی لپاره کار وشی او دا د وړو بد ماشانو پروژی اخیستل د اتمی پاکستان سره نه ښایی دا کارونه حتی د ملیشو له خوردظابطانو سره هم نه ښایی ډیر ټیت او واړه کارونه دی باید په نوی حیثیت او موقف باندی سوچ او دقت وشی اوسنی ډیر لویدلی او ټیټ موقف دی چه د مسلمان جنرال ،ګاونډی مسلمان او تعلیم یافته متمدن انسان سره قطعا نه ښایی وما علینا الا البلاغ

  2. لالا ، بټنوال Reply

    ښه ديپلوماتيکه څیړنه ده

  3. د صلاح الدين سعيدي Reply

    در سیاست اصل منافع و مصالح اند
    پاکستان افغانستان مستقل متكيبه خود را در تناقضبه موجوديت خويش ميداند.
    پاکستان نه خواهد گذاشت افغانستان از وابستگی یکجانب به
    پاکستان رھائی یابد. لذا بايد سخت هوشيار و با درايت قدم برداشت.

  4. د صلاح الدين سعيدي Reply

    سلام دوستان و هموطنان گرامی

    پیام به پارلمان افغانستان و حاكميت كابل:
    ميدانيم و زمان ثابت كرده و فلسفه وجودي پاکستان با افغانستان مستقل، متكی به خود در تناقض است.
    زمان ثابت كرده و خواهد كرد كه استابلشمنت پاکستان دشمن ملت ما بود، است، زمان و منطق الفبای سیاست در اساس بودن منافع و مصالح ، ثابت خواهد كرد كه پاکستان ( استابلشمنت) دشمن ملت افغانستان و كشور ما باقي خواهد ماند.
    ما سرحدات جديد و جدا كردن ملتها را نمی خواهيم و جهان دارد با هم نزديك ميشود و سرحدات از بين ميروند.
    ما سرزمين پشتون و بلوچ را به كابل انتقال دادن نمی خواهيم. پنجاب، پشتونخوا، سند، ھندو…. را خدا داد- همسايه ساخته، همسايه هستند و خواهند بود اما ما مخالف حق تلفی ها و اعمال نفيه هويت افغانی ايم و حق بدست اوردن حقوق تاريخي، انساني ، ملي و انساني را تاکید داريم. اما چنانچه ديده شد و تجربه شد پاکستان سر دشمنی با ما را داشت و دارد.
    بخش از كشورهای دخيل در قضايای افغانستان هم به صورت واضح اهداف خويش را پیگری میکنند.
    درین شرایط پاکستان تلاش دارد به زور باداران و مكارگی خويش مطالبات ناجايز خويش را بر حاكميت افغاني تحميل كند. جانب حاكميت افغاني با وضعيت ضعيف و محتاج حاكميت كابل و متحدين قوي و تاريخي پاکستان و مواضع ممكن و ملي افغانستان و بخاطر رهايي اين حاكميت از شر مطالبات و فشار خارجي در صورتيكه پاکستان حتی درین نشست اخير مذاكرات مقدماتي كه در پاکستان است و قبل از ان بر مطالبات ناجايز خود از حاكميت كابل ادامه دهد يكي از راه های حل:
    كه پارلمان افغانستان و اعضای ان خود را نيز تاريخي سازند و در جلسه سري و يا علني تصويب بدارند:
    خط ديورند از همان نقطه صفر تحت فشار، تحديد، مجهول و در موارد اساسي قابل منازعه و غير مشروع و باطل بوده و هر بنای باطل بر باطل باطل است و انرا از همان نقطه صفري غلط، غير مشروع و باطل ميدانند. اما درين مورد در مورد اينكه در اينده اين مساله چطور تنظيم شود انرا حق مردم و ملت دانسته و درين لحظه بحث بالای انرا نامناسب و غير ضروري ميدانيم.
    ما از مذاكرات سياسي و صلح مستقيم افغانها حمايت عام و تام ميكنيم و اين روند را روند صلح بين الافغاني بهتر ميدانيم.
    روند مذاكرات صلح به هيچ صورت به اين معنا نيست كه ما هر لحظه برای دفاع از مصالح و ناموس وطن غفلت كنيم.
    به نيرو های امنیتی خويش افتخار داريم و تمام امكانات را برای شان بخاطر اجرای بھتر وظايف شان مهيا كردن ميخواهيم و مھیا میکنیم. .
    يكبار ديگر مساله رسيدگی لازم به حقوق شھدا و معلولين و رسيدگی به ورثه و بازماند گان شھدای وطن را به كميسيون های مربوط پارلمان و قوه اجراييه سفارش ميكنيم تا در ظرف يك ماه برنامه ها و تدابير جديد خويش را در زمينه به پارلمان جهت تصويب ارایه بدارند ………. …..

    مصوب …. پارلمان

    ازین مستندات مانند خطوط وحدود سرخ غير قابل عبور بايد حاكميت در مذاكرات استفاده كند.
    نام پارلمان تاریخي، رسالت ادا، و مشكل حاكميت بخاطر دفع فشار زورمندان خارجي محدود و تحميل مطالبات شان كم خواهد شد.

    اين بحث جزئیات و تفصيل دارد.
    دوكتور صلاح الدين سعيد افغاني
    ٠٠٤٤٧٨٨٦٤٧٤٦٣٨
    جمعه ٨/١/٢٠١٦

    لطفا په ارت لاس وويشئ!!! مننه

  5. شپون Reply

    په ارت لاس یې پارلمان ته واستوهههه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *